Skip to content

خروج 12: 1-42

د فسحې اختر

۱مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى. ۳د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى. ۴او کۀ چرې د چا په خاندان کښې د ټول څاروى خوړلو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسيږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى. ۵تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۶نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى. ۷خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى. ۸په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى. ۹د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ. ۱۰تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ. ۱۱دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے. ۱۲په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۳په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم. ۱۴تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“

د پتيرې روټۍ اختر

۱۵مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۶په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ. ۱۷د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ. ۱۸د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې روټۍ مۀ خورئ. ۱۹‏-۲۰چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“

د فسحې اختر په اول ځل کول

۲۱موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى. ۲۲د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى. ۲۳چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى. ۲۴تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ. ۲۵چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ. ۲۶چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟ ۲۷تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۲۸بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.

د آخرى افت رارسېدل

۲۹په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول. ۳۰په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان او نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے. ۳۱هم په هغه شپه بادشاه موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو دواړه او ټول بنى اِسرائيل پاڅئ. زما د مُلک نه ووځئ، لکه څنګه چې تاسو وئيل، نو لاړ شئ او د مالِک خُدائ عبادت وکړئ. ۳۲خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“ ۳۳مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“ ۳۴نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکونه ډک کړل او په څادرو کښې يې وتړل او د ځان سره يې يوړل. ۳۵بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو. ۳۶مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه تلل

۳۷بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو. ۳۸سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل. ۳۹دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى. ۴۰بنى اِسرائيل په مِصر کښې څلور سوه دېرش کاله اوسېدل. ۴۱هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې. ۴۲دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.