Skip to content

تثنیه 28:1 – 31:29

۱کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى. ۲د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک فرمانبردارى کوئ او هغه به تاسو له دا ټول برکتونه درکړى، ۳کۀ تاسو په ښارونو يا کلو کښې اوسېږئ نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى. ۴مالِک خُدائ به تاسو له ډېر اولاد، ډېره غله او ډېر څاروى او ګډې درکړى. ۵ستاسو په کندو او خانک کښې به برکت وى. ۶مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى. ۷کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى. ۸تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ۹کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ او د هغۀ په لاره روان يئ، نو هغه به ستاسو نه يو مقدس قوم جوړ کړى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. ۱۰نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى. ۱۱مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده. ۱۲هغه به په آسمان کښې د خپلې ډکې خزانې نه په صحيح موسم کښې باران ووروى او ستاسو په هر کار کښې به برکت واچوى، نو تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکوئ، خو د هيچا نه به تاسو قرض نۀ اخلئ. ۱۳مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ. ۱۴زۀ چې نن تاسو له کوم حُکمونه درکوم نو د هغې نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ او نۀ چې په نورو معبودانو پسې لاړ شئ او نۀ يې عبادت وکړئ.

د نافرمانۍ نتيجه

۱۵خو کۀ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نافرمانى وکړئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو او قانون باندې په وفادارۍ سره عمل نۀ کوئ کوم چې زۀ نن درکوم، نو دا لعنتونه به په تاسو راشى او په تاسو به غالِب شى. ۱۶مالِک خُدائ به ستاسو په ښارونو او پټو باندې لعنت راولى. ۱۷مالِک خُدائ به ستاسو په غله او په هغه خوراک لعنت راولى چې تاسو يې د دې نه تياروئ. ۱۸مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بې‌کاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى. ۱۹مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى. ۲۰کۀ تاسو بد عمل کوئ او د مالِک خُدائ نه اِنکار کوئ نو هغه به په تاسو افت، وارخطائى او تکليف راولى، چې زر او په پوره توګه تباه شئ. ۲۱هغه به په تاسو باندې پرله پسې بيمارۍ راولى تر دې پورې چې په هغه مُلک کښې ستاسو يو کس به هم پاتې نۀ شى کوم چې تاسو قبضه کوئ. ۲۲مالِک خُدائ به تاسو په خورېدونکو بيمارو، په پړسوب او تبه باندې آخته کړى، هغه به سره د توروالى او د پشم د بيمارۍ اوچ کالى او سخته ګرمى راولى. دا افتونه به تر مرګه پورې تاسو سره وى. ۲۳بره د آسمان نه به باران بند وى او زمکه به د کاڼى په شان کلکه شى. ۲۴د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى. ۲۵مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى. ۲۶ستاسو لاشونه به د ټولو مارغانو او ځنګلى ځناورو خوراک شى او هلته به هيڅ څوک داسې نۀ وى چې تاسو نه يې وشړى. ۲۷مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى. ۲۸مالِک خُدائ به تاسو ليونى کړى، هغه به تاسو ړاندۀ کړى او دماغ به مو ګډ‌وډ کړى. ۲۹د غرمې په وخت کښې به هم تاسو د ړندو په شان اخوا دېخوا ګرځئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې لاره پېدا کړئ. تاسو به په يو کار کښې هم کامياب نۀ يئ. تاسو به پوره کړېدلى او لوټ شوى يئ او هلته به داسې څوک نۀ وى چې ستاسو مدد وکړى. ۳۰تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ. ۳۱ستاسو څاروے به د ستاسو د سترګو په وړاندې حلال شى، خو تاسو به يې غوښه ونۀ خورئ. ستاسو په وړاندې به ستاسو خرونه بوتلے شى خو تاسو له به واپس در نۀ کړے شى، ستاسو ګډې به ستاسو دشمنانو له ورکړے شى خو ستاسو د مدد دپاره به هيڅ څوک نۀ وى. ۳۲ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے. ۳۳يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى. ۳۴او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ. ۳۵مالِک خُدائ به ستاسو پښې په لا علاجه او دردناکو زخمونو پټې کړى، د سر نه تر پښو پورې به په تاسو باندې دانې راوخېژى. ۳۶مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى. ۳۷په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى. ۳۸تاسو به ښۀ ډېر تخم وکَرئ، خو لږ فصل به ترې ورېبئ، ځکه چې د قحطۍ مُلخان به ستاسو فصلونه وخورى. ۳۹تاسو به د انګورو باغونه وکَرئ او د هغې ساتنه به وکړئ، خو تاسو به نۀ د هغې نه انګور راغونډ کړئ او نۀ به يې مے وڅښئ، ځکه چې چينجى به انګور وخورى. ۴۰د زيتُونو ونې به ستاسو په مُلک کښې شوى وى، خو هيڅ د زيتُونو تېل به تاسو ته مِلاو نۀ شى، ځکه چې زيتون به کچه راوغورزيږى. ۴۱ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى. ۴۲ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د قحطۍ مُلخان خراب‌تُراب کړى. ۴۳ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ. ۴۴هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى. ۴۵دا ټول افتونه به په تاسو راشى او دا افتونه به ستاسو تر تباهۍ پورې تاسو سره وى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه او په هغه ټول قانون باندې تاسو عمل ونۀ کړو چې هغۀ درکړے وو. ۴۶دا افتونه به د يوې نښې او خبردارى په شان ستاسو او ستاسو د اولاد په مينځ کښې د همېشه دپاره وى. ۴۷مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو. ۴۸نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ. ۴۹مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى. ۵۰هغوئ به يو ظالم او بې‌رحمه قوم وى چې نۀ به د مشرانو عزت کوى او نۀ به په کشرانو رحم کوى. ۵۱هغوئ به ستاسو څاروى او فصلونه وخورى او تاسو به د لوږې نه مړۀ شئ. هغوئ به ستاسو غله، مے، د زيتُونو تېل، څاروى او ګډې هيڅ هم نۀ پرېږدى، او تاسو به مړۀ شئ. ۵۲مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم مُلک تاسو له درکوى هغوئ به د هغې په هر ښار باندې حمله وکړى او په کومو اوچتو او پَخو دېوالونو باندې چې تاسو اعتبار کوئ هغه به راوغورزيږى. ۵۳کله چې ستاسو دشمنان ستاسو ښارونه محاصره کوى، نو تاسو به دومره اوږى شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له کوم بچى درکړى وى نو هغه به هم وخورئ. ۵۴‏-۵۵ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى. ۵۶‏-۵۷ستاسو د ټولو نه شريفه او د نرم زړۀ ښځه، دومره شريفه او پاکه چې په پوره ژوند کښې چرته نۀ وى تلې، هغه به هم دغه شان کار کوى. کله چې دشمن هغه ښار محاصره کړى، نو هغه به دومره اوږې شى چې هغه به پټ پټ خپل نوے پېدا شوے ماشوم او پېروان هم خورى. هغه به په دې کښې خپل خاوند له چې مينه ورسره کوى او خپل بچى هم نۀ شريکوى. ۵۸کۀ تاسو په وفادارۍ د خُدائ پاک ټولې لارښودنې ونۀ منئ کومې چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کۀ تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک عجيبه او هيبتناک نوم نه ونۀ يرېږئ، ۵۹نو هغه به په تاسو او ستاسو په اولاد باندې داسې لاعلاجه بيمارۍ او دردناکې وباګانې راولېږى چې هغه به هيڅکله نۀ بنديږى. ۶۰هغه به يو ځل بيا په تاسو باندې هغه ټولې يروونکې بيمارۍ راولى چې په تاسو باندې په مِصر کښې تېرې شوې وى او تاسو به هيڅکله روغ نۀ شئ. ۶۱هغه به هغه هر قِسم بيمارۍ او وباګانې هم راولېږى چې هغه د خُدائ پاک د قانون په دې کِتاب کښې نۀ دى بيان شوى او تاسو به تباه شئ. ۶۲اګر چې تاسو به د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره شئ، خو صِرف ستاسو يو څو کسان به ژوندى پاتې شى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه. ۶۳لکه څنګه چې مالِک خُدائ په خوشحالۍ سره تاسو کامياب کړئ او ستاسو شمېر يې زيات کړو، نو هم دغه شان هغه به خوشحالۍ سره تاسو تباه کړى او تباهى به درباندې راولى. تاسو به د هغه مُلک د بېخ نه وويستلے شئ کوم چې تاسو قبضه کوئ. ۶۴مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى. ۶۵په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نا‌اُميدى او غم د حد نه زيات کړى. ۶۶ستاسو ژوند به همېشه په خطره کښې وى. شپه او ورځ به تاسو يرېږئ او تاسو به هر وخت د مرګ په يره کښې ژوند تېروئ. ۶۷تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ. ۶۸مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“

د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ لوظ

۱دا د هغه لوظ خبرې دى چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره دا لوظ وکړى، دا ټولې خبرې د هغه لوظ نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړې وې. ۲موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل. ۳تاسو سختې وباګانې، معجزې او لوئې نښې وليدې چې مالِک خُدائ وکړې. ۴خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى. ۵څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه او ستاسو جامې او څپلۍ هيڅکله نۀ دى زَړې شوې. ۶کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے. ۷او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو، ۸د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو. ۹په وفادارۍ سره د دې لوظ ټول شرطونه ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ. ۱۰نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى، ۱۱هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى. ۱۲نن تاسو د هغه لوظ دپاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے، ۱۳نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ او هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره وعده کړې وه. ۱۴صِرف تاسو هغه خلق نۀ يئ چې د چا سره مالِک خُدائ دا لوظ کوى. ۱۵هغه دا لوظ زمونږ ټولو سره کوى کوم چې نن دلته د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په مخکښې ولاړ يُو او زمونږ د اولاد سره هم چې هغوئ لا پېدا شوى نۀ دى. ۱۶ستاسو به ياد وى چې په مِصر کښې ژوند څنګه وو او د نورو قومونو په علاقه کښې د تېرېدو سفر څنګه وو. ۱۷تاسو د هغوئ مردار بُتان وليدل چې د لرګى، کاڼى، سپينو زرو او سرو زرو نه جوړ وُو. ۱۸پام کوئ چې يو سړے، ښځه، خاندان او يوه قبيله هم د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه وانۀ وړى کوم چې نن دلته حاضر يئ چې تاسو د نورو قومونو د معبودانو عبادت وکړئ. دا به د يوې داسې جرړې په شان وى چې يو ترخه او زهرژنه مېوه ترې نه جوړه شى. ۱۹پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى. ۲۰مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى. ۲۱مالِک خُدائ به هغه د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو په مخکښې د عبرت يوه نمونه جوړه کړى او يوه تباهى به ورباندې راولى هم هغه شان څنګه چې هغه ټول لعنتونه په هغه لوظ کښې شوى دى کوم چې مالِک خُدائ د لارښودنې په دې کِتاب کښې ليکلى دى. ۲۲په راتلونکى نسلونو کښې ستاسو اولاد او د لرې مُلکونو مسافر به هغه تباهى او تکليفونه وګورى چې مالِک خُدائ ستاسو په مُلک باندې راوستلى وى. ۲۳پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو. ۲۴بيا به ټوله دُنيا وائى چې، ”د هغوئ په مُلک يې دا ولې وکړل؟ څۀ وجه وه چې هغه دومره سخت په قهر وو؟“ ۲۵نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے. ۲۶هغوئ د هغه معبودانو عبادت وکړو چې مخکښې يې هيڅکله نۀ وو کړے، د هغه معبودانو چې مالِک خُدائ د هغوئ د عبادت نه منع کړى وُو. ۲۷نو مالِک خُدائ خپلو خلقو ته په قهر شو او د هغوئ په مُلک يې هغه ټول لعنتونه راوستل چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۲۸مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“ ۲۹داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.

د واپس کولو او برکت دپاره شرطونه

۱ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده. ۲کۀ تاسو او ستاسو اولاد مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه ومنئ کوم چې نن زۀ درکوم، ۳نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى. ۴کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى، ۵هغه به تاسو هغه مُلک ته راولى چرته چې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل او دا به قبضه کړئ. او هغه به تاسو نور هم کامياب کړى او تاسو به په شمېر کښې د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات کړى. ۶مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ. ۷مالِک خُدائ به دا ټول لعنتونه ستاسو په دشمنانو واچوى، چې هغوئ ستاسو نه کرکه کوله او تاسو يې کړَولى يئ، ۸او تاسو به بيا د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه به منئ کوم چې نن زۀ درکوم. ۹مالِک خُدائ به تاسو په هر کار کښې کاميابوى، ستاسو به ډېر اولاد او ډېر څاروى وى او ستاسو پټى به ډېر فصلونه پېدا کوى. هغه به ستاسو په کاميابولو باندې دومره خوشحاله وى لکه څنګه چې هغه ستاسو د پلار نيکۀ په کاميابولو خوشحاله وو، ۱۰خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ. ۱۱نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے. ۱۲دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟ ۱۳نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟ ۱۴بلکې هغه پېغام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے، چې عمل پرې وکړئ. ۱۵ګورئ زۀ نن ستاسو په وړاندې يو طرف ته ژوند او خوشحالى ږدم او بل طرف ته مرګ او تباهى ږدم چې تاسو به څۀ خوښوئ. ۱۶کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ. ۱۷خو کۀ تاسو د هغۀ نه واوړئ او د هغۀ فرمانبردارى نۀ کوئ او د نورو معبودانو د عبادت دپاره بې‌لارې کول کوئ، ۱۸نو تاسو به تباه شئ، زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره نۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے چې تاسو يې قبضه کوئ. ۱۹زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ. ۲۰د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“

د حضرت يشوَع د حضرت موسىٰ په ځائ کار کول

۱نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو سره خپلې خبرې جارى وساتلې، ۲او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم. ۳مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى او هغه قومونه به تباه کړى چې هلته اوسيږى، نو تاسو به د هغوئ مُلک قبضه کړئ، او يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى. ۴مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو. ۵مالِک خُدائ به تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړى او تاسو به د هغوئ سره خامخا هم هغه شان کار کوئ لکه څنګه چې ما درته وئيلى دى. ۶تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“ ۷بيا موسىٰ يشوَع راوغوښتلو او د ټولو بنى اِسرائيلو په مخکښې يې هغۀ ته وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه، تۀ هغه کس يې چې د دې خلقو رهنمائى به کوې چې هغه مُلک قبضه کړى چې مالِک خُدائ يې د هغوئ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. ۸مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“

په هر اوؤم کال د شريعت لوستل

۹نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو. ۱۰هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخر کښې يعنې کله چې د قرضونو د معاف کولو کال راځى، نو د جونګړو په اختر کښې دا په اوچت آواز سره وايئ. ۱۱دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى. ۱۲سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى. ۱۳نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅکله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانون نۀ دے اورېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى زده کړى چې هغوئ په هغه مُلک کښې تر کومې پورې اوسيږى چې هغه د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“

حضرت موسىٰ ته د مالِک خُدائ آخرى نصيحت

۱۴بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل، ۱۵او مالِک خُدائ هلته د وريځې د ستن په شکل کښې څرګند شو چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ولاړه وه. ۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى. ۱۷نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم. ۱۸نو په هغه وخت به زۀ د هغوئ نه مخ واړوم، ځکه چې هغوئ به بد عمل کړے وى او د نورو معبودانو عبادت به يې کړے وى. ۱۹اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى. ۲۰زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى، ۲۱او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“ ۲۲نو هم په هغه ورځ موسىٰ دا سندره وليکله او په بنى اِسرائيلو باندې يې زده کړه. ۲۳بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“ ۲۴نو موسىٰ د خُدائ پاک مکمل حُکمونه په يو کِتاب کښې وليکل. ۲۵کله چې هغه اوزګار شو، نو هغۀ ليويانو اِمامانو ته وفرمائيل کوم چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق مشران وُو، ۲۶”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى. ۲۷ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى. ۲۸د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم. ۲۹ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“