Skip to content

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته د هارون د دوو زامنو د مرګ نه پس وفرمائيل چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کړو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو. ۲مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى. ۳هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“ ۴بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے. ۵د بنى اِسرائيلو قوم به هارون له د ګناه د نذرانې دپاره دوه چېلى او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړى. ۶هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى. ۷بيا به هغه دوه چېلى د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته بوځى. ۸هلته به هغه پچه واچوى، دوه تيږې به راواخلى، په يوه باندې به ”مالِک خُدائ دپاره“ نښه واچوى او په بله به ”عزازيل دپاره“ نښه واچوى. ۹هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى. ۱۰چې کوم چېلے د عزازيل دپاره خوښ کړے شوے وى هغه به مالِک خُدائ ته ژوندے پېش کيږى او په بيابان کښې به عزازيل ته وشړلے شى، چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى. ۱۱چې کله هارون غوَيے د خپلې ګناه او د خپل خاندان د ګناه دپاره د نذرانې په توګه قربانى کړى، ۱۲هغه به دوه موټى ښه خوشبوئى او د قربان‌ګاه نه يو مجمر د بلو سکارو واخلى او زيات مقدس ځائ ته به يې دننه راوړى. ۱۳هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى. ۱۴هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى. ۱۵د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو. ۱۶نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے. ۱۷د هارون د پاکوالى کفاره ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه واخله د هغۀ د بهر راوتلو پورې، هلته به په خېمه کښې هيڅ څوک نۀ وى. چې په کوم وخت هغه د ځان، د خپل خاندان او د ټول قوم دپاره کفاره ادا کوى، ۱۸بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربان‌ګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربان‌ګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى. ۱۹هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربان‌ګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.

د ګناهونو د کفارې چېلے

۲۰چې کله هارون د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور د ټولې مقدسې خېمې او د قربان‌ګاه د پاکوالى کفاره ادا کول ختم کړى، نو هغه به مالِک خُدائ ته هغه ژوندے چېلے پېش کړى چې د عزازيل دپاره خوښ شوے وو. ۲۱خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى. ۲۲چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېر‌ابادې علاقې ته يوسى. ۲۳نو بيا به هارون مقدسې خېمې ته ننوځى، زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو نه مخکښې هغۀ چې کوم د اِمامانو د کتان لِباس اغوستے وو نو هغه به وباسى او هلته به يې پرېږدى. ۲۴هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى. ۲۵د ځناور وازګه به په قربان‌ګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده. ۲۶کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى. ۲۷کوم غوَيے او چېلے چې د ګناه د نذرانې دپاره استعمال شوى وُو چې وينه يې د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته راوړلے شوې وه، دا به د کېمپ نه بهر وړلے شى او سوزولے به شى. څرمن، غوښه او کولمې هر څۀ به سوزولے شى. ۲۸څوک چې دا وسوزوى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.

د کفارې ورځ لمانځل

۲۹دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى. ۳۰په هغه ورځ به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د پاکوالى کفاره ادا شى او هغوئ به پاک شى. ۳۱چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى. ۳۲کوم مشر اِمام چې د پلار په ځائ مقرر شوے وى، هغه به د پاکوالى کفاره ادا کړى. هغه به د اِمامانو د کتان لِباس واغوندى ۳۳او د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور ټولې مقدسې خېمې، قربان‌ګاه، د اِمامانو او د ټول قوم د پاکوالى کفاره به ادا کړى. ۳۴دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو