Skip to content

د لوط علیه السلام د ژوند څخه بیلګه

  • by

لوط  د ابراهیم (ع) وراره ؤ. هغه د بدکارو خلکو څخه ډک ښار کې ژوند غوره کړی ؤ. خدای دغه حالت د ټولو خلکو لپاره د بېلګې په توګه کارولی دی .  دا  بېلګه څه ده؟ د دې پوښتنې  د ځواب لپاره موږ باید په دې کیسه کې شخصیتونو ته پام وکړو  .کلیک وکړی  دلته

 په تورات او قرآن کې وینو چې خلک په دریو برخو ویشل کېږي . همدا رنګه پدې کتاب کې ، د خدای د فرښتو په هکله اشارې شوي دي . راخی چې د هر یوه په هکله فکر وکړو. .

 

د سدوم د ښار اوسېدونکي

ددې ښار خلک ډېر بد اخلاقه او کنګار وو.  هغوی غوښتل پر هغو خلکو چې ددوی ښار ته راغلې وو تېری وکړي . ( په اصل کې هغه خلک د خدای له لوري فرښتې وې چې د انسان په څېره کې وو . دا ډېره ستره ګناه وه . او د همدې ګناهونو په خاطر خدای وغوښتل چې دوی ته سزا ورکړي.  هغه پرېکړه وکړه چې دغه ښار وران کړي .دا قضاوت اوسزا ورکول  د خدای جل جلاله حکم ؤ چې آدم ته یې ورکړی ؤ  چې د ګناه سزا  مرګ دی . هېڅ نوع بله سزا لکه ( وهل، ټکول او بندې کول)غوندې نشول کولای بسیا وکړي  خدای آدم ته فرمایلي ؤ چې 

“… د باغ  د ټولو منو له مېوو څخه خوړلی شي پرته دنیک او بد د پېژندنې  دونې څخه   (پیدایش 2:17)

همدا رنګه د سدوم د خلکو د ګناهونو سزا دا وه چې دوی هم باید مړه شي. په حقیقت کې ټول ښار او هرڅوک چې په هغې کې اوسیږي د آسمان څخه د اور په واسطه به له منځه یوړل شي. دا د نښې یوه بیلګه ده چې وروسته په انجیل کې تشریح شو

پدې ترتیب ، د سدوم د ښار اوسېدونکي د هغې ګناه سزا چې دوی کړې وه  ولېدله . او ټول مړه شول

ځکه هر څوک چې ګناه وکړي دهغهٔ حاصل مرګ دی.

(د رومیانو په نوم خط ۶: ۲۳ )

 

د لوط زومان

په د نوح په کیسه کې وینو چې خدای د ټولې نړۍ قضاوت وکړ اوسزا یې هم ورکړه او دهغې حکم سره سم چې آدم ته یې ورکړی ؤ .هغوی یې په لوی سیلاب سره لمنځه یوړل . تورات او قرآن موږ ته وایې چې په هغهٔ زمانه کې ټول خلک په ګناه کې ډوب وو ،  خدای د سدوم خلک د هغهٔ ګناه او شریر توب په وجې  چې  هغوی کې ووسزا ورکړه .  که زه خپل ځان د سدوم د ښار له خلکو سره پرتله کړم ،  وبه وایم چې د خداید سزا حکم ما پورې اړه نلري  ځکه زه د هغوی په پرتله بد نه یم .  زه پر خدای باور لرم او نیک کارونه کوم. او هېحکله ګناه نه کوم .  آیا زما نیک کارونه او ښه عملونه  ما د خدای له سزا څخه ژغوري.؟  هغه پېښه چې د زوم له زومانوسره وشوه زموږدې پوښتنې ته  ته ځواب راکوي  هغوی د هغو خلکو له ډلې څخه نه وو چې غوښتل یې پر هغه دوو نفرو تېری وکړي  خو هغوی د خدای خبرداری ته چې  د سدوم د ښار د اوسېدونکو په هکله وه پاملرنه ونکړه .  په حقیقت کې توران موږ ته فرمای  کله چې هغوی د خپل د کوژدنو د پلار لوط غږ واورېد فکر یې وکړ چې هغه له دوی شره ټوقې کوي  او دهغهٔ خبروته یې پاملرنه ونه کړه .  آیا دهغوی برخه لیک د سدوم د ښار د نورو خلکو له برخه لیک سره توپېر درلود.؟  نه! هغوی هم په هماغه برحه لیک مخامخ شول او مړه شول .  په پایله کې هېڅ توپېر  د دوو زومانو  او د سدوم د ښار له اوسېدونکو سره وجود نه درلود. هغه سبق چې موږ ددې کیسې حڅخه اخلو  چې دخدای خبرې ته باید په جدې توګه پاملرنه وکړو.  او په ځانګړې توګه هغه اخطارونه  چې خدای یې موږ ته راکوي . ځکه دا اخطارونه یول=ازې د شریرو خلکو لپاره نه بلکې د ټولو لپاره دی .     

د لوط ښځه

د لوط ښځه زموږ لپاره لویه نښه ده. په تورات او قرآن دواړو کې هغه هم د نورو خلکو سره مړه شوه. هغه د پیغمبر ښځه وه. خو د لوط سره د هغې ځانګړې اړیکه هغه ونه ژغورله حتی که هغه هم د سدوم نارینه وو په څیر ګناه نه وه کړې.د خدای فرښتو هغوی ته پېغام ورکړی ؤ  چې

«هېڅوک دې شاته نه ګوري »

“11-81 د هود سوره

 یو له هغو دو نارینو څخه لوط ته وویل : د خپل ځان د ژغورنې لپاره وتښتی او شاته هم مه ګورئ

 19:17)

تورات موږ ته وايي

خو د نوح ښځهد شاته وکتل او د مالګو په ډبرې بدله شوه

19-26 

په حقیقت کې د هغې د ‘شاته کتل’ مانا ندی تشریح شوي. خو ظاهراً هغې فکر کاوه چې هغه کولای شي د خدای يو کوچنی امر نه سرغړونه وکړي . فکر یې چې دا به کومه مهمه نه وي. خو د هغې برخلیک  د سدوم د ښار له خلکو غوندې شو .  هغه هم د خدای له غضب سره مخامخ او سزایې ولیده . دا یو ډېر مهم پوښتنه زموږ د ژوند لپاره ده .  هېڅګله دا فکر ونه کړو چې خدای موږ ته د کوچني ګناه لپاره سزا نه راکوي. د لوط د ښځې برخه لیک زموږ لپاره عبرت دی چې اشتباه فکر ونکړو.

لوط ،خدای او فرښتې

لکه څنګه چې موږ په د آدم نښه کې ولیدل  خدای د قضاوت کولو په وخت کې خپل رحمت له هغه نه ونه سپماوه . خدای په هغې قضاوت کې د هغو دوو لپاره آدم او حوا ته جامې تیارې کړې. د نوح  په کیسه کې هم خدای د کشتی په واسط خپل رحمت وښود .  دا هرڅه شایي چې خدای د قضاوت کولو او سزا ورکولو په وخت کې د انسانانو لپاره خپل رحمت نه سپموي . تورات فرمایي

پداسې حال کې چې لوط زنډ کاوه ، هغهٔ دوو سړو د هغه  ، لورګانې او د ښځې لاسونه ونیول د ښار نه دباندې امن ځای ته یې ویوړل ، ځکه چې خدای پر هغوی رحم کړی ؤ

 19:16)

موږ له دې بېلګو  څخه څه زده کولای شو؟ هماغه سې چې په پخواني بطلګه کې مو ولیدل ، خدای خپل رحمت د مرستې په شان د ښار نه د وتلو لپاره وښودله . خدای د سدوم په ښار کې د امن ځای جوړ نه کړ چې تر څ، هغوی د ګوګړو د اور لع باران څخه مصونه واوسي . یوازې یو لار د خدای درحمت لپآره شتون درلود  تېښته له ښار څخه او د فرښتو شاته تلل . لوط او د هغه کورنئ د لوط لپاره د خدای د رحمت سره مخامخ نشول . په حقیقت کې په تورات او قرآن کې لونو چې لوط حاظر شو تر څو خپل دوه لورګانې د سدوم د ښار هوس بازو خلکوته وړاندې کړي . چې دا کار په هېح صورت مناسبه نه ؤ . او په ځای کې هم ګورو کله چې فرښتې هغه له ښاره باسې دی زنډ کوي . خدای د خپلل رحیم توب په خاطر پر هغهٔ رحم وکړ . دهغه لاس یې ونیو او له ښار څځه یې وویست .  دا کیسه هم زموږ لپاره دعبرت سبق دی . یانې دا چې خدای پرموږ رحم وکړي . او دا زموږ له کړنې سره هېڅ تړون نلري .  د لوط په شان د خدای رحمت باید ومنو  تر څو هغه په خپل رحکت سره له موږ سره مرسته وکړي .  د لوط زومان دخدای رحمت ونه منانه او په همدې دلیل لمنځه لاړل ..

تورات موږ ته وايي:  چې خدای پر لوط رحم وکړ ځکخ چې د هغهٔ تره ابراهیم لوی پېغمبر د هغهٔ لپاره دعا کړې وه . ددې آیت لوستل په پېدایښت کې . دلته  کلک وکړی). پّ تورات کې هم وینو  “په ځمکه کې ټول قومونه به برکت ومومي ځکه چې تاسو زما اطاعت کړی دی” (پیدائش 22: 18). دا ژمنه باید موږ ته چمتوکړي ځکه چې مهمه نده چې موږ څوک یو، په کومه ژبه خبرې کوو، کوم مذهب لرو، یا موږ چیرته ژوند کوو موږ پوهیږو چې تاسو او زه دواړه د ځمکې د ټولو قامونو برخه یو. که د ابراهیم په دعا سره خدای خپل رحکت لوط ته وباښه او هغه یې وباښه ، خدای به موږ هم د ابراهیم د دعا لپآره برکت راکړي .   نو په دې توګه به موږ  د تورات ویلوته ادامه ورکوو  د ابراهیم علیه السلام  بېلګه وڅېړو .

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *