Skip to content

راتلونکی پاچاهي

  • by

د قرآن په  وروستی  سورت الناس کې لیکل شوي دي (۱۱۴- انسانان)

ووایه، زه  پناه وړم د انسانانو خالق ته ، د خلکو پاچا ته

(یا حاکم) (سورة الناس 114: 1-2)

خدای تعالی د انسانانو پاچا دی. که هغه پاچا دی  نود پاچاهي څښتن هم دی . د خدای پاچاهي  څه سره شباهت  لري ؟ سورت الکوثر (سورت 108 – کوثر) ددې ځواب داسې وایي

موږ تاته د کوثر چینه درکړه. (سورت الکوثر ۱۰۸:۱)

که پاچا خلکوته برکت ورکوي ، نو دهغهٔ په پاچاهي کې نعمتونه ډېر وي . دا ډېر نعمتونه او برکت څنګه دی ؟ د مزامیرو کتاب داسې فرمایي..

اشعیای نبی  د باکرې انجلی څخه  دې نړۍ ته د زوی د راتګ او زېږېدو وړاند وینه کړې وه . دا وړاند وینه له سل هاو کالو ورسته  د عیسی مسیح (ع) له راتګ سره دې نړۍ ته عملي شو   . په هرصورت، په زبور کې نورو وړاندوینې هم  شتون لري  چې د هغهٔ د راتګ د وخت په هکله ، هغه ځای کې چې زېږېږي  او دهغهٔ د برکت په هکله .

د اؤد لومړی پاچا او پېغمبر ؤ داسراییلو په  تاریخ  کې  چې له اورشلیم څخه یې په مستقیمه توګه پاچاهي کوله .  وروسته له هغهٔ او سلیمان څخه نور پاچاهان چې ځواک ته ورسېدل . ټول ګنهکار وو.  هغوی لکه پخواني ظالمانو غوندې ؤ  په همغه وخت کې دمختلفو ملیتونو تر منځ جګړې پېل شوې . ننۍ زمانه کې هم داسې جګړې شتون لري .  په هغهٔ وخت کې پاچاهان او خلک مختلفې ګناهونه سرته رسول ، د بطلګې په توګه رشوت، د نورو هیوادونه نیول ، زیاتۍ ، بت پرستي او داسې نور.  نن هم داسې ګناهونه زموږ شاوخواته لېدل کېږي  همداسې بدبختۍ او مړینه ، چې لا تر اوسه شتون لري  هغهٔوخت هم شتون درلود . نو ددې پر سېره پېغمبرانو په سپېڅلي کتاب کې د هغهٔ پاچاهۍ پّ هکله لیکلي چې هغه پاچاهي به له عدالت، رحمت او سولې څخه ډکه وي .  اشعیای نبې پدې هکله لیکې 

مالک خدای به د نړۍ د قامونو تر منځ قضاوت وکړي . هغه مخالفتونه چې د نړۍ په نږدې او لرې ځایونو کې د لویو ځواکمنانو تر منځ شتون لري حل کوي خلک به له خپلو تورو څخه د قلبې سامان او د خپلو نیزو څخه به ارې جوړې کړي . یو قام به د بل قام په وړاندې توره ونه باسي  او د جګړې او وینو تویولو لپاره به جمتو نشي (اشعیاه 2: 4)

نور به جګړه ونشي!   نن وینو چې په نړۍ کې هېڅ سوله او آرامښت نشته. خو موږ وینو چې  دا وړاند وینې پرته د انسانانو تر منځ د سولې ، په طبیعت کې هم د سولې په هکله وړاند وینه کوي .

په هغهٔ وخت کې به لیوه او ګډورئ د یو بل په څنګ ژوند وکړي ، پړانګ او وزه به د یو بل څمګ کې ویده شي ، خوسکی به له زمري سره په لاره لاړ شي، او یو ماشوم  به د پسه سره په سولې کې  ژوند وکړي، پړانګ به د وزې، خوسکي او زمري سره یو ځای ناست وي او یو کوچنی ماشوم به  هغوی هرې خواته چې وغواړي یوسي ، غوا  به د خرس څنګ کې خواړه وخورې ، د خرس بچۍ به د خوسکې څنګ کې ویده شي . او زمری به د غوا په شان واښه وخوري . شېدې رودونکی ماشوم به د مارانو په منځ کې پرته له وېرې لوبه وکړي ، او هغه ماشوم چې له شیدو رودلو څخه بېل شوی وي خپل لاس به د مار په ځاله کې ور دننه کړي  پرته لدې چې هغهٔ ته ضرر ورسېږي.  هېڅ بدې او زیان به د خدای په سپېڅلي غرهٔ کې شتون ونه لري ، ځکه هماغه سې چې سیند له اوبو څخه ډک دی همدارنګه به نړۍ دخدای له معرفت څخه دک شي . (اشعیاه 11: 6-9)

لا تر اوسه دا پېښې ندي راغلي ،. همدارنګه د اوږد عمر او امنیتپه هکله هم وړانوینې شوي دي

“ماشومان به نور په کم عمر کې مړه نشي او سل کلن به ځوان وګڼل شي . یواځې هغه څوک به وړاندې له وخت څخه مړه شي  چې ګناه کوي  او د لعنت لاندې دي.په هغهٔ وخت کې هر څوک چې کور جوړ کړي خپله به په هغهٔ کې اوسي ،او هر څوک چې د انګورو  بڼ جوړ کړي خپله به د هغهٔ له میوې څخه وخوري ، ځکه نور به زما د قام کورونه او د انګورو باغونه ددښمن لاس ته وه غورزېږي . هغوی به د ونو په شان اوږد عمر وکړي  او د هغوی  د زحمت ګټه به ددوی وي او خوند به واخلي.  او نور به د هغوی زیار بې ځایه نه وي او د هغوش ماشومان به رنځ ونه ویني ځکه هم هغوی او هم د هغوی ماشومانو ته به برکت ورکړم. حتی وړاندې لدې چې ما راوبولي هغوی ته به ځواب ورکړم، او وړاندې لدې چې خپل دعاوي پایته ورسوي هغه به قبولې کړم . لیوه او ګؤورۍ به یو ځای وڅرېږي ، زمری به د غوا په شان واښه وخوري  او ماربه نور څوک په نېښ ونه وهي . او زما په سپېڅلي غرهٔ کې به چاته ضرر ونه رسېږي  او لمنځه به لاړ نشي .. (اشعیاه 65: 20-25)

د اشعیا د کتاب څخه مو چې په ۶۵ برخه : ۲۰ -۲۵ آیتونو کې  ولوستل هېڅ یو هم لا تر اوسه ندې پېښ شوي، هغه یوازې ویل شوي او لیکل شوي دي . ډېر انسانان دا فکر کوي چې ضرور پدې لیکنه کې اشتباه شوې ده  موږ   د باکره انجلی د زوي نښه په لیکنې کې ولیدل   چې څرنګه وړاند وینې  پېښ شول .  نو دې نتیجې ته رسېږو چې باید دا هرڅه جدې ونیسو  او صبر وکړو.

د مالک خدای پاچاهي

که لګ فکر وکړو ، نو پوه به شو چې ولې ځینې وړاندوینې لا تر اوسه  راپېښ شوي ندي  . دا ددې لپاره چې هغه د مالک خدای په پاچاهي پورې مربوط دي . د مالک خدای د پاچاهۍ په زمانه کې ، هغه به په مستقیمه توګه د انسانانو پر عملونو او ژوند حکومت وکړي .  راځۍ چې پدې برخې کې د وړاند وینو ځینې برخې ولوو

اې ماله خدایه،  ټول هغه مخلوق چې تا پېدا کړي دي  ستا ستاینه  به وکړي او ستا ټول مومنین به ستا ستاینه وکړي هغوی ستا دجلال او عظمت خبرې کوي  او د ځواک بیان کوي . نو ټول خلک به ستا د پاچاهي جلال او عظمت او ستا ټول عجیبه کارونو باندې پوه شي . ستا پاچاهي تلپاتې او ستا حکومت همیشنۍ او تلپاتې دی .  ماک خدای خپلو ژمنو ته وفداره دي ، هغه په خپلو ټولو کارونو کې مهربانه دی . مالک خدای به هغو کسانو سره چې په سختۍ او ستونزو کې دي ، مرسته کوي  او لوېدلي راپورته کوي   

 (زبور 145: 10-14)

 داؤد علیه اسلام دا لیکنې نږدې ۱۰۰۰ کاله وړاندې د یشوع مسیح له میلاد څخه لیکلي ؤ . ( دهغو پېغمبرانو دژوند، تاریخ او وخت په هکله چې په سپېڅلي کتاب کې راغلي دي   دلته  پدې لینک  کې وګورئ . دا وړاند وینې د خدای د پاچایي د وخت د راتلو په هکله خبرې کوي. جلال  او عظمت به پدې پاچایي کې شتون ولري.  دخدای پاچایي به د نورو پاچایانو د پاچایي په څېر نه وي .  یا په په بل عبارت لنډ مهال به نوي . د خدای د پاچایي له راتګ سره به سوله او آرامښت راشي 

 یو بلبل پېِغمبر د دانیال په نامه نږدې ۵۵۰ کاله وړاندې د مسیح له میلاد څخه په بابل کې ژوند کاوه . هغهٔ د اسراییلود جلاوطنی په وخت کې ژوند کاوه هغهٔ دخدای د پاجاهۍ په هکله وړاند وینې کړي دي 

دانیال نبی هغه خوب چې د بابل پاچا لیدلی ؤ تعبیرکړ.  هغهٔ داسې تعبیر کړ

 دا د پاچا خوب ؤ او اوس به یې تعبیر هم درته ووایم : ای پاچا  ته د ټولو پاچایانو پاچا یې .  د آسمانونو خدای تاته پاچایي ځواک ، قوت  او جلال درکړی دی؛ هغه ستا په لاسونو کې انسانان او د ځمکې حیوانات او د هوا مرغان ځای په ځای کړي دي. ستا نه وروسته به بله پاچاهي را منځته شي، چې ستا څخه کمه ده. بیا، دریم سلطنت، یو د برونزو څخه به په ټوله ځمکه حکومت وکړي. په نهایت کې ، څلورم سلطنت به وي ، د اوسپنې په څیر قوي – د اوسپنې ماتولو او هرڅه ماتولو لپاره – نو دا به نور ټول مات او مات کړي. … د هغو پاچاهانو په وخت کې، د د آسمان خدای به یو داسې پاچاهي جوړه کړي چې هیڅکله به له منځه لاړ نشي، او نه به دا نورو خلکو ته پریښودل شي. دا به ټول هغه سلطنتونه مات کړي او پای ته ورسوي، مګر دا به پخپله د تل لپاره دوام وکړي. دا د غره څخه د راټیټ شوي ډبرې لید معنی ده ، خو د انسان په لاسونو نه…

دانیال ۲: ۳۶-۴۵

دا پاچایي له کوچني سرېزې سره  پېل کیږي (تا ولیدل چې د غره څخه یوه همواره ګټ پرته لدې چې څوک پرې لاس ووهي بېل شو) خو ور ورو لوی شو او په تلپاتې پاچایي بدلېږي . دا وړاند وینې د داؤد وړاند وینو ته شباهت لري . اوس پوښته داده چې : ولې خدای خپل پاچاهي ورو ورو  جوړوي؟ ولې ډېر وخت ددې کار لپاره ضرورت دی؟  ولې دخدای پاچاهي تر اوسه ځواک ته ندی رسېدلی؟  کله چې ددې پوښتو ځوابونو ته فکر کوي ، په پام کې مو وي چې ټول پاچاهۍ او حکومتونه دا لاندې برخو کې ګډون لري بالاخره به د تل لپاره حکومت وکړي لکه څنګه چې د داود (ع) پورته وړاندوینه شوې. نو ولې الله جل جلاله خپله پاچاهي په دومره سستۍ سره جوړوي؟ ولې دومره وخت نیسي؟ ولې تر اوسه نه دی راغلی؟ کله چې تاسو د دې په هکله فکر کوئ، ټول سلطنتونه لاندې برخې کې ګډون لري

  •  پاچا یا حاکم
  • ملت
  • قانون
  • هیواد او خاوره

نو د بېلګې  په توګه، په کاناډا کې، چیرته چې زه ژوند کوم، دا ځای  د یو پاچاهي او حکومت په څېر تشبیه کوم  . کاناډا یو واکمن لري – چې نن ورځ جسټین ټروډو زموږ ټاکل شوی لومړی وزیر دی. کاناډا اتباع لري – چې زه یې  یو یم. کاناډا هم یو اساسي قانون  لري چې د خپلو ټولو اتباعو حقونه او مسؤلیتونه ټاکي. کاناډا هم یو هیواد دی اوخلک لري، په دې حالت کې دا د ځمکې په کره کې  یوه ټاکلې  موقعیت لري چې دا هیواد  فزیکي اندازه، اقلیم، طبیعي سرچینې او نور لري ، ټول هیوادونه او سلطنتونه، تیر او اوسني، دا څلور پورتنی برخې لري

زه او تاسو د خدای پاچايي ته رابلل شوي یو

دا موضوع د خدای پاچاهي پورې هم تړلې  ده.  هماغسې چې مو په پورتنیو لیکنو کې ولوستل، چې خدای به له عظمت څخه ډک ، تلپاتې ، او له سولې او عدالت څخه هم  ډک وي . څلور مورده چې په پورته کې مو د هغهٔ یادونه وکړه ،  د خدای د پاچاهي شتون تاییدوي ، دهغهٔ حکومت او ملت . د هغهٔ د حکومت په هکله به  راتلونکې مقاله. کې خبرې وکړو . خو اوس له ځانه وپوښتئ : آیا غواړۍ چې ددې پاچاهۍ د اوسېدونکو له ډلې څخه واوسئ؟  یا په بل عبارت د هغهٔ له مخلوق څخه ؟  اشعیای نبی ټول انسانان د هغهٔ پاچاهي ته رابولي  تر څو ټول انسانان د خدای د مخلوق ډله وي  

“راځه، ټول تاسو چې تږي یاست، اوبو ته راشئ. او تاسو چې پیسې نه لرئ، راشئ، واخلئ او وخورئ! … پرته له پیسو او لګښت پرته. ولې په هغه څه باندې پیسې لګوئ چې ډوډۍ نه لري، او ستاسو کار په هغه څه لګوي چې نه پوره کوي؟ واورئ، ما ته غوږ ونیسئ، او هغه څه وخورئ چې ښه وي، او ستاسو روح به د خورا بډایه کرایې څخه خوشحاله شي. غوږ شه او ماته راشه؛ ما واورئ، چې ستاسو روح ژوندی شي. زه به له تا سره یو ابدي تړون وکړم، زما وفادار مینه چې داود سره ژمنه شوې ده … د څښتن په لټه کې شئ تر هغه چې هغه وموندل شي. هغه ته زنګ ووهئ کله چې هغه نږدې وي. (اشعیا: 1-6)

خدای جل جلاله دعوت کوي ټول هغه څوک چې د دې پاچاهۍ د راتلو لپاره تږي دي او د پخواني پاچا داود (ع) ته هغه مینه چې ورکړ شوې ده ، د خدای دې مخلوق ته به هم ورکړ شي که تاسو بلل شوي یاستۍ ، دا به دې مانا ده چې لا تر اوسه د خدای د هغهٔ ځانګړي مخلوق په منځ کې نه یاستۍ . په اصل کې خدای موږ رابولي  او هغه غواړي چې د هغهٔ د ځانګړي مخلوق أله ډلې څخه واوسو.  او په سولې کې ژوند وکړو.  حتما به اوس به ، ددې بلنې او راتلونکي پاچاهي په هکله پوښتنې ولرئ ، د بېلګې په توګه : ځرنګه ، څه وخت او داسې نور. موږ دغه ټول پوښتنې  د سپېڅلي کتاب  په هکله په  مقالو کې ارزیابطی کړو . خو تاسو باید یوې پوښتنې ته همدا اوس ځواب ورکړئ. . مګر دلته یوه پوښتنه شتون لري چې یوازې تاسو یې ځواب کولی شئ: ‘ایا زه غواړم چې په دې پاچاهي کې د خدای ځانګړی مخلوق له ډلې څخه واوسم ؟’

Download PDF of all the Signs from Al Kitab as a book

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *