Skip to content

د لوط نښه – قرآن

د لوط نښه – تورات

پیدایښت ۱۹

سورت 7:80-83 (لوړوالی)

7-80 او (لېږلى و مونږ) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو داسې بد كار كوئ چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس له تاسو نه دغه (بد كار) ته ړومبـى شوى نه دى

7-81 بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ

7-82 او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې (ويې ويل:) دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دي چې ځان ډېر پاك ساتي

7-83 نو مونږ هغهٔ ته او د هغهٔ خاندان ته نجات وركړ؛ د هغهٔ له ښځې نه سِوا، هغه په پاتې كېدونكو كې وه

7-84 او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و ؟

سورت 11:77-83 (د هود)

11-77 او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده”

11-78 او ده ته يې خپل قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟

11-79 دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه تا ته خامخا هغه څه معلوم دي چې مونږ يې غواړو

11-80 ويې ويل:كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى

11-81 (ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل (كورنۍ) د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك هم بېرته (شا ته) نه ګوري، خو ستا له ښځې نه غير، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟

11-82 نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغهٔ لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه (كلي) مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ، په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو

11-83 ستا د رب په نیز په نښه شوي وو، او له ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي

۱په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو ۲او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“ ۳خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه. ۴د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو. ۵دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل. ۶لوط بهر ووتلو او ځان پسې يې دروازه بند کړه. ۷هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ. ۸ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“ ۹خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه. ۱۰خو هغه دننه دوو سړو ورمنډه کړل، لوط يې کور ته واپس راښکلو او دروازه يې بند کړه. ۱۱بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.

د حضرت لوط سدوم پرېښودل

۱۲هغه دوو سړو لوط ته وفرمائيل، ”کۀ دلته ستا نور څوک وى لکه زامن، لوڼه، زُومان او يا ستا نور خپلوان په دې ښار کښې وى، نو د دې ځائ نه يې بهر کړه، ۱۳ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“ ۱۴بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى. ۱۵سحر وختى فرښتو کوشش وکړو چې لوط تېز شى. هغوئ وفرمائيل، ”زر شه، خپله ښځه او دوه لوڼه روانې کړه او ووځه، نو داسې به تاسو نۀ مړۀ کېږئ چې کله ښار تباه کيږى.“ ۱۶خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل. ۱۷بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“ ۱۸خو لوط جواب ورکړو، ”اُف، نه صاحِبانو، په مونږ داسې مۀ کوئ. ۱۹تاسو زما سره ډېر ښۀ کړى دى او زما ژوند مو بچ کړو. خو غرونه ډېر زيات لرې دى، تباهى به زما په سر راشى او هلته رسېدو نه مخکښې به زۀ مړ شم. ۲۰تاسو ته هغه وړوکے ښار ښکارى؟ هغه نزدې دے. زۀ به هلته لاړ شم. ګورئ هغه خو وړوکے ځائ دے، خو زۀ به په امن کښې يم.“ ۲۱هغۀ جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به ستا خبره ومنم. زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم. ۲۲زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.

د خُدائ پاک سدوم او عموره تباه کول

۲۳نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو. ۲۴ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو ۲۵او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول. ۲۶خو د لوط ښځې شا ته وکتل او د مالګې ستن ترې جوړه شوه.