موږ د موسی دوهم نښه کې ولیدل هغه حکمونه چې د سینا په غرهٔ کې موسی ته ورکړل شول خورا د پام وړ او ارزښتناکه ؤ. د موسی د دوهمې برخې د لیکنې په پای کې ما تاسو ته بلنه درکړه چې له ځانه وپوښتئ. د شریعیت شتون بې دلیله نده. تاسو شریعیت تل ساتې که نه. که تاسو تل شریعیت نه ساتئ تاسو، لکه زه چې یم، په جدي ستونزه کې یاست – قضاوت او سزا. خو تاسو پدې کې پاتې راغلي یاست نو څه کولای شئ؟ دا هارون و (چې آرون هم بلل کېږي، د موسی علیهالسلام ورور)، او د هغه اولاد، چې د قربانیو انتظام به یې کاوه تر څو دا ستونزه هواره کړي – او دغه قربانۍ به د ګناهونو کفاره یا پوښښ کېدلې.
هارون دوه ډېر مهمې قربانۍ درلودې چې دا د الله (ج) له لوري نښې وې، څو خلک وپوهېږي چې څنګه الله د شریعت د ماتولو له امله شوي ګناهونه پوښي یا بخښي. دغه دوه قربانۍ د غويي او دوو بزو وې. د هارون د غويي قرباني هغه څه دي چې په قرآن کی سوره البقره ته یې نوم ورکړی. خو راځئ چې له بزوو نه پیل وکړو.
د قربانۍ بزه او د کفارې ورځ
له د موسی نښه ۱ لومړۍ بېلګه کې مو ولوستل د فسحې اختر د یهودیانو لخوا د فرعون څخه د خلاصون په یاد لمانځل کېده او اوس هم کېږي. خو تورات د نورو اخترونو د لمانځلو امر هم وکړ. په ځانګړې توګه یو مهم اختر د کفارې په نوم یادېږي. ددې اختر په هکله دلته په تورات کې لوستلی شئ.
ولې د کفارې د ورځې لپاره دومره پر ځای او مفصل لارښوونې ورکړل شوې دي؟ دغه لارښوونې داسې پېل کېږي.
د هارون د دوو زامنو د مړینې څخه وروسته چې څښتن ته ورنژدې شول او مړه شول، څښتن د موسی سره خبرې وکړې. ۲ هغه وویل: «خپل ورور هارون ته ووایه چې یوازې په یو مناسب وخت کې دې ډېر سپېڅلي ځای ته چې د پردې شاته دی ورننوځي، ځکه دا هغه ځای دی چې زه په کې په ورېځو کې د لوظ د صندوق د سرپوښ دپاسه راښکاره کېږم. که هغه سرغړونه وکړي، نو وبه وژل شي. (د لاویانو کتاب ۱۶:آیت ۱-۲)
موږ په تورات کې لولو چې د هارون دوه ځامن کله چې د ټاکلي وخت څخه وړاندې د خدای کېږدی ته ننوتل. هغه دواړه ددې بې اطاعتی په خاطر د خدای د کور په سپېڅلي ځای کې د خدای له لوري هغوی ته سزا ورکړ شو او مړه شول. د څه لپاره؟ او په کوم دلیل؟ موږد دلیل او دهغهٔ څرنګوالی په هکله په پورته لیکنه کې مالومات ورکړل. د خدای په کېږدی کې د تړون صندوق شتون درلود. قرآن ددې صندق په هکله لیکي:
د ګناه بخښنه (کفاره) او د الله(ج) د عهد صندوق
قرآن’ د تړون صندوق نښه بولي ځکه د موسی په وسیله لس حکمونه «چې په ګټ کې لیکل شوي ؤ» او نور سپېڅلي شیان په هغهٔ کې ساتل کېدل او ددې صندوق سِیر او نښه وه . ټول قانون – هر چا چې ددې حکمونو څخه اطاعت نه کاوه ددې صندوق په څنګ کې به مړه کېدل. لکه د هارون د زامنو په شان. نو پدې ترتیب وینو چې یو روښانه لارښونه ورکړشوه : په کال کې یو ځل باید هارون دغه سپېڅلي ځای ته دننه شي. که هارون پرته د ټا ورځې څخه په بله ورځ هغهٔ ځای ته ننوځي د دې کشتۍ په شتون کې – به مړ شي. لومړی د هارون دوه زامن هغه وخت مړه شول چې هغوی خیمې ته ننوتل. په دې توګه په احتياط سره لارښوونې وشوې، په دې کې دا حکم شامل وو چې په ټول کال کې يوازې يوځل هغه هم د کفارې په ورځ هارون باید سپېڅلي ځای ته ننوځي . که هارون د کفارې له ورځې پرته سپېڅلي ځای ته ننوتلای وای ، مړ کېده.
هارون دې یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي… هغه به هلته د څښتن په حضور کې خوشبویي په اور باندې واچوي او د خوشبویۍ لوګی به د لوظ د صندوق سرپوښ پټ کړي، ترڅو هارون هغه ونه ویني او مړ نه شي. (د لاویان کتاب۱۶:آیت ۶ او ۱۳)
نو هارون یو غوا (یا بېل) قرباني کړ، څو د خپلو هغو ګناهونو کفاره ورکړي چې د شریعت خلاف شوې وې. او سمدلاسه ورپسې، هارون د قربانۍ بزې هغه حیرانوونکې مراسم ترسره کړل.
د قربانۍ بزې مراسم
بیا دې هغه دوه سېرلي واخلي او د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې دې د څښتن په حضور کې وړاندې کړي. ۸ هغه دې د دوو سېرلیو دپاره پچه واچوي او د دوه تیږو څخه دې کار واخلي، په یوې باندې دې د څښتن دپاره نښه وکړي او په بلې باندې دې د عزازیل دپاره. ۹ هارون به هغه سېرلی چې د څښتن دپاره د پچې په وسیله غوره شوی وي، د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي. (لاویان کتاب ۱۶: آیت ۷-۹۰)
کله چې هارون د خپلو ګناهونو د کفارې لپاره بېل قرباني کړ، نو هغه به دوه بزې اخیستې او پرې به پچه اچول کېده. یوه بزه به د قربانۍ بزه وټاکل شي، او بله به د ګناه د قربانۍ په توګه حلالېده. ولی؟
بیا به هارون د ګناه د نذرانې سېرلی د قوم په خاطر حلال کړي او د هغه وینه به ډېر سپېڅلي ځای ته یوسي او هماغسې کار به ورسره وکړي چې د غویي په وینه باندې یې کړی ؤ. هغه به د لوظ د صندوق په سرپوښ او د صندوق مخې ته وشیندي. ۱۶ په دې ډول به هغه د پاکولو مراسم سرته ورسوي چې ډېر سپېڅلی ځای د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ او د هغوی د ټولو ګناهونو څخه پاک کړي. هغه دې دا کار د سپېڅلې خېمې دپاره هم وکړي، ځکه چې هغه د کمپ په منځ کې ولاړه ده او کمپ په مذهبي لحاظ ناپاک دی. (لاویان کتاب ۱۶: آیت ۱۵-۱۶)
نو د قربانۍ بزې سره څه وشول؟
کله چې هارون د ډېر سپېڅلي ځای، د سپېڅلې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ د ځای د پاکولو مراسم سرته ورسوي، هغه به هغه ژوندی سېرلی څښتن ته وړاندې کوي چې د عزازیل دپاره غوره شوی دی. ۲۱ هغه دې دواړه لاسونه د ژوندي سېرلي په سر باندې کېږدي او په هغه باندې دې د اسراییلو د قوم د ټولو بدکاریو، ګناهونو او سرکښیو اقرار وکړي او هغه دې د سېرلی په سر باندې واچوي. هغه به دا سېرلی لېرې دښتې ته ولېږي او یو داسې سړي ته دې وسپاري چې د دې کار دپاره ټاکل شوی وي. ۲۲ کله چې هغه سړی هغه سېرلی په دښته کې خوشې کړي، نو هغه سېرلی به د هغوی ټول ګناهونه د خپل ځان سره یو شاړ ځای ته یوسي. (لاویان کتاب ۱۶: آیت ۲۰-۲۲)
د بېل قرباني او مرګ د هارون د خپلو ګناهونو لپاره و. د لومړۍ بزې قرباني د بنياسرائیلو د خلکو د ګناه لپاره وه. هارون به بیا خپلې لاسونه د ژوندۍ قربانۍ بزې پر سر کېښودل، او د یوې نښې په توګه به یې د خلکو ګناهونه هغې بزې ته انتقالول. بیا به خلکو بزه صحرا ته خوشې کړه، د دې نښې په توګه چې اوس یې ګناهونه له دوی نه ډېر لرې شوي دي. دغو قربانیو سره به د دوی ګناهونه بښل کېدل. دا ټول مراسم هر کال د کفارې په ورځ ترسره کېدل.
غوا (بېله) په سورت البقره او تورات کې
هارون نورې قربانۍ هم باید وړاندې کړېوای. چې پکې د غوا قرباني هم شامله وه. د همدې لپاره د قران دویمه سوره بقره ده. بقره یانې غوا. لدینه دا نتیجه اخلوچې قران په مستقیمه توګه له موږ سره د قربانۍ په هکله خبرې کوي . کولای شی هغه کیسه چې پدې هکله په قران کې ده دلته ولولئ . دلته کلک کړی. هماغسې چې وینئ ، کله چې خلکو د غويي د قربانۍ پر ځای د غوا د قربانۍ په هکله واورېدل ، حېرا شول . کیسه پدې کلمو سره پای ته رسېږي.
نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ (سوره بقره ۲: آیت ۷۳)
پدې توګه دلته بله نښه هم شته چې موږ هغهٔ ته باید پاملرنه وکړو. دا نښه څه شی ده ؟ دلته کلیک وکړئ دلته د مړینې او ژوندون په هکله لولو. کله چ خدای لومړي لارښوونې د قربانۍ په هکله هارون ته ورکړې ، موږ هغه ولیدل .تورات پدې هکله وایي
بیا ټوله غوا باید د پوستکي، غوښې، وینې او کولمو سره د هغه په مخکې وسوځول شي. ۶ کاهن دې د سبر د ونې لږ لرګي، د وېلني بوټی او سور تار په اور کې واچوي. (شمیر کتاب ۱۹: آیت ۵-۶)
د سروي څانګه د یوې پاڼې لرونکې ونې څانګه وه . د فسحې اختر کې له مړینې څخه د ژغورنې په خاطر بنی اسرایلو ته ویل شوي ؤ.
د وېلني د بوټو یوه غونچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د خپلو کورونو د دروازو د چوکاټ په دواړو خواو او پورتنۍ برخې باندې یې وشیندئ. هېڅوک به د خپل کور څخه تر سهاره پورې نه وځي. (هجرت کتاب ۱۲:آیت ۲۲)
د سروې د ونې څانګې همد غوا په قربانۍ کې کارول کېده. غوا، د سروې د ونې څانګې، د سروې د ونې پټوکی او لرګی باید یو ځای سره وسوزول شي تر څو ایرې شي.
یو سړی چې ناپاک نه وي د سوځېدل شوې غوا ایرې دې واخلي او د کمپ څخه دباندې دې په یو پاک ځای کې واچوي. د اسراییلو قوم کولای شي چې دا ایرې د هغو اوبو سره ګډې کړي چې د ګناه د پاکولو په مراسمو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. (شمیر کتاب ۱۹: آیت ۹)
د پاکوالي لپاره اېړی (خاورې):
نو دا اېړی (خاورې) به د “پاکوالي اوبو” سره ګډېدې. یو ناپاک کس به دا اېړی له اوبو سره ګډ کړ، او د ځانګړو مذهبي غسلونو (اودس) له لارې به یې ځان پاکاوه. خو دا اېړی د هر ډول ناپاکۍ لپاره نه و، بلکې د یو ځانګړي ډول ناپاکۍ لپاره کارېده.
که چېرې څوک یو مړي ته لاس وروړي، اووه ورځې به ناپاک وي. ۱۲ خو که چېرې په درېمه ورځ او بیا په اوومه ورځ په هغو اوبو باندې چې د غوا ایرې ورسره ګډې وي خپل ځان پاک کړي، هغه به پاک شي. که په هغو ورځو کې خپل ځان پاک نه کړي، نو ناپاک به پاتې شي. ۱۳ که چېرې څوک مړي ته لاس وروړي او خپل ځان پاک نه کړي هغه ناپاکه پاتې کیږي، ځکه چې د پاکوالي اوبه ورباندې نه دي اچول شوې. هغه کس سپېڅلې خېمه ناپاکه کړې ده او د اسراییلو د قوم څخه باید وشړل شي.(شمیر کتاب ۱۹: آیت ۱۱-۱۳)
نو دا خاوره چې له اوبو سره ګډه شوې وه، د اودس لپاره کارېده کله چې څوک د مړي له لمس کولو ناپاک شوی وای. خو ولې د مړي لمسول دومره سخت ناپاکي بلل کېده؟ لږ فکر وکړه! آدم د خپلې نافرمانۍ له امله فاني (مړ کېدونکی) جوړ شو، او د هغه ټول اولادونه (زه او ته!) هم فاني شول. نو مرګ ناپاک ګڼل کېږي، ځکه دا د ګناه پایله ده — دا د ګناه له ناپاکۍ سره تړاو لري. هر څوک چې مړي ته لاس وروړي، هغه هم ناپاک کېږي. خو دا خاوره (د غوا خاورې) یوه نښه وه — چې دا ناپاکي به پاکوله. ناپاک کس چې د خپلې ناپاکۍ له امله “مړ” و، د دې خاورې او اودس له لارې به “ژوند” پیدا کاوه.
ولې یوه بېله (غوا)؟
خو ولې یوه ښځینه څاروی وکارول شو، نه نارینه؟ مستقیم دلیل نه دی ورکړل شوی، خو موږ کولای شو د آسماني کتابونو له لارې پوهاوی تر لاسه کړو. په ټول تورات، زبور، او نورو آسماني کتابونو کې، الله(ج) ځان د نارینه ضمیر په توګه معرفي کړی دی — لکه “هغه”. او د بنیاسرائیلو قوم ټول په ګډه د ښځینه ضمیر په توګه یاد شوی — لکه “هغې”. لکه د میړه او مېرمنې ترمنځ اړیکه، الله(ج) رهبري کوله، او د هغه پیروان ځواب ورکاوه. خو تل پیل د الله(ج) له طرفه و. د ابراهیم علیهالسلام نه د زوی د قربانۍ امر، د لوحو پر مخ د احکامو ورکول، د نوح علیهالسلام د قوم لپاره د قضا (عذاب) پیل — دا ټول د الله (ج) له خوا پیل شوي وو، نه د کوم انسان یا پیغمبر له خوا. انسانان یوازې د هغه هدایت ته تسلیم وو.
د غوا خاوره د انسان د ناپاکۍ اړتیا ته ورکړل شوې وه. نو چې دا یوه سمبول (نښه) وای د انسان اړتیا ته، نو قرباني شوی حیوان ښځینه وټاکل شو. دا ناپاکي هغه شرم ته اشاره کوي چې موږ یې د ګناه په وخت کې حس کوو – نه یوازې هغه جرم (گناه) چې موږ د الله(ج) په وړاندې لرو. کله چې زه ګناه کوم، نه یوازې مې قانون مات کړی او د قاضي (الله ج) په وړاندې ګناهکار یم، بلکې زه شرم او پښېماني هم احساسوم. نو الله(ج) زموږ د شرم لپاره څه برابر کړي؟
تر ټولو لومړی، الله(ج) موږ ته د جامو پوښ برابر کړ. لومړیو انسانانو ته د څرمنو جامې ورکړل شوې، څو خپل شرم او بېپردګي پټه کړي. او د آدم اولادونو له هغه وخته تر نن پورې تل خپل بدنونه پټ کړي دي. دا دومره طبیعي کار شوی چې موږ ډېر لږ پوښتنه کوو چې “ولې؟” دغه اودسونه (مذهبي پاکوالي) د پاکو اوبو سره یو بل لاره وه چې موږ ته د پاکوالي احساس راکوي، له هغو شیانو چې موږ ناپاکوي. د بېلې موخه دا وه چې موږ پاک کړي.
نو راځئ چې د زړه د اخلاصه او په پوره باور سره د خدای حضور ته ورنژدې شو، ځکه چې زمونږ په ګناهکارو وجدانونو باندې د مسیح وینه شیندل شوې ده، ترڅو مونږ پاک کړي او زمونږ بدنونه یې په پاکو اوبو وینځلي دي. (عبرانیانو ته لیک ۱۰: آیت ۲۲)
نو د نورو قربانیو په اړه څه؟
د کفارې په ورځ نر وزه قرباني شوه ، ځکه د خدای لپاره وه د لسو حکمونو نښه، موږ یادونه وکړه چې د بې اطاعتی سزا په روښانه ډول او په مکرر ډول د مرګ په توګه مشخص شوې ( کیسې دلته لوستلی شی). خدای چې هماغسې چې اوس هم حاکم او قاضی دی. په هغهٔ زمانه کې هم ؤ. خدای ددې ګناه د سزا لپاره مړینه غوښته. د غویي قرباني د هارون د ګناهونو لپاره، هغه سزا چې خدای مقرره کړې وه پر ځای کاوه. او هم د وزو قرباني د خدای خواست پر ځای کاوه. دا وزې د اسرایلو د قام د ګناهونو لپاره قربان شوې. هماغه سې چې پوهېږئ یو له دغه دوو وزو څخه، د بنی اسرایلو ګناهونه په ځان واخیست او د هارون په واسطه په دښتې کې خوشې شو. دا د قام د آزادی بېلګه وه د هغوی د ګناهونو لپاره.
دا قربانۍ د هارون او د هغه د اولادونو لخوا نږدې زر کاله په همدې ترتیب خدای ته وړاندې شوې. اسراییلو د تاریخ په اوږدو کې په هغه ځمکه کې چې دوی ته ورکړل شوي دا قانون یې وساته او تر اوسه یې پر ځای کوي، او کله چې داؤد پاچا شو او د هغه زامن هم پاچایان شول. کله چې ډیری پیغمبران د بدیو په وړاندې خبرداری ورکولو پیغامونو سره راغلل؛ حتی د یشوع (عیسی) مسیح په زمانه کې هم د اسرایلو قام دا قربانۍ کولې. خو یوه مسله شتون لري او هغه دادی چې دا قربانۍ د هغهٔ قربانۍ لپاره نښه وه چې په راتلونکې به د بشر د ژغورنې لپآره راشي.
نو د موسیٰ او هارون دا وروستي نښانونه د تورات د پیغامونو پای ته رسېدل وښودل. ډېر ژر به بل پېغمبران راشي، او زبور به د الله(ج) پیغامونه دوام ورکړي. خو له دې وړاندې، په تورات کې یو وروستی پیغام پاتې و. پیغمبر موسیٰ (ع) به راتلونکي ته ګوري – د یوه راتلونکي پېغمبر د راتګ خبر به ورکوي، او همداراز د بنیاسرائیلو د اولادونو لپاره د برکتونو او لعنتونو (بدبختیو) وړاندوینه به کوي. دا هغه پیغامونه دي چې موږ به یې د تورات په وروستیو برخو کې وڅېړو.