Skip to content

یشوع مسیح خپل رحمت څرګندوي

  • by

آیا کله مو په شرعي احکامو کې یو حکم مات کړی دی؟ زموږ څخه هیڅ یو هم  نه غواړو چې شریعیت مات کړو ،  خو ډېرۍ موږ امېد اره یو  چې د خپل دګناهونو او اشتباهاتو  په پټولو سره ،   د شرم  له شره  او  د شرمېدلو هغه حس  چې موږ  سره شتون لري له هغهٔ څخه خلاصون ومومو. خو که ستاسو  ګناهونه   د لیدلو په حال وي ، ستاسو امید څه کېږي ؟ . 

 سورت لقمان (سورت 31 – لقمان) موږ ته یادونه کوي

دا د حكيم كتاب اياتونه دي، د نيكانو لپاره لارښود او رحمت دى، (سورت لقمان 31:2-3)

د لقمان سوره موږ ته وایي  ​​چې  : هغه کسان چې نیک  کارونه تر سره کوي  ، کولای شي د خدای پر رحمت امېد وتړي .  سورت الحجر (سورت 15 – د ډبرې لار) یوه خورا مهمه پوښتنه کوي

هغه وفرمایل: “او څوک د خپل رب له رحمت څخه نا امیده کیږي مګر داسې چې ګمراه شي؟” (سورت الحجر ۱۵:۵۶)

 نو د هغو خلکو په هکله چې بې لارې کېږي ، څه ویلی شو ؟  د یشوع مسیح رسالت د هغو لپاره ده چې بې لارې شوي دي  او د خدای د رحمت لایق نه دي . یشوع مسیح کولای شي د هغو کسانو لپاره چې د خپلو ګناهونو لپاره د شرم احساس کوي ، رحم وکړي  

دا پېښه  د یوې پېغلې ښځې سره وشول :.  په هغهٔ وخت کې یشوع مسیح هغهو خلکو ته چې د هغهٔ شاوخوا ته راټول شوي وو ،  تعلیم ورکولو . سپېڅلی کتاب پدې هکله داسې فرمایي ..

ښځه په زنا کې ونیول شوه

2   د شرعې عالمانو او فریسیانو هغه ښځه راوستله  چې په ګناه کې یې نیولې وه او د ټولو په منځ کې یې ودروله . او هغهٔ ته یې وویل استاذه!  دا ښځه مو په زنا کې نیولې ده  او موسی موږ ته په شریعیت کې حکم کړی  چې دا ډول ښخې باید سنګسارې شي ، ته پدې هکله څه وایي؟  او دایې د آزمېښت په موخه هغهٔ ته وویل، تر څو په هغهٔ کوم تور ولګوي ، خو یشوع ټیټ شو او په ګوته یې د ځکګې پر مخ لیکل کول . او کله چې هغهوی په خپله پوښته ټینګار وکړ نو هغه نېغ ودرېد او هغوی ته یې وفرمایل : لتاسو څخه چې چا ګناه نه وي کړې  نو لومړی کاڼې دې هغه وار کړي  او ځل بیا هغه ټیټ شو او پر ځمکه یې لیکل پېل کړ. کله چې هغوی دا خبره واورېدله نو پداسې حال کې چې مشران یې ترې مخکې ؤ  یو یو بهر لاړل او یشوع له هغې ښځې سره چې په منځ کې ولاړه وه یواځې پاتې شو . بیا کله چې نېغ ودرېد نو له هغې ښځې پرته یې نور هېڅوک ونه لېدل او هغې ته یې وفرمایل : ای ښځې! هغوی څه شول چې پر تایې تور پورې کړی ؤ؟  آیا هېچا هم ته ملامته نه کړې . ښځې وویل: مالکه ! هېچا هم نه ، نو یشوع ورته وفرمایل : زه هم تا نه ملامتوم  لاړه شه او بیا ګناه مه کوه .

 (یوحنا 8: 2-11)

دا ښځه د زنا په عمل کې نیول شوې وه او هغوی غوښتل چې  د موسی علیه السلام له  شریعت  سره سم سنګسار کړي ،  خو هغوی لومړی  هغه یشوع مسیح ته راوستله  او غوښتل یې چې د هغې په هکله لومړی د هغهٔ  پر پرېکړې پوه شي .  آیا هغه به  د موسی شریعیت تایید کړي ؟ (په اصل کې ، د قانون له مخې نارینه او ښځه دواړه د سنګسار وړ وو ، خو داځلې  هغوی غوښتل یواځې ښخې ته سزا ورکړي .)

د خدای عدالت او د انسان ګناه

 یشوع مسیح  شریعیت مات نه کړ د ا شریعیت  د خدای له لوري موسی ته ورکړ شوی  او دهغهٔ  د کامله   عدالت  ښکارندوی دی   خو یشوع له هغو خلکو څخه چې هلته ولاړ وو ،  وغوښتل تر څو هر هغه سړی چې ګناه یې نوي کړئ ، لومړی تېږه دې د ښځې لورته واچوي .  هغه مذهبي مشران چې هلته ولاړ وو ، د یشوع مسیح لدې خبرې سره د زبو د کتاب دا آیت ور په یاد 

څښتن د آسمان څخه ښکته ګوري
په ټول بشریت باندې
ترڅو وګورو چې آیا داسې څوک شته چې پوه شي،
هر څوک چې د خدای په لټه کې وي.
ټول وګرځېدل، ټول فاسد شول.
داسې څوک نشته چې ښه وکړي
حتی یو هم نه. (زبور 14: 2-3)

مطلب دا چې يوازې کافران، بت پرستان  او مشرکان ګناه نه کوي، بلکې هر هغه  څوک چې په خدای  او د هغهٔ پر پېغمبرانو  ايمان لري، هم ګناه کوي. په حقیقت کې، د دې آیت له مخې، کله چې خدای تعالی انسانانو ته ګوري، حتی یو ښه انسان  او بې ګناه به هم پېدا نه کړي 

  د موسی د شریعیت قوانین  خلکو ته د خدای بشپړه عدالت څرګندوي. هغه کسان چې د دې  قانون پیروي کولو  عادله شمېرل کېدل   ، خو  د شریعیت  له قوانینو څخه پېروي ډېر سخت ؤ.

یو سر غړونه ، هر څه  لمنځه وړي.  نو نه باید بې اطاعتي شوی وای

د خدای  رحمت  

دخو له هغهٔ ځایه چې ټولو ګناه کړې ده ، باید بل ضمانت  شتون ولري .  دا ضمانت نه باید د خلکو د لیاقت پر بیاد وای ، ، ځکه خلکو نشو کولای  شریعیت پر ځای کړي . د همدې لپاره هم ، دا ضمانت  د خدای د بل ځانګړیتوب پر بنیاد وي : د خدای رحمت .  هغه خپل رحمت انسانانو ته ور بخښي .  د موسی په شریعیت کې پدې هکله لیکل شوي دي  چې :  هغو ټولو کسانو ته چې  د خپل د کور په دروازې کې  د قربانۍ وینه موښې ده ،  رحمت او ژوند ورخښل شوی دی  ،  هغه غویي چې هارون قرباني کړی ؤ  ( هماغه غویي چې په سوره بقره کې د هغهٔ یادونه کېږي )  ددې پېښې په هکله یادونه کوي .  حتی ډېر وړاندې له هارون څخه  هغه وخت چې خدای آدم ته جامې چمتو کړې  او هغهٔ ته یې ورکړې  د خدای رحمت ته امېد شتون درلود .  د هابیل قربانۍ او نوح پېغمبر ته رحمت ورکړ شوی ؤ  د زوړ تړون کتابونه هم  د رحمت  او دخدای د رحمت په هکله هغهٔ ته توکل کوي   

 په هغهٔ اووه ضلعي ډبره چې  د یوشع  په وړاندې مې ایښی دی  دا لیکم  او په یوه ورځ کې ددې نړۍ ګناه لرې کوم (زکریا 3: 9)

اوس هم یشوع مسیح،  چاته خپل رحمت ښیي  چې د خدای رحمت ته امید نه لري . جالبه خو داده  چې دلته د ښځې د دین په هکله خبرې نه کېوي .  موږ پوهېږو چې یشوع مسیح   د غره په وعظ  کې داسې ویلي ؤ  چې

بختور دي رحم کوونکي، ځکه چې دوی به د خدای رحمت تر لاسه کړي (متی 5:7)

قضاوت مه کوئ،  تر څو پر تاسو قضاوت ونشي .  ځکه په کوم ډږل چې تاسو قضاوت کوئ  پر تاسو به هم قضاوت وشي  او په کومه پېمانه یې چې اندازه کړۍ، تاسو ته به یې هم اندازه کړي. (متی 7: 1-2)

په نورو ورحمېږۍ ،تر څو پر تاسو رحم وشي 

  د قضاوت کولو په ورځ،  هریو زموږ د خدای رحمت ته اړتیا لرو .یشوع غوښتل هر چاته چې په ښکاره ډول شریعیت  نه پر ځای کولو  او د رحمت لیاقت یې ندرلود ،  د خدای رحمت ور وښایي . د هغهٔ  په وینا ،  در حمت هغه اندازه چې نورو ته ورښکاره کوو ، د هغهٔ رحمت اندازه ټاکي چې ترلاسه به یې کړو . موږ ډېر ښه بلد یو  چې په چټکۍ سره نور خلک قضاوت کړو .  زموږ په هکله ډېرې بحثونه او  شخړې تر سره کېږي .  که هغهٔ کسانو سره چې له موږ سره یې بد کړي دي ، مهرباني وکړو ، عاقلانه کار به مو کړی وي .  راځۍ چې له خدای څخه وغواړو،  تر څو موږ بدل کړي . پرېږدی چې موږ د یشوع مسیح په څېر کړي ،  یانې د هغهٔ کس په شان چې هغه کسان چې د مهربانۍ لایق نه ؤ ، د خدای رحمت یې څرګند کړ. پدې توګه موږ هم د خدای د رحمت لایق نه یاستو ، د اړتیا په وخت،  هغه به ترلاسه کړو .  اوس کولای شو  د انجیل په خوږ   زیری کې چې  موږ ته رحمت وړاندې شوی دی  بهتره ده چې پّ هغهٔ ښه پوه شو  

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *