Skip to content

یحیی پېغمبر رنځ ګالي او شهید کېږي

  • by

سورة المنافقون  د هغو خلمو په هکله چې محمد ته دروغ ویلي ؤ لیکي .

کله چې منافقان تا ته راشي، نو وايي: موږ برداشت کوو شاهد چې ته په حقیقت کې د خدای رسول یې.» هو، خدای پوهیږي چې ته په حقیقت کې د هغه رسول یې، او خدای یې برداشت کوي شاهد چې منافقان په حقيقت کې دروغجن دي.

دوی خپل قسمونه (د خپلو ګناهونو لپاره) پرده ګرځولې ده، په دې توګه دوی د خدای له لارې (خلک) منع کوي، په حقیقت کې د دوی عملونه بد دي. (سورت المنافقون 63: 1-2)

د منافقانو په مقابل کې، سوره الزمر (سوره 39 – د لښکر) د صادقانو شاهدان بیانوي.

او زمکه به د خپل رب په جلال سره ځلیږي، د اعمالو حساب به (پرانستل) شي؛ پیغمبران او شاهدان وړاندې به راوړل شي او د دوی ترمنځ به عادلانه پریکړه اعلان شي. او پر دوی به ظلم ونه شي. (سورت الزمر 39:69)

په هغهٔ زمانه کې چې یشوع مسیح ژوند کولو ، هغو خلکو ته چې رېښتینې ګواهان وو ، د شهید لقب ورکول کېده . شهید هغه سړی دی چې د رېښتینولۍ ګواه وي . یشوع مسیح خپل شاګردان کواهان و بلل 

خو کله چې سپېڅلی روح پر تاسو راشي  ځواک به تر لاسه کړۍ  اورشلیم او ټولې یهودیي  او سامره او د نړۍ تر لرې ځای پورې به  زما ګواهان واوسئ. (اعمال 1: 8)

د شهید کلمه هغو خلکو ته ورکول کېده چې سم ګواهي به یې ورکولو  او حقیقت یې بیانول

خو نن ورځ د شهید کلمه زیاد کارول کېږي . هغه سړی چې په جګړې کې وژل کېږي شهید ورته وایي .  هغه خلک چې په مذهبي شخړو کې وژل کېږي هغه ته هم شهید ویل کېږي  او دغو شهیدانو ته مقابل لورئ کافر وایي 

 ایا دا سمه ده؟  د انیل کتاب کې د یحیی د وژلو په هکله لیکي : په وخت کې چې یحیی نبی ووژل شو ، یشوع مسیح انسانانو ته د خدمت کولو په حالت کې ؤ  . یشوع مسیح دا پېښه داسې بیانوي

په همغو ورځو کې کله چې هیرودیس تېتراخ  د یشوع له شهرته خبر شو ۲ نو خپلو خادمانو ته یې وویل: همدغه تعمید ورکونکی یحیی دی چې له مړو څخه راپورته شوی دی ، نو لدې کبله معجزې ښکاره کوي ۳ ځکه چې هیرودیس د خپل ورور فیلیپوس  د ښځې هیرودیا  په خاطر یحیی نیولی ؤ  او په بندي خانې کې یې ساتلی ؤ ۴  ځکه یحیی هغهٔ ته ویلي وو چې د هغې ساتل ستا لپاره روا نده ۵  او کله چې د یحیی د وژلو نیت وکړ نو له خلکو څخه ووېرېد ، ځکه خلکو هغه تبي ګڼلو  ۶  خو کله یې چې د هیرودیس د زوکړې ورځ لمانځله  د هېرودیا لور  په محفل کې داسې ونڅېدله چې هیرودیس یې خوشاله کړ ۷  نو لدې کبله هغهٔ قسم یاد کړ  او ژمنه یې وکړه هر څه غواړي نو هغې ته به یې ورکړي ۸  نو هغې د خپل مور په لمسون وویل  چې همدا شیبه دې  د تعمید ورکونکي یحیی سر دې يه یوه لوښي کې ماته راکړل شي ۹ پاچا اندېښمن شو  خو د خپل قسم  او میلمنو په خاطر یې امر وکړ د هغې غوښته دې پوره  کړی شي ۱۰ هغهٔ خپل کسان ولېږل  او په بندي خانې کې د یحیی  سر له تنې څخه بېل کړ ۱۱ د هغه سر یې په لوښې کې کېښود ، هغې ته یې وسپاره  او هغې خپل مور ته وېوړ۱۲  دهغهٔ شاګردان راغلل ، دهغهٔ مړی یې واخیست  او ښخ یې کړ  ،بیا لاړل او یشوع یې خبر کړ د متی انجیل ۱۴: ۱-۱۲

لومړی وینو چې یحیی تبی ونیول شو .  هیرودیس پاچا  د خپل ورور له ښځې سره واده کړی ؤ  داپاچا دا کړنه  . د موسی (ع) شرعي قانون. خلاف کار ؤ  یحیی ټولو ته ویلي ؤ چې د پاچا دا کړنه لویه ګناه ده .  پاچا د یحیی څخه د اطاعت پر بدل  هغه یې په زندان کې واچاوه .  د پا چا میرمن له خپلې مقام او حالت چې پېښ شوی ؤ ، ګټّ بورته کړه  او د یجیی نبی د مرګ غوښتونکی شو .  د پاچا د زوکړې په جشن کې  دهغې مشره لور ، د باچا او نورومشرانو په وړاندې ونڅېدله ،  پاچا د انجلی ګډا خوښه کړه  او قسم یې ياد کړ چې انجلی هرڅه وغواړي هغې نه به یې ورکړي ، د پاچا میرمن هغې ته وویل  چې د یحیی نبی سر له پاچا څخه وغواړه . نو پدې توګه یحیی نبی یا همغه اعمید ورکونکی یحیی  چې د حقیقت په ویلو سره زندان کې ؤ  په مرګ محکوم شو ، ځکه  پاچا د خپل لور د نڅا لیواله شوی ؤړ

موږ همداسې وینو چې یحیی نبی له چا سره دښمني ندرلوده  او له چا سره یې جګړه ونکړه ، هغهٔ کوښښ ونه کړ چې پاچا ووژني . هغهٔ یوازې حقیقت وویل . ددې پر څنګ کې چې د خپل ځان  څخه د ساتلو ځواک یې ندرلود ، خو ګنهکار پاچا ته د له خبر دارۍ څخه ونه ډارېده . هغهٔ حقیقت ویل ځکه هغه  د موسی د شریعت   لیوال ؤ    دا نن ورځ زموږ لپاره یوه ښه بیلګه ده چې وښيي موږ څنګه (د حق ویلو له لارې) او د څه لپاره مبارزه کوو (د پیغمبرانو حقیقت ). حضرت يحيى (ع) د پاچا د وژلو، د انقلاب د رهبرۍ او د جګړې د رامنځته کېدو سبب نه شو .  هغهٔ یوازې ، ساده   حقیقت بیان کړ 

د یحیی نبي  د شهادت پایله

د هغه چلند خورا اغیزمن ؤ. د هغه په ​​وژلو د پاچا وجدان په عذاب شو .  کله چې دمسیح تعلیمونه دهغهٔ غوږ ته ورسېدل ، فکر یې وکړ چې یحیی نبی راژوندی شوی دی .

 د یحیی نبی د وحشت نه ډک وژنه د هیرودیس پاچا له لوري  په  سورة الفیل (سورة 105 – د هاتین سورت) داسې راغلي دي   

ته نه ګورې چې ستا رب د فیلانو له ملګرو سره څنګه چلند وکړ؟

ایا هغه د دوی د خیانت پلانونه له منځه نه دي وړي؟

او د دوی په مقابل کې یې د مرغیو الوتنې ولیږلې

د پخو خټو د ډبرو سره یې په نښه کول. (سورت الفيل ۱۰۵:۱-۴)

  یشوع مسیح د یحیی په هکله داسې فرمایي 

7کله چې د یحیی شاګردان لاړل  نو یشوع له هغې ډلې سره د یحیی په هکله خبرې پېل کړي چې : د څه شي د لیدلو لپاره دښتې ته تللي وئ ؟  آیا د هغې لوښي  لپاره چې د باد په وسیله خوزېږي؟ 8   د څه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ  ؟  د هغهٔ سړي لپاره چې ورېښمینې جامې یې اغوستي دي ؟ بې له شکه هغه خلک چې ورېښمینې جامې اغوندي  د پاچایانو په قصرنو کې اوسېږي  .  نو د څه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ ؟  آیا د یو نبی لپاره ؟   هو، زه تاسو ته وایم : له نبي څخه هم غوره . 10 دا ځکه هغه هماغه څوک دی چې د هغهٔ په هکله لیکل شوي دي ،  دادی زه لتاسو څخه وړاندې خپل رسول لېږم ، ترڅو ستا لاره ستا پر وړاندې تیاره کړي .۱۱ نو په یقین سره تاسو ته وایم چې : تر اوسه په ښځو کې داسې څوک چا ندی زېږولی چې هغه  دې له تعمید ورکونکي یحیی څخه لوی وي ، خو سره لدې هغه  څوک چې د آسمان په پاچاهۍ کې کوچنی دی ، تر هغهٔ ډېر لوی دی ۱۲  او د تعمید ورکونکي یحیی له ورځو څخه تر اوسه ،  د آسمان پاچاهي مجبوره کېږي  او سر زوري په زور سره  پر هغې یرغل کوي ۱۳ ځکه چې ټولو انبیاو  او تورات  تر یحیی پورې نبوت کولو ۱۴ او که چېرې دا منۍ نو یحیی هماغه الیاس دی  چې بایدراغلی وای ۱۵  هر څوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو یاید واوري 

د متی انجیل ۱۱: ۷-۱۵

دلته مسیح دا تایدوي  چې یحیی یو لوی پېغمبر ؤ هغه هماغه څوک دی چې  چې د وړاند وینو او  او نبوتونو پر اساس باید    لاره تیاره کړي  یحیی پېغمبر  د خدای په پاچاهي کې دی .  خو هیرودیس پاچا ،  د خدای د احکامو  او دهغهٔ د پېغمبر څخه په نا اطاعتۍ ،  د خدای پاچاهي ته دننه نشو .

د حضرت يحيى (ع) په زمانه کې ،  هغه ظالمانو ژوند کاوه چې   هر رنګې جرم به یې کولو .  اوس هم د داسې انسانانو د شتون ګواهان یاستو . داسې خلک حتی د خدای  د حکمونو او ياچاهي پر وړاندې درېږي  او مبارزه کوي . با وجود ددې هغوی ماته خوري او حتی د خدای پاچاهي ته دننوتلو اجازه  نه تر لاسه کوي .  د خدای پاچاهي ته د لارې پېدا کولو لپاره ،  باید د یحیی نبی په لاره ګام کېږدو .  تعمید ورکونکی یحیی  یا پېغمبر یحیی ،  حقیقی ګواه ؤ . موږ باید هغه د خپل بېلګې په توګه  غوره کړو .

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *