Skip to content

حضرت يوسف او د هغۀ وروڼه

۱يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو، ۲او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول. ۳يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه. ۴چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې. ۵يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه. ۶هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ. ۷مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“ ۸د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه. ۹بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“ ۱۰هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“ ۱۱يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.

د حضرت يوسف خرڅېدل او مِصر ته بوتلل

۱۲يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو، ۱۳يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“ ۱۴د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو ۱۵او هلته د څرن په ځائ کښې اخوا دېخوا ګرځېدو چې کله يو سړى هغه وليدو نو تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ څۀ پسې ګرځې؟“ ۱۶هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ خپلو وروڼو پسې ګرځم، ما ته ووايه چې هغوئ خپله رمه چرته څروى.“ ۱۷هغه سړى ورته ووئيل، ”هغوئ خو تلى دى. د هغوئ نه ما واورېدل چې دوئ دوتين ته ځى.“ نو يوسف په خپلو وروڼو پسې لاړو او هغوئ يې په دوتين کښې وموندل. ۱۸هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه. ۱۹هغوئ يو بل ته ووئيل، ”ګورئ، د خوبونو اُستاذ راروان دے. ۲۰نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“ ۲۱روبين د هغوئ خبرې واورېدې او د هغۀ د بچ کولو کوشش يې وکړو. هغۀ ووئيل، ”يوسف به نۀ مړ کوُو.“ ۲۲هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى. ۲۳کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله. ۲۴بيا هغوئ هغه اوچت کړو او هغه اوچ کوهى ته يې وغورزولو. ۲۵چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو. ۲۶يهوداه خپلو وروڼو ته ووئيل، ”زمونږ د ورور وژل او د هغۀ مرګ پټول به مونږ له څۀ فائده راکړى؟ ۲۷راځئ چې هغه په دې اِسمٰعيليانو خرڅ کړُو. مونږ به هغۀ ته څۀ ضرر نۀ رسوُو، آخر بيا هم، هغه زمونږ ورور دے او زمونږ خپله وينه ده.“ د هغۀ وروڼه په دې راضى شول، ۲۸او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو. ۲۹چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې. ۳۰هغه واپس وروڼو ته راغلو او ورته يې ووئيل، ”هلک خو هلته نشته. زۀ څۀ وکړم؟“ ۳۱بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه. ۳۲هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“ ۳۳هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے. زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“ ۳۴يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو. ۳۵ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو. ۳۶په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو

يهوداه او تامار

۱هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو. ۲هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو، ۳د هغې يو زوئ وشو، چې هغۀ پرې عير نوم کېښودو. ۴هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو. ۵د هغې يو بل زوئ وشو او د هغۀ نوم يې سيله کېښودو. يهوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشوم پېدا شو. ۶يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو. ۷د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو. ۸بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“ ۹خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى. ۱۰هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو. ۱۱بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده. ۱۲څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې. ۱۳تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى. ۱۴نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې. ۱۵چې کله يهوداه هغه وليده، نو خيال يې دا وو چې ګنې کنجره ده، ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړے وو. ۱۶هغه د لار په غاړه هغې له ورَغلو او وې وئيل، ”زۀ تا سره څملاستل غواړم.“ هغۀ ته پته نۀ وه چې هغه يې اِنږور ده. هغې ووئيل، ”تۀ به ما له څۀ راکړې؟“ ۱۷هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به تا له د خپلې رَمې نه يوه چېلۍ درولېږم.“ هغې ووئيل، ”ټيک ده، خو تۀ ما له په ضمانت کښې څۀ راکړه چې د ځان سره يې تر هغې پورې کېږدم چې تا چېلۍ نۀ وى رالېږلې.“ ۱۸هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه. ۱۹تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې. ۲۰وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده. ۲۱هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“ ۲۲هغه يهوداه ته واپس راغلو او وې وئيل، ”ما هغه ونۀ موندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“ ۲۳يهوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزونه هغه د ځان سره وساتى. مونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ موندله.“ ۲۴تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“ ۲۵چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو، ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مهر سره د مزى او دا لښته د چا دى.“ ۲۶يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه. ۲۷چې کله د هغې د بچى پېدا کېدو وخت راغلو، دا پته ولګېده چې د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى دى. ۲۸چې کله هغه په تکليف کښې وه، يو ماشوم لاس رابهر کړو، دايڼې يې لاس راونيولو، سور تار يې ترې تاو کړو او وې وئيل، ”دا وړومبے پېدا شوے دے.“ ۲۹خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو. ۳۰بيا د هغۀ ورور پېدا شو چې د هغۀ د لاس نه سور تار تاو وو او د هغۀ نوم زارح شو.

حضرت يوسف او د فوطيفار ښځه

۱کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو. ۲مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو، ۳چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے. ۴نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل. ۵هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو. ۶فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو، ۷او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“ ۸هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم. ۹زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“ ۱۰اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو. ۱۱خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو. ۱۲هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو. ۱۳کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه، ۱۴هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې. ۱۵نو زما چغو سره هغۀ بهر منډه کړه او قميص يې زما سره پرېښودو.“ ۱۶هغې دا قميص د يوسف د نېک کور ته راتلو پورې وساتلو. ۱۷بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو. ۱۸خو چې کله ما چغې ووهلې، هغۀ بهر منډه کړه او خپل قميص يې زما سره پرېښودو.“ ۱۹چې کله د يوسف نېک دا قيصه واورېده کومه چې خپلې ښځې ورته بيان کړه، نو هغه د غصې نه تک سور شو. ۲۰نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو. ۲۱خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو. ۲۲هغۀ يوسف د نورو ټولو قېديانو مشر جوړ کړو او چې په قېدخانه کښې څۀ هم کېدل د هر څۀ ذمه وارى يې ورکړه. ۲۳د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.

ضرت يوسف د قېديانو د خوبونو تعبير ښودل

۱څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو. ۲فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو ۳او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو. ۴دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى. ۵يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو. ۶چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل. ۷هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن دومره پرېشانه ښکارئ؟“ ۸هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“ ۹نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو، ۱۰د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول. ۱۱ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“ ۱۲يوسف ووئيل، ”د دې تعبير دا دے، دا درې څانګې درې ورځې دى. ۱۳په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې. ۱۴خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه. ۱۵ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“ ۱۶چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې. ۱۷د ټولو سر ته ټوکرۍ کښې د فِرعون دپاره هر قِسم روټۍ وې او مارغانو دا خوړلې.“ ۱۸يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى. ۱۹په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“ ۲۰په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل. ۲۱فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه، ۲۲خو هغه مشر نانبائى يې راځوړند کړو. دا ټول هم هغه شان وشول لکه څنګه چې يوسف فرمائيلى وُو. ۲۳خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو

د حضرت يوسف د فِرعون د خوبونو تعبير کول

۱پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو، ۲چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۳اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې او نرۍ وې. دا راغلې او د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې، ۴هغه مانده او کمزورو غواګانو، ښائسته او څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو. ۵هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو. ۶بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو، ۷او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو. ۸سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے. ۹بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده. ۱۰يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمتګارانو ته غصه شو نو زۀ او مشر نانبائى يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې په قېدخانه کښې قېد کړُو. ۱۱يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو. ۱۲يو ځوان عبرانے هلته مونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمتګار وو. مونږ هغۀ ته خپل خوبونه ووئيل او هغۀ مونږ ته د دې تعبيرونه وښودل. ۱۳چې څنګه هغۀ فرمائيلى وُو هم هغه شان وشول. تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“ ۱۴فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو. ۱۵فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“ ۱۶يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“ ۱۷فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم، ۱۸چې کله اووۀ ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۱۹بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې. ۲۰بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې، ۲۱خو هيچا به داسې نۀ وے وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم. ۲۲ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى راشوى وُو، ۲۳بيا د غلې اووۀ نور وَږى وشول، چې دا نرى او د صحرا هوا سوزولى وُو، ۲۴او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“ ۲۵يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۶دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى او دا د غلې اووۀ ډک وَږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے. ۲۷هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى. ۲۸لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۹اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى. ۳۰د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى. ۳۱آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى. ۳۲ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى. ۳۳اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ. ۳۴تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ. ۳۵نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى. ۳۶هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“

د حضرت يوسف مشر مقررېدل

۳۷د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله، ۳۸او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“ ۳۹فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته. ۴۰زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې. ۴۱زۀ اوس تا په ټول مِصر مشر مقرروم.“ ۴۲فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو. ۴۳هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو. ۴۴بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”زۀ فِرعون يم. او ستا د اجازت نه بغېر به په ټول مِصر کښې هيڅ څوک هم لاس پښه نۀ شى خوځولے.“ ۴۵‏-۴۶په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو. ۴۷د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه، ۴۸هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو. ۴۹دا غله دومره زياته وه چې يوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه. ۵۰د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول. ۵۱هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو. ۵۲هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو. ۵۳د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول، ۵۴او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو. ۵۵چې کله مِصريان ډېر زيات اوږى شول، دوئ فِرعون ته د خوراک دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”يوسف له لاړ شئ او هم هغسې وکړئ چې څنګه هغه تاسو ته وائى.“ ۵۶قحط سخت شو او په ټول مُلک کښې خور شو، نو يوسف ټول ګودامونه کولاو کړل او په مِصريانو به يې غله خرڅوله. ۵۷د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو

د حضرت يوسف د وروڼو غلې پسې مِصر ته تلل

۱چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟ ۲ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“ ۳نو د يوسف لس مېرنى وروڼه د غلې اخستلو دپاره مِصر ته لاړل، ۴خو يعقوب د يوسف سکه ورور بنيامين د هغوئ سره ونۀ لېږلو، ځکه چې هغه په دې يرېدو چې څۀ نقصان به ورته ورسيږى. ۵نو د يعقوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو دپاره راغلل ځکه چې د کنعان په مُلک کښې قحط وو. ۶يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول. ۷يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“ ۸اګر چې يوسف خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو. ۹هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ ۱۰هغوئ جواب ورکړو، ”نه، صاحِبه، مونږ ستا خِدمتګاران د خوراک اخستلو دپاره راغلى يُو. ۱۱مونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه، مونږ جاسوسان نۀ يُو، مونږ صحيح خلق يُو.“ ۱۲يوسف ورته ووئيل، ”نه، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“ ۱۳هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ دولس وروڼه وُو. د کنعان په مُلک کښې د يو سړى زامن يُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو اوس د خپل پلار سره دے.“ ۱۴يوسف ورته ووئيل، ”هم دغه شان ده لکه چې څنګه ما ووئيل تاسو جاسوسان يئ. ۱۵نو اوس زۀ تاسو په دې طريقې سره معلوموم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ. زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ترڅو ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى. ۱۶تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“ ۱۷بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل. ۱۸په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم. ۱۹چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ. ۲۰خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول ۲۱او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“ ۲۲روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“ ۲۳هغوئ ته پته ونۀ لګېده چې يوسف د دوئ په خبرو پوهيږى، ځکه چې هغۀ د هغوئ سره د يو ترجمان په ذريعه خبرې کولې. ۲۴يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.

د حضرت يوسف د وروڼو واپس کنعان ته تلل

۲۵يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل. ۲۶د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل. ۲۷چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې. ۲۸هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“ ۲۹چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو، ۳۰”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو. ۳۱مونږ ورته ووئيل چې مونږ جاسوسان نۀ يُو مونږ صحيح خلق يُو. ۳۲مونږ ټول دولس وروڼه د يو پلار زامن وُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو د پلار سره په کنعان کښې دے. ۳۳هغه سړى مونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګى چې تاسو صحيح خلق يئ، او باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله واخلئ او لاړ شئ. ۳۴خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور در‌واپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“ ۳۵نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل. ۳۶خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“ ۳۷روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“ ۳۸خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“

مِصر ته دوېم سفر

۱نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو، ۲او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“ ۳يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. ۴کۀ تۀ مونږ سره زمونږ ورور لېږل غواړې، نو مونږ به لاړ شُو او ستا دپاره به خوراک واخلو. ۵او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“ ۶يعقوب ورته وفرمائيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمونږ بل ورور هم شته؟“ ۷هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمونږ او زمونږ د خاندان په حقله تپوسونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسونو جواب ورکولو. مونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“ ۸يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو. ۹زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم. ۱۰کۀ مونږ دومره وخت ضائع کړے نۀ وے، نو مونږ به هلته تلى وو او تر اوسه پورې به دوه ځل واپس هم راغلى وُو.“ ۱۱خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام. ۱۲د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى. ۱۳خپل ورور روان کړئ او سمدستى هغه سړى له واپس لاړ شئ. ۱۴قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“ ۱۵نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول. ۱۶چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“ ۱۷نو خِدمتګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو او هغه کسان يې د يوسف کور ته بوتلل. ۱۸چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“ ۱۹نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل، ۲۰”اے صاحِبه، مونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو دپاره راغلى وُو. ۲۱مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى. ۲۲مونږ ځان سره د نور خوراک اخستلو دپاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمونږ په بوجو کښې چا واپس اېښې وې.“ ۲۳د خِدمتګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې اېښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاو شوې.“ بيا هغۀ شمعون هغوئ له راوستلو. ۲۴هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول. ۲۵هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى. ۲۶چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول. ۲۷هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په حقله وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“ ۲۸هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل. ۲۹چې کله يوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ وفرمائيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په حقله ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه، خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“ ۳۰بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل. ۳۱د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو او خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې روټۍ راوړئ. ۳۲يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل. ۳۳د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل. ۳۴د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.

د سپينو زرو جام ورکېدل

۱يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ. ۲زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو. ۳بل سحر وختى، د هغۀ وروڼه د خپلو خرونو سره په خپله مخه لاړل. ۴چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟ ۵تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“ ۶چې کله خِدمتګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې. ۷هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے. ۸تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟ ۹صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“ ۱۰هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“ ۱۱نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه. ۱۲د يوسف خِدمتګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول او جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو. ۱۳د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول. ۱۴چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل، ۱۵او يوسف ورته وفرمائيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزونه معلوموى؟“ ۱۶يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“ ۱۷يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“

د يهوداه د بنيامين دپاره مِنت زارى کول

۱۸يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې. ۱۹نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟ ۲۰نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى. ۲۱صاحِبه، تا مونږ ته وفرمائيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې، ۲۲او مونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جدا کېدے، کۀ هغه جدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى. ۲۳بيا تا وفرمائيل چې کۀ تاسو سره خپل کشرے ورور نۀ وى راغلے نو تاسو زما په دربار کښې نۀ شئ حاضرېدے. ۲۴کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې. ۲۵هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ. ۲۶مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى. ۲۷زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى. ۲۸هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے. ۲۹کۀ تاسو اوس دے هم زما نه بوځئ او په هغۀ څۀ وشى نو تاسو چې په کوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به غمژن قبر ته ولېږئ.“ ۳۰‏-۳۱يهوداه خبرې کولې، ”او اوس صاحِبه، کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار له لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى او هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے او چې مونږ يې په کوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى. ۳۲بله خبره دا ده چې، ما خپل پلار له خپل ځان په ضمانت کښې ورکړے دے. ما هغۀ ته وئيلى دى چې کۀ دا هلک مې واپس هغۀ له رانۀ وستلو، نو زۀ به همېشه دپاره هغۀ ته ملامته يم. ۳۳او اوس صاحِبه، د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غلام شم، دے پرېږده چې واپس د خپلو وروڼو سره لاړ شى. ۳۴چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“مخکنی فصل

۱بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو. ۲هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو. ۳يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے. ۴بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو. ۵اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم. ۶دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى. ۷خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ. ۸نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم. ۹اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه. ۱۰تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى. ۱۱کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى. ۱۲او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم. ۱۳زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“ ۱۴هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو. ۱۵بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې. ۱۶چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول. ۱۷فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى. ۱۸هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى. ۱۹هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى. ۲۰د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“ ۲۱د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو. ۲۲هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې. ۲۳هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانونو بار لس خرې او لس د غلې بار خرې، روټۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورولېږلو. ۲۴هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“ ۲۵دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل. ۲۶هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو. ۲۷خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله. ۲۸هغۀ وفرمائيل، ”زما زوئ يوسف ژوندے دے. بس هم دغه مې غوښتل. زۀ ورځم چې د خپل مرګ نه مخکښې يې ووينم.“

د حضرت يعقوب د خاندان مِصر ته تلل

۱يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې. ۲د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“ ۳ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم. ۴زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“ ۵نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې. ۶هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو، ۷خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ. ۸دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو ۹او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى. ۱۰شمعون او د هغۀ زامن، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ. ۱۱ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى. ۱۲يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو. ۱۳يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون. ۱۴زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلى‌اېل. ۱۵دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو. ۱۶جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى. ۱۷آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو. ۱۸دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقوب اولاد دے، هغه وينځه کومه چې لابن خپلې لور لِياه له ورکړې وه. ۱۹د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين. ۲۰په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول. ۲۱د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو. ۲۲دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے. ۲۳دان او د هغۀ زوئ حشيم. ۲۴نفتالى او د هغۀ زامن، يحزى‌ايل، جونى، يصر او سليم. ۲۵دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه. ۲۶په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى. ۲۷د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.

حضرت يعقوب او د هغۀ خاندان په مِصر کښې

۲۸يعقوب يهوداه د ځان نه مخکښې يوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقوب سره مِلاو شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل، ۲۹نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل. ۳۰يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“ ۳۱بيا يوسف خپلو وروڼو او د خپل پلار د خاندان باقى نورو کسانو ته وفرمائيل، ”زۀ ځم چې فِرعون ته ووايم چې زما وروڼه او زما د پلار مکمل خاندان، چې د کنعان په مُلک کښې وُو، ما له راغلى دى. ۳۲زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ او څاروى ساتئ او تاسو خپلې رَمې او څاروى او چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى. ۳۳چې کله فِرعون تاسو راوغواړى او تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے، ۳۴نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل

۱نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“ ۲هغۀ بيا خپل وروڼه د فِرعون سره مِلاو کړل. ۳فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ شپانۀ يُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار نيکۀ وُو.“ ۴”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“ ۵فِرعون يوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار او ستا وروڼه راغلى دى، ۶نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“ ۷بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه، ۸او فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“ ۹يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“ ۱۰يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو. ۱۱بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو. ۱۲يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.

قحط

۱۳قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم روټۍ نۀ مِلاوېدله او د مِصر او د کنعان د مُلک خلق د لوږې نه کمزورى شول. ۱۴چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې او هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې. ۱۵چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“ ۱۶يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“ ۱۷نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو. ۱۸ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۹ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“ ۲۰نو يوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون دپاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، او هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه. ۲۱يوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غلامان کړل. ۲۲خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله. ۲۳نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ. ۲۴د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“ ۲۵هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“ ۲۶نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.

د حضرت يعقوب وصيت

۲۷بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول او ډېر اولاد يې پېدا شو. ۲۸يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو. ۲۹چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې. ۳۰زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“ ۳۱يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.