سوره الشوری (سوره 42 – مشوره) موږ ته وایی:
دا هغه (فضیلت) دی چې خدای خپلو بندګانو ته زیری ورکوي کوم چې ایمان لري او صالح عملونه وکړي. ووایه: “زه له تاسو څخه د دې لپاره هیڅ اجر نه غواړم مګر د خپلوانو سره مینه.” او که کوم یو څوک ښه لاسته راوړيموږ به هغه ته په دې برخه کې ښه والی ورکړو، ځکه چې خدای ډیر بخښونکی او د قدر کولو لپاره چمتو دی. (سورة الشوراء 42:23)
او هغه د هغو كسانو خبرې اوري چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه كوي او دوى ته په خپل فضل وركوي، خو د كافرانو لپاره ډېر سخت عذاب دى. (سورة الشوراء 42:26)
همدا رنګه سوره القصص (۲۸ سورت – کیسې) اعلان کوي:
مګر هر هغه څوک چې (په دې ژوند کې) توبه کړې وي، ایمان یې راوړی وي. او د نیکۍ کار یې وکړ، هیله لري چې د هغو کسانو په مینځ کې وي چې نجات ترلاسه کوي. (سوره القصص ۲۸:۶۷)
خو که موږ نیک او رېښتینې نه یاستو ، که نیک او ښه کارونه سرته ونه رسوو ، که د خدای هغه سې چې لازمه ده خدمت ونکړو،هغه وخت به څه پېښ شي؟ د د موسی قانون د مطلق اطاعت ته اړتیا ده او دسخته سزاد د الشوري او القصص آیات دا موضوع تاییدوی . یشوع مسیح هغهٔ خلکو ته چې نیک او ښه عملونه نه لري وړاندې کوي . آیا تاسو هغه څوک یاستۍ چې له ګناه څخه ډک ژوند مو درلود ؟ که ځواب مو ، هو وي ، نو د یشوع مسیح هغه خبرې چې له یو سړي سره چې د خلکو په منځ کې د خاین په حیث پېژندل شوی ؤ ، په لاندې کې ولولۍ
یشوع مسیح خپل ملګری ایلعاذر له مړینې وروسته بیا ژوندی کړ – هغهٔ پدې کار سره خپل دنده خلکو ته وښودله . د هغهٔ دنده پر مرګ بری ؤ . هغه د خپل ٔدندې د ترسره کولو لپاره اورشلیم ته ځي . په لاره کې د اریحا د ښار له څنډې څخه تېر شو . ډېر خلک د هغهٔ ښه راغلاست ته راغلل ، ځکه چې د هغٔه ډیری معجزو او تعلیم څخه خلک خبر وو . هلته یو سړی ؤ د ذکی په نوم، چې د مالیه ټولونکي مشر او ډېر شتمن ؤ . نږدې ټولو له هغهٔ څخه کرکه کوله. هغهٔ له مقرر شوي مالیاتو څخه چې د روم د هیواد له لوري ټاکل شوې وه له خلکو څخه اخیست .، او پدې توګه هغهٔ ډېر ثروت ځانته ټولې کړې وې . یهودیانو له هغهٔ څخه کرکه کوله ځکه هغه با وجود ددې چې یهودي ؤ یرغلګرو رومیانو ته یې کار کولو او خپل قام یې غولاوه . ټولو هغهٔ ته د یو خایین په سترګه کتل
ذکی لنډ قد درلود نو په همدې وجې نشو کولای تر څو یشوع مسیح د خلکو په ګڼه ګوڼه ( بیړ) کې وویني . هیچا هم نه غوښتل له هغهٔ سره مرسته وکړي . انجیل د هغهٔ د لیدو په هکله له یشوع مسیح سره داسې فرمایي
کله چې هغه اریحا ته ننوت او د هغې لمنځه تېرېده ، ۲ نو هلته د ذکی په نوم یو تن ؤ ، هغه د مالیه ټولونکو مشر او ډېر شتمن ؤ . ۳ هغهٔ ِغوښتل ترڅو یشوع وګوري چې څه ډول دی ، خو د خلکو دبیړ له امله یې ونشو کولای ، ځکه چې قد یې لنډ ؤ ۴ نو وړاندې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت تر څو هغه وویني ، ځکه چې هغه د هغې لارې څخه تېرېده. ۵ کله چې یشوع هغه ځای ته ورسېد ، پورته یې وکتل او ورته یې وویل: ای ذکی! ژر راکوز شه ځکه چې زه نن خامخا ستا په کور کې پاتې کېږم . ۶ نو هغه په بیړه لاندې راکوز شو او په خوښۍ یې دهغهٔٔ هرکلی وکړ ۷ او کله چې ټولو دا ولیدل ، نو ګورېدل او ویل یې چې ، هغه د یو ګنهګار سړي کورته د میلمستیا لپاره ورغی ۸ خو ذکی ودرېد او مالک ته یې وویل: وګوره مالکه! خپله نیمه برخه شتمني بیوزلو ته ورکوم او د هر چا مال مې چې په ناحقه اخیستي وي ، څلور چنده بېرته ورکوم . ۹ یشوع هغهٔ ته وفرمایل : نن دې کورته خلاصون مخه کړې ده ، ځکه دا هم د ابراهیم اولاد دی . ۱۰ ځکه د انسان زوی راغلی تر څو ورک شوي بیا مومي او ویې ژغوري
9 (لوقا 19: 1-10)
خلک د یشوع له کړنې سره چې ذکی سره یې وکړل خوښ نه وو ، هغهٔ څنګه کولای شو چې د یو خاین سره داسې ښه او په مینې چلند وکړي . ذکی ښه بړی نه ؤ او پدې ټول يوهېدل . پدې توګه ذکې پوهېده چې خطاکاره او ګنهګاره سړی دی . ډېری موږ خپل ګناه پټه ؤ ، هغه يوښوو داسې چې هېڅکله له کوږ څخه خطا نده شوې . خو ذکی داسې نه ؤ . هغه پوهېده چې هغهٔ ډېر اشتباه ګانې تر سره کړي دي . هغهٔ لومړی ګام د یشوع د مسیح د لیدلو لپاره واخیست او یشوع هم داسې چلند له هغهٔ سره وکړل چې ټول حېران شول
یشوع مسیح هم غوښتل چې ذکې توبه وکړي ، هغه ٔ غوښتل چې ذکی د خپل د ژوند کړنه ته بدلون ورکړي او یشوع د ‘مسیح’. په توګه ومني . کله چې ذکی د یشوع خبرې ومنلې او هغه یې ار سره کړې ، ویې لیدل چې یشوع مسیح هغه وباښه او همغه سې چې لهیشوع ویلي ؤ چې ورک شوی ؤ ومندل شو .ژغورل شوی دی
زما او ستا په هکله څنګه؟ ممکنه ده چې موږ د ذکی په اندازه بد کارونه سرته نوي رسولي . که حتی د هغهٔ په اندازه بد نه اوسو ، پر هر حال ګناه او خطا مو کړې ده لکه آدم، په شان مو د پټولو هڅه کړې ده . موږ نه باید خپل کوچني اشتباهات او ګناوې له نظره وغورځوو . موږ ډېری وخت د خپلو بدو کارونو د پټولو په هڅه کې د ښو کارونو په تر سره کولو سره یاستو . نږدې ټول انسانان داسې فکر او عمل کوي . په هغهٔ زمانه کې ، انسانانو فکر کولو چې یشوع مسیح هم د دوی په شان فکر کوي ، د دوی د داسې فکر پخاطر ، یشوع مسیح د دوی یوه کورته هم لاړ نه شو او دهغوی د ژغورنې په هکله یې په خپل ژبه خبره ونکړه . بهتره داده چې د خدای په حضور کې په خپلو ګناهونو اقرار وکړو او هغه پټ نه کړو. که د عیسی مسیح د رحمت په لټون کې یاستو ، پوه به شو چې بخښنه موږ ته راکړل شوې ده چې زموږ له پوهې څخه بهر ده
یوه پوښته : د ذکې بد عملونه، څنګه باید لمنځه تللي وای؟ وړاندې د قضاوت ورځ څخه هغه څنګه باید د خپل بخښنې څخه ډاډګېرنه تر لاسه کړې وای ؟ راشئ چې لوستلو ته دوام ورکړو . یشوع مسیح د خپل د ماموریت د تر سره کولو لپاره ، په خپل لار
e بیت المقدس يه لور ادامه ورکوي ترڅو خپل ماموریت بشپړ کړيد