Skip to content

یشوع مسیح د ژوندون د چینې وړاندیز کوي

  • by

 د انسان سوره هم د هغې چینې په هکله چې په جنت کې ده فرمایي 

او هلته له هغهٔ جام څخه چې زنجبیل لري هغوی ته څښول کېږي .  له هغې چینې څخه چې هلته سلسبیل نومېږي

سوره انسان ۱۷ او ۱۸ آیتونه .

نو هغه تنده چې په دې نړۍ کې لرو ،  څنګه به لرې کېږي؟ نو هغه خلک چې د پخواني له شرم څخه ډک ګناهونو  په دلیل سره نشي کولای  خدای ته نږدې شي ، څه کېږي؟  یشوع مسیح د یوې لرې کړلای شوې ښځې سره پدې هکله خبرې وکړې 

مخکې مو ولوستل  چې یشوع   د دښمنانو په وړاندې د ښه چلند په هکله تعلیم ورکړ.  نن ورځ په نړۍ کې  دومره زیادې جګړې شتون لري چې زموږ ژوند په دوزخ بدل شوی دی.  پدې مثال  کې  یشوع مسیح ټینګار کوي چې زموږ لید او کړنه  د دښمنانو په وړاندې دا به وټاکې چې آیا موږ جنت ته ځو او که نه؟ 

 تعلیم ورکول یو آسانه  کار دی . خو په عمل کې کاملا متفاوته چلند کېږي .  ډېرۍ  ایمانداران تعلیم ورکوي ، خو په عمل کې  کاملا متفاوته ژوند لري ،  یانې یو کاملا متفاوته ژوند له هغهٔ څخه چې تعلیم ورکوي .  نو یشوع مسیح څرنګه؟  آیا دا خبره د هغهٔ په هکله سمون لري ؟  هغه له یو سامري سره لیدنه کوي ( په هِې زمانه کې سامریان او یهودیان سره دښمنان وو) انجیل داسې فرمایي

عیسی د سامری ښځې سره خبرې کوي

اوس عیسی پوه شو چې فریسیانو اوریدلي و چې هغه د یوحنا څخه ډیر شاګردان ترلاسه کوي او بپتسمه ورکوي – که څه هم په حقیقت کې دا عیسی نه و چې بپتسمه یې ورکړه ، مګر د هغه پیروان. نو هغه د يهوديه نه لاړو او يو ځل بيا ګليل ته لاړو.

اوس هغه باید د سامریه له لارې لاړ شي. نو هغه د سامريه يو ښارګوټي ته راغلو چې د سيخار په نوم ياديږي، هغه ځمکې ته نژدې چې حضرت يعقوب خپل زوی يوسف ته ورکړې وه. د یعقوب څاه هلته وه، او عیسی چې د سفر څخه ستړی شوی و، د کوهي په غاړه کېناست. د ماسپښین شاوخوا وه.

کله چې یوه سامریه ښځه د اوبو راوړلو لپاره راغله ، عیسی ورته وویل: “ایا ته ماته اوبه راکړې؟ (د هغه شاګردان ښار ته تللي وو چې خواړه واخلي.)

سامریې ښځې ورته وویل: ته یهودي یې او زه سامریه ښځه یم. تاسو څنګه کولای شئ له ما څخه د څښاک غوښتنه وکړئ؟” (ځکه چې یهودیان د سامریانو سره ملګرتیا نه کوي.)

10 عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: “که تاسو د خدای ډالۍ او هغه څوک  چې له تا څخه د څښاک غوښتنه کوي  وپېژنۍ، نو تاسو به د هغه څخه غوښتنه کړې وه او هغه به تاسو ته د ژوندۍ اوبه درکړي.”

11 ښځې وویل: “صاحب، تاسو د اوبو پورته کولو لپاره هیڅ نلرئ او څاه ژوره ده. تاسو دا ژوندی اوبه چیرته ترلاسه کولی شئ؟ 12 ایا ته زموږ د پلار یعقوب څخه لوی یې چې موږ ته یې څاه راکړه او پخپله یې د هغه زامنو او څارویو څخه وڅښلې؟

13 عیسی ځواب ورکړ: هر څوک چې دا اوبه وڅښي هغه به بیا تږی شي. 14 مګر څوک چې هغه اوبه وڅښي چې زه یې ورکوم هغه به هیڅکله تږی نشي. په حقیقت کې، هغه اوبه چې زه یې ورکوم په دوی کې به د ابدي ژوند لپاره د اوبو یوه چینه وي.

15 ښځې ورته وویل: صاحب دا اوبه ماته راکړه چې تږی نه شم او د اوبو د ایستلو لپاره دلته راتلم.

16 هغه ورته وویل: لاړ شه، خپل میړه ته زنګ ووهه او بیرته راشه.

17 هغې ځواب ورکړ: “زه مېړه نه لرم.”

عیسی هغې ته وویل: “تاسو سمه یاست کله چې ته وایې چې میړه نلري. 18 حقیقت دا دی چې تاسو پنځه میړه لرئ، او هغه سړی چې تاسو اوس لرئ هغه ستاسو میړه نه دی. هغه څه چې تاسو ویلي دي هغه په ​​بشپړ ډول ریښتیا دي.

19 ښځې وویل: “صاحب، زه وینم چې تاسو پیغمبر یاست. 20 زموږ پلرونو په دې غره کې عبادت کاوه، مګر تاسو یهودیان ادعا کوئ چې هغه ځای چې موږ باید عبادت وکړو په بیت المقدس کې دی.

21 عیسی ځواب ورکړ: “ښځه،” په ما باور وکړه، یو وخت راځي چې تاسو به د پلار عبادت نه په دې غره او نه په بیت المقدس کې وکړئ. 22 تاسو سامریان د هغه څه عبادت کوئ چې تاسو نه پوهیږئ. موږ د هغه څه عبادت کوو چې موږ یې پوهیږو، ځکه چې نجات د یهودانو څخه دی. 23 بیا هم یو وخت راځي او اوس راغلی دی کله چې ریښتیني عبادت کونکي به په روح او حقیقت کې د پلار عبادت وکړي ، ځکه چې دوی هغه ډول عبادت کونکي دي چې پلار یې لټوي. 24 خدای روح دی، او د هغه عبادت کوونکي باید په روح او حقیقت کې عبادت وکړي.

25 ښځې وویل، “زه پوهیږم چې مسیح” (مسیح نومیږي) “راځی. کله چې هغه راشي، هغه به موږ ته هر څه تشریح کړي.

26 بیا عیسی اعلان وکړ: “زه، هغه څوک چې تاسو سره خبرې کوم.زه هغه یم.

27 بیا د هغه شاګردان بیرته راغلل او حیران شول چې هغه د یوې ښځې سره خبرې کوي. خو هیچا ونه پوښتل: “څه غواړې؟” یا “تاسو ولې د هغې سره خبرې کوئ؟”

28 بيا يې د اوبو لوښي پرېښودل، ښځه بېرته ښار ته لاړه او خلکو ته يې وويل: 29 “راشه، یو سړی وګوره چې ماته یې هر څه وویل چې ما کړي دي. ایا دا مسیح کیدی شي؟” 30 هغوئ د ښار نه بهر راووتل او د هغۀ په لور روان شول.

31 په عین وخت کې د هغه شاګردانو هغه ته وغوښتل، “ربي، یو څه وخورئ.”

32 خو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خوړلو دپاره خوراک لرم چې تاسو پرې هيڅ نۀ پوهېږئ.

33 بیا د هغه شاګردانو یو بل ته وویل: “ایا یو څوک کولی شي هغه ته خواړه راوړي؟”

34 عیسی وویل: “زما خواړه د هغه چا اراده پوره کول دي چې زه یې رالیږلی یم او د هغه کار پای ته رسوم. 35 ایا تاسو دا خبره نه لرئ چې ‘د حاصلاتو حاصلولو ته لا څلور میاشتې پاتې دي’؟ زه تاسو ته وایم، سترګې خلاص کړئ او کروندو ته وګورئ! دوی د حاصلاتو لپاره پخ شوي دي. 36 حتی اوس هم هغه څوک چې ریب کوي مزدوري اخلي او د ابدي ژوند لپاره فصل راټولوي ، ترڅو کرونکی او ریبونکی په ګډه خوشحاله شي. 37 په دې توګه دا خبره سمه ده چې ‘یو کري او بل ریب کوي’. 38 ما تاسو د هغه څه د راټولولو لپاره لیږلي یاست چې تاسو د دې لپاره کار نه دی کړی. نورو سخت کار کړی دی، او تاسو د دوی د کار ګټه ترلاسه کړې ده.

39 د هغه ښار ډیری سامریان د ښځې د شهادت له امله په هغه باور وکړ، “هغه ماته هر هغه څه وویل چې ما کړي دي.” 40 نو کله چې سامریان هغه ته راغلل، نو هغه یې وغوښتل چې د دوی سره پاتې شي، او هغه دوه ورځې پاتې شو. 41 او د هغه د خبرو له امله ډیر نور هم مومنان شول.

42 هغوی ښځې ته وویل: “موږ نور یوازې د هغه څه له امله باور نه لرو چې تا وویل. اوس موږ د ځان لپاره اوریدلي، او موږ پوهیږو چې دا سړی واقعیا دی د نړۍ ژغورونکی.” (یوحنا 4: 1-42)

 دا سامري ښځه ددې لپاره چې یشوع مسیح له هغې سره خبرې کولې حېرانه شوه،  ( ځکه یهودیان او سامریان سره دښمنان ؤ ) یشوع مسیح  په دوو دلایلو  له هغې څځه اوبه وغوښتل . لومړی دلیل  د هغهٔ تنده وه  هغه تګی شوی ، .  هغه پوهېده ( ځکه هغه خدای ؤ) چې هغه ښځه د روحي او معنوی له اړخه تګې ده .  هغه د خوشالۍ او خوشبختۍ تګې وه.  هغه ښځې هېله درلوده چې په ګناه څخه ډکه ژوند کې له نارینو سره خپل دې هدف ته ورسېږي . پدې ترتیب هغې څو له ګناه څخه ډکې رابطې درلودې .  کله یې چې له یشوع مسیح سره خبرې کولې ، له یو نارینه سره یې ژوند کولو چې  دهغې میړه نه ؤ .  ټولو خلکو هغه ښځه بد اخلاقه او بدکاره بلله .  د همدې لباره دې ښځې کورته د اوبو وړلو لپاره ماسپښین څاه ته راتلله ،  ځکه چې په هغه وخت کې به هوا ډېره ګرمه وه  او څوک به بهر نه ؤ  تر څو هغې ته څه ووایي  مورې ښځې به سهار وختې څاه ته راتلل، سهار وختې به هوا یخه وه  او هغوی نه غوښتل تر څو لدې ښځې سره مخامخ شي .  دا سامری ښځه چې دا رنګې لرې کړلې شوې وه  او هم د خپل ګناهونو لپاره ډېره شرمیدلې وه  نو کوښښ یې کولو تر څو له خلکو څخه ځان ګوښه کړي 

د زبور کتاب  موږ ته دا راوښودله چې زموږ په ژوند کې د ژورې تندې  دلیل  زموږ ګناهونه دی     او باید دا تنده لرې شي .  پرته لدې څخه چې په کوم دین پورې تعلق لرۍ ،ننورځ ډېری انبانان  ددې تندې لپاره  په ګناه کې ژوند کوي

یشوع مسیح دې ښخې ته په ټیټ نظر ونه کتل او هغه یې سپکه مه کړه .  یشوع هغې ته د ژوندون ړ چینې  وړاندېز وکړ ، دې اوبو کولای شول د هغې تنده لمنځه یوسي .  یشوع د ساده  اوبو خبرې نه کولې .  هغهٔ سړی چې ساده اوبه څښلې ، بیا تګی کېږي . یشوع مسیح د هغې ښځې  د زړه د بلون په هکله خبرې کولې . د زوړ تړون پېغمبرانو  د نوي تړون په هکله داسې ولیکل وړاندوینه یې وکړه چې دا د نوي زړه تړون راځي

یشوع مسیح هم د نوي تړون وړاندیز دې ښځې ته وکړل : هغه اوبه چې زه به یې تاته درکړم ، ستا په بدن کې به د اوبو په چینه بدله شي  چې تا ته به تلپاتې ژوندون درکړي 

ایمان راوړل  برابر دی د حقیقت له اقرار کولو سره

خو   د ژوندون چینې وړاندیز ښځه حېرانه کړه .  یشوع په قصدې توګه هغې ته وویل چې  ولاړه شه خپل میړه ته غږ وکړه او بیا دلته راشه .  ښځه مجبوره شوه چې په خپل ګناه اقرار وکړي . موږ د خپل د ګناه د اقرار کولو په خاطر هر کله ډارېږو  او د تېښتې په حال کې یاستو .  موږ دا خوښو چې خپل ګناهونه پټ کړو  او امېد لرو چې  هېڅ څوک هغه ونه ویني آ یا امکان لري چې  کوښښ وکړو خپل ځان وغلوو.   آدم او حوا په باغ کې دا کار کړی ؤ  موږ هم  همدا کار کوو ،  خو که غواړو چې د خدای رحمت موږ د تلپاتې ژوندون لور ته یوسي ، موږ باید سم اوسو  او په خپل ګناه اقرار وکړو ، ځکه سپېڅلي کتاب پدې هکله وعده ورکړې ده  

که موږ په خپلو ګناهونو اقرار وکړو هغه وفادار او عادل دی او زموږ ګناهونه به  وبخښي او موږ به له هر ډول ظلم څخه پاک کړي. ( لومړی یوحنا : ۱:۹)

د همدې لپاره  هم ،  یشوع مسیح سامریې ښځې ته فرمایي

خدای روح دی، او د هغه عبادت کوونکي باید په روح او رېښتینتوب سره د هغهٔ  عبادت وکړي

 حقیقت

 “حقیقت”  رېښتینتوب  او رېښتیا ده . موږ باید له خپل ځان سره رېښتینۍ واوسو .  موږ نه باید د خپلو بدو کړونو د پټولو په هڅه کې اوسو  او نه یاید په مختلفو بهانو ځان  وغلوو . ښه زېری دادی چې خدای پلټنه کوي او هغه کسان چې هغه په رېښتینتوب سره  ستایي، هغه نه غورځويخبرې 

خو د دې سامري ښځې لپاره دا ډیره ستونزمنه وه چې په خپلې  ګناه اقرار وکړي . زموږ د شرم پټولو لپاره یوه عامه لاره دا ده چې  موږ موضوع پټوواو خبرې  په مذهبي بحث بدلوو . موږ وینو چې نن تړۍ د مذهبي شخړو څخه ډک دی . په هغهٔ زمانه کې هم مذهبي اختلاف دیهودیانو او سامریانو تر منځ  د عبادت کولو د ځای پر سر شتون درلود . دیهودیانو د عبادت ځای اورشلیم ؤ  او سامریانو د ګریزیم په نوم په یوه غرهٔ کې عبادت کولو .  سامري ښخې د خبرو د موضوع د بلولو په هڅه کې وه  تر څو خپل ګناه پټه کړي او پدې هکله خبرې ونه کړي .  کولای شو ګناه د دین تر شا پټ کړو 

موږ هم دا کار په ډېر آسانۍ سره  تر سره کوو .  او په ځنګړې توګه چې ډېری زموږ چې ایماندار او دینداره یاستو .  باو جود ددې چې ځینې زموږ څځه دینداره او ایمانداره یو  خو بیا هم نور خلک قضاوت کوو  او ځان پاک ګڼو .  د ځان په غولولو سره،  د خپل ځان د ګناه د اقرار کولو اړتیا ته پام نه کوو  .

یشوع مسیح له هغې ښځې سره بحث ونکړ . هغه ورته وویل : د عبادت ځای مهمه نده .  اصلی خبره داده چې  چې د زړه له کومي او په رېښتیا سره عبادت وکړو . سامري ښځه کولای شو په هر ځای کې له خدای سره مخامخ شي  ( ځکه خدای روح دی )  یوازې پدې توګه کېدای شي د د ژوندون د چینې اوبه هغې ښخې ته ورکړو 

نو پدې توګه ، ښځه مجبوره وه چې مهمه پرېکړه وکړي .  هغې کولای شو چې همداسې د په مذهبي بحثونو اخته واوسي  او یا په سادګۍ سره له هغې ځای څخه ولاړه شي . خو پدې توګه ، هغې پرېکړه وکړه چې په خپلو ګناهونو اقرار وکړي .  پس له اقرار څخه ، کلي ته لاړه  او ټولو ته یې وویل چې پېغمبر ټول حقیقت د هغهٔ په هکله ورته وویل.   لدې پېښې  وروسته ښځې نور خپل ځان له خلکو څخه نه پټولو  هغې ایمان راوړ او ایمانداره شوه .  پخوا هغه هم ، لکه ډېرۍ زموږ ، یوازې یوه مذهبي انسانه وه . چې خپل ټول ګناهونه یې پرته له اقرار کولو څخه د دین او مذهب تر شا پټه کړې وه .  او س هغه او د کلي ډېر خلک ایمانداره شوي وو

  ددې لپاره چې ایمانداره وشمېرل شۍ، نه یوازې چې په عقل  او ذهن سره د خدای تعلیمونه ومنۍ . ایمانداره اوسطدا یانې دا چې د خدای د رحمت په وعدو باور ولرو . نو پدې توګه ، نور نو د ګناه د پټولو لپاره اړتیا نشته   حضرت ابراهیم (ع) ډیر پخوا د نیکۍ د ترلاسه کولو لپاره دا کار کړی وو  هغهٔ د خدای په وعدې باور درلود

ايا تاسو خپله ګناه پټوۍ ؟  آیا تاسو په مختلفو بهانو  ځان غولوۍ ؟ ایا تاسو دا په دیني عمل یا مذهبي شخړو سره پټوئ؟  او یا دا چې  په خپله ګناه اقرار کوۍ؟ پرېږدی چې خپل د ګناه نه ډک طبیعت د خدای حضور ته راوړو  او دهغهٔ په وړاندې اقرار او توبه وباسو . هغه وخت به ښاد  شۍ .  ځکه خدای به ستاسو د رېښتینې عبادت  په لټه کې وي  او ستاسو ټول ګناهونه به پاک کړي 

موږ  د یشوع مسیح او سامری ښځې تر منځ  د خبرو څخه پوهېږو چې هغه ښځه پوهېدلې ده   چې . (یشوع همغه وعده شوی مسیح دی) دا ډېره مهمه وه.  او وروسته له هغه  یشوع مسیح دوه ورځې نورې هم هلته پاتې شو  او هغوی ته یې تعلیم ورکولو .  پدې توګه خلک  هم پوهېږي چې هغه همغه وعده شوی مسیح  او ژغورونکۍ دی . شاید موږ پدې موضوع کاملا پوه نشو  پوهیږو چې دا ټول څه مانا لري.  خو  حضرت يحيى (ع) خلك د مسیح راتګ ته چمتو کړي ؤ   کله چې څوک په خپلو ګناهونو اقرار کوي ، دې ته چمتو کېږي تر څو د خدای رحمت تر لاسه کړي .  دا لومړۍ ګام د سمې  لارې په لور ده 

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *