Skip to content

د آدم علیه السلام کیسه

  • by

آدم او د هغهٔ میرمن حوا ځانګړي دي ځکه چې دوی مستقیمآ خدای پېدا کړي وو، مور او پلار یې نه درلودل او دوی د عدن په باغ کې ژوند کاوه. نو دوی زموږ لپاره د زده کړې مهمې نښې لري. په قرآن کې دوه برخې او په تورات کې یوه برخه د آدم علیه السلام په هکله راغلي دي. (کلک وکړئ دلته د دوی لوستلو لپاره).

دا حسابونه خورا ورته دي. په دواړو حسابونو کې خلک او دهغوی کرکترونه یو شان دي (آدم، حوا، شېطان (ابلیس)، خدای)؛ ځای ( باغ عدن ) چې په دواړو حسابونو کې ورته اشاره شوې ده یو شان دي؛ په دواړو حسابونو کې شېطان (ابليس) آدم او حوا ته درواغ وایي او هغوی غولوي . په دواړو حسابونو کې آدم او حوا د خپل شرم د پټولو لپاره له پاڼو څخه استفاده کوي . خدای په دواړو حسابونو کې د هغوی خواته راضي. هغه دغه دواړه قضاوت کوي او له هغوی سره خبرې کوي. خدای خپل رحمت هغوی ته ښکاره کوي. هغه د آدم او حوا د بربنډ توب لپاره کالي جوړوي . قرآن زموږ لپاره چې د آدم اولاده یاستو ، دا دثبوت د دلیل په توګه نوموي . نو دا پېښه په تاریخ کې یو سپېڅلی پېښه نده او موږ کولای شو د آدم او حوا له کیسې څخه ډير شیان زده کړو.

د آډم پېغام زموږ لپاره

خدای مخکې لدینه چې آدم او حوا قضاوت کړي ، هغوی یوازې یوه ګناه کړې وه . د بېلګې په توګه لس حکمونه وجود نه درلود چې هغوی هغه لوستي وي او بې اطاعتي یې کړې وي چې بیا خدای هغوی قضاوت کړي. خدای یوازې دهغهٔ بې اطاعتي چې شوې وه قضاوت وکړ ، ډېری خلک داسې فکر کوي چې کله دوی زیاده ګناه وکړي بیا خدای هغوی ته سزا ورکوي. هغوی داسې فکر کوي که دنورو په پرتله لګه ګناه وکړي او یا که د هغوی ښه عملونه د نورو له کارونو څخه زیاد و ي بیا خدای هغوی نه قضاوت کوي او نه سزا ورکوي . د آدم او حوا حالت موږ ته راښایي چې داسې نه ده. خدای هره ګناه او بې اطاعتي . ته سزا ورکوي. ددې موضوع د روښانه کولو لپاره ښه ده چې د خدای د قوانینو څخه بې اطاعتی او د یوه هیواد د قانون څخه د بی اطاعتی سره پرتله کړو. په کانادا کې چېرې چې زه ژوند کوم، که د قانون مخالف عمل تر سره کړم د بېلګې په توګه غلا وکړم ددې هیواد قانون سره سم زه د سزا وړ یم . زه نشم ویلی چې ما غلا کړې خو دا یو کوچنی جرم دی چې ما کړی دی او ما ته سزا مه راکوی هرو مرو ما محکمې ته بیایي او سزا راکوي. د کاناد محکمه لکه خدای عمل کوي.

کله چې آدم او حوا له پاڼو څخه ځاننه کالي جوړ کړل ، ګورو چې هغوی لدې کار سره وشرمېدل او کوښښ یې وکړ چې خپل بربنډ توب په هغهٔ پټ کړي. زه هم کله چې له اشتباه او شرم څخه ډک عمل تر سره کړم ، کوښښ کوم چې هغه ګناه پوښ کړم او له نورو څخه یې پټ کړم. خو د آدم او حوا کوښښونه دخپل دګناه د پوښولو لپاره د خدای په وړاندې بې ځایه وه . خدای د هغو دواړو اشتباه ولید او سزایې هم ورکړه او هم یي خپل کلام هغوی ته وفرمایل

د زړه سوانده خدای کړنه په قضاوت کولو کې

موږ کولای شو چې درې عملونه وګورو:

  1. خدای هغوی په مرګ محکوموی، هغوی به مړه شي
  2. خدای هغوی له باغ عدن څخه بهر کوي . هغوی به د ځمکې پر مخ له کړاو څخه ډک ژوند ولري
  3. خدای هغوی ته د پستوکو څخه کالی ورکوي

دا په زړه پورې ده چې موږ ټول حتی تر نن ورځې پورې هم د ا پېښه موږ اغیزمن کوي . ټول مري؛ هېڅوک حتی پیغمبران هم هېڅکله بیرته جنت ته نه دي راغلي . او د حیات ونې ته ندي تللي . لا تر اوسه هم ټول کالي اغوندي .دغه درې ټکي دومره پر ایمان عادی شوی چې چې موږ دغه حقیقت هېرو: هغه کار چې خدای آدم او حوا سره وکړل . چې موږ یې وروسته ترزرکونه کاله وروسته هم احساس کوو.

جامې د خدای له لوري د رحمت ډالۍ وه ، د دوی شرم نور پټ شوی وو. هو خدای هغوی قضاوت کړ ، خو هغهٔ خپل رحمت او برکت یې هم له دهغوی نه ونه سپماوه . هغهٔ کولای شو چې دا کار ونکړي . آدم او حوا د خپل بې اطاعتی په بدل کې کوم کار ونکړل چې د خدای د رحمت لایق وي . هغوی هغه جامې چې تر لاسه کړي ، هغه خدای ورکړي ، دوی نه ، تر لاسه کړی . هغوی دغه ؤالی چې خدای هغهوی ته ورکړې وه ومنل. هغوی ددې ډالۍ لیاقت نه درلود ،خو د څه شي په بدل کې دا هرڅه وشول. تورات موږ ته وايي چې جامې “پوستکي” وې. په دې توګه کالي د حیوان له پوستکې څخه جوړ شوي ؤ، تر دې وخته پورې هېڅ مرګ نه ؤٔ، د جامو د جوړولو لپاره چې د حیوان له پوستکي څخه ؤ د حیوان د ځان په بیه تمامه شوه. هغه حیوان خپل ژوند له لاسه ورکړ تر څو آدم او حوا وکړی شي د خدای د رحمت او مهربانئ وړ وګرځي.

قرآن موږ ته وايي چې دغه جامې د دوی شرم پټ کړل، خو په حقیقت کې هغوی د رېښتینولۍ پوښښ ته اړتیا درلوده، دا چې دغه د پوستکي جامې ددوی د پرهېز ګاری نښه وه. دا زموږ لپاره دلیل او نښه ده

ا 7-26 اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي[سورت 7:26]

یوه ښه پوښتنه دا ده چې : موږ دا ‘د رېښتينولۍ جامې’ څنګه ترلاسه کړو؟ وروسته به پیغمبران دې مهمې پوښتنې ته ځواب ووايي.

د هغهٔ خدای خبرې چې هم مهربانه دی او هم قضاوت کوي

خدای نه یوازې دا درې شیان د آدم او حوا او موږ (د دوی اولادونه) لپاره نه کوي، بلکې هغه خپل کلام هم بیانوي. په دواړو متنونو کې خدای د “دښمنۍ” خبره کوي خو په تورات کې زیاتوي چې دا “دښمني” به د ښځې او مار (شیطان) ترمنځ به وي. دا ځانګړی پېغام په لاندې متن کې راغلي دي. ما یوازې دهغو خلکو نومونه چې یاد شوي ؤ داخل کړي دي

خدای فرمایي

زه (خدای) به دښمني

ستا (شیطان) او ښځې تر منځ

او ستاسو د اولاد او د هغې د اولاد ترمنخ کېږدم

he هغه به ( دښځې اولاد)ستا سر ( شېطان)پښو لاندې کړي او ته به د هغهٔ پښه په نېښ ووهې

 (پیدایش 3:15)

۱ -خدای

۲ -( همغه ابلیس)شېطان

۳ – ښځه

۴ – د ښځې اولاد

۵ – د شېطان اولاد

او معما په ګوته کوي چې دا کرکټرونه به په راتلونکي کې څنګه یو له بل سره تړاو ولري. دا لاندې ښودل شوی

The characters and their relationships in the Promise of Allah given in Paradise
د شخصیتونو او دهغوی د اړیکو په هکله دخدای په وعده کې په جنت کې ورکړ شوی دی

په متن کې د ښځې د پېژندنې په هکله یادښت ندی شوی.خو دلته خدای د شېطان د اولاد او د ښځې د اولاد خبره کوي. با وجود ددې چې دا یواسرار دی، خو موږ د دې میرمنې د اولاد په اړه یو څه پوهېږو. ځکه چې ‘اولاد’ ته ‘هغه’ او ‘هغه’ ویل کېږي موږ پوهېږو چې دا اولاد یو واحد نارینه دی. د دې موضوع په پوهېدو سره موږ کولای شو ځینې احتمالي تفسیرونه و کړو. یو نارینه نشي کولای ښخه اوسي . – خو ‘هغه’ دیوې ښځې څخه زېږېدلی شي. هغه یو دی دوه ندي . په دې توګه هغه اولاد چې ورته اشاره کیږي نه یوه ډله ده او نه له دین یا کوم ملت سره اړیکه لري هغه بې ځانه شی هم ندی. روښانه ده چې دا ماشوم نشی کولای یوه فلسفه ، یا ښونه او دین اوسي . نو پدی توګه زوی دمسیحیت یا اسلام د دین دبېلګې لپاره ندی، که داسې وي نو له هغهٔ ضمیر څخه چې د شیانو لپاره کارول کېږي استفاده وکړي، ماشوم د خلکو د ډلې لکه یهودیان ، مسیحیان یا مسلمانانو غوندې ندی ، ځکه که داسې وای دهغوی له ضمیره به استفاده کېدای . حتی که د زوی پېژندنه اسرار وي ، زموږ په ذهن کې مختلف فکرونه رامنځ ته راځي ، هغه افعال چې په متن کې کارول شوي دي ، راتلونکې ته اشاره کوي نو دهمدې لپاره موږ کولای شو د خدای وعده ووینو . دا ماشوم به د شېطان سر ووهي یانې هغه به لمنځه یوسي او شېطان به هم د هغهٔ پښه ووهي.

اسرار لا تر اوسه نه راڅرګندېږي خو موږ پوهېږو چې دخدای پلان او هدف په واقعیت بدلېږي

اوس پام وکړئ چې خدای آدم ته ددې ماشوم وعده نه ورکوي . خدای د ماشوم وعده حوا ته ورکړه. دا یو غېر معمل کار دی ، ځکه تورات ، زبور او انجیل د ماشومانو د زېږېدو د پلرونو په واسطه تاکید کوي . یاد شوي شجرې په تورات، زبور او انجیل کې نږدې یو لست د زامنو او پلرونو څخه دی. خو هغه وعده چې په جنت کې ورکړ شوی دی متفاوته دی . د ې نړۍ ته د ماشوم ( نارینه) راتلل د آدم له نسله وعده ورکړ شوی ندی . تورات د ماشوم راتلل د ښخې له نسل څخه اشاره کوي.

د نارینو له منځ څخه چې تر اوسه یې ژوند کړی دی ، یواځې دوو تنو هېڅکله پلار ندرلود. لومړی شخص آدم دی چې يه مستقیمه توګه خدای خلق کړ او دوهم شخص عیسی مسیح دی چې له یوې باکرې انجلی څخه دې دنیا ته راغلی ؤ هغهٔ پلار ندرلود دا ماشوم د هغهٔ له ضمیر سره چې وړاندې مو پرې خبرې کړې وي ، یووالی لري ، هغه یې ځانه شی ندی ، یو شخص دی . ښځه نده . عیسی مسیح د یوې ښځې زوی دی . نو د هغهٔ دښمن د شېطان زوی څوک دی؟ که څه هم موږ دلته وخت نلرو تر څو جزیاتو ته ولاړ شو ، په کتابونو کې زوی لمنځه وړي او د شېطان زوی او نور داسې نومونه یاد شوي دي چې د مسیح پر وړاندې به پېدا شي . او هغه د دجال په نامه هم پېژندل کېږي. همدا رنګه پدې کتابونو کې د دجال او مسیح تر منځ د جګړې اشاره هم کېږي .دا برخه د تاریخ او حوادثو یادونه هم کوي چې په پېدایښت کې واقع شوي ؤ

د هغې مبارزې د پایلې په هکله وړاند وینه چې د شېطان او خدای تر منځ په عدن باغ کې رامنځ ته شوې وه لومړی د پېدایښت په کتاب کې لیکل شوی دی . ډېرې پوښتنې لا پاتې دي ، ډېری نوې پوښتنې رامنځ ته کېږي . په ادامه کې به د رسولانو په تعلیمونو او موعظو کې د خپل پو ښتنو ځوابونه تر لاسه کړو او خپل ژوند ته به لا ښه توجو وکړو او هغه به درک کړو . موږ به د آدم او حوا له زامنو هابیل او قاین سره دې بحث ته ادامه ورکړو .

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *