موږ ولوست چې یشوع(عیسی) مسیح په ځانګړی واک. او صلاحیت سره تعلیم ورکاوه . هغه ددې لپاره چې خلک د هغهٔ په خبرو پوه شي له مثالونو څخه استفاده کوله. هغه مثال چې د لوی جشن په هکله ؤ ، یشوع مسیح د خدای پاچاهي یې لدې مثال څخه په استفادې خلکو ته تعلیم ورکړ . د لوی ضیافت کیسه، او د کیسې له لارې د بخښنې په هکله بې رحمه خدمتګار. یشوع مسیح د نورو پېغمبرانو په پرتله له ډېرو مثالونو څخه استفاده کړې ده او د هغهٔ مثالونه ډېر له مانا څخه ډک دي.
سوره العنکبوت (سوره ۲۹) موږ ته وایی چې خدای هم مثالونه کاروي. داسی وايي
او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق (سوره عنکبوت ۲۹:آیت ۴۳)
سوره ابراهیم (سوره ۱۴) موږ ته ووایه چې څنګه الله تعالی موږ ته د ښوونې لپاره د ونې مثال کاروي.
۲۴ ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي. ۲۵ خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي۔ او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي. ۲۶ او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي (سوره ابراهیم ۱۴: آیت ۲۴-۲۶)
د یشوع مسیح مثالونه
یوځل یشوع مسیح څخه يوښتنه وشوه چې ولې هغه د مثالونو په کارولو سره تعلیم ورکوي. انجیل یې تشریح کوي.
۱۰ بیا شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «د هغوی سره ولې په مثالونو کې خبرې کوې؟» ۱۱ عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ته د اسماني پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو هغوی ته نه ده ورکړل شوې. ۱۲ ځکه د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نور هم پرېمانه شي. خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي. ۱۳ نو په دې خاطر د هغوی سره په مثالونو کې خبرې کوم، ځکه چې هغوی ګوري خو نه یې ویني، هغوی غوږ نیسي خو نه یې اوري او نه پوهیږي.(متی ۱۳: آیت ۱۰-۱۳)
دلته حضرت عیسی (ع) اشعیای نبی ته اشاره کوي چې ۷۰۰ کاله وړاندې له میلاد څخه ژوند کاوه. اشعیای نبی د ډبرو په شان د زړونو په هکله خبر داری ورکړی ؤ. په بل عبارت کله وختونه موږ په یوې کلیمې نه پوهېږو، ځکه د هغه په مانا نه پوهېږو. که څوک د هغهٔ مانا موږ ته تشریح کړي، سمدلاسه په هغې کلیمې به پوه شو ، خو ځینې وختونه موږ نه پوهېږو ځکه نه غواړو چې پوه شو . ډېرۍ وخت دا مثله موږ په ښکاره ډول نه ښایو، خو بیا هم پوښتنه کوو، داسې چې نه پوهېږو. کله چې دا نه غوښتل زموږ په زړه کې کیني زموږ په ذهن کې نشته، هېڅ تشریه به ګټه ونه کړي. پداسې حالت کې ، ستونزه به داوي چې موږ نه غواړو اطاعت وکړو.
کله چې یشوع(عیسی) مسیح په مثالونو کې تعلیم ور کاوه، نو په خلکو باندې ډېره اغېزه کوله هغه څوک به چې نه پوهېدل، پوښتنه به یې کوله او د خپل پوښتنې ځواب به یې تر لاسه کاوه. هغهٔ چا چې نه غوښتل اطاعت وکړي ، په ټيټ نظر به یې مثالونو ته کتل او کوښښ یې کاوه ترڅو په هغهٔ پوه نشي . هماغسې چې بزګران د باد په وخت غنم له بې ګټو وښو څخه پاکوي .، ستر ښوونکی هم خلک په مثالونو سره یو له بل څخه بېلاوه. هغه چا چې غوښتل د خدای له کلام څخه اطاعت وکړي له نه اطاعت کونکو څخه بېلېدل. هغه څوک چې نه غواړي د خدای له کلام څخه پېروي وکړي، د یشوع مسیح مثالونه ډېر ستونزمن ګڼي ، ځکه د هغوی زړونه نه غواړي چې له رېښتیتوب څخه پېروي وکړي . هغوی با وجود ددې چې سترګې لري ، خو نه ویني.
د تخم شیندونکي مثال او څلور ډوله خاوره
کله چې شاګردانو له یشوع مسیح څخه پوښتنه وکړه چې ولې له مثالونو څخه استفاده کوي ، یشوع مسیح هغوی ته د خدای د سلطنت او د هغهٔ اغېزه په انسانانو باندې وویل:
۳ هغوی ته یې په مثالونو کې ډېر شیان وویل. هغه وویل: «یو بزګر د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. ۴ کله چې هغه په خپل پټي کې تخم شینده، نو یو څه تخم ترې په لاره کې ولوېد او مرغان راغلل او هغه یې وخوړ. ۵ څه تخم په داسې ځمکه ولوېده چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه. ۶ خو کله چې لمر راوخوت نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې. ۷ څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي لوی شول او بوټي یې لاندې کړل. ۸ خو نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او حاصل یې ورکړ، ځینو بوټو سل چنده، ځینو شپېته چنده او ځینو دېرش چنده حاصل ورکړ. ۹ که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.» (متی ۳:آیت ۳-۹)
ددې مثال مانا څه ده؟ دا یو معما نده. هغوی چې د زړه له کومي څخه چمتو وو تر څو د خدای له کلام څخه اطاعت او پېروی وکړي، د هغهٔ مانا له یشوع مسیح څخه وپوښتل . یشوع هغوی ته وویل:
۱۸ نو بیا د بزګر د مثال معنی واورئ: ۱۹ کله چې څوک د خدای د پاچاهۍ په هکله پیغام واوري، خو ورباندې پوه نه شي نو هغه د داسې تخم په شان دی چې په لاره کې ولویږي. شیطان راشي او څه چې د هغوی په زړونو کې کرل شوي وي هغه وتښتوي. ۲۰ په تیږه لرونکې ځمکه کې کرل شوی تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام واوري او سمدلاسه یې په خوشحالۍ سره قبول کړي. ۲۱ خو څرنګه چې په هغوی کې یې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو بیا کله چې د پیغام له امله ورباندې سختي راشي یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي. ۲۲ په اغزو کې لوېدلي تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري، خو د ژوند اندېښنې او د شتمنۍ سره مینه د پیغام مخه نیسي او حاصل نه ورکوي. ۲۳ خو کوم تخم چې په ښه خاوره کې کرل شوی وي هغه د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري او ورباندې پوهیږي او هغه سل چنده او شپېته چنده او دېرش چنده حاصل هم ورکوي.» (متی ۳: آیت ۱۸-۲۳)
څلور ډول انسان او څلور متفاوته ډول برخورد د خدای بادشاهی په هکله شتون لري لومړی هغه څوک دی چې نه پوهېږي ، یانې د خدای کلام شېطان د هغهٔ له زړه څخه غلا کوي. دری نور لکه لومړي په شان پېل لري یانې هغوی د خدای کلام په خوشالۍ سره مني ، خو دا کلام باید له آزمېښتونو څخه تېر شي تر څو زموږ په زړه کې وده وکړي. دا بسیا نه کوي چې د خدای کلام په خپل عقل سره درک کړو نو بیا خپل ژوند ته هغسې چې غواړو دوام ورکړو. نو پدې توګه دوه نفره له هغه درې ډول انسانانو څخه په لومړي وار کلام مني ، خو اجازه نه ورکوي چې د هغوی په زړه کې وده وکړي. خو یوازې څلورم کس د خدای کلام اوري او پو هېږي او په اطاعت سره د خدای کلام مني. موږ باید لکه څلورم کس واوسو.
هر څوک چې د یشوع دا مثال اوري ، باید له خپل ځان څخه وبوښتي :زه ددې ډوله انسانانو څخه له کوم یو څخه یم ؟ یوازې هغه څوک چې د خدای په کلام پوهېږي، هغوی مېوه ورکوي. ددې مطلب د پوهېدو لپاره، د خدای برنامې او ژمنې له آدم نه نیولې د زوړ عهد د يېغمبرانو چې دا ژمنې موږ ته پرانستې دي او تشریح کړي دي پېل کړو ادم ډېر د پام وړ بېلګې د خدای له لوري موږ ته راکول کېږي : په تورات کې خدای له ابراهیم سره وعده وکړه او د هغه قرباني, موسی (ع)، د لس حکمونه, هارون (ع). د “مسيح” نوم اصل ريښه، او انکشافات د اشعیا, ارمیاه,, زکریاو ملاکي نبی او د پېغمبرانو په ټولو لیکنو کې د مسیح په هکله نبوت (وراندوینه) شوی دی ، که موږ د خدای د سلطنت (بادشاهی) پیغام باندې پوه شو او هغه به ښه درک کړو.
د زیان رسوونکو واښو مثال
د دې مثال له تشریح وروسته یشوع مسیح د بې ګټو واښو په هکله مثال ورکړ.
۲۴ عیسی هغوی ته یو بل مثال راوړ: «اسماني پاچاهي د هغه سړي سره پرتله شوې ده چې په خپل پټي کې یې ښه تخم وکرلو، ۲۵ خو یوه شپه کله چې ټول ویده وو، نو دښمن یې راغی او د غنمو په منځ کې ورته جودر وشیندل او لاړ. ۲۶ کله چې غنم شنه شول او وږي یې ونیول، نو جودر هم په کې راښکاره شول. ۲۷ نو د هغه زمیندار نوکران خپل بادار ته راغلل او ورته ویې ویل: ‹ای باداره، ایا تا په خپل پټي کې ښه تخم نه ؤ کرلی؟ نو بیا دا جودر په کې له کومه شول؟› ۲۸ هغه ورته په ځواب کې وویل چې دا د دښمن کار دی. نوکرانو ورته وویل: ‹ایا مونږ لاړ شو او هغه جودر وباسو؟› ۲۹ خو هغه ورته ځواب ورکړ چې نه، هسې نه چې د جودرو د ویستلو سره غنم هم ورسره وباسئ. ۳۰ پرېږده چې دواړه یوځای لوی شي، نو د لو په وخت کې به لوګرو ته ووایم چې لومړی جودر راټول کړي او د سوځولو دپاره یې ګېډۍ کړي او بیا غنم راټول کړي او زما ګودام ته یې راوړي.» (متی ۱۳:آیت ۲۴-۳۰)
د بې ګټو واښو د مثال تشریح
۳۶ بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله هم کور ته لاړ. شاګردان یې راغلل او ورته ویې ویل: «مونږ ته د غنمو په پټي کې د جودرو د مثال معنی بیان کړه.» ۳۷ هغه ځواب ورکړ: «هغه څوک چې ښه تخم کري، هغه د انسان زوی دی. ۳۸ پټی دا نړۍ ده، د ښه تخم معنی د اسماني پاچاهۍ خلک دي او جودر د شیطان پیروان دي، ۳۹ او هغه دښمن چې جودر یې کرلي دي هغه شیطان دی، د حاصل د راټولولو وخت اخره زمانه ده او لوګرې فرښتې دي. ۴۰ لکه څنګه چې جودر راټولیږي او په اور کې سوځول کیږي، نو په اخره زمانه کې به همداسې وشي. ۴۱ د انسان زوی به خپلې فرښتې راولېږي او د هغه د پاچاهۍ نه به هغه ټول خلک چې د خلکو د ګناه سبب کیږي راټول کړي او همدارنګه هغه ټول خلک چې بدکاره دي ۴۲ او هغوی به په سور تنور کې واچوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي. ۴۳ بیا به نېک خلک د خپل پلار په پاچاهۍ کې لکه د لمر په شان ځلیږي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.(متی ۳ :آیت ۳۶-۴۳)
د شړشمو د دانې او خمیرې مثال
یشوع مسیح ځینې لنډ مثالونه هم ښودلي دي.
د شړشمو د تخم مثال
(مرقوس ۴:۳۰-۳۲ او لوقا ۱۳:۱۸-۱۹)
۳۱ عیسی هغوی ته یو بل مثال هم راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړی هغه واخلي او په خپل پټي کې یې وکري. ۳۲ که څه هم دا تخم د نورو ټولو تخمونو څخه ډېر وړوکی دی، خو کله چې وده وکړي، نو د باغ د ټولو بوټو څخه لوی شي او ونه ترې جوړه شي، نو مرغان راشي او په څانګو کې یې ځالې جوړې کړي.»
د خمیرې مثال
(لوقا ۱۳:۲۰-۲۱)
۳۳ عیسی هغوی ته بل مثال راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي، ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
(متی ۱۳ : آیت ۳۱-۳۳)
په بل عبارت، د خدای پادشاهي په دې نړۍ کې کوچنۍ دی ، خو د خمیری په څېر په لامده شوي اوړو کې لویېږي. همداسې دشړشمو د کوچنۍ دانې په څېر ده چې د یو لویې بوټې باندې بدلېږي . دادکار په جبر یا په یوه ځل امکان نه لري خو بیا هم د خدای پاچاهي د رغېدو په حال دی او څوک نشي کولای د هغهٔ مخه ونیسي.
د پټې خزانې او د با ارزښته مرغلرو مثالونه
د پټې خزانې مثال
۴۴ اسماني پاچاهي د هغې خزانې په شان ده چې په پټي کې پټه شوې وي او یو سړی هغه پیدا کړي او بېرته یې ښخه کړي او د خوشحالۍ نه ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او بېرته راځي او هغه پټی اخلي.
د مرغلرو مثال
۴۵ په همدې ډول اسماني پاچاهي د هغه سوداګر په شان ده چې د قیمتي مرغلرو پسې ګرځي، ۴۶ چې کله یې ډېرې ارزښتناکې مرغلرې پیدا کړې، نو ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او هغه مرغلرې اخلي.
(متی ۱۳: ایت ۴۴-۴۶
دغه مثالونه د خدای د بادشاهۍ پر ارزښت تمرکز کوي. تصور وکړئ چې یو خزانه په یوه پټي کې پټه شوې وي. ځکه چې دا پټه ده، نو هر څوک چې له دغه پټي تېرېږي، فکر کوي چې دا پټی ډېر ارزښت نه لري، نو هېڅ دلچسپي نه لري. خو یو څوک پوهېږي چې پکې خزانه ده، نو دا پټی ډېر قیمتي ګرځي – دومره قیمتي چې دی هر څه خرڅوي تر څو دا پټی واخلي او خزانه ترلاسه کړي. د خدای د بادشاهۍ حال هم همداسې دی – یوه ارزښتناکه خزانه چې ډېری خلک یې نه ویني، خو هغه لږ خلک چې یې ارزښت درک کړي، ستره ګټه تر لاسه کوي.
د کبانو د جال په هکله مثال
د جال مثال
۴۷ همدارنګه اسماني پاچاهي د هغه جال په شان ده چې ماهيګیران هغه په بحیرې کې واچوي او ډول ډول ماهیان ونیسي. ۴۸ کله چې جال د ماهیانو څخه ډک شو، نو غاړې ته یې راووېست او بیا ورته کښېناستل او په دوه برخو یې ووېشل، ښه ماهیان یې په ټوکریو کې واچول او خراب یې ایسته وغورځول. ۴۹ په اخره زمانه کې به همداسې وي. فرښتې به راشي او بدکاران به له نېکو خلکو څخه بېل کړي، ۵۰ او هغوی به سور تنور ته وروغورځوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»(متی ۱۳: ایت ۴۷-۵۰)
د خدای بادشاهي به خلک سره جلا کوي. دا بېلتون به د قیامت په ورځ ښکاره شي – هغه ورځ چې زړونه به بربنډ شي.
موږ لیدلی شو چې د خدای بادشاهي په پټه توګه وده کوي، لکه څنګه چې خمیر په اوړه کې خپرېږي، دا ډېره ارزښتناکه ده خو اکثره خلک یې ارزښت نه پېژني، او دا د خلکو تر منځ بېلابېل غبرګونونه راپاروي. دا خلک ویشي – د هغو تر منځ چې پوهېږي او د هغو تر منځ چې نه پوهېږي. کله چې حضرت عیسی مسیح (علیهالسلام) دا مثالونه بیان کړل، نو خپلو اورېدونکو ته یې یو مهم سوال مطرح کړ.
۵۱ عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ټولو شیانو پوهېږئ؟» هغوی وویل: «هو.» (متی ۱۳: آیت ۵۱)
ستاسو څنګه؟