Skip to content

د هارون له ژوند څخه بېلګه : یو غوا او دوه وزې

  • by

موږ  د موسی نښه 2  کې ولیدل هغه حکمونه چې د سینا په غرهٔ کې موسی ته ورکړل شول خورا د پام وړ  او ارزښتناکه ؤ .  د موسی د دوهمې برخې د لیکنې په پای کې  ما تاسو ته بلنه درکړه چې له ځانه وپوښتئ .  د شریعیت شتون بې دلیله نده .  تاسو شریعیت تل ساتې که نه. که تاسو تل شریعیت  نه ساتئ تاسو، لکه زه چې یم، په جدي ستونزه کې یاست – قضاوت او سزا.خو  تاسو پدې کې پاتې راغلي یاست نو څه کولای شئ؟ دا هارون (د موسی علیه السلام ورور) او د هغه اولادونه  د د لپاره  خدای لپاره قرباني کوله . د قربانۍ وینه د هغوی د ګناهونو لپاره کفاره او  پوښول وو.   هارون  په ځانګړې توګه دوه مهمې قربانۍ خدای ته کولې . دې قربانیو ښودله چې څرنګه د هغو کسانو ګناهونه چې د خدای له حکمونو څخه  یې اطاعت ندی کړی پاک کړي.  یو غوا او دوه وزې .  راځۍ چې له وزو څخه یې پېل کړو .

 وزه او د کفارې ورځ 

له د موسی نښه 1  لومړۍ بېلګه کې مو ولوستل د فسحې اختر د یهودیانو لخوا د فرعون څخه د خلاصون په یاد لمانځل کېده  او اوس هم کېږي.  خو تورات د نورو اخترونو د لمانځلو  امر هم وکړ.  په ځانګړې توګه یو مهم  اختر د کفارې په نوم یادېږي. ددې اختر په هکله   دلته په تورات کې لوستلی شئ.

ولې د کفارې د ورځې لپاره دومره پر ځای او مفصل لارښوونې ورکړل شوې دي؟ دغه لارښوونې داسې پېل کېږي

وروسته له هغهٔ نه چې د هارون دوه ځامنو ، کله چې هغه اور چې سپېڅلی نه ؤ  خدای ته وړاندې کاوه مړه شول.  خدای موسی ته وفرمایل: خپل ورور هارون ته ووایه چې ټاکلي وخت کې دې سپېڅلي ځای  ته هلته چې د تړون صندوق  او د رحمت تخت ایښودل شوی دی ننوځي .  په بل وخت کې دې هلته دننه نه شي ، داسې نه چې مړ شي .  ځکه زه په ورېځه  کې د تخت لپاسه ښکاره کېږم  

( لاویان 16: 1-2)

 موږ په تورات کې لولو چې د هارون دوه ځامن کله چې د ټاکلي وخت څخه وړاندې د خدای کېږدی ته ننوتل . هغه دواړه ددې بې اطاعتی په خاطر د خدای د کور په سپېڅلي ځای کې د خدای له لوري هغوی ته سزا ورکړ شو او مړه شول. د څه لپاره؟ او په کوم دلیل؟ موږد دلیل او دهغهٔ څرنګوالی په هکله په پورته لیکنه کې مالومات ورکړل.   د خدای په کېږدی کې د تړون صندوق شتون درلود . قرآن ددې صندق په هکله لیکي

او د دوی پیغمبر ورته وویل: د هغه د پاچاهۍ دواکمنۍ نښه دا ده چې تاسو ته به د تړون صندوق چې  په هغه کې به ستاسو د رب له لوري امنیت وي او د موسی علیه السلام د کورنۍ  او د هارون کورنۍ  څخه پاتې دي د فرښتو په واسطه به تاسو ته راوړل شي، . دا ستاسو لپاره یوه نښه ده که تاسو واقعا ایمان لرئ.

( سورت بقره  ۲: ۲۴۶)

قرآن’  د تړون صندوق نښه بولي ځکه  د موسی په وسیله لس حکمونه  «چې په ګټ کې لیکل شوي ؤ» او نور سپېڅلي شیان په هغهٔ کې ساتل کېدل  او ددې صندوق سِیر او نښه وه .  ټول قانون –  هر چا چې ددې حکمونو څخه اطاعت نه کاوه ددې صندوق په څنګ کې به مړه کېدل . لکه د هارون د زامنو په شان .  نو پدې ترتیب وینو چې یو روښاه لارښونه ورکړشوه : په کال کې یو ځل باید هارون دغه سپېڅلي ځای ته دننه شي . که هارون پرته د ټا ورځې څخه په بله ورځ هغهٔ ځای ته ننوځي د دې کشتۍ په شتون کې – به مړ شي. لومړی د هارون دوه زامن هغه وخت مړه شول چې هغوی خیمې ته ننوتل. په دې توګه په احتياط سره لارښوونې وشوې، په دې کې دا حکم شامل وو چې په ټول کال کې يوازې يوځل هغه هم د کفارې په ورځ هارون باید سپېڅلي ځای ته ننوځي . که هارون د کفارې له ورځې پرته سپېڅلي ځای ته ننوتلای وای  ، مړ کېده . 

هارون باید د خپل ځان او د کورنۍ د ګناهونو د کفارې لپاره لومړی یو خوسکی قرباني کړي .  او بیا وروسته دې دوه وزې د خدای د کیږدی.د دروازې مخې ته یوسي وروسته دې هارون پچه واچوي تر څو روښانه شي چې کومه وزه د خدای ده او کومه وزه باید دښتې کې خوشې کړي. او وروسته هغه وزه چې د پچې په اچولو سره د خدای لپاره ټاکل شوې وه ، د ګناه د قربانۍ په توګه دې د هغهٔ سر پرې شي او بله وزه دې په دښتې کې خوشې شي ترڅو د اسرایلو د قام ګناه له ځانه سره یوسي . وروسته چې هارون یو  خوسکی د خپل ځان او کورنۍ د ګناهونو لپاره قرباني کړ ، له قربانځای څخه دې په یو ظرف کې اور شوي ذغال واخلي او دوه موټي ټکول شوي بخور خوشبو سره سپېڅلي ځای ته یوسي . د خدای په حضور کې دې بخور یانې خوشبو پر اور شوي سکروټو واچوي  تر څو دهغهٔ دود د وریځې په شان دې د رحمت تخت چې د تړون د صندوق سر ته دی ، وپوښوي  تر څو دی هغه ونویني او مړ نه شي

( لاویان ۱۶: ۶-۱۳)  

نو یو خوسکی د هارون د  ګناهونو د پټولو یا کفاره کولو لپاره قرباني شو او بیا سمدلاسه وروسته هارون باید دوه وزې قرباني کړي.

بيا دې هغه دوه وزې واخلي او د مقدسې کېږدی په دروازه کې دې څښتن ته وړاندې کړي. هغه دې د دوو وزو لپاره قرعې واچوي – یوه د څښتن لپاره او بله د قربانۍ وزې لپاره. هارون به هغه وزه راوړی چې د هغې غوښه به څښتن ته راځی او د ګناه د نذرانې لپاره به یې قرباني کړي

هارون کله چې یو خوسکی د خپل د ګناهونو لپاره قرباني کړ باید دوه وزې واخلې او قرعه دې پرې واچوي . یوه وزه دې د ځانګړي هدف لپاره بیل کړي او دې  د ګناه د قربانۍ لپاره . ولې  وزه به د قربانۍ بکرې په توګه وټاکل شي. بله وزه به د ګناه د نذرانې په توګه قرباني شي. ولې؟

“بیا دې هغه وزه د قام  د ګناهونو  لپاره قرباني کړي  او د هغهٔ وینه دې سپېڅلي ځای ته یوسي  او د خوسکي د وینې په شان دې  د رحمت د تخت پر وړاندې وشیندي .  او به دې توګه  سپېڅلي ځای  چې د اسرایلو د قام د ګناهونو لپاره ملوس شو  او د سپېڅلي کېږدی لپاره چې د دوی په منځ کې واقع شوې ده او ناپاکه شوې ده ، کفاره کېږي

. (لاویان : 15-16)

نو څه بلا په هغې بیله شوې وزه راغله؟

کله چې هارون د سپېڅلي ځای ، سپېڅلي کېږدی لپاره او قربانځای لپاره مذهبی مراسم پای ته ورسول،  هغه ژوندئ وزه دې راولي  او خپل دواړه لاسونه دې پر هغهٔ کېودي او د قام د ګناهونو او خطاو په هکله دې اقراروکړي او دهغوی ګناهونه دې د هغهٔ پر سر منتقله کړي .  او بیا دې وزه یو ټاکل شوی سړی دښتې ته یوسي او هلته دې خوشې کړي.  هغه وزه د خلکو ټول قصورونه هغهٔ ځای ته چې څوک نه اوسېږي وړي

. (لاویان 16: 20-22)

خوسکی د هارون د ګناهونو لپاره قرباني شو. لومړي وزه هم د د بنی اسرایلو د ګناهونو لپاره وړاندې شو.  وروسته هارون خپل لاسونه پر دویمې وزې کېښود  او د خلکو ګناهونه یې د نښې په توګه  هغهٔ ته ورکړه .  او وروسته یې هغه وزه په دښتې کې خوشې کړه . دا دخلکو د ګناهونو د بخښنې نښه وه.  یانې دې قربانیو خلک له ګناهونو څخه وژغورل  او دهغوی لپاره کفاره شول. له هغې ورځې وروسته تر نن پورې د کفارې په ورځ دا قربانۍ خدای ته وړاندې کېږي. .  

د غوا او وزې ځای د بقرې په سوره او تورات کې 

هارون نورې قربانۍ هم باید وړاندې کړېوای .  چې پکې د غوا  قرباني هم شامله وه . د همدې لپاره د قران دویمه سوره بقره ده . بقره یانې غوا .  لدینه دا نتیجه اخلوچې قران په مستقیمه توګه له موږ سره د قربانۍ په هکله خبرې کوي . کولای شی هغه کیسه چې پدې هکله په قران کې ده  دلته ولولئ . دا ځای کلک کړی.  دلته هماغسې چې وینئ ، کله چې خلکو د غويي د قربانۍ پر ځای د غوا د قربانۍ په هکله واورېدل ، حېرا شول . کیسه پدې کلمو سره پای ته رسېږي 

نو موږ وویل: د هغې [حلال شوې غوا ] یوه ټوټه په هغه [مړي ]ووهی  تر څو [ ژوندی شي ]. په دې توګه خدای مړی ژوندی کوي او تاسو ته خپل آیات  ښکاره کوي چې تاسو فکر وکړئ

( سوره بقره ۲: ۷۳)

پدې توګه دلته بله نښه هم شته چې موږ هغهٔ ته باید پاملرنه وکړو. دا نښه څه شی ده ؟ . دلته کلیک وکړئ دلته    د مړینې او ژوندون په هکله لولو . کله چ خدای لومړي لارښوونې د قربانۍ په هکله هارون ته ورکړې ، موږ هغه ولیدل .تورات پدې هکله وایي

وروسته دې څاروی له پوستکي ، غوښه ، وینه او خوشایو سره وسوزوي ،. الیعازار دې د سروې  لرګي او جارو بوټې  او سور رسئ دې واخلي او هغه دې په اور کې واچوي (شمیره 19: 5-6)

د سروي څانګه د  یوې پاڼې لرونکې ونې  څانګه وه .  د فسحې اختر  کې له مړینې څخه د ژغورنې په خاطر بنی اسرایلو ته ویل شوي ؤ

د جارو له بوټې څخه یوه دسته راواخلئ او هغه دې د څاروي په وینه کې چې په ظرف کې شته دننه کړي . اوبیا دې هغه د خپل کور  د دروازې په دوو څنډو کې وموښی  او له ستاسو څخه دې تر سهاره پورې له خپل کورڅّخه بهر ولاړ نه شي

(د وتلو کتاب 12:22)

د سروې د ونې څانګې همد غوا په قربانۍ کې کارول کېده . غوا، د سروې د ونې څانګې ، د سروې د ونې پټوکی او لرګی باید یو ځای سره وسوزول شي تر څو ایرې شي.

“ وروسته دې یو سړے چې پاک وي هغه دې د غوا ايرې راټولې کړي او د کمپ نه بهر دې په يو پاک ځائ کې وساتي. تر څو د اسراییلو هغه د پاکولو په ابو کې چې د ګناه د پاکولو لپاره ده .، کار واخلي . (شمیر 19:9)

نو بدې توګه دې ایرې د پاکولو اوبو کې ګډې شي. یو ناپاک سړی به خپل اودس (د غسل یا اودس) د پاکوالي د بیرته راګرځولو لپاره په اوبو کې د دې مخلوط په کارولو سره ترسره کړي. خودا ایرې د ځینو ناپاکیو لپاره په کاریدل 

“هر څوک چې د انسان مړي ته لاس وروړي هغه به د اوو ورځو لپاره ناپاک وي. دوی باید په دریمه او اوومه ورځ د پاکولو په اوبو (دغوا د ایرو سره ګډ شوي) سره ځانونه  ومینځي . تر څو پاک شي. خو کۀ هغوئ په دريمه او اوومه ورځ خپل ځانونه په هغه اوبه پاک نۀ کړى، نو هغوئ به پاک نۀ شى. که دوی د انسان مړی ته د لمس کولو وروسته خپل ځان پاک نه کړي،  ناپاکه پاتې کېږي  ځکه چې پر هغوی د پاکولو اوبه ندې پاشول شوي دي ،  هغه سړی بای د قام لمنځ څخه بهر شي  ځکه هغه د خدای کېږدی ناپاکه  کړی دی . (شمیره 19:11-13)

 نو پدې توګه هر هغه چا چې مړی ته لاس ور وړ  نو مجبوره ؤ  چې د قرباني شوي څاروي ایره له اوبو سره یو ځای کړي او ځان ومینځي . ولې انسان مړي ته په لاس ور وړلو ناپاکه کېږي؟  پدې هکله فکر وکړۍ .   دادم د د بې اطاعتی په وجې ، هم هغهٔ او هم د هغهٔ اولاده خپل تلپاتې ژوندون له لاسه ورکړل او په مرګ محکوم شول ددې لپاره چې مړینه د ګناه مزد ده ،  او په پایله کې ناپاکه ده او د انسانانو د ناپاکئ سبب ګرځي . په همدې دلیل هر څوک چې مړی ته لاس وروړي ناپاکه کېږي.  دا ایره چې دا نا پاکۍ مینځي او لمنځه یې وړي ،  په  واقعیت سره یوه بیلګه هم ده . هغه څوک چې ناپاکه شوی دی  د قربانۍ په ایرو سره پاکېږي او نوی ژوند تر لاسه کوي

خو ولې د قربانۍ څاروی غوا وه  غویي نه ؤ؟ هیڅ مستقیم توضیح نه دی ورکړل شوی خو موږ کولای شو د صحیفو څخه دلیل وکړو. د تورات او زبور (او نورو ټولو صحیفو) په اوږدو کې اخدای  ځان د نارینه جنس کې د “هغه” په توګه څرګندوي. او د اسراییلو قام هم  ښځینه جنس کې  راپېژنل کېږي. لکه څنګه چې د میرمنې او نارینه  په اړیکو کې، خدای ددوی د واده  لارښونه کوي   هغه څوک هم چې له خدای څخه پېروي کوي دهغهٔ شاته ځي  .  نو موږ وینو چې  خدای  هر کله لومړی ګام زموږ خواته پورته کوي  . موږ د ابراهیم په بیلګې کې وینو چې خدای لومړی ګام پورته کوي  او هغهٔ ته امر کوي چې  ابراهیم علیه السلام خپل زوی قربان کړي;   او یا په بله بېلګه کې وینو چې دا خدای ؤ چې  لومړی په ګټ کې  حکمونو ورکړل   یا د نوح په زمانه کې ، د توپان سزا یې راولېږه .  لدې بېلګو سره پام مو کېږي چې نه انسانان او نه حتی غوره شوي پېغنبران لومړی ګام ندی پورته کړی دی . د خدای پطروان هر کله دهغهٔ تابع دي  او هغهٔ ته غوږ نیسي .

دا ایره باید دانسان لپاره بسیا کړی وای.  ناپاکه سړی پاکېدو ته اړتیا لري . نو د انسان ددې  اړتیا د ځواب لپاره خدای د غوا قرباني د نښې په توګه وټاکه . د ناپاکي په وجې چې موږ شرم کوو او خجالت باسو بام کوو چې دا شرم یوازې له خدای سره نده .  کله چې زه ګناه کوم یوازې دخدای حکمونه او لارښونې لمنځه نه وړم . بلکې زه د حاکم او قاضي پر وړاندې هم قصور وار یم او خجالت باسم .  ددې شرم په وړاندې خدای څه عکس العمل شیي؟   تر ټولو لومړی خدای جل جلاله موږ ته جامې راکوي. خدای آدم او هوا ته  د څاروي پوستکي څخه جامې ور کړې ترڅو خپل شرم او شرمځای پټ کړي. او د آدم اولادې له هغه وخت راهیسې ځانونه په جامو پوښلي دي – په حقیقت کې دا دومره طبیعي ده چې  موږ هېڅکله ددې په هکله له ځانه نده پوښتنه  کړي .  مینځل له اوبو او ایرو سره دا بل رنګې مینځل دي .  له مینځلو وروسته انسان د پاکی احساس کوي .  لدېنه دا نتیجه اخلو چې د قربانی د ایری هدف ، پاکۍ او مینځل دي .

رتځی چې د زړه له کومې څخه او په کامل ایمان سره  خپل زړونه په ګناه ملوسو اندېښنو څخه پاک کړو  او خپل بدنونه  په سوچه اوبو سره ومینځو (عبرانیانو 10:22)

 د کفارې په ورځ  نر وزه قرباني شوه ، ځکه د خدای لپاره وه د لسو حکمونو نښه، موږ یادونه وکړه چې د بې اطاعتی  سزا په روښانه ډول او په مکرر ډول د مرګ په توګه مشخص شوې (کلک کړی دلته  کیسې دلته لوستلی شی). خدای چې هماغسې چې اوس هم حاکم او قاضی دی .  په هغهٔ زمانه کې هم ؤ .  خدای ددې ګناه د سزا لپاره مړینه غوښته . د غویي قرباني د هارون د ګناهونو لپاره ، هغه سزا چې خدای مقرره کړې وه پر ځای کاوه. او هم د وزو قرباني   د خدای خواست پر ځای کاوه .  دا وزې د اسرایلو د قام د ګناهونو لپاره قربان شوې . هماغه سې چې پوهېږئ  یو له دغه دوو وزو څخه ، د بنی اسرایلو ګناهونه په ځان واخیست  او د هارون په واسطه په دښتې کې خوشې شو .  دا د قام د آزادی بېلګه وه  د هغوی د ګناهونو لپاره 

دا قربانۍ د هارون او د هغه د اولادونو لخوا نږدې زر کاله  په همدې ترتیب خدای ته وړاندې شوې  . اسراییلو د تاریخ په اوږدو کې په هغه ځمکه کې چې دوی ته ورکړل شوي دا قانون یې وساته  او تر اوسه یې پر ځای کوي ، او کله چې داؤد پاچا شو او د هغه زامن هم پاچایان شول. کله چې ډیری پیغمبران د بدیو په وړاندې خبرداری ورکولو پیغامونو سره راغلل؛ حتی د یشوع مسیح  په زمانه  کې هم  د اسرایلو قام دا قربانۍ کولې. خو یوه مسله شتون لري  او هغه دادی چې دا قربانۍ د هغهٔ قربانۍ لپاره نښه وه چې  په راتلونکې به د بشر د ژغورنې لپآره راشي 

 

نو د موسى او هارون له دغو وروستيو نښو او بېلګو  سره د تورات پيغامونه پاى ته ورسېدل . وروسته نور   پیغمبران راغلل , او د زبورونو کتاب د خدای کلام یې خلکوته ورساوه . خو یو مهمه خبره د تورات په آخر کې شتون لري  چې موسی د راتلونکي په هکله ،د یو  پېغمبر د راتلو په هکله   او د هغو نعمتونو او لعنتونو په کله چې د بنی اسرایلو په سر به راشي خبرې کوي 

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *