سوره الکهف (سورت ۱۸ – غار) اعلان کوي چې هغه کسان به جنت ته ننوځي چې “نیک عملونه” لري.
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي (سوره کهف ۱۸: آیت ۱۰۷)
په حقیقت کې، سورة الجاثیة (سوره ۴۵) تکراروي چې هغه کسان چې نیک عملونه لري د جنت په رحمت کې داخلیږي.
نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو خپل رب به دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، هم دغه ښكاره كامیابي ده (سوره الجاثیه ۴۵: آیت ۳۰)
تاسو هیله لرئ چې یوه ورځ جنت ته لاړ شئ؟ تاسو او زه باید څه وکړو تر څو جنت ته داخل شو؟ عیسیٰ مسیح (علیه السلام) ته یوه ورځ یو یهودي “کارپوه” چې د موسی (علیه السلام) د شریعت په تفسیر کې تعلیم یافته و، دا پوښتنه وکړه. عیسیٰ مسیح (علیه السلام) ورته یو ناڅاپي او حیرانونکی ځواب ورکړ. لاندې د انجیل څخه د دوی خبرې اترې دي. د عیسیٰ (علیه السلام) د دې مثال د درک کولو لپاره، دا پوهېدل اړین دي چې یهودیان په هغه وخت کې سامریانو ته کرکه درلوده. او په بدل کې، سامریان هم له یهودیانو کرکه کوله. د یهودیانو او سامریانو ترمنځ دغه کرکه د نن سبا د یهودي اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ یا د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ د کرکې او دښمنۍ په څېر وه. ځکه چې د دوی دښمني هم سیاسي او هم مذهبي وه، ښایي موږ وکولای شو له دې کیسې څخه څه زده کړو.
د تل پاتې ژوندون او ښه ګاونډي مثال
د یو نېک سامري مثال
۲۵ یوه ورځ د شریعت یو عالم راغی او د عیسی څخه یې د ازمېښت دپاره یو سوال وکړ: «استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۲۶ عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «په شریعت کې څه لیکل شوي دي؟ هغه څنګه تعبیروې؟» ۲۷ هغه په ځواب کې وویل: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح او خپل ټول قوت او ټول عقل سره مینه کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.» ۲۸ عیسی ورته وویل: «تا سم ځواب ورکړ. همداسې کوه، نو ته به ژوندی اوسې.»
۲۹ خو د دې دپاره چې د شریعت عالم دا وښایي چې هغه په حقه دی، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «زما ګاونډی څوک دی؟» ۳۰ عیسی داسې ځواب ورکړ: «په یو وخت کې یو سړی د اورشلیم څخه اریحا ته روان ؤ چې په لاره کې داړه مارانو ته په لاس ورغی. غلو هغه سړی لوڅ کړ، ویې واهه او د مرګ په حالت کې یې پرېښود او لاړل. ۳۱ ناڅاپه یو کاهن په هغه لاره تېرېده، کله یې چې هغه سړی ولیده، نو خپله لاره یې پرېښوده او ورڅخه تېر شو. ۳۲ همدارنګه یو لاوي چې کله هغه ځای ته راورسېد او هغه سړی یې ولیده، نو هغه هم ترې په بله خوا تېر شو او لاړ. ۳۳ خو یو سامری چې په هغه لاره تېرېده هغه ته ورغی او کله یې چې هغه سړی ولیده نو زړه یې ورباندې وسوځېد. ۳۴ هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په شرابو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه. ۳۵ سبا سهار هغه د سپینو زرو دوه سکې واخیستې او د مسافرخانې خاوند ته یې ورکړې او ورته ویې ویل: ‹په هغه باندې پام کوه او که نورې پیسې دې ورباندې ولګولې نو کله چې بېرته راغلم هغه به هم درکړم.›» ۳۶ بیا عیسی پوښتنه وکړه: «اوس څه فکر کوې چې په دې درې واړو کې د هغه سړي چې د داړه مارانو لاس ته ورغلی ؤ، ګاونډی څوک دی؟» ۳۷ د شریعت عالم ځواب ورکړ: «هغه څوک چې په هغه باندې یې رحم وکړ.» عیسی ورته وویل: «لاړ شه او ته هم همداسې کوه.» (لوقا ۱۰:آیت ۲۵-۳۷)
له دې مثال نه موږ څه درس اخلو؟
کله چې د شریعت پوه وویل: «د خپل رب سره مینه وکړه» او «له خپل ګاونډي سره د خپل ځان په څېر مینه وکړه»، نو هغه د حضرت موسیٰ (علیه السلام) د شریعت څخه اقتباس کاوه. عیسیٰ مسیح (علیه السلام) ورته وویل چې سمه ځواب یې ورکړ، خو دا یې پوښتنه راپورته کړه چې “ګاونډی” څوک دی؟ نو عیسیٰ مسیح (علیه السلام) ورته دا مثال بیان کړ.
په دې مثال کې، موږ تمه لرو چې مذهبي خلک (لکه کاهن او لاوي) به له هغه کس سره مرسته وکړي چې وهل شوی و، خو دوی هغه ته پاملرنه نه کوي او په بې وسۍ کې یې پرېږدي. د دوی مذهب هغوی ښه ګاونډیان نه دي ګرځولي. بلکې هغه کس چې موږ یې هیڅ تمه نه لرو – چې موږ یې دښمن ګڼو – هماغه کس له وهل شوي سړي سره مرسته کوي.
عیسیٰ مسیح (علیه السلام) امر کوي: «ولاړ شئ او تاسو هم همداسې وکړئ». زه نه پوهېږم چې تاسې به څنګه احساس کوئ، خو زما لومړی عکس العمل دا و چې شاید ما دا کیسه غلط فهم کړې وي – او بیا زه دې ته هڅول شوم چې دا بې اعتنا وبولم.
خو لږ فکر وکړئ چې څومره جګړې، وژنې، خپګان او بدمرغۍ زموږ په شاوخوا کې روانې دي، یوازې ځکه چې زیات خلک دا امر نادیده نیسي. که موږ د هغه سامري سړي په څېر ژوند وکړی، نو زموږ ښارونه او هېوادونه به له جنجال څخه ډک نه، بلکې د سولې او آرامۍ ځایونه وای. او موږ ته به د جنت ته د داخلېدو ډاډ هم حاصل وای.
خو اوس چې دا حالت دی، ډېر لږ خلک د جنت ته د داخلېدو یقین لري – حتی که هغوی د شریعت د پوه سړي په څېر ډېر مذهبي ژوند ولري.
آیا تاسې ته د ابدیت د ژوند ډاډ شته؟
خو آیا د داسې ګاونډي کېدو هڅه کول ممکنه ده؟ څنګه کولای شو دا کار وکړو؟ که موږ له خپل ځان سره رښتیني ووسو، باید ومنو چې د عیسیٰ (علیه السلام) د امر سره سم ژوند کول ډېر سخت دي.
او همدلته موږ د امید څرک لیدلی شو – ځکه کله چې موږ پوه شو چې دا کار موږ نشو کولای، نو «په روح کې مسکینان» ګرځو – لکه څنګه چې عیسیٰ مسیح (علیه السلام) د غره په خطبه کې ویلي وو، دا د «خدای د بادشاهی» ته د داخلېدو لپاره اړین شرط دی.
نو، پر ځای د دې چې دا کیسه بې اهمیته وبولو یا عذر ورته پیدا کړو، باید دا د خپل ځان د ازموینې لپاره وکاروو. او دا ومنو چې موږ یې نشو کولای – دا ډېر سخت کار دی. بیا، په همدې بې وسۍ کې، کولای شو له الله (ج) نه مرسته وغواړو. لکه څنګه چې عیسیٰ مسیح (علیه السلام) د غره په خطبه کې ژمنه کړې وه.
۷ وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي. ۸ ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او څوک یې چې ولټوي، نو پیدا به یې کړي او څوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي. ۹ ایا په تاسو کې داسې څوک شته چې زوی یې ورڅخه ډوډۍ وغواړي او هغه ورته تیږه ورکړي؟ ۱۰ او یا ورڅخه ماهي وغواړي او هغه ورته مار ورکړي؟ ۱۱ نو تاسو چې بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره ښه شیان هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه ویې غواړي. (متی ۷: آیت ۷-۱۱)
نو موږ ته د مسيح اجازه شته چې د مرستې غوښتنه وکړو – او هغه ژمنه کړې چې مرسته به کوي. ښايي تاسې الله (ج) ته داسې دعا وکړئ:
ای آسماني پلاره! ته ددې لپاره چې موږ سمه لاره پېدا کړو ، موږ ته دې ډېر رسولان او پېغمبران راولېږل. یشوع مسیح(ع) ماته دا ازده کړل چې باید خپل دښمنانو سره مینه وکړم او له هغوی سره مرسته وکړم. که داسې ونکړم، نو نشم کولای چې جنت ته ولاړ شم. خو زما لپاره دا نا ممکنه ده. هیله کوم له ما سره مرسته وکړه . مابدل کړه تر څو وکړای شم ستا له حکمونو څخه په اطاعت کولو جنت ته لاړ شم. په ما ګنکار ورحمېږه. ای خدایه، زه په مېړانې سره د مسیح په نوم دعا کوم .
(ځانګړي الفاظ دومره مهم نه دي – مهمه دا ده چې موږ خپل اړتيا اعتراف کړو او د رحم غوښتنه وکړو)
انجیل دا هم ثبت کړی چې کله عیسی مسیح (علیه السلام) له یوه سامري سره مخ شو. پېغمبر به له داسې چا سره چې د ده د قوم (یهودانو) له نظره یو کرکجن دښمن ګڼل کېده، څه ډول چلند کوي؟ دا چې له هغه سامري سره څه پېښ شول، او موږ له دې پېښې څخه څه زده کولی شو تر څو هغه ډول ښه ګاونډیان شو چې اړتیا ورته لرو، دا به اوس وګورو.