په تیرو مقالو کې مو د آدم او حوا د ژوند بیلګې ولیدلي . دوی دوه زامن درلودل چې په تاوتریخوالی سره یو بل سره مخامخ شول. دا په انسانی تاریخ کې د لومړي قتل کیسه ده. خو موږ غواړو چې له دې کیسې څخه نړیوال اصول زده کړو ترڅو د دوی نښو څخه پوهه ترلاسه کړو. نو راځئ چې یو ځای ولولو او زده کړو. (کلک وکړئ دلته په بله کړکۍ کې د لارو خلاصولو لپاره).
قابیل او هابیل (قاین او هابیل): دوه زامن چې دوه نوع قربانۍ یې د خدای حضورته وړاندې کړل
په تورات کې د آدم او حوا دوه زامن قاین او هابیل نومېږي. په قرآن کې د دوی نوم نه دی اخیستل شوي، خو په اسلامي روایت کې د قابیل او هابیل په نوم یاد شوي دي. دوی هر یو خدای ته قرباني راوړه خو یوازې د هابیل قرباني ومنل شوه پداسې حال کې چې د قابیل قرباني نه وه. قابیل په خپل حسد کې خپل ورور وواژه خو د خپل جرم شرم یې له خدای نه پټ نه کړای شو. له دې کیسې څخه دا مهمه پوښتنه پېدا کېږي چې: ولې یوازې د هابیل قرباني ومنل شوه؟ . ډیری داسې فکر کوي چې د دوو وروڼو ترمنځ د توپیرپه وجې دا پېښه رامنځ ته شوه . خو که متن په ذیر سره ولولو، متفاوته فکر به وکړو . تورات په وضاحت سره روښانه کوي چې په راوړل شویو قربانیو کې توپیر شتون درلود. قاین د خپلې ځمکې د حاصل څخه میوه او سبزیجات د خدای حضور ته راوړل خو هابیل د خپلې رمې د لومړي زیږون څخه څو رأسه حلال کړل او د غوښې ښه برخه یې د خدای حضور ته وړاندې کړ . دا ښایي چې هابیل د خپلو پسونو او یا له وزو څخه قرباني کړې ده .
دلته موږ د دې کیسې او آدم د بېلګې تر منځ اړیکه وینو . آدم او حوا غوښتل خپل شرم د ونې په پاڼو سره پټ کړي ، خو د ښو جامو لپاره د حیوان پوستکي ته . اړتیا وه . پاڼې ، میوې او سبزیجات وینه نه لري . نو د حیواناتو او انسانانو په څېر ژوند نه کوي . هغه پوښش چې آدم له بې وینو پاڼو څځه جوړه کړې وه ، د هغهٔ لپاره بس نه ؤ . هماغه سې چې د قابیل قرباني چې سبزیجات او میوه وه ونه منل شو . هابیل د خپل حیواناتو د غوښې ښه ځای له غوړیو سره وړاندې کړ . لومړی باید حیوان حلال او وینه یې تویې شي . هغه حیوان چې د هغهٔ پوستوکی د آدم او حوا لپاره د استفادې وړ وګرځېد حلال شوی ؤ او وینه یې تویې شوې وه .
زما په فکر ، کولای شو لدې جملې سره چې ما په ځوانۍ کې زده کړی ؤ دا بېلګه را ټول کړو: ‘د دوزخ لاره په ښه نیت سره پخه شوې ده’. دا بیان قابیل سره مناسب ښکاري. هغهٔ پر خدای ایمان درلود. او د هغهٔ قربانۍ او عبادت دا وښودله . خو خدای دهغهٔ قرباني ونه منله . پدې توګه هغه هم ونه منل شو . په کوم دلیل داسې وشول؟ آیا قابیل بد چلند درلود ؟ پدې برخې کې په متن کې څه ندي لیکل شوي . شاید د قابیل نیت او کړنه به ښه ؤ . د قابیل د پلار آدم بېلګه کولای شي چې موږ سره مرسته وکړي تر څو د خپل د پوښتنې ځواب پېدا کړو . کله چې خدای آدم او حوا قضاوت کړ ، هغه سزا یې چې هغوی ته ورکړه مرګ ؤ . نو مرګ د هغوی د ګناهونو کفاره وه . وروسته خدای هغوی ته علامت او نښه ورکړه: د حیوان د پوستکې څخه جامې چې د هغوی بربنډ توب پټ کړي .نو داسې ده چې د حیوان د پوستکي څخه دجامې د تر لاسه کولو لپاره باید هغه حیوان ووژل شي . دا حیوان ووژل شو او وینه یې تویې شوه تر څو د آدم او حوا ننګ او شرم د هغهٔ په وسیله پټ کړای شي . اوس یې زامنو قرباني وکړه او دواړو هغه قربانۍ د خدای حضور ته وړاندې کوي . خو یوازې د هابیل په قربانۍ کې د حیوان وینه تویې شوې ده . د ځمکې حاصل نشي کولای د حیوان د قربانۍ ځای ونیسي.
زموږ لپاره ځانګړې نښه: تویې شوې وینه
خدای موږ ته دلته درس راکوي. موږ خدای ته د رسېدلو لاره او او اصول نشو ټاکلی. هغه موږ ته دا لاره راښایي . موږ کولای شو چې پرېکړه وکړو چې آیا له هغهٔ نه پېروي وکړو او که نه . دا د خدای لاره ده : حیوان باید مړ شي او باید وینه یې تویې شي . که زه وای شاید بله لاره به مې غوره کړی وای ، ځکه هر څه چې لرم غواړم خدای ته یې وړاندې کړم . زه کولای شم خپل وخت ، پیسې ، عبادت او دعاوې مې د قربانئ په توګه خدای ته وړاندې کړم ، نه یو حیوان . اما خدای هغه څه چې غواړي هغه د حیوان مړینه او دهغه تویې شوې وینه ده . بل هېڅ شئ کافی ندی . د داسو قربانیو لیدل د وروستنی انبیاو په بېلګو کې به جالبه وي