په وروستی لیکنه کې موږ ولیدل چې الله تعالی موږ ته کوم معیارونه ورکړي دي څو موږ وکولای شو ریښتوني انبیاء وپېژنو. همداسې دې پېغمبر د راتلونکي پېشو په هکله هم وړاند وینې کولې. موسی هم دا ځانګړتیا درلوده . هغهٔ د خدای له لوري د بنی اسراییلو په هکله خبرې کولې. او ټول وړاند وینې یې عملي شوې . هغه وړاند وینې چې د د برکتونو او لعنتونو په هکله وې، ټول د بنی اسراییلو په ژوند کې پېښ شول د دغو پېښو لست دلته کولای شئ ولولئ دلته. اصلی برخې لاندې راوړل شوي دي.
د موسی د خیر او برکت دعا
حضرت موسی (علیهالسلام) د دې په بیانولو پیل کوي چې که بنیاسرائیل د الله تعالی احکامو ته غاړه کښېږدي، نو هغوی به د ډېر ښه برکت مستحق شي. دا برکتونه به دومره څرګند وي چې نور قومونه به یې هم وویني او د الله رحمت به پرې وپېژني.
بیا به د دنیا ټول قومونه وویني چې څښتن تاسو د خپل قوم په توګه غوره کړي یئ او هغوی به ستاسو څخه ووېریږي. (تثنیي کتاب ۲۸: آیت ۱۰)
با وجود ددې چې پوهېږو ، که دوی د حکمونو په اطاعت کې پاتې راغلل نو دوی به لعنتونه ترلاسه کړي او ټول قامونه به د هغهٔ ګواه وي.
په هغو هېوادونو کې چې څښتن به تاسو په کې خپاره کړي، د هغو ځایونو خلک به د دې پېښو په لیدلو سره چې په تاسو باندې تېریږي له وېرې ولړزیږي او په تاسو باندې به ملنډې وهي. ( تثنیي کتاب ۲۸: آیت ۳۷)
خپله بنی اسراییل به هم دا لعنتونه وویني
دا به د تل دپاره په تاسو او ستاسو په اولادې باندې د څښتن د قضاوت نښه وي. ( تثنیي کتاب ۲۸: آیت ۴۶)
خدای هغوی ته خبرداری ورکړ چې د لعنتونو ترټولو بد برخه به د نوروقامونو له لوري راشي.
خدای به هغه قام چې تاسو یې په ژبه نه پوهېږي د نړۍ له بلې لوري د عقاب په څیر وغورځوي.
۴۹ څښتن به د دنیا د بل سر څخه ستاسو په خلاف یو داسې قوم راولي چې تاسو به یې په ژبه نه پوهېږئ. هغوی به د عقاب په شان په تاسو باندې راښکته شي. ۵۰ هغوی به بې رحمه وي او په هېچا به رحم نه کوي، نه په ځوانانو او نه په زړو خلکو. ۵۱ هغوی به ستاسو حیوانات او فصلونه واخلي او تاسو به د لوږې څخه مړه شئ. هغوی به تاسو ته هېڅ غلې دانې، شراب، د زیتونو تېل، پادې او رمې پرېنږدي او تاسو به مړه شئ. ۵۲ هغوی به ټول ښارونه چې په هغه خاوره کې دي چې خپل څښتن خدای یې درکوي کلابند کړي او هغه لوړ او قوي دېوالونه به راوغورځوي چې تاسو ورباندې ډاډه یئ. ( تثنیي کتاب ۲۸: آیت ۴۹-۵۲)
او بالاخره، حالت به له بد څخه لا خراب شي:
۶۳ لکه څنګه چې څښتن خوشحاله ؤ چې ستاسو سره نېکي وکړي او ستاسو شمېر زیات کړي، همداسې به هغه خوشحاله شي چې تاسو له منځه یوسي او تباهي درباندې راولي. تاسو به د هغې خاورې څخه چې زر به یې ونیسئ بیخي وویستل شئ. ۶۴ څښتن به تاسو د دنیا د یو سر څخه تر بل سره پورې په ټولو قومونو کې خپاره کړي او هلته به د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي، د داسې خدایانو چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو مخکې د هغو عبادت کړی وي. ۶۵ تاسو به په هېڅ ځای کې ارامي نه مومئ، تل به د کور په ارمان یئ. څښتن به تاسو په اندېښنو، نا امیدۍ او مایوسۍ کې غرق کړي. ( تثنیي کتاب ۲۸: آیت ۶۳ – ۶۵)
دا نعمتونه او لعنتونه د یو تړون (یو تړون) پر بنست تاسیس شوي.
تاسو نن دلته د دې دپاره ولاړ یئ چې په هغه لوظ کې شامل شئ چې خپل څښتن خدای یې ستاسو سره کوي او د هغه شرطونه قبول کړئ. په دې لوظ کې څښتن دا وعده کړې ده چې تاسو به د هغه قوم یئ او هغه به ستاسو خدای وي. دا وعده هغه اول ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره کړې وه او هماغه وعده نن ستاسو سره کوي. خو دا یوازې ستاسو سره نه بلکې ستاسو د اولادې سره یې هم کوي. ( تثنیي کتاب ۲۹: آیت ۱۲-۱۵)
په بل عبارت، دا تړون به په ماشومانو، یا راتلونکو نسلونو باندې پابند وي. په حقیقت کې دا تړون راتلونکي نسلونو ته لارښوونه شوې وه – دواړه اسراییلیان او بهرنیان.
۲۱ څښتن به د اسراییلو ټولو قبیلو ته هغه یو عبرت وګرځوي او د هغو ټولو لعنتونو سره سم به په هغه باندې افت نازل کړي چې په هغه لوظ کې شامل دي چې د څښتن د شریعت په دې کتاب کې لیکل شوی دی. ۲۲-۲۳ څښتن به ستاسو هېواد په ناروغیو او افتونو باندې ووهي. ستاسو اولاده او د لېرې هېوادونو پردي خلک به وویني چې ستاسو خاوره د مالګې او ګوګړو په یوه سوځوونکې دښتې بدله شوې ده چې هلته نه څه کرل کیږي، نه به تېغونه وهي او نه به په کې څه راشنه کیږي. ستاسو ځمکه به د سدوم، عموره، ادمه او زبوییم د ښارونو په شان وي چې کله څښتن سخت په قهر شو او هغه یې له منځه یووړل. ۲۴ بیا به د ټولې نړۍ خلک داسې پوښتنې کوي: ‹څښتن ولې د هغوی په هېواد باندې داسې وکړل؟ د دې سخت غضب دلیل څه دی؟› ۲۵ او ځواب به داسې وي: ‹دا ځکه چې دې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای لوظ مات کړی دی، هغه لوظ چې څښتن د هغوی سره هغه وخت کړی ؤ چې کله یې هغوی د مصر څخه راوویستل. ۲۶ هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه چې مخکې یې هېڅکله نه ؤ کړی او څښتن د هغو عبادت منع کړی ؤ. ۲۷ نو څښتن په خپل قوم باندې په قهر شو او د هغوی په خاوره باندې یې هغه ټول افتونه نازل کړل چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي.( تثنیي کتاب ۲۹: آیت ۲۱ – ۲۷)
آیا د موسی علیه السلام نعمتونه او لعنتونه پای ته ورسېدل؟
وعده شوي نعمتونه په زړه پوري وو، خو لعنتونه سخت ؤ. په هرصورت، ترټولو مهمه پوښتنه چې موږ یې کولای شو دا دی: ‘ایا دا شیان پیښ شوي دي؟’
ځواب زموږ په لاس کې دی. د اسپیځلی کتاب د زوړ تړون ډېره برخه د اسراییلو پخوانۍ تاریخ ثبت شوی دی او له هغه څخه موږ لیدلی شو چې څه پېښېږي. همدارنګه موږ د زوړتړون څخه بهر، د یهودي تاریخ پوهو څخه لکه یوسف (جوزفس)، د ګریکو – رومن تاریخ پوهانولکه تاسیتوس هم لیکنې لرو او ډېری لرغوني اثرونه مو هم پېدا کړي دي . دغه ټول منابع د اسراییلو د تاریخ یو ثابت انځور سره موافق او انځوروي. دا زموږ لپاره بله نښه ده. دلته د اسراییلو تاریخ ته یوه کتنه ده چې د مهال ویش سره انځور شوی ترڅو موږ سره مرسته وکړي چې ښه وګورو چې د دوی په تاریخ کې څه پېښ شوي دي.
موږ د دې تاریخ څخه څه وینو؟ هو، په حقیقت کې د موسی لعنتونه، ډېر وېونکي دي چې هغوی لمنځه ولاړل – او په حقیقت کې لکه څنګه چې هغه زرګونه کاله دمخه لیکلی ؤ – مخکې لدې چې دا هرڅه پېښ شي (په یاد ولرئ چې دا وړاندوینې وروسته لدې چې پېښ شول ، خو وړاندې لدې لیکل شوي ندي)
خو د موسیٰ (ع) لعنت همدلته پای ته ونه رسېد. دا لا هم روان وو. دلته یې موسیٰ (ع) دا لعنتونه څنګه پای ته ورسول، راغلي دي:
۱ تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د غوره کولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یئ، نو زما هغه خبره به در په یاده شي. ۲ که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو حکمونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ، ۳ بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یئ، بېرته راولي او بېرته به مو نېکمرغه کړي. ۴ حتی که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي، ۵ ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره تر لاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم نېکمرغه او زیاته کړي. ( تثنیي کتاب ۳۰: آیت ۱-۵)
یوه ښکاره پوښتنه د( بیا) پوښتنی لپاره داده : آیا داسې پېښه شوي ده؟ د دوی د تاریخ د دوام د لېدلو لپاره دلته کلیک وکړئ دلته .
د تورات پای – زبور وړاند وینه وکړه
په دې نعمتونو او لعنتونو سره تورات ختم شو. حضرت موسی (ع) له بشپړېدو څخه لږ وروسته وفات شو. بیا اسراییلیان د موسی د ځای ناستي یوشع تر رهبری لاندې ژمنه شوې ځمکې ته ننوتل . لکه څنګه چې د اسراییلو په تاریخ کې بیان شوې ده ، د اسراییلو تاریخ هغوی هلته پرته له پاچا او پلازمېنه ژوند کاوه تر څو چې لوی پاچا داؤد ځواک ته ورسېد. هغه نوی پړاو د زوړ تړون پېل کړ چې د زبور په نامه یادېږي . موږ باید په زبور پوه شو ځکه په تورات کې څرګند شوي پېلګې دي. چې موږ سره د انجیل په پوهېدو کې مرسته به وکړي . وروسته موږ وینو چې څنګه یشوع (عیسی) مسیح او قرآن د داؤد او زبور په هکله خبرې کوي.