Skip to content

په قرآن کې د انجیل بېلګه

  • by

کله چې ما په لومړي ځل قرآن ولوست، زه ډېر حیران شوم . ما ډېرې منابع د سپېڅلي کتاب په هکله پېدا کړې . د سپېڅلي کتاب ځانګړې ځای په قرآن کې زما د تعجب او علاقې وړ وګرځېد. په لاندې آیاتو کې د انجیل په هکله مستقیمه اشاره شوې ده.

شاید هغه  څه چې زه یې وینم ،تاسو یې هم ووینۍ. (زه د یوسف علي ژباړه کاروم)

همغه ذات دى چې پر تا باندې يې په حقه كتاب نازل كړى دى، د هغه څه تصديق كوونكى دى چې له دې نه مخكې تېر شوي دي. او هغه نازل کړ قانون (د موسی علیه السلام) او انجیل (عیسی علیه السلام) له دې څخه مخکې د انسانانو د لارښود په توګه او د حق او باطل ترمنځ د قضاوت کوونکی نازل کړ. نو هغه کسان چې د الله په آیتونو باندې ایمان نه راوړي تر ټولو سخت عذاب دی [سورت 3: 3-4 (آل عمران)

او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي  [سورت 3:48]

 اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه وو نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ! [سورت 3:65]

 او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و [سورت 5: 46]

5-66 او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (،نو) دوى به خامخا خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځلارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي[سورت 5:66]

5-68 ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه (تعليمات) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا به هغه (كتاب)، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر يقينًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه [5:68]

5-110 كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یاد كړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به له خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب او حكمت او تورات او انجیل وښودل، او كله چې تا به زما په حكم سره له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان شكل جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تا به زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو [سورت 5:110 (مائده)]

.. 9-111 بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى [سورت 9:111]

48-29 محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده [سورة 48:29].

پام وکړئ چې قرآن کله چې انجیل ته مراجعه کوي هغه په یوازیتوب نه کاروي ، بلکې هر کله تورات ته هم اشاره کوي. تاسو پوهېږی چې تورات پرحضرت موسی باندې نازل شوی دی . چې مسلمانان ورته تورات او یهودیان ورته  توراه وایي.  . پرته له سپېڅلي کتب څخه  د انجیل نوم هېڅکله په یوازیتوب ندی   ذکرشوی دی. په تورات او قرآن کې د ځینو آیاتو په لیدلو سره کولای شئ دې نتیجې ته ورسېږئ.  دمثال په توګه

6-154 بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره پر هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب پر ملاقات ایمان راوړي [سورت 6: 154-155]

4-82 ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و [سورت 4:82]

په بل عبارت،  کله چې موږ سبېڅلي کتاب ته اشاره کوو، موږ وینو چې قرآن  هر کله هغه له تورات سره  یادونه کوي .  دا یوازې د انجیل لپاره ده . همغسې . چې  تاسو پوهېږئ ، قرآن پرته د سپېڅلي کتاب د نورو کتابونو  له نوم څخه ، د خپل ځان په هکله خبرې کوي او بیا هم د نورو کتابونو د نامه څخه پرته ، د تورات په هکله هم خبرې کوي.

د بېلګې حمایت حتی په یوه استثنا کې

د دې بېلګې لپاره یوازې یو استثنا شتون لري چې ما موندلی دی. پام وکړئ چې لاندې آيت څنګه د انجیل ذکر کوي

او موږ نوح او ابراهیم رالیږلی وو او د دوی په لیکه کې مو نبوت او وحی ثابته کړې وه او له دوی څخه ځینې په سمه لار روان وو خو له دوی څخه ډېر سرکشه شول. بیا د دوی [د نوح، ابراهیم او پیغمبرانو] په باره کې موږ له خپلو پیغمبرانو سره د هغوی پیروي وکړه. موږ له دوی وروسته عیسی د مریم زوی ولېږه او هغه ته مو نعمت ورکړ انجیل; او موږ د هغه چا په زړونو کې چې د هغه پیروي یې کړې رحم او رحم یې وټاکه. (سورت ۵۷: ۲۶-۲۷)

که څه هم دا د انجیل (یا منجیل) یوازینۍ بیلګه ده پرته له دې چې د “شریعت” مستقیم مرجع څخه مخکې وي، د دې آیت شرایط د دې نمونې تصدیق کوي. په مخکني آيت (۲۶) کې د نوح، ابراهيم ( ابرام ) او نورو انبياوو يادونه شوې ده او بيا په دې آيت کې بيا د انجيل ذکر راغلی دی. مګر دا “شریعت” دی – د موسی (موسی) تورات – چې د نوح، ابراهیم او نورو پیغمبرانو معرفي او تشریح کوي. نو، حتی په دې استثنا کې، پېلګه پاتې ده ځکه چې د شریعت محتويات، نه یوازې د لیبل پر ځای، بلکې د “انجیل” له ذکر څخه مخکې دی.

هغه پیغمبران چې د خدای کلام یې اعلان کړی دی؟

آیا د انجیل د نوم ذکر کول وروسته له تورات څخه او ددې دواړو کتابونو په کار اخیستل له یو بل سره اهمیت لري ؟   ځينې ښايي دا يو تصادفي پېښه  او يا يوازې  يو ساده دود وګڼي  .  موږ زده کړي چې په کتابونو کې د دې په څېر بېلګې په جدي توګه واخلو. ښایي دا زموږ لپاره یوه مهمه نښه وي، چې له موږ سره د هغه اصولو په درک کولو کې مرسته وکړي، چې خدای په هغهٔ کې ایښي دي . د بېلګې په توګه : موږ یوازې هغه وخت  انجیل درک کولای شوچې .تورات مو لوستلی وي . دا یو مهه  او ضروری اصل دی .  نو،   د انجیل د ښه پوهېدو لپاره لومړی باید تورات ولولو او هغه څه چې ضروري دي زده کړو قرآن دهغو بېغمبرانو څخه خبرې کوي چې د خدای کلام یې اعلان کړی دی . لاندني آیاتو ته ذېر شئ

7-35 اى د ادم اولاده! كه تاسو ته له هم ستاسو نه واقعًا رسولان راشي، چې تاسو ته زما ایتونه بیانوي، نو هغه څوك چې پرهېزګاره شو او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي [سورت 7: 35-36

ددې آیاتو مطابق،  دغو پېغمبرانو دخدای کلام د آدم اولادې ته اعلان کړ . ( د آدم اولاده ټولو انسانانو ته اشاره ده )  او یو هوښیار او عاقله  سړی ددې آیاتو د پوهې  لپاره کوښښ کوي .  نو راځئ چې  تورات (شریعت) ولونو  او انجیل هم وڅېړو . او له یو بل   سره ووینو چې پیغمبران د ژوند د سمې لارې په هکله څه زده کړي دي  .

موږ د وخت په پېل کې د آدم له نښې څخه پېل کوو. او بیا وروسته  د هابیل، قابیل ، نوح ، لوط او د ابرهیم له نښو سره ادامه ورکوو. شاید تاسو وغواړئ ددې پوښتنې سره چې آیا د تورات ، زبور او انجیل کتابونه  چې سپېڅلی کتاب تشکیلوی باطله شوي دي  پېل کړی.  قرآن ددې مهمې پوښتنې په هکله څه وایي؟ اوسنت؟  او د متني تنقید علم ؟  نو ښه به وي چې د قضاوت کولو  تر ورځې   د مالوماتو لپاره وخت ولرو

انقر هنا لقراءة هذا المقال في الترجمة العربية

Lire cet article dans une traduction française

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *