Skip to content

د نوح علیه السلام له کیسې څخه بېلګه

  • by

موږ په تاریخی لحاظ  په ترتیب سره د آدم ، حوا او قابیل ، هابیل څخه پېل وکړ او اوس د نوح پېغمبر وار دی چې په تورات کې د هغهٔ نوم راغلی دی . هغهٔ ۱۶۰۰ کاله مخکې له آدم څخه ژوند وکړ . ډېری خلک چې په لوېدیځو هیوادونو کې ژوند کوي ، د نوح پر کیسې باور نه لري  خو نړۍ پوښ شوی له هغو ښوی شوي ګټانو څخه چې د سیلابونو او طوفانونو په سبب منځ ته راغلي دي  . نو پدې توګه موږ د طوپانونو د شتون په هکله ددې ګواهۍ په نظر کې نیولو سره دلیل لرو .موږ د نوح په کیسې کې کوم شي ته پام وکړو؟  کلیک وکړئ دلته په تورات او قرآن کې د نوح (ع) کیسه ولونۍ

 د رحمت تر لاسه کول  او یا له لاسه ورکول

کله چې زه د لوېدیځوالو سره د خدای د قضاوت کولو د ورځې په هکله  خبرې کوم، هغه ځواب چې زه  یې اکثرا ترلاسه کوم داسې وي، “زه د قضاوت کولو د ورځې په هکله  ډیر اندیښمن نه یم ځکه چې خدای ډېر  مهربانه دی  هغه ماته سزا نه راکوي”. خو هغه څه چې د نوح په ژوند کې وشول ، دا ښایي چې داسې فکر کول سم ندي . هوکې خدای مهربانه دی او نه بدلېږي .  هغه د روح په زمانې کې هم د رحمت او مهربانی خدای ؤ .  خو  بیا هم ټوله نړۍ (د نوح او د هغه د کورنۍ پرته) د طوفان له سزا سره لمنځه لاړل . نو د خدای رحمت چېرته ولاړ ؟  د نوح کشتۍ د خدای رحمت ؤ  د خپلو ګناهونو لپاره ډوب شول په سیلاب کې  او د سزا لپاره هغهٔ اور ته چې جوړ شوی ؤ : او د خدای پر ځای یې هېڅوک پېدا نه کړ چې هغوی سره مرسته وکړي

سورت نوح (سورت ۲۵: ۷۱- نوح) موږ ته وايي:

د دوی د ګناهونو له امله دوی (په سیلاب کې) ډوب شول، او اور ته داخل شول، او دوی د خدای پر ځای هیڅوک ونه موندل چې مرسته وکړي. (سورت نوح ۷۱:۲۵)

نو بیا د هغه رحمت چېرته ؤ؟ دا په کشتۍ کې وه. لکه څنګه چې قرآن موږ ته وايي:

موږ هغه (نوح علیه السلام) او هغه کسان چې له ده سره په کشتۍ کې سپاره وو، وژغوره  (۷:۶۴)

خدای په خپل رحمت کې د نوح (ع) په کارولو سره یوه کشتۍ چمتو کړه چې د هرچا لپاره شتون درلود. هر چا کولای شول دې کشتۍ ته ننوځي او رحمت او خوندیتوب ترلاسه کړي. ستونزه دا وه چې نږدې ټولو خلکو پیغام ته په بې باورۍ ځواب ورکړ. دوی په نوح (ع) ملنډې وهلې او په راتلونکي قیامت یې باور نه درلود. که یوازې دوی کشتۍ ته ننوتلی وای نو دوی به د قضاوت څخه تښتیدلی وای.

په قران کې دا هم راغلي چې د نوح له زامنو څخه یو یې پر خدای  او د قیامت پر ورځ  ایمان درلود.  هغه د غره خواته په منډو شو  تر څو د غره سرته وخېژي  . هغهٔ هڅه کوله چې دخدای له سزا څخه تېښته وکړي . خو بیا هم یوه ستونزه وه .باوجود ددې چې په خدای یې ایمان درلود  خو له خدای څخه یې اطاعت ونه کړ .  هغهٔ پرېکړه کړې وه چې په تېښتې سره د طوفان څخه وژغوري .

43-11 او هغه ذات چې له بره نه يې اوبه په اندازې سره نازلې كړې دي، پس په دغو سره مونږ مړ ښار راژوندى كړى دى، همداسې به تاسو راوېستلى شئ(د هود 11: 43)

دا زوی د خدای تعالی رحمت ته اړتیا درلوده، نه د قضاوت څخه د تېښتې لپاره. د هغهٔ هڅې غرهٔ ته  دپورته کېدلو لپآره   بې ګټې وې. نو د هغه لپاره پایله هماغسې وه چې د هغو کسانو په څېر چې د نوح (ع) باندې  یې ملنډې وهلې نو په پایله کې هغه د نورو سره یو ځای په سیلاب کې ډوب شو . خو که کشتی ته ختلی وای ، کولای شو چې وژغورل شي . نو دې نتیجې ته رسېږو جې  یوازی  پر خدای او د قیامت پرورځ ایمان درلودل بسیا نه کوي . د ژغورنې لپاره نه باید پر خپل ځان تکیه وکړو . بلکې پر خدای تکیه وکړو  او له هغهٔ څخه اطاعت وکړو .  هغه وحت دی چې د خدای رحمت تر لاسه کولای شو .  موږ کشتۍ د  نوح په بېلګې کې وینو . داهم  یوه بېلکه وه د ټولو خلکلو لپاره د قضاوت د ورځې په هکله  او هم د هغهٔ د رحمت او ژغورنې سبب.  ټولو ولیدل چې کشتۍ جوړه شوې وه ، کشتی د خدای د رحمت او قضاوت روښانه نښه وه .  هماغسې چې له بیلګې څځه پوهېږو . د خدای رحمت د هغهٔ څخه د اطاعت کولو سره تر لاسه کولای شو .، چې خدای هغه جوړه کړې ده ولې نوح وکولای شو چې د خدای رحمت ترلاسه کړي ؟

تورات پدې هکله فرمایي

ٔنوح ټول هغه څه وکړل چې خدای ورته امر کړی و

زه وینم  چې زه هغه څه کوم  هغه کارونه وکړم چې زه یې خوښوم، یا هغه څه چې زه ورسره موافق یم. زه ډاډه یم چې د نوح (ع) په ذهن کې به د راتلونکي سیلاب په اړه د خدای تعالی د خبرداري او په ځمکه کې د دومره لوی کشتۍ د جوړولو په اړه ډېری پوښتنې وي. خو هغهٔ یوازې له خدای څځه اطاعت وکړ . د هېچا خبرو ته غوږ نشو  یوازې د خدای خبرې یې واورېدې . نوح زموږ لپاره ښه بېلګه ده

دژغورنې لپاره دروازه

تورات موږ ته دا هم وايي چې له نوح وروسته د هغهٔ کورنۍ او حیوانات کشتۍ ته ننوتل

وروسته له هغهٔ څځه چې نارینه او ښځینه حیوانات  د خدای له حکم سره نوح ته کشتی ته وختل . خدای د کشتۍ دروازه له باندې څخه وتاړه

. (پیداېښت 7: 16)

دا خدای تعالی وو چې د کشتۍ  دروازه  یې وتړله او کنټرول او اداره کوله – نه نوح (ع). کله چې سیلاب  راغی او اوبه ډېرې شوی او په څپو شو  ،  خلکو د دروازې په وهلو پېل وکړ  خو نوح دروازه خلاصه نه کړه  خدای پر دروازی کنټرول کاوه ، او له بلې خوا دا چې خپله خدای دا هرڅه کنټرول کاوه په کشتۍ   کې دننه خلک خوشاله وو ، هېڅ طوپان او باد ددې  وس نه درلود چې دروازه پرانېزي، هغوی د خدای په غیږ کې په آرامښت  او امنیت کې ژوند کول

خدای هېڅ وخت بدلون نه مومي . نه پرون نه نن او نه په راتلونکې کې

ټول انبیا په راتلونکې کې د قضاوت او سزا ورکولو په هکله خبرداری ورکوي . دا سزا به له اور سره وي . هماغسې چې د طوپان په سزا کې د خدای رحمت مو ولید . باید پوه شو چې ددې رحمت د تر لاسه کولو لپاره د کشتۍ په لټه کې واوسو

د پیغمبرانو قربانۍ

تورات د نوح په هکله فرمایي هغه وخت نوح یوه د قربانۍ ځای د خدای لپاره جوړه کړه  اوپر هغهٔ یې  له هر حیوان او الوتونکې څخه چې غوښه یې حلاله وه  قرباني وکړه  . (پیدایښت 8:20)

دا د آدم/حوا او قابیل/هابیل د څارویود قرباني کولو له بیلګې سره سمون لري . دا په دې مانا ده چې یو ځل بیا د یو حیوان مړینه او د وینې توییدل د حضرت نوح (ع) دعا د خدای تعالی په دربار کې قبوله شوه. په حقیقت کې تورات وايي چې یوازې له دې قربانۍ وروسته خدای ‘نوح او د هغهٔ زامنو ته برکت ورکړ’ (پیدایښت 9: 1) او ‘د نوح سره یې تړون وکړ’ (پیدائت 9: 8) چې بیا به هېڅکله د سیلاب او طوپان سره د ټولو خلکو قضاوت ونه کړي. نو داسې برېښي چې د نوح عليه السلام قرباني، مړینه  او د حيوان د وينې تويېدل د نوح له لوري   د خدای په عبادت کې ډېر مهم وو. دا څومره مهم دی؟ موږ خپل څېړنه  د تورات د پیغمبرانو له لوري ادامه ورکوو. او په بله برخې کې د لوت په هکله   لوټ/لوټ ورپسې.

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *