Skip to content

د آدم نښه – قرآن

د آدم نښه – تورات

سورت 7:19-26

7-19 او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ,7-20 نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه7-21 او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو ځنې یم 7-22 نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى؟7-23 دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو7-24 وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او تاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي7-25 (الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكل كېږئ 7-26 اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي

(طه ها) سورت ۲۰: ۱۲۱-۱۲۳

20-121 نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده20-122 بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته)20-123 (الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي

پیدایښت 2:15-17

۱۵مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى. ۱۶مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، ۱۷خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“

پیدایښت ۳:۱-۲۳

د بنى آدم نافرمانى کول

۱مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ ۲ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته، ۳خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“ ۴مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ. ۵خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“ ۶چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه. ۷چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل. ۸د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول. ۹خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“ ۱۰هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“ ۱۱نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“ ۱۲آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“ ۱۳نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“

د خُدائ پاک د اِنصاف فېصله کول

۱۴بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې. ۱۵زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“ ۱۶او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“ ۱۷او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. ۱۸دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. ۱۹د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“ ۲۰آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه. ۲۱نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.

د حضرت آدم او بى‌بى حوا د باغ عدن نه شړل

۲۲بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“ ۲۳نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.