Skip to content
Home » د مسیح زیږون: د پیغمبرانو لخوا وړاندوینه شوې وه، د جبریل لخوا اعلان شو

د مسیح زیږون: د پیغمبرانو لخوا وړاندوینه شوې وه، د جبریل لخوا اعلان شو

  • by

موږ خپل څېړنه د تورات او زبور له لارې بشپړ کړ، دا هغه کتابونه دي چې د اسرائیلو د لرغونو پیغمبرانو له خوا لیکل شوي دي. موږ د زبور په پای کې ولیدل چې یو ډول نمونه او تمه وه چې راتلونکي وعدې به پوره شي.

خو له هغه وخته چې زبور بند شوی، څه باندې څلور سوه کاله تېر شوي دي. موږ ولیدل چې د اسرائیلي قوم په تاریخ کې ډېر سیاسي او مذهبي پېښې شوې دي، پداسې حال کې چې دوی د دې وعدو د پوره کېدو انتظار ایسته. خو هېڅ نوی پیغام له کوم پیغمبر نه و راغلی. سره له دې، د لوی هیرودیس تر واکمنۍ لاندې اسرائیلي قوم د معبد پراخولو ته دوام ورکړ، تر دې چې دا یو ډېر شاندار جوړښت شو، او له ټول رومي نړۍ څخه خلک د عبادت، قربانیو او دعا لپاره ور روان وو.

خو د خلکو زړونه، سره له دې چې ډېر مذهبي شوي وو او نور د مخکېني وخت د بت‌ پرستۍ ښکار نه وو، سخت شوي وو او یوازې ظاهري اعمالو ته یې پام و. لکه څنګه چې نن ورځ هم ډېر خلک همداسې دي، د مذهبي فعالیتونو او دعاوو په منځ کې، د دوی زړونه باید بدلون ومومي. نو، د هیرودیس د واکمنۍ په پای کې، شاوخوا د میلاد نه مخکې پنځم کال، یو ځانګړی استازی راولېږل شو تر څو یو ستر اعلان وکړي.

سوره مريم ( مريم ۱۹) مریم (ع) ته د دې پیغام لنډیز ورکوي

 او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و.  نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح ولېږه، نو هغه دې ته خپل شكل د كامل سړي جوړ كړ.  (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې.  هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم.  دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ بشر نه دى رارسېدلى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم.  ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ دى د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت۔ او دغه یو فیصله شوى كار دى. (سوره مریم ۱۹: ایت ۱۶ -۲۱)

جبرئیل د خدای فرښته ، د تعمید ورکوونکي یحیی خبر ورکوي 

دا فرښته  جبریل ؤ، په زوړ عهد کې وینو چې دا فرښته یوازې دانیال نبی ته څرګند شوی ؤ  او دمسیح د راتګ خبر یې هغهٔ ته ورکړی ؤ .دلته ګورو) تر څو چې مسیح راشي. اوس جبریل  زکریا (ع)) په نوم یو کاهن ته په داسې حال کې څرګند شو چې هغه په ​​​​اورشلیم کې د دعا او د خدای ستاینې  مشري کوله. هغه او د هغه میرمن الیزابت دواړه زاړه وو او هیڅ اولاد یې نه درلود. خو جبریل فرښتې هغهٔ ته د لاندې پیغام سره حاضر شو لکه څنګه چې په انجیل کې لیکل شوی دي.

۱۳ خو فرښتې هغه ته وویل: «ای زکریا، مه وېرېږه! ستا دعا قبوله شوې ده او ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزېږوي او ته به په هغه باندې یحیی نوم کېږدې. ۱۴ هغه به ستا دپاره د خوښۍ او خوشحالۍ سبب شي او ډېر خلک به د هغه په زېږېدلو خوشحالي وکړي. ۱۵ ځکه چې هغه به د څښتن په نظر کې لوی سړی وي. هغه باید هېڅکله شراب او یا داسې کوم شی ونه څښي چې ورباندې نشه شي. هغه به د مور د ګېډې نه د روح القدس څخه ډک وي، ۱۶ او ډېر اسراییلیان به د خپل څښتن خدای خواته راواړوي. ۱۷ یحیی به په هماغه روح او قدرت سره چې الیاس نبي درلود د څښتن په مخکې روان وي، ترڅو پلرونه او اولادونه سره پخلا کړي، سرکښه کسان د نېکانو د حکمت نه ډکې لارې ته راوګرځوي او خلک د څښتن راتللو ته تیار کړي۱۸ زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.» ۱۹ فرښتې په ځواب کې وویل: «زه جبراییل یم چې د خدای په حضور کې ودرېږم. زه رالېږل شوی یم چې ستا سره خبرې وکړم او دا زېری درته درکړم. ۲۰ خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدلو پورې به خبرې نه شې کولای، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.» (لوقا ۱: ۱۳-۲۰)

 د زبور وروستۍ آیات د هغهٔ چا په هکله دي ژمنه وکړه چې چمتو کوونکی  چې لاره به چمتو کړي . هغه به د الیاس نبی په شان وي.  جبریل دا ځانګړې وعده په دې سره یادوي چې د زکریا زوی  به د “الیاس په روح او ځواک کې” راشي. هغه راغلی ؤ تر څو هغه قام چې چمتو شوي ؤ  تربیت کړي . ددې جملې مانا دا ده چې  ژمنه  نه یوازې چې هېر شوی ندی ،  بلکې د زکریا او الیزابت په ژوند کې د هغوی د زوی په زېږېدو سره  عملی شو.  پدې ترتیب ذکریا د څه مودې لپاره ګنګی شو،  ځکه چې د فرښتې په خبرو یې شک وکړ.

جبرائیل اعلان وکړ چې باکره انجلی به یو زوی دې دنیا ته راوړي

هغه څوک چې لاره چمتو کوي ، باید خلک د مسیح د راتګ لپاره چمتو کړي . څو میاشتې وروسته ، د خدای فرښته جبریل یوې باکرې انجلی ته چې مریم نومیده څرګند شو . انجیل پدې هکله داسی فرمایي – مسیح یا مسیحا

۲۸ فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.» ۲۹ مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي. ۳۰ فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې، مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی. ۳۱ ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې. ۳۲ هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي. ۳۳ هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.» ۳۴ مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر‌اوسه واده شوې نه یم.» ۳۵ فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي. ۳۶ وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه ویل کېدله، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده. ۳۷ ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.» ۳۸ مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه. (لوقا ۱: آیت ۲۸-۳۸)

د جبریل  له وینا سره سم موږ وینو چې هغه به د خدای زوی وبلل شي  زه به پدې هکله دلته په جزیاتو سره خبرې وکړم  . موږ به پدې لیکنې کې د دووو کسو د زېږېدنې په هکله څېړنه وکړو. دا په دې اړه زما په مقاله کې نور دلته.

د حضرت یحیی علیه السلام زیږون

دا پېښې همغسې چې پخواني پېغمبرانو وړاندوینې کړې وې پېښ شول.  حضرت ملاکی (ع) وړاندوینه کړې وه چمتو کوونکی د الیاس په ځواک کې راغلی او اوس جبریل د هغه زیږون اعلان کوي. سپېڅلی کتاب لیکې:

۵۷ هغه وخت راورسېد چې الیزابت ماشوم وزېږوي او د هغې زوی پیدا شو. ۵۸ ګاونډیانو او خپلوانو یې واورېدل چې څښتن په هغې باندې ډېر رحم کړی دی او ټولو ورسره خوشحالي وکړه. ۵۹ کله چې ماشوم د اتو ورځو شو، نو هغوی راغلل چې سنت یې کړي او غوښتل یې چې د خپل پلار زکریا نوم پرې کېږدي. ۶۰ خو مور یې وویل: «نه، د هغه نوم به یحیی وي.» ۶۱ هغوی ورته وویل: «خو ستاسو په خپلوانو کې په دې نوم څوک نشته.» ۶۲ بیا هغوی د هغه پلار ته اشاره وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه چې په ماشوم باندې کوم نوم غواړي کېږدي. ۶۳ زکریا یوه تخته راوغوښتله او په هغې باندې یې ولیکل: «د هغه نوم یحیی دی.» هغوی ټول ډېر حیران شول. ۶۴ زکریا سمدلاسه بېرته په خبرو راغی او خدای ته په ثنا ویلو یې پیل وکړ. ۶۵ ټول ګاونډیان ووېرېدل او د یهودیې په ټوله غرنۍ سیمه کې خلکو د دې شیانو په هکله خبرې کولې. ۶۶ هرچا چې دا خبره اورېدله، نو د هغې په هکله یې فکر کاوه او پوښتنه یې کوله: «د دې ماشوم څخه به څه جوړ شي؟» ځکه چې د څښتن لاس د هغه په سر باندې ؤ. (لوقا ۱: آیت ۵۷-۶۶)

 د یشوع مسیح زېږون

حضرت اشعیای نبی (ع) ددې ځانګړې ژمنې په هکله  وړاند وینه او نبوت (وراندوینه) کړی ؤ (په بشپړ ډول تشریح شوی دلته ) 

نو ښه ده، څښتن به خپله تاسو ته یوه نښه دروښایي او هغه دا ده: پېغله به امیدواره شي، هغه به یو زوی وزېږوي او په هغه باندې به عمانوییل نوم کېږدي، چې معنی یې ده: ‹خدای زمونږ سره مل دی. (اشعیا ۷: آیت ۱۴)

لس ګونه کاله وړاندې وړاند وینه شوې وه ، چې یوه باکره انجلی به امیدواره شي ، . دا وړاندوینه ډیر پخوا ورکړل شوې وه. په انجیل کې دې نړۍ ته د یشوع مسیح د راتګ په هکله  داسې لیکل شوي دي

۴ نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت‌لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ. ۵ یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ. ۶ او کله چې هغوی په بیت‌لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد. ۷ هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.  ۸ په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه. ۹ د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. ۱۰ خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. ۱۱ همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. ۱۲ او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» ۱۳ ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:  ۸ په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه. ۹ د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل. ۱۰ خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي. ۱۱ همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی. ۱۲ او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.» ۱۳ ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله: ۱۴ «خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کې. او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې. په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه» ۱۵ کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت‌لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.» ۱۶ نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی. ۱۷ کله چې شپنو هغه ماشوم ولیده، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل. ۱۸ هرچا چې د شپنو خبرې اورېدلې، نو حیران پاتې کېدل. ۱۹ خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه. ۲۰ شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو. ۲۱ په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ. (لوقا ۲: آیت ۴-۲۱)

د حضرت یحیی او یشوع(عیسی) مسیح (ع) دندې

یحیی او یشوع مسیح د یو بل څخه په څو میاشتو په فاصله  کې زیږیدلي دي،د دواړو په هکله  سلګونه کاله وړاندې وړاندوینه شوې وه ! د دوی ژوند او پیغامونه به څه وي؟ زکریا، د یحیی تعمید ورکوونکی پلار – د دواړوپه هکله داسې  وړاندوینه کړې وه

۶۷ د یحیی پلار زکریا د روح القدس نه ډک شو او د خدای پیغام یې ورکړ: ۶۸ «ثنا او صفت دې وي څښتن ته چې دی خدای د اسراییلو. ځکه راغی چې وکړي مرسته د خپل قوم سره چې کړي ازاد هغوی. ۶۹ هغه پیدا کړ مونږ ته زورور ژغورونکی. د اولادې نه د داود چې خدمتګار یې ؤ خپل. ۷۰ لکه څنګه چې پخوا یې وو ویلي. په خوله د سپېڅلو پخوانیو پیغمبرانو. ۷۱ چې مو خلاص کړي د خپلو دښمنانو ځینې. د هغو خلکو څخه چې کوي کرکه له مونږ. ۷۲ رحم به وکړي هغه زمونږ نیکونو باندې. او رایادوي به خپل سپېڅلی لوظ. ۷۳ هغه قسم چې ؤ خوړلی هغه. زمونږ د نیکه ابراهیمه سره. ۷۴ چې به کړي خلاص هغه مونږ له دښمنانو ځینې. چې بې له وېرې وکړو مونږه خدمت د هغه. ۷۵ په ټول ژوندون کې د پاکۍ او عدالت سره. ۷۶ او ای ماشومه زما. ته به یادېږې پیغمبر د خدای تعالی. ځکه چې ځې به له څښتنه مخکې. چې کړې تیاره لاره ته د هغه دپاره. ۷۷ چې په دې پوه کړې قوم د هغه چې دوی به ومومي خلاصون د خپلو ګناهونو په بخښلو سره. ۷۸ زمونږ د خدای د رحم او مهربانۍ په سبب. په مونږ را وبه خېژي لمر د سهار. پاس له اسمانه څخه. ۷۹ ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندې.  چې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګ.  او برابر کړي قدمونه زمونږ د سولې او سلامتۍ په لاره» (لوقا۱: ۶۷ – ۷۹)

زکریا (علیه السلام)، چې الهامي وحی ورته رسېدلې وه، د عیسی علیه السلام زېږون د داوود (علیه السلام) سره ورکړل شوې وعدې (لکه څنګه چې دلته ذکر شوی) او همداراز د ابراهیم (علیه السلام) سره شوې وعدې (لکه دلته) سره وتاړه. د الله (ج) پلان چې له پېړیو راهیسې ویل شوی او ورو ورو پرمختګ یې کاوه، اوس خپل اوج ته رسېده. خو دا پلان به څه شی پکې شامل وي؟ آیا دا د رومي دښمنانو نه نجات و؟ که د موسی (علیه السلام) شریعت ته بدیل نوی قانون؟ که یو نوی دین یا سیاسي نظام؟ دا هېڅ هم نه دي یاد شوي – هغه څه چې موږ انسانان عموماً ورته سترګې په لاره یو.
بلکې دا پلان داسې بیان شوی: «موږ ته دا وړتیا راکوي چې بې له وېرې، په پاکۍ او صداقت کې د هغه عبادت وکړو»، او «د ګناهونو د بښنې له لارې نجات» چې د «زموږ د الله (ج) د مهربانۍ» له امله دی، هغو کسانو ته چې «… د مرګ په سیوري کې ژوند کوي» تر څو «زموږ قدمونه د سولې پر لاره برابر کړي».

له آدم علیه السلام راهیسې، موږ دښمنۍ او مرګ ته محکوم شوي یو، او هڅه کوو چې صداقت او د خپلو ګناهونو بښنه ترلاسه کړو. او الله تعالی د آدم، حوا او شیطان په وړاندې، یو پلان اعلان کړی و چې د یوې «ښځې له اولاد» سره تړلی و. بېشکه دا ډول پلان، له جګړو او فلسفو یا د قوانینو له نظامونو نه ډېر غوره دی، ځکه دا زموږ ژورې اړتیاوې پوره کوي، نه یوازې سطحي غوښتنې.
خو دا پلان – د تیار کوونکي (یحیی) او مسیح لپاره – به څنګه پرمخ لاړ شي؟ موږ به دا زده کړو، کله چې د انجیل د زېری په اړه نور معلومات ترلاسه کوو.

د کتاب په توګه له مقدس کتابونه څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *