Skip to content

د موسی له ژوند څخه لومړۍ بېلګه: د فسحې اختر

  • by

 

د ابراهیم له مړینې وروسته ، دهغهٔ نسل د هغهٔ د زوی اسحق څخه پېدا شول چې اوس د بنی اسرایل په نامه یادېږي. دا نسل ډېر شول او مصر ته بوتلل شول . ځکه یوسف  د حضرت ابراهيم (ع)   لمسی د غلام په توګه په مصر کې وپلورل شو   او کله چې یوسف لوی شو او په مصر کې د ځواک خاوند شو نو څو کاله وروسته یې خپله ټوله کورنۍ مصر ته راوغوښته او هلته میشت شول .  دا د تورات په لومړي کتاب پېدایښت کې چې موسی لیکلی دی راغلي دي 

پیدایښت 45-46 – .

 

نو اوس به  د بل ستر پېغمبر موسى (ع) په هکله ولولو چې د تورات په دوهم کتاب کې د هغهٔ په هکله  راغلي دي. خدای موسی ته دنده ورکړه  تر څو  بني اسرائیل له مصر څخه وباسي. موسی (ع) ته د څښتن لخوا امر شوی ؤ چې د مصر له فرعون سره وویني او په پایله کې د موسی (ع) او د فرعون د جادوګرانو تر منځ مقابله وشوه. دې مقابلې د فرعون په وړاندې مشهور نهه آفتونه  رامینځته کړل چې د هغهٔ لپاره نښې وې. با وجود ددې آفتونو په لیدلو  فرعون  له خدای څخه اطاعت ونه کړ

سورت النازیات (سورت 79 – هغه څوک چې په لاره اچوي) دا پېښې په دې ډول بیانوي.

79-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده  (سورت النازیات 79:15-20)

د مزمل سورت (۷۳ سورت – د کفن شوی سړی) د فرعون ځواب بیانوي

73-16 نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره (سورت المزمل 73:16)

د موسی علیه السلام لویه نښه څه وه چې په سورت نازیت کې ذکر شوې او په فرعون باندې د سخت عذاب یادونه په اوره المزمل کې بیان شوې؟ نښه او سزا دواړه په 10 کې ديth طاعون

لسم آفت 

نو  خدای د لسم آفت  څخه چې  تر ټولو وېروونکی آفتونو څخه ؤ چې تر هغهٔ وخته یې پرهغوی نازل کړی ؤ  خبر ورکړ چې پر هغوی به  راولي. تورات  فرمایي چې خدای د هر آفت له راتلو څخه مخکې فرعون او د هغهٔ قام ته  د لسم طاعون له راتلو مخکې یو څه تیاری او توضیح ورکوي. قرآن هم دغه ټکي ته په لاندې آيت کې اشاره کړې ده

 ويې ويل:یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړې مګر د اسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم (سوره السراء، د شپې سفر: 101-102)

نو پدې توګه به فرعون لمنځه لاړ شي خو دا به څنګه وشي؟ خدای جل اله په تیرو وختونو کې په مختلفو طریقو مصیبت نازل کړی ؤ .  د نوح ورځ  په زمانه کې  خدای سیلاب نازل کړ.  او  د لوط ښځه د بې اطاعتۍ په وجې  د مالګې په ستنه بدله شوه. خو ددې لپاره چې  د خلکو لپاره  د عبرت سبق شي د فرعون سزا  له پخوانی سزا ګانو سره باید توپیر ولري ،   قرآن وایي :  نو موسی خپله لویه معجزه فرعون ته وښوده . سوره النازعات ۲۰ – ۷۹

تاسو کولای شئ د تورات د  وتلو په کتاب کې د لسم طاعون  په هکله ولولی  دلته لینک او زه امید لرم چې تاسو دا کار وکړئ ځکه چې دا  دی او دا به تاسو سره د لاندې توضیحاتو په ښه پوهیدو کې مرسته وکړي

د فسحې د اختر ګډروی مرګ څخه ژغوري

سپېڅلی کتاب موږ ته د هغهٔ سزا په هکله چې خدای به یې نازل کړي فرمایي :   هر لومړی زیږیدلی زوی به په هغه شپه مړ شي. یوازې هغه کور ژغورل کېږي چې قرباني یې کړې ده .  او د قربانۍ د ګډورې وینه باید په خپلو درازو باندې  وموښي .   فرعون ددې لپاره چې ددې حکم څخه یې اطاعت ونه کړ خپل زوی چې د هغهٔ وارٍ هم ؤ له لاسه ورکړ .  نه یوازې فرعون ، بلکې هر چا چې په مصر کې ژوند کاوه او  دا کار نه تر سره کاوه ، خپل مشر زوی به یې له لاسه ورکاوه .  مصر له  جدي ګواښ سره مخامخ ؤ

خو په کومو کورونو کې چې ګډورئ  قرباني شوې وه او د دروازې په څنډو کې يې وينه موښل  شوې وه  له دې سزا څخه په امان کې ؤ .  خدای  هغهٔ کور او دهغهٔ اوسېدونکو ته سزا ور نه کړه. هغه ورځ او هغه نښه د فسحې اختر ونومول شو.  دا د وینې نښه چې پر دروازو موښل شوې وه د چا لپاره ؤ؟  تورات موږ ته فرمایي

 په هغهٔ شپه به زه له مصر څخه تېرېږم او ټول لومړي زېږول شوي په مصر کې څه انسان او څه څاروي  ټول یه ووژنم .  زه خدای یم او د مصر پر ټولو خدایانو به قضاوت وکړم. هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په دو طرفو  او د دروازې په سر پاشل شوی دی  ،  د ا ددې نښه به وي  چې تاسو هلته ژوند کوی  نو کله چې زه هغه نښه ووینم، له هتاسو نه به تېر شم  او کله چې مصریان وژنم ، تاسو ته به ضرر ونه رسېږي  

د وتلو کتاب ۱۲ برخه: ۱۲-۱۳ آیتونه

 نو پدې توګه خدای  په کورونو کې وینې ته کتل  او کله چې وینه یې لیده ،  نو د هغهٔ کور له څنګه به تېرېده .  وینه خدای کومه نښه نه وه . خدای فرمایي: … وینه به ستاسو لپاره نښه وګرځي او همدا رنګه دا وینه به د تولو هغو کسانو لپهره چې تورات لولي  او یا به په راتلونکې کې ولولي ،  بېلګه او نښه وي ،  ددې وینې نښه او مانا څه ده ؟  نو لدې ترخې ورځې وروسته خدای حکم وکړ

نو ووایاست: د فسحې اختر د خدای لپاره لمانځو چې په هغهٔ شپه  له مصر څخه تېرېده ، مصریان یې ووژل  خو کله چې  زموږ اسرایلیانو کورونو ته ورسېد  له هغهٔ نه تېر شو او موږ ته یې ضرر ونه رساوه

د وتلو کتاب ۱۲: ۲۷

د یهودو تقویم د فسحې له اختر سره پېل کېږي

نو اسرائيليانو ته امر وشو چې هر کال په همدې  ورځ د فسحې اختر ولمانځي. د اسراییلو تقویم له لویدیځ څخه یو څه توپیر لري،که تاسو یې د لویدیځ له تقویم     سره  پرتله کړی نو وبه ګورئ چې متفاوته ده ،  د بېلګې په توګه روژه  هرکال په همغه یوه  تاریخ او ورځ کې نه راځي  هر کال په بیله ورځ کې راځي.  خو یهودیان د فسحې اختر  هر کال په یوه تاریخ او ورځې کې لمانځي  چې د لومړي ځل لپاره ، ۳۵۰۰ کاله وړاندې لمنانځل شوی ؤ . هغوی د هغهٔ کار لمانځنه کوي چې خدای په مصر کې د هغوی د ژغورنې لپاره وکړ. هغوی په لمانځنې سره دا ورځ په یاد راولي   

د عصري ورځې صحنه کله چې د راتلونکي یهودي فسحې جشن لپاره ډیری پسونه حلال کیږي.

