Skip to content

د ابراهیم د ژوند څخه دریمه بېلګه : قرباني

  • by

د ابراهیم د ژوند د دویمې بېلګې په پام کې نیولو سره چې دې ستر پیغمبر ابراهیم (ع) سره د زوی ژمنه شوې وه پخوانۍ نښه. خدای پر خپلې ژمنې وفا وکړه. په حقیقت کې تورات د ابراهیم (ع) د ژوند او دهغهٔ د ددوو زامنو په هکله موږ ته تشریح راکوي . په تورات کې د ابراهیم د زامنو ، اسماعیل له هاجر څخه ( پېدایښت ۱۶) او له ۱۴ کالو وروسته دهغهٔ د بل زوی د پېدا کېدو اسحاق له سارا څخه ( پېدایښت ۲۱) موږ ته مالومات راکوي . متاسفانه چې د ابراهیم په کور کې ددې دوو ښځو هاجر او سارا تر منځ ستر سیالۍ شتون درلود . چې ددې سیالۍ او ستونځې پایله د هاجر او اسماعیل په ویستلو د ابراهیم له کوره پای ته ورسېده . ابراهیم هغوی لري ځای ته ولېږل . چې په پایله کې دا سیالۍ د ابراهیم لخوا د هاجر اود هغهٔ زوی په لیږلو سره پای ته ورسېد. تاسو کولای شئ ددې پېښې په هکله او دا چې څنګه خدای هاجر او اسماعیل ته برکت ورکړ دې ځای کې ولونۍ  دلته کلک کړی

د ابراهیم علیه السلام قرباني: د لوی اختربنیاد

نو ابراهیم (ع) اوس په خپل کور کې یوازې له سارا او خپل زوی اسحق سره ژوند کوي . هغه له لوی آزمیښت سره مخامخ دی . خو دا هغه څه دي چې موږ ته د سمې لارې د پوهېدو چې ابراهیم غوره کړې وه مالومات راکوي. د خپل زوی د قربانۍ د ازموينې په اړه له تورات او قرآن څخه يو مطلب د ابراهیم په هکله ولولئ دلته کلک کړی . ددې کیسې په هکله په کتابونو کې هم لیکل شوي دي .چې هر کال د قربانۍ یا لوی اختر په نوم لمانځل کېږي خو دا یوازې یو تاریخې پېښه نده . دا یو لوی شی دی

موږ د کتابونو په لوستلو سره پوهېږو چې دا د ابراهیم لپاره یو آزمایښت نه ؤ. له هغهٔ ځایه چې ابراهیم یو پېغمبر ؤ . د هغهٔ کیسه زموږ لپاره ښه بیلګه او سبق دی . نو موږ کولای شو د خدای په هکله او د هغهٔ د پاملرنې په اړه نور څه زده کړو. هغه سبق چې موږ ددې برخې څخه او هم لدې کیسې څخه زده کړو څه دي؟ ابراهیم هغه ځای چې د خپل زوی د قربانۍ کولو لپاره غوره کړی ؤ دهغهٔ ځای نوم یې کېښود . هغهٔ نوم ته پام وکړۍ او د تورات دا لاندنی آیات ولولئ

نو ابراهیم ولېدل چې د یو میښ ښکرونه په یو بوټې کې نښتی دی . نو لاړ او هغه میښ یې ونیو او هغه یې د خپل زوی په بدل د سوزونکې هدیې په توګه قرباني کړ . او ابراهیم د هغهٔ ځای نوم « یهوه یري » ( یانې خدای یې چمتو کوي ) کېښود چې لا تر اوسه په همدې نوم یادېږي

پېدایښت ۲۲: ۱۳-۱۴ )

خدای جل جلاله یومېښ چمتو کړی ؤ چې د ابراهیم زوی قرباني نه شي. خو هغه نوم ته پام وکړئ چې په تورات کې ابراهيم (ع) هغه ځای ته ورکړی دی. نوم یې دی خدای یې چمتو کوي ‘. دلته له کوم وخت څخه استفاده شوې ده ؟ يخوانۍ وخت ، اوس او یا راتلونکۍ ؟ روښانه ده چې ځوا ، راتلونکۍ وخت دی . د موضوع د روښانه کېدو لپاره په وروستنی آیت کې دا جمله تکرارېږي ( کله چې موسی تورات لیکه نو دا آیت یې وروسته تر ۵۰۰ کالو ددې پېښې څخه زیاته کړې ده ) هغه به چمتو کړي بیا هم، هغه فعل چې پدې آیت کې کارول شوی ، راتلونکې ته اشاره کوي . ډېری خلک دا فکر کوي چې دلته ابراهیم د هغهٔ مېښ په هکله چې پّ بوټو کې بند پاتې ؤ او وروسته د هغه د زوی پر ځای قرباني کېږي ، اشاره کوي . خو کله چې ابراهیم ددې ځای نوم کېښود ، نور نو مېښ ژوندی نه ؤ هغه قرباني شوی او سوزول شوی ؤ . خو که ابراهیم ددې جملې په لیکلو سره مېښ په نظر کې نیولی وي ، نو باید پخوانۍ فعل یې کارولی وای . ( خدای چمتو کړ) موسی هم که مېښ په نطر کې نیولی وي ، نو باید داسیې یې لیکلی وای ( د خدای په غرهٔ کې چمتو شو) خو هغو دواړو په خپلو جملو کې په روښنایي سره د راتلونکي فعل کارولی دی. پدې توګه مېښ پدې آیاتو کې د هغوی د پام وړ نه ؤ.

نو بیا دوی د څه په اړه فکر کوي؟ ددې پوښتنې د ځواب د پېدا کولو لپاره موږ باید ووینو چې د کیسې يهذ بېل کې خدای ابراهیم د قرباني کولو لپاره چېرته لېږي

بيا خُدائ پاک وفرمايل: یوازینۍ زوی یانې اسحق چې ته ورسره ډېره مینه کوې له ځانه سره واخله ، او د موریا سیمې ته ولاړ ښه او هلته هغه د هغه غر چې زه به یې دروښیمد سوزونکی هدیې په توګه قرباني کړه

پېدایښت ۲۲: ۲

دا پېښه د موریا په سیمه کې وشوه. دا سیمه چېرته ده؟ د ابراهیم په زمانه کې (۲۰۰۰ ق م) دا سیمه دښته وه، خو زر کاله وروسته (۱۰۰۰ ق م) مشهور پاچا حضرت داؤد (ع) هلته د اورشلیم ښار جوړ کړ او د هغهٔ زوی سلیمان هلته معبد جوړ کړ. د انیاوو په لیکنو کې پدې اړه لونو چې

بیا سلیمان د څښتن د معبد په جوړولو پېل وکړ . او دهغهٔ ځای په اورشلیم کې د موریا په غرهٔ کې ؤ ، ، چیرته چې څښتن داؤد ته ښکاره شوی ؤ

دوهم توارخ ۳: ۱

په بل عبارت، د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې او بیا موسی ، د موریا غر په دښته کې د غره یوه بېله څنډه وه، خو ۱۰۰۰ کاله وروسته د داود او سلیمان په زمانه کې اورشلیم ( بیت المقدس) د بني اسرائیلو مرکزي او پلازمېنه شوه. چېرته چې هغوئ د مالِک خُدائ کور جوړ کړ. او تر نن ورځې پورې دا د یهودیانو لپاره یو سپېڅلی ځای دی

د موریا غر د څښتن لخوا غوره شو، نه د ابراهیم علیه السلام . لکه څرنګه چې سورت الجن (72 سورت – جن) تشریح کوي

او دا چې یقینًا د عبادت ځایونه په ځانګړې توکه د خدای لپاره دي، نو تاسو له خدای سره بل هېڅوك مه بلئ (سورت الجن 72:18)

د عبادت ځایونه د څښتن لخوا غوره کېږي . موږ پوه شو چې ولی دا ځای غوره شو.

عیسی مسیح او د موریا په غرهٔ کې قرباني

او دلته موږ یوه اشاره او ددې موضوع په هکله اړیکه او د عیسی مسیح او انجیل سره مستقیم اړیکه پېدا کوو. موږ کله چې دا اړیکه ګورو نو پام مو شي چې د عیسی مسیح نومونه او لقبونه باید زده کړو . ډېر نومونه او لقبونه عیسی مسیح ته ورکړ شوي ؤ . د یو سرلیک په اړه پوهیږو. عیسی ته ډیری لقبونه ورکړل شوي وو. شاید تر ټولو مشهور د “مسیح” لقب دی ( ‘مسیح’). خو موږ دا په ۍپېڅلي کتاب کې ، د یوحنا پّ انجیل کې لولو . یحیی تعمید ورکونکی وایي

بله ورځ یحیی، عیسی یې ولید چې د هغهٔ لور ته روان دی . نو خلکو ته یې وویل : ( وګورۍ! دا همغه ګډوری دی چې خدای رالېږلی دی د ټولو خلکو د ګناهونو د بخښنې لپاره قرباني شي . دا همغه څوک دی چې تاسو ته مې ویلي ؤ چې زما څخه وروسته به راځي خو د هغهٔ مقام زما څخه لوړ دی ، ځکه زما څخه یې وړاندې شتون درلود)

د یوحنا انجیل ۱: ۲۹-۳۰

د عیسی (ع) یو مهم خو لږ پېژندل شوی لقب چې هغه ته د یحیی لخوا ورکړل شو “د خدای ګډوری “ دی. اوس د عیسی د ژوند پای ته پام وکړئ. هغه چیرته ونیول شو او د اعدام په سزا محکوم شو؟ هغه په اورشلیم کې ونیول شو او د موریا په غرهٔ کې په صلیب وخېژول شو . د هغهٔ د نیولو د څرنګوالي په هکله په انجیل کې تشریح ورکړ شوی دی

کله چې یهودیانو عیسی مسیح ونیوه او بیا یې پېلاطوی ته د سزا ورکولو لپاره راویت ، کله چې پېلاطوس پوه شو چې هغه د ګلیل اوسېدونکی دی نو له اطمینان څخه وروسته امر وکړ چې هغه هیرودیس ته یوسۍ ځکه ګلیل د هیرودیس د حکومت سیمه وه . او هغه وخت هیرودیس په هغو ورځو کې د اختر د لمانځلو لپاره په اورشلیم کې ؤ

د لوقا انجیل ۲۳؛ ۷

په بل عبارت، د عیسی مسیح نیول ، محکمه او پر صلیب خېژول په اورشلیم او د موریا په غرهٔ کې ترسره شوه

اوس به راوګرځو د ابراهیم کیسې ته . ولې ابراهیم د دغه ځای نوم ( خدای به چمتو کړي ) کېښود؟ هغه یو پیغمبرؤ هغه پوهېده چې په راتلونکې کې هلته څه جوړ شي . د آزمیښت په وخت کې ، د ابراهیم زوی په وروستۍ لحظه کې ژغورل کېږي ځکه د هغهٔ په بدل کې ګډوری مړ کېږياو دوه زره کاله وروسته عیسی مسیح د خدای ګؤورۍ نومول کېږي او په همغه ځای کې نیول کېږي او په اعدام محکومېږي

Jerusalem Timeline
Timeline of events at Jerusalem / Mt Moriah

قرباني کول او فدیه ابراهیم له مرګ څخه وژغوره

ایا دا زموږ لپاره مهم دی؟ د ابراهیم د کیسې پای ته نظر کوم . د قرآن په سوره الصافات ۱۰۷ آیت کې د ابراهیم (ع) په اړه داسې راغلي دي

او موږ هغه ته د یوې مهمې قربانۍ په بدل کې ژغورنه ورکړه

فدیه یانې څه ؟ فدیه د بندي د خلاصون لپاره ټاکل شوی مال یا د مړ شوي سړي بدل او یا د د ځینې مرتکب شوو محرماتو دي. د ابراهیم په هکله فدیه پدې مانا ده چې هغه د څه شي بندی دی ( هو حتی ستر پېغمبر هم کېدای شي چې د څه شي بندی واوسي) هغه د څه شي بندی ؤ ؟ د هغهٔ د زوی د قربانۍ کیسه موږ ته ځواب راکوي . هغه د مرګ بندي او غلام ؤ . با وجود ددې چې هغه یو پېغمبر ؤ ، مرګ هغه بندی کړی ؤ . موږ د آدم په کیسه کې ولیدل چې خدای آدم او د هغهٔ زامن ( د پېغمبرانو په شمول) یې په مرګ محکوم کړل. خو موږ وینو چې د ابراهیم په کیسه کې ، دهغهٔ فدیه د قرباني د ګډوري په زریعه ورکول کېږي . د وروستي بېلګو او نښو په لیدو (ادمکاین او ابیلد نوحابراهیم ۱) وینو چې پېغمبرانو هم هرکله د خدای لپاره څاروي قرباني کول . هغوی پوهېدل چې قرباني کول ځانګړتوب د ژغورنې او خلاصون لپاره لري . او هم قربانۍ د خدای ګډوري عیسی مسیح او راتلونکي ته اشاره لرل. نو پدې توګه د عیسی مسیح او قربانې شوو څارویو تر منځ اړیکه شتون لري .

قرباني کول زموږ لپاره خیر او برکت

او د موریا په غره کې د میښ قرباني زموږ لپاره هم مهمه ده. د تبادلې په پای کې خدای ابراهیم ته دا اعلان کوي

د نړۍ د ټولو قامونو د برکت سبب به وګرځې ، ځکه تا زما څخه اطاعت وکړ. پېدایښت ۲۲: ۱۸

که تاسو د نړۍ د ملتونو په یوه ملت او یا قام پورې تړلي یاستی، دا برکت تاسو لپاره هم دی . آیا دا د اهمیت وړ نده ؟ څرنګه د ابراهیم کیسه او د عیسی مسیح په منځ کې اړیکه کولای شي موږ ته برکت راکړي؟ ولې د دوی دواړوتر منځ اړیکه د خیر د دعا باعث ګرځي ؟ د دوهم ځل لياره وایم چې د ابراهیم فدیه یا بدل ورکړ شوې وه او دا شاید یو نښه وي زموږ لپاره . ممکنه ده پدې کیسه کې دا نښه په وواضحه توګه ښودل شوې نه وي . نو ددې لپاره موږ د موسی له ژوند څخه په دو بېلګو سره دوام ورکو. دا بېلګې به موږ ته دا موضوع پرانیزي. اوس غواړم یوازې یو شي ته اشاره وکړم. د زوی یا هلک کلمه دلته مفرد دی . دا زوی خلک یا قامونه نه دي . خدای ابراهیم ته د خیر او دعا ژمنه د هغهٔ له نسل څخه او د یو نفر چې په مفرد ډول یادونه شوې ده عملي کېږي  د موسی علیه السلام د فسحې نښه موږ سره به مرسته وکړي تر څو پدې موضوع ډېر او ښه وپوهېږو.

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *