Skip to content

سورت 2:67-73 (غوا)

او كله چې موسٰى خپل قوم ته وويل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې يوه غوا حلاله كړئ، هغوى وويل: ايا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وويل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مينځ كې مِيانَه حاله ده، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بيان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بيان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي يو

(موسٰى) وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غُوا ده چې نه كار كوونكې ده، چې ځمكه قُلبه كوي او نه فصل اوبه كوي، روغه رَمَټه ده، هېڅ داغ ټكى په كې نشته، هغوى وويل: اوس دې واضحه خبره راوړه، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى

او كله چې تاسو يو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مينځ كې په جګړه شوئ، او الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول

نو مونږ وويل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَىِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