په ننۍ زمانه کې یهودیان د فسحې په اختر کې داسې قرباني کوي

 د فسحې په اختر کې قرباني ډېر شباهت لري په اسلام کې په لوی اختر کې قرباني ته. که تاریخ ته وګورو ، نو د حېرانتیا وړ شی به وکورو .  تاسو هغه په انجیل کې هم لیدلی شئ. د یشوع مسیح د نیولو او محکمه کولو په هکله داسې لیکل شوي دي 

  او د سهار وخته یې یشوع  د کیاپاس له کور څخه د والی د کار ځای ته وېوړ  او یهودیان د والی د کار ځای ته دننه نشول  تر څو پلیت نه شي او وکولای شي چې د فسحې خوراک وخوري …. پېلاطوس یهودیانو ته وویل: ستاسو رواج دادی چې د فسحې په اختر کې ستاسو لپاره یو تن آزاد کړم ، نو آیا غواړئ چې ستاسو لپاره د یهودو پاچا خوشې(آزاد ) کړم؟ بیا ټولونارې کړې : نه ، موږ داسړی نه غواړو ، باراباس آزاد  کړه  او باراباس یو لاره شکوونکی غل ؤ(یوحنا ۱۸: ۲۸  او  ۳۹-۴۰)

په بل عبارت، یشوع مسیح  د فسحې په اختر کې ونیول شو او پر صلیب وخېژول شو. هماغه سې چې ستاسو په یاد دي  د ابراهیم 3 نښه  کې یحیی د یشوع مسیح په هکله داسې وایي

 

بله ورځ ، یحیی (ع) کله چې ولیدل  چې یشوع د هغهٔ لور ته راروان دی نو هغهٔ وویل: وګورئ !  دا د خدای هغه ګډوری دی چې د نړۍ ګناه به پورته کوي.  او دا هغه څوک دی چې ما د هغهٔ په هکله ویل چې زما څخه وروسته به داسې څوک راځي، چې دهغهٔ رتبه زما څخه لوړه ده ځکه چې زما څخه وړاندې یې شتون درلود  (دیوحنا انجیل  ۱: ۲۹-۳۰)

یشوع مسیح د فسحې په اختر کې ونیول شو او محکوم شو 

او دلته مو دلته موږ ددې بېلګې او نښې لوی والی کولای شو ووینو،  په هماغې ورځې چې  یشوع مسیح ، د خدای ګډوری ، په صلیب وځېژول شو  یا په عبارت قرباني شو  ( د میلادی کال ۳۳)  ټول یهودیان د فسحې د اختر په ورځ چې ۱۵۰۰ کاله وړاندې دا پېښه شوې وه ، د خدای په وړاندې خپل قربانۍ راوړي. په همدې دلیل دی چې د یهودیانو د فسحې اختر معمولا د مسیحیانو د پسحې له اختر سره  په یوې اونۍ کې لمانځل کېږي .  د مسیحیانو د فسحې اختر د یشوع مسیح د قربانۍ او مړینې په یاد لمانځل کېږي  

اوس د یوې دقیقې لپاره  ددې بیلګو او نښو په هکله فکر وکړئ .  ځینو بېلګو ته نظر وکړئ.

نښې” کوم کارونه تر سره کوي؟ هغوی زموږ په ذهنونو کې  هغه نښې دې  چې  ترڅو موږ د بل څه په اړه فکر وکړو.

کله چې موږ د ‘کوپړۍ او هډوکو’ نښه ګورو، نو سمدستي د خطر او مړینې په یاد لوېږو . او کله چې د ‘طلایی آرچ’ نښه وینو ،  پرته لدینه چې وغواړو د  مکډونالډز یاد راځي .  یا هغه نښه چې د تینس د لوبغاړي په تندي کې ده   برند نایکي  زموږ ذهن ته راځي ،  رافال نادال  غواړي کله چې موږ دا ننښه ووینو  هغه مو په یاد شي .  په بل عبارت ، بېلګې او نښې  زموږ فکراو ذهن  ته لارښونه کوي . کله چې د موسی ژوند ته ګورو ، وینو  چې خدای زموږ لپاره هلته نښه اېښودلې ده . خدای ولی دا کار کوي؟  هماغسې چې وړاندې مې وویل ، په هغهٔ ورځ چې یشوع مسیح پر صلیب وخېژول شو یا په بل عبارت قربانی شو. یهودیانوخپلې قربانۍ  د فسحې د اختر په ویاړ د خدای حضور ته راوړې وې .  یشوع مسیح دلته دقربانۍ نښه او بېلګه ده  او دا  نښه د مسیح قربانۍ ته اشاره کوي

د یشوع لمسیح قربانۍ ته اشاره  .

د فسحې اختر زما لپاره یوه نښه ده چې دا د یشوع مسیح قرباني ته اشاره کوي.

زموږ فکرونو ته  هماغسې چې په انځور کې ښودل شوی دی ، لارښونه کېږي . همداسې دا فکرونه موږ دې پایلې ته رسوي  چې هغه ټول قربانۍ چې تر هغې ورځې  د خدای حضور ته وړاندې شوي وو ، د یشوع مسیح د قربانۍ  نښه او بیلګه وه .  په لومړي د فسحې په اختر کې ، ګډورې قرباني شول ، وینې یې تویې شوې  او خلکو هغه وینه په خپلو د کورونو په دروازو کې وموښله تر څو وژغورل شي. پدې ترتیب ، د یشوع مسیح قرباني  کېدل دې ته اشاره کوي چې : مسیح د خدای ګډوری ، په صلیب وخېژول شو او قربانی شو تر څو موږ وژغورل شو او ژوند وکړو 

د ابراهیم د زوی قرباني دا وه چې زموږ په فکر کې یشوع مسیح ته اشاره وکړي.

د ابراهیم 3 نښه  په بیلګې کې موږ ولیدل  چې ابراهیم (ع) د خپل زوی په قربانۍ کولو سره د موریا په غرهٔ کې د خدای له لوري  وآزمویل شو .   خو  د هغهٔ د زوی په بدل کې یو ګډوری قربانی شو او مړ شو تر څو دابراهیم زوی ژوندی پاتې شي.  یشوع مسیح هم په همدې غرهٔ کې پر صلیب وخېژول شو . دا یو نښه او بېلګه ده  زموږ لپآره .  د موسی په وخت کې هم موږ یوه بله بېلګه تر لاسه کوو.   د فسحې په اختر کې د یشوع مسیح پر صلیب خېژول  او د ګډوري قرباني همدې پېښې ته اشاره کوي . ولې ؟  ددې پوښتنې د ځواب لپاره ، د موسی له ژوند څخه بله پېښه څېړو . دا دهغې قانون نښه ده چې  د سینا په غره کې  موسی ته ورکړ شو.

يه پای کې فرعون څه شو ؟ موږ په تورات کې لولو له تورات څخه   چې فرعون د خدای خبرداری ته غوږ ونه نیوه او لومړی زیږیدلی زوی (وارث) په هغه شپه مړ شو. نو هغه په ​​پای کې اسراییلیانو ته اجازه ورکړه چې له مصر څخه ووځي. خو  بیا یې خپل فکر بدل کړ او دوی یې د سره بحیرې پورې  تعقیب کړل. هلته مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د بحیرې څخه   تېر کړل خو فرعون د خپل لښکر سره غرق شو. د نهو آفتونو، د فسحې مړینې او د لښکر  له لاسه ورکولو وروسته، مصر خورا کمزوری شو او هېڅکله یې د نړۍ د مخکښ ځواک په توګه خپل حیثیت بیرته ترلاسه نه کړ.پدې توګه خدای لدې لارې مصر یې قضاوت کړ

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *