Skip to content

د باکرې انجلي د زوی نښه

  • by

همدا رنګه چې  په پخوانې لیکنې کې مو  چې د زبور پیژندنه،  په هکله وه  وویل،  چې داؤد او ټولو پېغمبرانو  خپل کتابونه د خدای څخه په الهام سره لیکلي دي .  اشعیای نبی هم یو له سترو  پېغمبرانو څخه  ؤ . او دهغهٔ وړاند وینې هم دده په شان ستر او مهم دي. هغهٔ ۷۵۰ کاله وړاندې له میلاد څخه ژوند کاوه .    لاندې ، د پېغمبرانو او د هغوی له جمعې څخه د اشعیا نبی د ژوند تاریخ راښیي         

که څه هم اشعیا ډیر پخوا ژوند کاوه (شاوخوا 2800 کاله دمخه) هغهٔ  د راتلونکي په هکله ډیری وړاندوینې کړې دي .  چې دا وړاند وینې په زوړ تړون کې ځانګړې ځای لري . موسی (ع)د اشعیا په هکله  وړاندې ویلي وو  هغهٔ ویلي ؤ چې یو څوک به راشي چې د راتلونکي په هکله به ستر وړاند وینې وکړي . د هغهٔ وړاند وینې هغومره د ارزښت وړ دي  چې قرآن د هغهٔ په هکله وایي

او د عمران لور مريم چې د خپل عفت ساتنه يې کوله. او موږ د هغې په بدن کې خپل روح ورکړ. او هغې د خپل رب د خبرو او د هغه د آیتونو په حقیقت ګواهي ورکړه او له پرهېزګارانو  څخه وه. (سورت التحریم 66:12)

سوره تحریر څه شئ غواړې چې موږ ته راوښایي؟  ددې يوښتنې د ځواب لپاره ، راخي چې د اشعیای نبی لیکنو ته نظر وکړو

لکه څنګه چې په د زبور پیژندنه  کې وویل،  د سلیمان څخه وروسته پاچایانو ، له خدای او د هغهٔ له شریعیت څخه تابعت نه کاوه . اشعیای نبی د همدې پاچایانو د حکومت په  زمانه کې ژوند کاوه .  لدې کبله هم د هغهٔ ، د هغهٔ ډېر وړاند وینې د سزاورکولو او سزا په هکله ده .  دا سزا ورکول نږدې وروسته تر ۱۵۰ کاله  تر سره شوي .  د اورشلیم ورانېدل د بابل د حکومت له لوري . تاسو کولای شئ د اورشلیم د تاریخ  لنډه برخه پدې ځي کې ولولئ دلته   په هرصورت، هغه د دې څخه هاخوا وړاندوینه هم وکړه او خپل راتلونکي ته یې ژوره کتنه وکړه کله چې خدای به یو ځانګړی بېلګه او نښه انسانانو ته ښکاره کړي . چې د بشریت په تاریخ کې به دا لومړی ځل به وي چې ترسره شي .  اشعیا د هغهٔ پاچا په هکله وړاند وینه کوي ، چې د داؤد له نسل څخه به وزېږېږي

بیا اشعیا وویل: “اوس واورئ، ای د داؤد کورنۍ!  د خلکو صبر او زغم مو لمنځه ویوړ؟ هغه بسیا ونه کړه؟  او اوس غواړۍ د خدای بردباري هم لمنځه یوسي ؟ نوبداسې حال کې به خدای  خپله تاسو ته یوه نښه درکړي: یوه باکره انجلی به امېد واره شي یو زوی به زیږوي، چې نوم به یې عمانویل  یانې خدای له موږ سره دی ، وي . دا ماشوم تر څو چې زلمی کېږي او وکړای ش د بدو او نیکو تر منځ توپېر وکړي د هغهٔ خوراک به شېدې او شات وي  (اشعیا 7: 13-15)

دا یقینا یو بې سارې وړاندوینه وه! آیا تر اوسه اورېدل شوي دي چې یوه باکره انجلۍ  امېد واره شوې ده ، زوی به وزېږوي ؟ دا دومره د نه منلو وړ وړاندوینه ښکاریده چې خلکو فکر کاوه چې دا وړاند وینه اشتباه ده . خو موږ د مړه سمندر څخه تر لاسه شوي  خطې طومار څخه  د مړه سمندر طومارونه چې نن شتون لري پوهېږو چې  دا وړاند وینې دې نړۍ ته د یشوع مسیح د راتګ په هکله دي  .  دا وړاند وینې سل هاو کاله وړاندې د یشوع مسیح له راتګ څخه دې نړۍ ته ویل شوي دي 

دیوې باکرې انجلي څخه ، د یشوع مسیح پېدا کېدل دې نړۍ ته   له وړاندې څخه وړاند وینې شوې وې

  یوازې یشوع مسیح د یوې باکره انجلي څخه دې نړۍ ته راغی ، بل هېڅ انسان حتی پېغمبران هم داسې نړۍ ته  ندي راغلي.  نو پدې ترتیب وینو چې خدای له سل هاو کاله وړاندې دهغهٔ راتګ دې نړۍ ته ، د اشعیای نبی له طریقه وړاند وینه وکړه  تر څو موږ  دهغهٔ راتګ لپاره جمتو واوسو ،. موږ باید دوه ټکو ته پاملرنه وکړو

د هغهٔ مور د هغهٔ نوم عمانویل کېښود

لمومړس ټکی دادی چې ، باکره مور به دهغهٔ نوم عمانویل کېږدي . دا نوم پدې مانا ده : خدای له موږ سره دی،  دا په څه  مانا ده ؟ دا شاید څو ماناوې ولري، خو  دا چې دا نبوت د بدو پاچاهانو لپاره اعلان شوی ؤ چې خدای به یې په لنډ وخت کې قضاوت وکړي. دا وړاند وینې موږ ته وایي ، پاوجود ددې چې خدای به هغوی ته سزا ورکړي ، خو په راتلونکې کې به له باکرې مور څخه یو زوی پېدا شي ، چې د زوی نښه دلته داده چې خدای د بنی اسراییل له قام سره دی .او هغوی یوازې نه پرېږدي . کله چې یشوع دې نړۍ ته راغی ، داسې ښکارېده چې خدای بنی اسز=رایل یوازې پرېښود .  ځکه چې تر اوسه دښمنان پر هغوی حکومت کاوه .  د لوقا په انجیل کې داسې لیکل شوي دي: کله چې دیشوع مسیح مور د خپلې امېدواري په هکله له فرښتي څخه واورېدل ، د خدای ستاینه یې د سرود په ویلو سره وکړه ، دا سرود کولای شي لاندې وګورئ

“زما روح د مالک خدای ستاینه کوي او زما روح زما د ژغورونکي  خدای خوشحالي کوي … د هغه رحمت په هغو خلکو باندې پراخیږي څوک چې د هغه څخه وېره لري، نسل نسل ته … هغه د خپل بنده اسراییلو سره مرسته کړې، هماغسې چې زموږ  نیکه ابراهیم او د هغهٔ اولادې ته تر ابده ژمنه کړې ده.” (لوقا 1: 46-55)

تاسو وګورئ ، کله چې مريم دا خبر دا خبر واورېد ، د هغهٔ په مانا پوه شو :  مالک خدای خپل رحمت زموږ نیکه او دهغهٔ اولادې ته تر ابده ژمنه کړې ده . په ابراهیم رحم وکړه  سزا ورکول دهغهٔ یوازې پرېښودل د تل لپاره نده . هغهٔ موږ یوازې نه یو پرېښي.

دباکرې انجلي زوی ، ښه به له بدو څخه توپېر کړي 

د اشعیا د دې وړاندوینې حیرانتیا برخه دا ده چې دا زوی به ” ترهغه وخته شېدې  او شات وخوري تر څو  چې هغه د ښو او بدو تر منځ توپېر وکړي، دا پدې مانا ده چې کله چې هغه لوی شي او لازم سن ته ورسېږي ، کولای شي ښه له بدو څخه توپېر کړي .  یو ځوان زوی لرم هغه ډېر پر ما ګران دیخو دا نشي کېدلای چې کله هغه په یوازیتوب تصمیم نیسي ، دهغهٔ ټول تصامیم  او  غوره کړي سم دي. ما او میرمن مې  ډېر زیار وویست  تر څو هغهٔ ته سمه لاره وروښایو،  هغهٔ ته مو نصیحیت کړی دی ، هغه مو روزلی دی، له هغهٔ سره مو د ښو دوستانو په پېداکولو کې مرسته کړې ده او داسې نور ډېر شیان.  موږ هغهٔ ته داشیان ورزده کړل. تر څو وکړای شي د ښو او بدو تر منځ توپېر وکړي . نو لدې ټولو سره ددې ضمانت وجود نه لري چې هغه خطا ونکړي . زما پلار او مور هم ماته همداسې رتزده کړي ؤ  تر څو ږکړای شم ښه له بدو څخه توپېر کړم. که دا د مور او پلار زیار او کوښښ نه وي ، زامن نشي کولای سمه لاره پېدا کړي. که موږ یوه لحظه د خپل له کوښښ څخه واخلو ددې امکان شته چې هر څه له لاسه ولاړ شي. 

د همدې لپاره د خپل کور دروازې په کلۍ سره بندوو .، د همدې لپهره په هر هیواړ کې پولیس ته اړتیا شته ، بانکې کارتونه رمز لري ، دولتونه  قوانین لري او داسې نور. دلیل یې دادی چې چې موږ باید خپل ځان د یو بل پّ وړاندې وساتو.ځکه ډېری وخت موږ دبدیو او ښو تر منځ د توپیر کولو وس نه لرو

حتی يېغمبرانو هم هر کله د بدو او ښو تر منځ د توپېر وس نه درلود

او دا خبره حتی د پېغمبرانو په اړه هم سمه ده چې هغوی د ښو او بدو تر منځ د توپېر وس نه درلود. د بېلګې په توګه په تورات کې لولو  چې ابراهیم دوه ځلي خپل ښځه د خپلې خور په نوم نوروته پېژندلې ده . وینو چې هغهٔ دروغ ویلي دي( پېدایښت ۱۲: ۱۰ – ۱۳ او ۲۰: ۱-۲) په تورات کې باله بېلګه وینو چې ، موسی یو مصرۍ وژني (د وتلو کتاب ۲:۱۲) او په بل ځای کې هم لولو چې هغه د خدای امر نه پر ځای کوي ( شمیر۲۰: ۶-۱۲) په دوه وختونو کې پیغمبر ابراهیم (ع) د خپلې میرمنې په اړه دروغ ویلي چې هغه یوازې د هغه خور ده (په پیدایښت 12: 10-13 او پیدایش 20: 1-2 کې). دا دا هم ثبتوي چې پیغمبر موسی (ع) یو مصری وژلی دی (Exodus 2:12) او په یو وخت کې یې د خدای امر په سمه توګه نه دی تعقیب کړی (نمبر 20: 6-12). پیغمبر محمد (ص) ته په سورت محمد (سورت 47 – محمد) کې د بخښنې غوښتلو امر شوی دی  – دا ښیي چې هغه هم تل غلط رد  کړ او حق یې غوره کړ.

نو پوه شه چې له خدای پرته بل معبود نشته او بخښنه وغواړه د خپل د ګناه لپاره او د مؤمنانو سړو او مومنو ښځو لپاره. او خدای ستاسو په حرکت او د آرام ځای خبر دی. (سورت محمد 47:19)

د صحیح مسلم  په کتاب کې پدې هکله داسې تشریح شوی دی

ابو موسی اشعري رضي الله عنه له خپل پلار څخه روایت کوي چې محمد به دا دعا کوله: ای خدایه زما ګناهونه، زما ناپوهي او زما په فکرونو کې زما بې کفایتي وبخښه. او ته (زما په چارو) له ما څخه ښه خبر یې. یا خدایه ما ته بخښنه وکړه (هغه ګناهونه چې ما کړې وي) په جدي توګه یا بل ډول (او کوم چې ما په قصدي او قصدي ډول ترسره کړي دي، دا ټول (عیبونه) ​​په ما کې دي، یا خدایه ما ته د هغه ګناه څخه بخښنه راکړه چې ما په بیړه یا بل ډول کړي وي. ځنډول شوي، کوم چې ما په پټه یا په عامه توګه ترسره کړي دي او ته زما څخه ډیر ښه پوهیږي، ته لومړی او وروستی یې او ته په هر څه قادر یې.» (مسلم 35: 6563)

دا د حضرت داود (ع) د دعا سره ورته دی کله چې هغهٔ د خپلو ګناهونو لپاره د بخښنې دعا وکړه

ای خدایه، د خپلې بې پایه مینې په اساس په ما رحم وکړه. تا خپل د لوی شفقت سره سم زما ګناهونه له مینځه وړي دي . زما ټول ګناهونه ومینځه او ما د ګناه څخه پاک کړه… ما د هایسپ سره پاک کړئ، او زه به پاک شم. ما ومینځه، او زه به د واورې څخه سپین شم … خپل مخ زما د ګناهونو څخه پټ کړه او زما ټول ګناهونه پاک کړه. (زبور 51: 1-9)

نو موږ ګورو چې دا سړي – که څه هم دوی پیغمبران دي – د ګناه سره مبارزه کوي او بخښنه غواړي. داسې ښکاري چې دا د ټولو نړیوالو بشري حالت دی د آدم اولاده.

