همدا رنګه چې په پخوانې لیکنې کې مو چې د زبور پیژندنه، په هکله وه وویل، چې داؤد او ټولو پېغمبرانو خپل کتابونه د خدای څخه په الهام سره لیکلي دي . اشعیای نبی هم یو له سترو پېغمبرانو څخه ؤ . او دهغهٔ وړاند وینې هم دده په شان ستر او مهم دي. هغهٔ ۷۵۰ کاله وړاندې له میلاد څخه ژوند کاوه . لاندې ، د پېغمبرانو او د هغوی له جمعې څخه د اشعیا نبی د ژوند تاریخ راښیي.
د زبور نبی اشعیا(عليهالسلام) تاریخي مهالویش له یو شمېر نورو پیغمبرانو سره
که څه هم اشعیا ډیر پخوا ژوند کاوه (شاوخوا ۲۸۰۰ کاله دمخه) هغهٔ د راتلونکي په هکله ډیری وړاندوینې کړې دي. چې دا وړاند وینې په زوړ تړون کې ځانګړې ځای لري . موسی (ع)د اشعیا په هکله وړاندې ویلي وو هغهٔ ویلي ؤ چې یو څوک به راشي چې د راتلونکي په هکله به ستر وړاند وینې وکړي. د هغهٔ وړاند وینې هغومره د ارزښت وړ دي چې قرآن د هغهٔ په هکله وایي.
او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه (سوره تحریم ۶۶: آیت ۱۲)
سوره تحریر څه شئ غواړې چې موږ ته راوښایي؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره ، راخي چې د اشعیای نبی لیکنو ته نظر وکړو.
د اشعیا نبی پیشګويي
لکه څنګه چې په د زبور پیژندنه کې وویل، د سلیمان څخه وروسته پاچایانو، له خدای او د هغهٔ له شریعیت څخه تابعت نه کاوه. اشعیای نبی د همدې پاچایانو د حکومت په زمانه کې ژوند کاوه. لدې کبله هم د هغهٔ ډېر وړاند وینې د سزاورکولو او سزا په هکله ده. دا سزا ورکول نږدې وروسته تر ۱۵۰ کاله تر سره شوي. د اورشلیم ورانېدل د بابل د حکومت له لوري. تاسو کولای شئ د اورشلیم د تاریخ لنډه برخه پدې ځي کې ولولئ دلته په هرصورت، هغه د دې څخه هاخوا وړاندوینه هم وکړه او خپل راتلونکي ته یې ژوره کتنه وکړه کله چې خدای به یو ځانګړی بېلګه او نښه انسانانو ته ښکاره کړي. چې د بشریت په تاریخ کې به دا لومړی ځل به وي چې ترسره شي. اشعیا (ع) د هغهٔ پاچا په هکله وړاند وینه کوي، چې د داؤد له نسل څخه به وزېږېږي.
۱۳ اشعیا وویل: «ای د داود د پاچا اولادې، اوس غوږ ونیسئ. ایا دا ستاسو دپاره کافي نه وه چې خلک مو بې حوصلې کړل؟ او اوس غواړئ چې زما خدای هم بې حوصلې کړئ؟ ۱۴ نو ښه ده، څښتن به خپله تاسو ته یوه نښه دروښایي او هغه دا ده: پېغله به امیدواره شي، هغه به یو زوی وزېږوي او په هغه باندې به عمانوییل نوم کېږدي، چې معنی یې ده: ‹خدای زمونږ سره مل دی.› ۱۵-۱۶ مخکې له دې چې هغه ماشوم ښه او بد وپېژني، هغه به مستې او شات وخوري، ځکه چې د هغو دوو پاچاهانو هېوادونه به چې تاسو ورڅخه وېرېږئ وران او ویجاړ شي. (اشعیا کتاب ۷:آیت ۱۳-۱۵)
دا یقینا یو بې سارې وړاندوینه وه! آیا تر اوسه اورېدل شوي دي چې یوه باکره انجلۍ امېد واره شوې ده، زوی به وزېږوي؟ دا دومره د نه منلو وړ وړاندوینه ښکاریده چې خلکو فکر کاوه چې دا وړاند وینه اشتباه ده. خو موږ د مړه سمندر څخه تر لاسه شوي خطې طومار څخه د مړه سمندر طومارونه چې نن شتون لري پوهېږو چې دا وړاند وینې دې نړۍ ته د یشوع(عیسی) مسیح د راتګ په هکله دي. دا وړاند وینې سل هاو کاله وړاندې د یشوع مسیح له راتګ څخه دې نړۍ ته ویل شوي دي
عیسی مسیح (ع) د یوې باکره پېغلې له خوا د زېږېدو په توګه پیشګويي شوی و
یوازې یشوع(ع) مسیح د یوې باکره انجلي څخه دې نړۍ ته راغی، بل هېڅ انسان حتی پېغمبران هم داسې نړۍ ته ندي راغلي. نو پدې ترتیب وینو چې خدای له سل هاو کاله وړاندې دهغهٔ راتګ دې نړۍ ته ، د اشعیای نبی له طریقه وړاند وینه وکړه تر څو موږ دهغهٔ راتګ لپاره جمتو واوسو ،. موږ باید دوه ټکو ته پاملرنه وکړو
د هغهٔ مور د هغهٔ نوم عمانویل کېښود
لومړی ټکی دادی چې، باکره مور به دهغهٔ نوم عمانویل کېږدي. دا نوم پدې مانا ده : خدای له موږ سره دی، دا په څه مانا ده ؟ دا شاید څو ماناوې ولري، خو دا چې دا نبوت د بدو پاچاهانو لپاره اعلان شوی ؤ چې خدای به یې په لنډ وخت کې قضاوت وکړي. دا وړاند وینې موږ ته وایي ، پاوجود ددې چې خدای به هغوی ته سزا ورکړي، خو په راتلونکې کې به له باکرې مور څخه یو زوی پېدا شي ، چې د زوی نښه دلته داده چې خدای د بنی اسراییل له قام سره دی. او هغوی یوازې نه پرېږدي. کله چې یشوع دې نړۍ ته راغی ، داسې ښکارېده چې خدای بنی اسراییل یوازې پرېښود. ځکه چې تر اوسه دښمنان پر هغوی حکومت کاوه. د لوقا په انجیل کې داسې لیکل شوي دي: کله چې دیشوع(عیسی) مسیح مور د خپلې امېدواري په هکله له فرښتي څخه واورېدل، د خدای ستاینه یې د سرود په ویلو سره وکړه ، دا سرود کولای شي لاندې وګورئ.
“زما روح د مالک خدای ستاینه کوي او زما روح زما د ژغورونکي خدای خوشحالي کوي … د هغه رحمت په هغو خلکو باندې پراخیږي څوک چې د هغه څخه وېره لري، نسل نسل ته … هغه د خپل بنده اسراییلو سره مرسته کړې، هماغسې چې زموږ نیکه ابراهیم او د هغهٔ اولادې ته تر ابده ژمنه کړې ده.” (لوقا ۱:آیت ۴۶-۵۵)
تاسو وګورئ ، کله چې مريم دا خبر واورېد ، د هغهٔ په مانا پوه شو : مالک خدای خپل رحمت زموږ نیکه او دهغهٔ اولادې ته تر ابده ژمنه کړې ده. په ابراهیم رحم وکړه سزا ورکول دهغهٔ یوازې پرېښودل د تل لپاره نده . هغهٔ موږ یوازې نه یو پرېښي.
دباکرې پېغلې زوی له بدو څخه انکار کوي او ښه لاره اختیاروي
د اشعیا(ع) په دې پیشګويي کې حیرانوونکی ټکی دا دی چې دا زوی به “کله چې دومره پوه شي چې بد رد کړي او ښه غوره کړي، نو مستې او شات به خوري.” اشعیا (ع) وايي چې دا زوی به، کله چې دومره لوی شي چې پخپله پرېکړې وکړي، “بد به رد کړي او ښه به غوره کړي.” زه خپله یو کوچنی زوی لرم. زه یې ډېر خوښوم، خو یقیناً داسې نه ده چې هغه پخپله بد ردوي او ښه انتخابوي. زه او زما مېرمن باید ډېر کار وکړو، درس ورکړو، یادونه وکړو، نصیحت وکړو، ښه مثال وښیو، تربیه وکړو، مناسب ملګري ورته پیدا کړو، او ډاډ ترلاسه کړو چې هغه سمې بېلګې ویني – دا ټول کوو چې هغه زده کړي چې بد رد کړي او ښه غوره کړي – او بیا هم له دومره هڅو سره دا هیڅ تضمین نه دی.
لکه څنګه چې زه اوس دا هڅه کوم، دا ماته زما د ماشومتوب وختونه راپه زړه کوي، کله چې زما مور و پلار هم له همدې مبارزې سره مخ وو چې ما ته یې زده کول چې “بد رد کړه او ښه غوره کړه”. که مور و پلار دا ټول کوښښ ونه کړي، او یوازې طبیعت ته پرېږدي، نو ماشوم هغه څوک نه شي جوړېدلای چې “بد رد کړي او ښه غوره کړي”. دا داسې ده لکه موږ د یوې “اخلاقي جاذبې” پر ضد مبارزه کوو، چیرې چې که هڅې ودروو، هر څه ښکته غورځي.
له همدې امله موږ د خپلو کورونو او اپارتمانونو دروازې قلفوو، هر هېواد پولیسو ته اړتیا لري، بانکونه د کوډونو او پاسورډونو نه کار اخلي، او موږ په دوامداره توګه په ټولو هېوادونو کې نوې قوانين جوړوو. دا ځکه چې موږ باید خپل ځانونه د یو بل نه وساتو، ځکه موږ په طبیعي ډول “بد نه رد کوو او ښه نه غوره کوو”.
حتی يېغمبرانو هم هر کله د بدو او ښو تر منځ د توپېر وس نه درلود
او دا خبره د پیغمبرانو په اړه هم صدق کوي. تورات بیانوي چې د دوه مختلفو موقعو په ترڅ کې، حضرت ابراهیم (عليهالسلام) د خپلې مېرمنې په اړه درواغ وویل او ویې ویل چې هغه یواځې د هغه خور ده (پیدایښت ۱۲:۱۰–۱۳ او ۲۰: آیت ۱-۲). همداراز تورات لیکي چې حضرت موسی (عليهالسلام) یو مصري سړی وواژه (هجرت کتاب۲: آیت ۱۲)، او یوه بله موقع وه چې هغه د الله (ج) حکم دقیقاً تعقیب نه کړ (شمیرې کتاب ۲۰: آیت ۶-۱۲). همداراز حضرت محمد (ص) ته هم په (سوره محمد ۴۷) کې د مغفرت غوښتلو امر شوی، چې دا ښيي هغه هم تل “بد نه رد کاوه او ښه نه غوره کاوه”.
نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى (سوره محمد ۴۷:آیت ۱۹)
د صحیح مسلم په کتاب کې پدې هکله داسې تشریح شوی دی
ابو موسی اشعري رضي الله عنه له خپل پلار څخه روایت کوي چې محمد (ص) به دا دعا کوله: ای خدایه زما ګناهونه، زما ناپوهي او زما په فکرونو کې زما بې کفایتي وبخښه. او ته (زما په چارو) له ما څخه ښه خبر یې. یا خدایه ما ته بخښنه وکړه (هغه ګناهونه چې ما کړې وي) په جدي توګه یا بل ډول (او کوم چې ما په قصدي او ناپوهی ډول ترسره کړي دي، دا ټول (عیبونه) په ما کې دي، یا خدایه ما ته د هغه ګناه څخه بخښنه راکړه چې ما په بیړه یا بل ډول کړي وي. ځنډول شوي، کوم چې ما په پټه یا په عامه توګه ترسره کړي دي او ته زما څخه ډیر ښه پوهیږي، ته لومړی او وروستی یې او ته په هر څه قادر یې.» (مسلم ۳۵:۶۵۶۳)
دا د حضرت داود (ع) د دعا سره ورته دی کله چې هغهٔ د خپلو ګناهونو لپاره د بخښنې دعا وکړه
ای خدایه، د خپلې بې پایه مینې په اساس په ما رحم وکړه. تا خپل د لوی شفقت سره سم زما ګناهونه له مینځه وړي دي . زما ټول ګناهونه ومینځه او ما د ګناه څخه پاک کړه… ما د سپېږس بوتی سره پاک کړئ، او زه به پاک شم. ما ومینځه، او زه به د واورې څخه سپین شم … خپل مخ زما د ګناهونو څخه پټ کړه او زما ټول ګناهونه پاک کړه. (زبورکتاب ۵۱: آیت ۱-۹)
نو موږ ګورو چې دا سړي – که څه هم دوی پیغمبران دي – د ګناه سره مبارزه کوي او بخښنه غواړي. داسې ښکاري چې دا د ټولو نړیوالو بشري حالت دی د آدم اولاده.
د باکرې انجلۍ سپیڅلي زوی
خو اشعیای نبی د هغهٔ زوی په هکله چې نبوت کړی ؤ ، د ځوانۍ له وخت څخه د ښه او بد تر منځ توپېر کاوه . خدای هغهٔ ته حکمت ورکړی ؤ ټولو پېغمبران د نورو انسانانو په څېر د خپل نیکه آدم په وجې ګنهکاره فطرت درلود. هماغسې چې ومو لیدل. آدم ونشو کولای چې ښه له بدو څخه نوپېر کړي. هماغسې چې ژنیتیک له پلار څخه زامنو ته منتقله کېږي، د آدم ګنهکاره فطرت وروستۍ نسل ته منتقله شوه. حتی پېغمبران او د خدای رسولان هم همدا طبیعیت درلود. خو هغه زوی چې له باکرې انجلۍ څخه پېدا شو (یانې عیسی مسیح ) هغه د آدم له نسل څخه نه ؤ ، ځکه هغهٔ پلار نه درلود . مطلب له جسماني او انساني پلار څخه دی. دې همدې لپاره هم هغه سپېڅلی ؤ . قرآن هم هغه ته سپېڅلی وایي.
هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم. دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم. ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى. نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو سره له ده یو لرې ځاى ته په څنګ شوه. (سوره مریم ۱۹: آیت ۱۹-۲۲)
اشعیای نبی دا وړاندوینې په ښکاره ډول کړې وې او له هغهٔ ورو نورو پېغمبرانو هم دا وړاند وینې تایید کړې: یوه باکره انجلۍ به زوی وزېږوي ، هغه به جسماني پلار ونه لري او د همدې لپاره به هغه سپېڅلی وي.
جنت کې د آدم (عليهالسلام) د ژوند یادونه
د یشوع(عیسی) مسیح په هکله یوازې د تورات څخه په وروستۍ کتابونو کې ندې لیکل شوي بلکه په تورات کې هم لیکل شوي دي موږ د خدای او شېطان ترمنځ خبرې چې د آدم په هکله په لیکنه کې راغلي ولوستل د آدم نښه دلته یو ځل بیا هغه آیات لیکم.
زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به تل دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.» (پیدایښت ۳:آیت ۱۵)
خدای داسې کار کوي چې شېطان او ښځه دواړه د اولادونو خاوندان شي . د هغوی دواړو تر منځ به دښمني او کرکه وي . د شېطان او ښځې ترمنځ به هم دښمني او کرکه شتون ولري . شېطان به دزوی پښه ووهي او زوی به هم د شېطان سر پښو لاندې کړي
هغه شخصیتونه او د دوی اړیکې چې د الله وعده یې په جنت کې ورکړې وه
هغوی وایي چې پدې لیکنه کې ، د ښځې ژنیتیک په نظر کې ندی نیول شوی. هغوی یوازې دغه جنسیتي توپېر ویني. په هرحال کې ، پدې آیاتو کې د زوی د راتلو په هکله د پلار په واسطه یا نارینه یاد شوی ندی یوازې د ښځې نوم او دهغهٔ له نسل څخه یادونه شوې ده.
د هغهٔ باکره انجلي د زوی په هکله چې اشعیا وړاند وینه کړې وه هغه د حوا زوی دی
د هغهٔ باکره انجلی د زوی په هکله چې اشعیا وړاند وینه کړی ؤ د ښځې زوی حوا دی، هو هغه زوی چې مو د پېدایښت په کتاب کې دهغهٔ په هکله ولوستل هماغه د ښځې زوی به چې د شېطان سر پښو لاندې کړي . پدې نښه شوي مقالې کې چې پخوا لیکل شوی ولولئ بحث د آدم په نښه کې ولولئ د تاریخ په اوږدو کې د آدم ټول اولاده، ونشو کولای چې ګناه ونه کړي ، هر کله یې ګناه کړې ده د خپل پلار آدم په شان نو پدې توګه کله چې د آدم او حوا له لوري ګناه وشوه ، خدای وعده وکړه چې : هغه څوک به راشي چې د آدم له نسله به نه وي او هغه به د شېطان سر تر پښو لاندې کړي.
دا سپېڅلی زوی به دا کار څرنګه تر سره کړي؟ که دا کار د پېغام اود خدای کلام په رسولو سره سرته ورسېږي. موسی او ابراهیم دا کار په ډېره ښه توګه او په کامله صداقت سره سرته ورسوله. نو داسې نتیجه اخلو چې ددې سپېڅلي زوی کار بل شی دی. ددې کارد ښه پوهې لپاره موږ باید د زبورونو کتاب وڅېړو