Skip to content

د ایلعاذر په ژوندې کولو کې د یشوع مسیح ماموریت

  • by

سورت الدخان (سوره 44 – لوګی) موږ ته وایی چې د قریشو قبیلې دخدای  پیغام رد کړ او له هغهٔ څخه یې بېلګه او نخښه وغوښت 

“زموږ د لومړي مرګ څخه وروسته هیڅ شی نشته، او موږ به بیا راژوندي نه شو

“که رېښتیا وایاست نو زمونږ پلرونه دوباره راولۍ  (سورت الدخان 44:34-36

هغوی له پېغمبر نه وغوښتل  چې د خپلو خبرو د ٍبوت لپاره بېلګه او نخښه وښایي . خغوی ددې غوښتونکي شول چئ هغه دې مړی راژوندی کړي . . سورت الاحقاف  د کافر لزوی لخوا خپل مومن مور او پلار ته ورته ننګونه بیانوي

خو (یو څوک شته) چې خپل مور او پلار ته ووایي: “افسوس پر تاسو! ایا تاسو له ما سره په دې وعده وفا کوئ چې زه به راپورته کیږم، که څه هم زما څخه مخکې نسلونه تېر شوي دي (بې له دې چې بیا راپورته شي)؟ او دوی دواړه د خدای مرسته وغواړي، (او زوی ته یې وژړل): “افسوس په تا! باور ولرئ! ځکه چې د خدای وعده رښتیا ده.» خو هغه وايي: “دا د پخوانیو کیسې پرته بل څه ندي!” (سورت الاحقاف 46:17)

کافرپه  قیامت  او راژوندی کول ملنډې وهي  ځکه هېڅکله یې داسې یو څه ندي لیدلي . سورة الدخان او سورة الاحقاف دواړه کافرانو ته اشاره کوي چې له مړو څخه د راپورته کیدو د ازموینې په کارولو سره د مومنانو او پېغمبرانو د سمې او ناسم ایمان غوښتونکي دي .  یشوع مسیح هم د همداسې حالت سره مخامخ شو   هغهٔ لدې  وړاندې شوې شرایطو سره استفاده وکړه تر څو هغوی ته وښایي  چې د هغهٔ خبرې حقیقت لري  او دهغهٔ واک سم دی 

د یشوع مسیح دنده څه وه؟

یشوع مسیح  زده کړهروغ شوی، او ډیری معجزې ترسره کړې. خو دا پوښتنه لا هم د هغهٔ د پیروانو او حتی د هغه د دښمنانو په ذهن کې پاتې وه: هغه ولې راغلی؟ ډیری پخوانی پیغمبران، په شمول حضرت موسى (ع) هم پياوړې معجزې وکړې. له هغه وخته چې موسی ته لا دمخه قانون ورکړی دی، او یشوع پخپله وویل چې هغه “د قانون د باطلولو  لپاره ندی راغلی” نو بیا ولې هغه د خدای لخوا لیږل شوی ؤ؟

د یشوع مسیح یو ملګری ډېر ناروغ شو. د هغه شاګردانو تمه درلوده چې یشوع مسیح  به  هغهٔ ته  روغتیاورکړي، لکه څنګه چې هغه ډیرو نورو تهروغتیا ورکړه. خو یشوع مسیح  په قصدي توګه خپل ملګري ته روغتیا  ورنکړه او په دې توګه یې خپل رسالت څرګند کړ. انجیل دا  کیسه پدې ډول بیانوي

یشوع ، مړی راژوندی کوي 

“ه
داېلعازرمرګ اوژوندي کېدل
۱ 
او اېلعازر نومی سړی ناروغه ؤ، هغه د بې عنیا اوسېدونکی ؤ
کوم چې د مریمې او د هغې د خور مرتاکلی ؤ
۲
او دا هغه مریمه
وه چې په مالک یې عطر اچولي وو او د هغۀ پښې یې په خپلو
وېښتانو وچې کړې وې اود هغې وروراېلعازرناروغه ؤ
۳
نو د هغۀ
خویندو عیسی ته پیغام ولېږه ویې ویل: مالکه! ته چې له چا سره
مینه کوې هغه ناروغه دی.
۴
او کله چې عیسی دا واورېدل نو ويې
فرمایل: دا ناروغتیا مرګوني نده بلکې دا د خدای د جلال د
څرګندونې لپاره ده، ترڅو د خدای زوی لدې لارې جلال ومومي.
۵
لکه څرنګه چې عیسی له مرتا اود هغې له خور اواېلعازر سره
مینه درلوده
۶
خوکله یې چې واورېدل چې هغه ناروغ دی، نو په کوم
۷ ځای کې چې ؤ هملته دوه ورځې تم شو
او له هغې وروسته یې
خپلوشاګردانو ته وفرمایل:راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو
۸
نو
شاګردانو یې هغۀ ته وویل استاذه! ډېره موده نده شوې چې
یهودو غوښتل تا سنګسار کړي، آیا ته غواړې چې بیا هلته لاړ
۹ شې؟
عیسی ځواب ورکړ: آیا ورځ دولس ساعته نده؟ که چېر
څوک د ورځې ګر ځي هېڅکله به تیندک ونخوري ځکه چې هغه د
دې نړۍ رڼاویني
خو که چېرې څوک په شپه کې ګرځي نوخامخا ۱۰

به تیندک خوري، ځکه چې رڼا پکې نشته
تر دې وېنا وروسته ۱۱
عیسی وفرمایل: زموږ دوست اېلعازر وېده دی او زه ورځم ترڅو
هغه راویښ کړم.
د هغۀشاګردانو وویل:مالکه!که چېرې وېده ۱۲
وي نو روغ به شي
عیسی د هغۀ د مړینې په هکله خبره کوله خو ۱۳
هغوی ګمان کاوه چې ګوندې د هغۀ د عادي خوب په هکله وايي
خو بیا عیسی هغوی ته  په ډاګه وویل چې اېلعازرمړ شوی دی ۱۴
نو تاسو لپاره خوشاله یم چې هلته نه وم ځکه اوس کوالی شئ ۱۵
چې ایمان راوړئ،راځئ چې هغۀ ته ورشو
او بیا توما چې غبرګونی ۱۶
هم ورته وايي نورو شاګردانو ته وویل: راځئ چې موږ هم لاړ شو
ترڅو له هغۀ سره مړه شو .
او کله چې عیسی هلته ورسېد نو خبر شو چې د الېعازر له ۱۷
۱۸ښخېدو څخه څلور ورځې تېرې شوي دي

او بیت عنیا  نږدې 
درې کیلومتره له اورشلیم څخه لرې ؤ
او تردې دمه ګڼ شمېر ۱۹
یهودیان،مریمې اومرتا ته د هغوی دورورد غمرازۍلپاره راغلي
وو
او کله چې مرتا د عیسی له راتګ څخه خبره شوه نو د هغۀ ۲۰
هرکلي ته راووتله،خو مریمه په کورکې پاتې شوه.
نو مرتا عیسی ۲۱
ته وویل:مالکه! که چېرې ته دلته وای نو زماوروربه نه مړ کېده
خو اوس هم پوهېږم چې ته له خدای څخه  هرڅه وغواړې نو خدای ۲۲
به یې تاته درکړي
عیسی هغې ته وفرمایل: ستا ورور به بیا ۲۳
راژوندی شي
۲۴
مرتا هغۀ ته وویل: پوهېږم چې هغه به راژوندی شي
خو دقیامت په ورځ
۲۵
نو عیسی هغې ته وفرمایل: زه قیامت او
ژوندون یم، څوک چې پرما ایمان راوړي کچېري هغه مړ هم شي
نو بیا به راژوندی شي
او څو ک چې ژوندی وي او پرما ایمان ۲۶
راوړي نو تر ابده به مړنشي، آیا ته پدې باور لرې؟
۲۷
هغې وویل
هو مالکه! زه ایمان لرم چې ته مسیح د خدای زوی یې کوم چې
نړۍته راتلونکی دی
۲۸
او کله یې چې دا وویل نو لاړه او خپله خور
مریمه یې په پټه راوبلله اوورته یې وویل: استاذ راغلی اوتا غواړي
اوکله چې هغې دا  واورېدل نو ژر را پاڅېدله اود هغۀ څنګته ۲۹
راغله.
۳۰
او عیسی لا کلي ته نه ؤ رسېدلی بلکې په هماغې ځای کې
ؤ، چېرې چې مرتا هغه لیدلی ؤ
او کوم یهودیان چې هغې ته د ۳۱
غمرازۍ لپاره راغلي وو،کله یې چې ولیدل مریمه له کور څخه په
منډه ده نود هغې پسې شول،ځکه هغوی دافکر کاوه چې ګوندې
۳۲  هغه قبرته دژړا لپاره روانه ده
نو مریمه هغې ځایته لاړه چېرې
چې عیسی ؤ او کله یې چې هغه ولید نو پرپښو ورپرېوته او ویې
ویل، مالکه! که چېرې ته دلته وای نو زما ورور به نه مړ کېده.
او کله چې عیسی هغه او ورسره یهودیان په ژړا ولیدل نو یو ۳۳
اسویلې یې وکړ او ډېر زهیر شو
۳۴
او پوښتنه یې وکړه چې، هغه
مو په کوم ځای کې ښخ کړی دی؟ هغۀ ته یې وویل،مالکه راشه
او وګوره!  ۳۵نو عیسی په ژړا شو. ۳۶ یهودو  
 وویل: وګورئ هغه ورته ۳۷ څومره ګران ؤ   
له هغوی څخه ځینو وویل: آیا دغه سړی چې د 
هغه ړوندسړي سترګې یې بیناکړې وې، آیا دا یې نشو کوالی ترڅو
هغه یې له مرګ څخه ژغورلی وای؟

عیسی بیا یو اسویلې وکړ او د قبر څنګ ته ورغی او دا یو غار ؤ ۳۸
چې ګټ  ورته ایښودل شوی ؤ.
۳۹
عیسی وفرمایل: ګټ پورته کړئ
نو د مړي خور مرتا هغۀ ته وویل: مالکه! اوس به هغۀ بوی کړی
وي ځکه چې څلورورځې پرې تېرې شوې دي.
نو عیسی هغې ته ۴۰
وفرمایل: آیا ما تاته ندي ویلي چي، که چېرې ایمان ولرې نو د
خدای جلال  به ووینې؟
۴۱
نو ګټ یې دقبرله خولې څخه پورته  کړ ، عیسی دآسمان لور ته وکتل او ویې فرمایل: ای پلاره! ستا
شکر  په ځای  کوم 
 چې تا زماواورېدل
اوزه پوهېږم چې ته تل زما ۴۲
خبره اورې، خو ددې حاضرې ډلې په خاطر مې وویل ترڅو دوی
ایمان راوړي چې تا زه رالېږلی یم
او کله یې چې دا وفرمایل نو په ۴۳
لوړ غږ یې وویل: ای اېلعازره! بهر راووځه
۴۴
نو هغه مړ سړی چې
پښې او لاسونه یې په کفن کې تړلي وو او مخ یې په دستمال کې
نغښتی ؤ بهر راووت، عیسی هغوی ته وفرمایل: هغه پرانېزئ او
پرېږدئ چې لاړ شي 

(یوحنا 11: 1-44)

 د ایلعاذرخویندو هیله درلوده چې یشوع مسیح  به ژر تر ژره راشي ترڅو د دوی ورور روغ کړي. یشوع مسیح خپل سفر  په قصدي ډول د دې لپاره وځنډاوه چې ایلعاذر مړ شي، او هیڅوک نه پوهیږي چې ولې یې دا کار وکړ. خو  پدې مثال کې موږ د هغهٔ زړه ته ګورو او موږ لوستلی شو چې هغه  ډېر په ​​​​غوسه ؤ. خو په چا غوسه ؤ او څوک دده دې  غوسې باعث شوی ؤ؟ د ایلعاذر  خویندې؟  خلک؟   دهغهٔ شاګردان ؟یا د هغهٔ ملګری ایلعاذر؟  کوم یو د دوی څخه ؟ ځواب نه ده ،  د هغهٔ د غوسې دلیل مرګ ؤ .  هو مرګ . پدې آیاتو کې د یشوع مسیح د ژړا په هکله هم لیکل شوي دي .  د انجیل کتاب یوازې  دو ځلو ژړلو ته اشاره کړې ده  . يوښتنه داده چې هغهٔ ولې وژړل ؟  ځکه چې مړینه د هغهٔ او د هغهٔ د ملګري په منځ کې بیلتون راوستی ؤ .  مړینه د هغهٔ د عصیانیت او هم ژړا سبب شوی ؤ 

۴۵ بیا هغه ګنډ شمېر یهودیان  چې له مریمې سره راغلي وو او هغه څه یې ولیدل  چې عیسی وکړل  نو پر هغهٔ یې ایمان راوړ .

۴۶  خو ځینې یې فریسیانو ته ورغلل او له هغو کارونو څخه یې خبر کړل چې عیسی کړي وو 

۴۷ بیا مذهبي مشرانو او فریسیانو جرګه راغونده کړه  او ویې ویل : موږ باید څه وکړو ؟  ځکه دغه سړی ډېرې معجزې ښکاره کوي 

(جان 11: 45-57)

نو ستونزه ډېرېږي.   نو یشوع مسیح  اعلان کړ چې هغه ژوند او قیامت دی او مرګ ته به ماتې ورکوي. مشرانو په ځواب کې د هغه د وژلو پلان جوړ کړ. ډیری خلکو په هغه باور وکړ، خو  ډیری نور نه پوهیدل چې په څه باور وکړي. پدې مرحله کې دا به د ارزښت وړ وي چې له ځانه وپوښتو که موږ د  یشوع مسیح په واسط  د ایلعاذر  د راپورته کیدو ګواهان  وو ، که هغه پېښه مو په سترګو لیدلی وای ،  څه پرېکړه مو کوله ؟ ایا موږ په مسیح باندې  د ایمان راوړلو ، تلپاتې ژوندون مو انتخاب کولو  یا د مذهبي مشرانو په څېر د یشوع د وژنې هڅه مو کوله .  او زموږ ژوند له مړینې سره لمنځه ته ؟  کوم یو ؟  سپېڅلی کتاب انجیل د خلکو د مختلفو فکرونو په هکله لیکي .  نن هم موږ وینو چې  مثابه فکرونه  د یشوع مسیح په هکله شتون لري

د فسحې د اختر په نږدې کیدو سره ، ستونزې زیاد کېدلې  دی حضرت موسی (ع) ۱۵۰۰ کاله مخکې د مرګ د نخښې په توګه د تېرېدو په حال کې ؤ.  سپېڅلی کتاب  ددې ستونزې په هکله  تشریح ورکوي . د هغه چا سره مرسته کول چې د نورو لخوا د “خیانت” په توګه پریښودل کیږي.

د کتاب په توګه له الکتاب څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *