Skip to content

متی 21:23 – 23:39

په يروشلم کښې د حضرت عيسىٰ کاميابه استقبال

۱هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې، ۲”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ. ۳کۀ څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپرېږدى.“ ۴دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلے شوى دى چې، ۵”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“ ۶مريدان لاړل او هغه څۀ يې وکړل چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. ۷خره او د هغې کوچاڼے يې راوستل، هغوئ خپلې جامې پرې واچولې او هغه پرې سور شو. ۸ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه. ۹او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“ ۱۰کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“ ۱۱او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“

د خُدائ د کور پاکول

۱۲عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې، ۱۳او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ ۱۴او د خُدائ په کور کښې ورته ړاندۀ او شل خلق راغلل او هغوئ يې روغ کړل. ۱۵اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو. ۱۶نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“ ۱۷بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ‌عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.

د اينځر په ونې لعنت

۱۸بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو. ۱۹د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه. ۲۰مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“ ۲۱عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى. ۲۲کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“

د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس

۲۳عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم. ۲۵د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ ۲۶او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ ۲۷نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.

د دوو زامنو مِثال

۲۸خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه. ۲۹هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو. ۳۰بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لا نۀ ړو. ۳۱په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى. ۳۲ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.

د انګورو باغ او د زميندارانو مِثال

۳۳يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو. ۳۴کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. ۳۵خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو. ۳۶بيا هغۀ نور نوکران ورولېږل، دا ځل زيات کسان وُو او هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو. ۳۷په آخر کښې يې خپل زوئ په دې خيال ورولېږلو چې ګنې زما د زوئ خاطر خو به وکړى. ۳۸خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى. ۳۹او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو. ۴۰کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“ ۴۱هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“ ۴۲بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“ ۴۳ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى. ۴۴هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ ۴۵کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واورېدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى. ۴۶هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلوخکنی فصل

د وادۀ د مېلمستيا مِثال

۱بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل، ۲”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو. ۳خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل. ۴هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ. ۵خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو. ۶او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل. ۷بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو. ۸بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو. ۹لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ. ۱۰نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د مېلمنو نه هال ډک شو. ۱۱خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې. ۱۲بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۳نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى. ۱۴ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“

د روم قيصر له ماليه ورکول

۱۵بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو. ۱۶هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ۱۷مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“ ۱۸خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟ ۱۹تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه. ۲۰عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“ ۲۱هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“ ۲۲په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.

د قيامت په حق کښې تپوس

۲۳هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او هغۀ نه يې دا تپوس وکړو چې، ۲۴”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۵نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه. ۲۶دغه شان بيا دوېم، درېم تر دې چې خبره تر اوومه پورې ورسېده. ۲۷آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۸نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“ ۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ. ۳۰ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. ۳۱خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، ۳۲”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“ ۳۳خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.

په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم

۳۴فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول. ۳۵د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو، ۳۶”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ ۳۷هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. ۳۸دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. ۳۹او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ۴۰د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“

د داؤد د نسل په حقله تپوس

۴۱عيسىٰ د راجمع شوو فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ۴۲”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“ ۴۳هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟ ۴۴ځکه چې هغه وائى، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ ۴۵کۀ چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ ۴۶يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.

د حضرت عيسىٰ د فريسيانو او د شرعې د عالمانو ملامته کول

۱عيسىٰ بيا خپلو مريدانو او خلقو ته داسې خبرې وکړې چې ۲”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى، ۳نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ. ۴دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى. ۵دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى. ۶دوئ په دعوت کښې خاص ځايونه خوښوى او په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ، ۷او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى. ۸خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ. ۹په دې دُنيا کښې هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چې ستاسو خو يو پلار شته او هغه په آسمان کښې دے. ۱۰او تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائې ځکه چې ستاسو يو اُستاذ شته او هغه مسيح دے. ۱۱په تاسو کښې دې د ټولو نه لوئ ستاسو خادِم وى. ۱۲او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.

د حضرت عيسىٰ په مُنافقانو پابندى

۱۳‏-۱۴خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ. ۱۵اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ. ۱۶اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے. ۱۷اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟ ۱۸يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربان‌ګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربان‌ګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى. ۱۹اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟ ۲۰نو هرکله چې څوک په قربان‌ګاه قسم خورى نو هغه په قربان‌ګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى. ۲۱څوک چې د خُدائ په کور قسم خورى، نو هغه په هغۀ او څوک چې هلته اوسى، په دواړو قسم خورى. ۲۲او څوک چې په آسمان قسم خورى نو دا داسې دى لکه چې هغه د خُدائ پاک په تخت او د خُدائ په ذات باندې قسم خورى. ۲۳اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے. ۲۴اے ړندو لارښودونکو، تاسو خو اوبۀ د ماشى دپاره چاڼ کوئ خو اوښ لواړ تېروئ. ۲۵اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى. ۲۶اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى. ۲۷اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى. ۲۸دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بې‌شرعې کارونو نه ډک يئ.

د حضرت عيسىٰ پېشګوئې د مُنافقانو د سزا په حقله

۲۹اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو د نبيانو زيارتونه جوړَوئ او د صادقانو قبرونه سينګاروئ ۳۰او دا وايئ چې کۀ چرې مونږ د خپل پلار نيکۀ په زمانه کښې ژوندى وے نو د نبيانو په قتلولو کښې به شريک شوى نۀ وُو. ۳۱دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو. ۳۲نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ. ۳۳اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟ ۳۴ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى. ۳۵دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو. ۳۶زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.

د حضرت عيسىٰ يروشلم دپاره خفګان کول

۳۷اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل. ۳۸او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى. ۳۹خو بې‌شکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“