د باکرې انجلۍ سپیڅلي زوی

 خو اشعیای نبی د هغهٔ زوی په هکله چې نبوت کړی ؤ ، د ځوانۍ له وخت څخه د ښه او بد تر منځ توپېر کاوه . خدای هغهٔ ته حکمت ورکړی ؤ ؤ ټولو پېغمبران د نورور انسانانو په څېر  د خپل نیکه آدم په وجې  ګنهکاره فطرت درلود . هماغسې چې ومو   لیدل.  آدم ونشو کولای چې ښه له بدو څخه نوپېر کړي .  هماغسې چې ژنیتیک له پلار څخه زامنو ته منتقله کېږي ، د آدم ګنهکاره فطرت وروستۍ نسل ته منقله شوه. حتی پېغمبران او د خدای رسولان هم همدا طبیعیت درلود.  خو هغه زوی چې له بااکرې انجلۍ څخه پېدا شو  (یانې یشوع مسیح )  هغه د آدم له نسل څخه نه ؤ ، ځکه هغهٔ پلار نه درلود . مطلب له جسماني او انساني پلار څخه دی.  دې همدې لپاره هم هغه سپېڅلی ؤ . قرآن هم هغه ته سپېڅلی وایي

زه به څنګه زوی ولرم، په داسې حال کې چې ما ته چا لاس نه دی راوړی او زه بدکاره نه یم؟ ويې ويل: نو (داسې به وي): ستا خدای فرمايي: دا زما لپاره اسانه ده او (موږ غواړو) چې هغه د خلکو لپاره نښه او زموږ له لوري  به رحمت وي، دا يوه پرېکړه ده. ” نو له هغې څخه هغه حامله شوه، 

 (سورت مریم 19:19-22)

  اشعیای نبی دا وړاندوینې په ښکاره ډږل کړې وې او له هغهٔ ورو نورو پېغمبرانو هم دا وړاند وینې تایید کړې: یوه باکره انجلۍ به زوی وزېږوي ، هغه به جسماني پلار ونه لري او د همدې لپاره به هغه سپېڅلی وي 

اوس به آدم ته چې په جنت کې ؤ نظر وکړو

د یشوع مسیح په هکله یوازې د تورات څخه په وروستۍ کتابونو کې ندې لیکل شوي بلکه په تورات کې هم لیکل شوي دي  موږ د خدای او شېطان ترمنځ خبرې  چې د آدم په هکله په لیکنه کې راغلي  ولوستل  د آدم نښه   دلته یو ځل بیا هغه آیات لیکم

او زه به ستا (شیطان) او ښځې (حوا) او ستا د اولاد او د هغې تر منځ دښمني واچوم. هغه (د ښځې اولاد) به ستا (شیطان) سر پښو لاندې کړي او ته

شیطان) به د هغهٔ (د ښځې اولاد) پښه ووهي.

پېدایښت ۳: ۱۵

 خدای داسې کار کوي چې شېطان او ښځه دواړه د اولادونو خاوندان شي . د هغوی دواړو تر منځ به دښمني او کرکه وي . د شېطان او ښځې ترمنځ به هم دښمني او کرکه شتون ولري . شېطان به دزوی پښه ووهي او زوی به هم د شېطان سر پښو لاندې کړي

هغوی وایي چې پدې لیکنه کې د ، د ښځې ژنیتیک په نظر کې ندی نیول شوی . هغوی یوازې دغه جنسیتي توپېر ویني . په هرحال کې ، پدې آیاتو کې د زوی د راتلو په هکله د پلار په واسطه یا نارینه یاد شوی ندی یوازې د ښځې نوم او دهغهٔ له نسل څخه یادونه شوې ده 

 ا

د هغهٔ باکره انجلي د زوی په هکله چې اشعیا وړاند وینه کړې وه هغه د حوا زوی دی   

د هغهٔ باکره انجلی د زوی په هکله چې اشعیا نبوت کړی ؤ د ښځې زوی حوا دی ، هو هغه زوی چې مو د پېدایښت په کتاب کې دهغهٔ په هکله ولوستل  هماغه د ښځې زوی به چې د شېطان سر پښو لاندې کړي . پدې نښه شوي مقالې کې چې پخوا لیکل شوی ولولئ  بحث د آدم په نښه کې ولولئ  د تاریخ په اوږدو کې د آدم ټول اولاده ، ونشو کولای چې ګناه ونه کړي ، هر کله یې ګناه کړې ده د خپل پلار آدم په شان  نو پدې توګه کله چې د آدم او حوا له لوري ګناه وشوه ، خدای وعده وکړه چې : هغه څوک به راشي چې د آدم له نسله به نه وي  او هغه به د شېطان سر تر پښو لاندې کړي 

دا سپېڅلی زوی به دا کار څرنګه تر سره کړي ؟ که دا کار د پېغام  اود خدای کلام په رسولو سره سرته ورسېږي .، موسی او ابراهیم دا کار په ډېره ښه توګه او په کامله صداقت سره سرته ورسوله،. نو داسې نتیجه اخلو چې ددې سپېڅلي زوی کار بل شی دی

 ددې کارد ښه پوهې لپاره موږ باید د زبورونو کتاب وڅېړو

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *