Skip to content

د ابراهيم عليه السلام له ژوند څخه لومړۍ بېلګه برکت، دعا او خیر

  • by

ابراهیم په ابرام هم مشهور دی . په هغو ادیانو کې چې د یوازیني خدای عبادت کوي لکه ( یهودیت ، مسیحیت او اسلام ) له ابراهیم څخه د نښې او بېلګې په توګه یادوي . اعراب او یهودیان خپل ځانونه د اسحق او اسماعیل له نسل څخه بولي او ابراهیم هم د هغوی نیکه دی . ابراهیم د پېغمبرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري ځکه دغه ټول د هغه دلارې پېروان دي ،. نو ددې لپاره موږ به د ابراهيم (ع) نښې په څو برخو کې وګورو. کلیک وکړئ دلته په قرآن او تورات کې د ابراهیم د کیسې لومړۍ نښه ولولی.

کله چې هغه آیاتو ته چې په قرآن کې ابراهیم ته اشاره شوې ده وګورو ، وینو چې قبایل او ملتونه دهغهٔ له نسل څخه پېدا کېږي . او لدې نسل څخه به ستر پاچاهان دې نړۍ ته منځ ته راځي . خو د خدای ددې پلان د عملی کیدو لپاره باید ابراهیم یو زوی او ټاټوبی ولري .

له ابراهیم (ع) سره ژمنه

د تورات (پیدايښت کتاب 12 : 1-7) برخه کې لونو چې خدای د ابراهیم له نسل څخه ملتونه او پاچاهۍ جوړوي . خدای ابراهیم سره ژمنه کوي او له هغهٔ سره تړون کوي چې دا تړون د وروستی نسلونو لپاره هم ده . راځی چې دې تړون ته نظر وکړو . خدای ابراهیم ته فرمایي:

له تا څخه به لوی قامونه جوړ کړم او تاته به برکت درکړم.او ستا نوم به لوی کړم او ته به برکت یې او برکت به ورکړم هغو ته چې تاته مبارک ووايي ، او لعنت به کړم هغه چې تاته ملعون وایي او ستا لپاره به د نړۍ ټول قامونه برکت تر لاسه کړي

پېدایښت ۱۲: ۲-۳

د ابراهیم علیه السلام عظمت او لویي

ډیری خلک نن چې زه پدې هیواد کې اوسېږم داسې فکر کوي چې آیا خدای شتون لري . او څنګه به پوه شي چې هغه واقعا د تورات له لارې ځان څرګند کړی دی. دلته زموږ په وړاندې یوه ژمنه ده، د هغې برخې چې موږ یې تایید کولای شو. د دې وحې په پای کې راغلي چې خدای جل جلاله له ابراهیم (ع) سره ژمنه کوي زه به ستا نوم لوړ او لوی کړم . موږ په ۲۱ پېړۍ کې ژوند کوو او د ابراهیم نوم یو له پېژنل شوي نومونو څخه د تارخ په اوږدو کې دی .موږ وینو هغه ژمنه چې له ابراهیم سره شوې وه په پوره ړول پر ځای شوی دی . لومړی نسخه د تورات څخه د مړ سیند ته نږدې پطا شوې ده . پدې نسخې کې د خدای او ابراهیم تر منځ تړون لیکل شوي شتون لري خو په هغهٔ زمانه کې مشهوره نه وه (د ۲۰۰ – ۱۰۰ مخکې له میلاد څخه )یوازې لږ با دیانته یهودیان د ابراهیم له پېژندنې څخه باخبره ؤ

خو اوس ابراهیم یو مشهوره او لوی شخصیت دی او دخدای ژمنه په حقیقت بدل شوی دی. دا پېښه له هېڅ چا څخه پټه نده . ټول هغه ویني حتی هغه څوک چې پر خدای باور نه لري . ددې ژمنې عملی کیدل موږ ته راښايی چې هر هغه څه چې خدای یې ژمنه کړې ده هغه تر سره کېږي . راځی چې لوستلو ته ادامه ورکړو

د خیر دعا چې موږ ته رارسېږي

یو ځل بیا، موږ د ابراهیم څخه د یو لوی ملت ژمنه او ابراهیم ته د “برکت” ژمنه لیدلی شو. خو په دې کې بل څه هم شته چې دا برکت یوازې د ابراهیم علیه السلام لپاره نه دی ځکه چې ابراهیم ته هم ویل شوي ؤ :د ځمکې ټول قامونه به ستا له لارې برکت ومومي(یعنی د ابراهیم علیه السلام په وسیله). دې جملې ته په دقت پاملرنه وکړئ دا خبره ټولو انسانانو لپاره دی پرته ددین، مذهب او ژبې څخه له پرونه تر نن پورې . دا ژمنه ستاسو په هکله هم دی . دینونه ، ملیتونه او ژبې زاتره وخت خلک سره ویشي او دهغوی تر منځ بیلتون راولي چې دا په خپله د دښمنی او جګړې سبب کېږي. خو دا تړون او ژمنه هغه ټول دلایل چې له یو بل څخه د انسان د بیلتون سبب شوی دی لمنخه وړي . څنګه او څه وخت؟ دلته موږ د خدای کومې ېمنې ته اشاره کوو؟ باوجود ددې چې په سپېڅلی کتا کې ډير مالوات نشته خو واضحه ده هغه ېمنه چې له ابراهیم سره شوې ړه یوازی د هغهٔ لپاره نده زموږ ا تاسو لپاره هم ده . هماغسې چې ددې تړون او زمنې یوه برخه عملی شوی دی. موږ کولای شو چې اطمینان ولرو هغه برخه چې مو/ پورې اړه لري هغه به هم عملی شي . یوازی باید دهغهٔ لاره ومومو.

پاملرنه وکړی هغه وخت چې ابراهیم دخدای ژمنه او د تړون په هکله وارېدل ، له هغهٔ حخه یې اطاعت وکړ

نو هماغسې چې خدای ابراهیم ته وفرمایلي ؤ له هغه ځای څخه ولاړ

پېدایښا ؛ ۱۲-۴

Map of Ibrahim's journey
Map of Ibrahim’s journey

څومره موده به یې نیولې وي چې ابراهیم هغه وعده شوې ځمکې ته سفر وکړي؟ دا نقشه موږ ته د هغه سفر راښايي. هغه لومړی کلدیس ښار ته چې د عراق په جنوب کې دی ولاړ . له هغهٔ ځای څخه د حران ښار ته لاړ ( چې دا ښار اوس د ترکې په شانلی اورفه کې دی )او بیا وروږسته د کنعان ښار ته ولاړ چې وعده شوی ځمکه وه . هماغسې چې وینو دا یو اوږد سفر ؤ که فکر وکړو چې پدې سفر کې له اوښو آس او یا له خره نه استفاده کړې وي نو ګمان کوو چې دا سفر به په څو میاشتو کې شوی وي . ابراهیم خپل کور، خپلوان ، دوستان او خپل آرامښت او امنیت پرېښود او هغهٔ ځې ته (په دې وخت کې میسوپوتامیا د تمدن مرکز ؤ)، سفر وکړ چې د هغهٔ ځې په هکله هېڅ نه پوهېده تورات موږ ته وایي، چې هغه په هغهٔ وخت کې 75 کلن ؤ!

ابراهیم هم دپخواني پېغمبرانو په څېر قربانی کوي

تورات موږ ته دا هم وايي چې کله ابراهیم (ع) په خوندي ډول کنعان ته ورسید

خدای ابراهیم ته ځان ښکاره کړ او ویې فرمایل: زه دا ځمکه تا اوستا وروستي نسل ته بخښم . نو ابراهیم هلته د خدای لپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ

پېدایښت ۱۲: ۷

یو قربانګاه به چیرې وي، لکه قابیل او د نوح د هغه په ​​وړاندې یې الله تعالی ته د څارویو د وینې نذرانه ورکړه. موږ ګورو چې دا د دې یوه نمونه ده چې پیغمبرانو څنګه د الله عبادت کاوه.

ابراهیم (ع) هم د هابیل او نوح په شان د حیوان په قربانی کولو سره د خدای لپاره د هغهٔ وینه تویې کړه . موږ وینو چې بېغمبرانو به له دې طریقه دخدای ستاینه کوله . ابراهیم په هغه سن کې نوي ځای ته سفر وکړ . او خپل ځان یې له خطر سره مخامخ کړ خو پدې کار سره هغهٔ له خدای څخه اطاعت وکړ.

هغهٔ دا کار وکړ ترڅو برکت له خدای څخه تر لاسه کړي او هم د برکت او خیر منبع وي د نورو خلکو لپاره. نو په همدې دلیل ابراهیم زموږ لپاره ډېر مهم دی . په دوهم پړاو کې به د ابراهیم د ژوند څخه دویم بیلګه وړاندې کړو . خو یو مطلب ته پام وشي چې خدای وروسته د ابرام نوم ( ستر او شه پلار ) په ابراهیم ( د قامونو پلار ) بدل کړ د ابراهیم 2 نښه بل.

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *