Skip to content

اوومه ورځ ، دسبت او آرامښت ورځ

  • by

د فصحې د اختر په ورځ، چې د یهودیانو لپاره ډېره مهمه او له اهمیت څخه ډکه ورځ وه ، یشوع مسیح سره خیانت وشو . هغه یې په صلیب وخېژاوه . د همدې لپاره هم ، مسیحیان هغه ورځ چې له جمعې ورځې سره سمون درلود، ښه ورځ بولي . د فسحې اختر د جمعې په ورځ کله چې لمر پورته شو پېل شو ، او کله چې لمر پرېوت ، اختر هم پای ته ورسېد . د یهودیانو له جنتری سره سم هغه ورځ شپږمه ورځ بلل کېده . آخري پېښه هم په هغهٔ ورځ کې د یشوع مسیح ښخول ؤ . د هغو ښځو په هکله چې د یشوع مسیح د ښخولو په مراسمو کې ګډون کړی ؤ، انجیل داسې فرمایي

هغه ښځې چې د عیسی سره د ګلیل څخه راغلې وې د یوسف شاته لاړل . هغوی قبر او دهغهٔ د ښخولو ځای ولید . او وروسته کور ته لاړلې او خوشبویي او عطرونه یې چمتو کړل او د شریعیت د حکم مطابق یې د سبت په ورځ آرام وکړل . (لوقا 23: 55-56)

هغو ښځو غوښتل د یشوع ځان د ښخولو لپاره چمتو کړي ، خو وخت ډېر نه ؤ ، ځکه د لمر پرېوتلو وخت نږدې ؤ او هماغسې چې پوهېږو د یهودیانو د جنتری پر بنسټ ، کله چې لمر کېني ، دوهمه ورځ پېل کېږي ، د موسی له قانون سره سم خدای وروسته له خلقت څخه ، آرام وکړ ، یهودیان هم باید په اوومه ورځ چې د سبت له ورځې سره سمون درلود ، آرام وکړي او کوم کار سرته ونه رسوي . تورات پدې هکله فرمایي

په دې توګه اسمانونه او ځمکه په خپل ټول پراخه لړۍ کې بشپړ شول.

په اوومه ورځ خدای هغه کار پای ته ورساوه چې هغه یې کاوه. نو په اوومه ورځ هغه د خپل ټول کار څخه آرام شو. بيا خُدائ پاک په اوومه ورځ برکت ورکړ او هغه يې مقدسه کړه، ځکه چې په هغې باندې هغه د خلقت د ټولو کارونو نه چې هغۀ کړى وو آرام شو. (پیدایش 2: 1-2)

نو ښځو که څه هم غوښتل چې د هغه مړی د ښخولو لپاره چمتو کړي، خو له تورات څخه په اطاعت د هغهٔ کار د سرته رسولو څخه لاس واخیست او آرام یې وکړ

خو د خدای د عبادت دځای مذهبی مشرانو ، د خالي په ورځ خپل کار ته دوام ورکړ . سپېځلی کتاب د هغوی د لیدلو په هکله له رومې والي سره داسې لیکي

۶۱مجدلیه مریمه او هغه بله مریمه هلته د قبر په مخکې ناستې وې

۶۲او په سبا ورځ چې د خالي ورځ وه، لوی مذهبي مشران او فریسیان یوځای پېلاطوس ته ورغلل ۶۳او ورته يې وویل: ای مالکه! زموږ په یاد دي چې کله دا ګمراه کوونکی ژوندی ؤ، نو ویلي یې وو چې: له درې ورځو وروسته را پورته کېږم ۶۴نو حکم وکړه ترڅو د درېو ورځو پورې د قبر سخته څارنه وشي، هسې نه چې شاګردان يې د شپې راشي، د هغۀ مړی په غلا وباسي او خلکو ته ووايي چې له مړو څخه را پورته شوی دی، نو پدې توګه به وروستۍ ګمراهي له لومړۍ څخه هم ډېره بده شي ۶۵نو پېلاطوس هغوی ته وویل: لاړ شئ او د عسکرو ډله له ځان سره بوځئ او څومره چې کولای شئ نو په قبر کلکه پېره وکړئ ۶۶نو هغوی لاړل او د قبر د خولې پرګټ یې مهرونه ولګول او په څوکیدارانو يې د قبر پېره کوله.

. (متی 27: 62-66)

نو پدې توګه موږ وینو چې په هغه ورځ ، چې د خالي ورځ وه ، مذهبي مشرانو آرام ونه کړ د قبر د ساتلو لپاره خپل د کار ځای ته لاړل خو ومو لیدل چې ښځو د خالي په ورځ له کار څخه لاس واخیست . د خالي په سپېڅلي ورځ ، ښځې په اطاعت سره آرام کوي خو د یشوع مسیح ځان مړ شو . دا له هماغې ورځې سره سمون لري چې خدای د خلقت څخه وروسته په اوومه ورځ ، آرام وکړ دا په تورات کې لیکل شوي دي د سبت آرام د مرګ د پیغمبر عیسی المسیح لپاره

خو دا سبت (یا خالی ورځ) پاتې شوی مړینه د یشوع مسیح لپار ه

چوپتیا وړاندې د لوی ځواک له ځلا څخه ؤ . د الفجر سورت (سورت 89 – د سهار) موږ ته یادونه کوي چې د تیاره شپې وروسته سحر څومره مهم کیدی شي. د ورځې وقفه کولای شي د هغو کسانو لپاره عجیب شیان ښکاره کړي چې پوهیږي

د ورځې په وقفه کې

د شپې دوه ځله پنځه ځله؛

د مساوي او طاق (متضاد) په واسطه؛

او قسم د شپې کله چې تېر شي؛

ایا په دې کې د هغو کسانو لپاره کوم دلیل (یا ثبوت) نشته چې پوهیږي؟ (سورت الفجر 89: 1-5)

بله ورځ یو لوی بری پېښ شو   دلته وګورئ  

هماغسې چې وینو د لمر ختل د سبا ورځې پېښې موږ ته روښانه کوي

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *