د ابراهیم له مړینې وروسته ، دهغهٔ نسل د هغهٔ د زوی اسحق څخه پېدا شول چې اوس د بنی اسرایل په نامه یادېږي. دا نسل ډېر شول او مصر ته بوتلل شول. ځکه یوسف د حضرت ابراهيم (ع) لمسی د غلام په توګه په مصر کې وپلورل شو او کله چې یوسف لوی شو او په مصر کې د ځواک خاوند شو نو څو کاله وروسته یې خپله ټوله کورنۍ مصر ته راوغوښته او هلته میشت شول . دا د تورات په لومړي (کتاب پېدایښت ۴۵-۴۶) کې چې موسی لیکلی دی راغلي دي
نو اوس به د بل ستر پېغمبر موسى (ع) په هکله ولولو چې د تورات په دوهم کتاب کې د هغهٔ په هکله راغلي دي. خدای موسی ته دنده ورکړه تر څو بني اسرائیل له مصر څخه وباسي. موسی (ع) ته د څښتن لخوا امر شوی ؤ چې د مصر له فرعون سره وویني او په پایله کې د موسی (ع) او د فرعون د جادوګرانو تر منځ مقابله وشوه. دې مقابلې د فرعون په وړاندې مشهور نهه آفتونه رامینځته کړل چې د هغهٔ لپاره نښې وې. با وجود ددې آفتونو په لیدلو فرعون له خدای څخه اطاعت ونه کړ.
سوره نازعات ۷۹ دا پېښې په دې ډول بیانوي:
ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله (سوره نازعات ۷۹: آیت ۱۵-۲۰)
د مزمل سوره ۷۳ د فرعون ځواب بیانوي:
نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره (سوره مزمل۷۳: آیت ۱۶)
د موسی علیهالسلام ‘لوی نښه’ کومه وه چې په نازعات سوره کې یاده شوې، او هغه ‘سخته سزا’ څه وه چې په المزمل سوره کې ذکر شوې؟
د نښې او سزا دواړه وروسته راغلل – په لسمه آفت (وبا) کې.
لسم آفت (وبا)
نو خدای د لسم آفت څخه چې تر ټولو وېروونکی آفتونو څخه ؤ چې تر هغهٔ وخته یې پرهغوی نازل کړی ؤ خبر ورکړ چې پر هغوی به راولي. تورات فرمایي چې خدای د هر آفت له راتلو څخه مخکې فرعون او د هغهٔ قام ته د لسم طاعون له راتلو مخکې یو څه تیاری او توضیح ورکوي. قرآن هم دغه ټکي ته په لاندې آيت کې اشاره کړې ده
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى! ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړي مګر داسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم. (سوره اسراء۱۷:آیت ۱۰۱-۱۰۲)
نو پدې توګه به فرعون لمنځه لاړ شي خو دا به څنګه وشي؟ خدای جل اله په تیرو وختونو کې په مختلفو طریقو مصیبت نازل کړی ؤ. د نوح ورځ په زمانه کې خدای سیلاب نازل کړ. او د لوط ښځه د بې اطاعتۍ په وجې د مالګې په ستنه بدله شوه. خو ددې لپاره چې د خلکو لپاره د عبرت سبق شي د فرعون سزا له پخوانی سزا ګانو سره باید توپیر ولري، قرآن وایي :
نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله (سوره نازعات ۷۹: آیت۲۰)
تاسو کولای شئ د تورات د وتلو په کتاب کې د لسم آفت په هکله ولولی دلته لینک او زه امید لرم چې تاسو دا کار وکړئ ځکه چې دا دی او دا به تاسو سره د لاندې توضیحاتو په ښه پوهیدو کې مرسته وکړي.
د فسحې د اختر ګډروی له مرګ څخه ژغوري
سپېڅلی کتاب موږ ته د هغهٔ سزا په هکله چې خدای به یې نازل کړي فرمایي : هر لومړی زیږیدلی زوی به په هغه شپه مړ شي. یوازې هغه کور ژغورل کېږي چې قرباني یې کړې ده. او د قربانۍ د ګډورې وینه باید په خپلو درازو باندې وموښي. فرعون ددې لپاره چې ددې حکم څخه یې اطاعت ونه کړ خپل زوی چې د هغهٔ وارٍ هم ؤ له لاسه ورکړ. نه یوازې فرعون ، بلکې هر چا چې په مصر کې ژوند کاوه او دا کار نه تر سره کاوه، خپل مشر زوی به یې له لاسه ورکاوه. مصر له جدي ګواښ سره مخامخ ؤ.
خو په کومو کورونو کې چې ګډورئ قرباني شوې وه او د دروازې په څنډو کې يې وينه موښل شوې وه له دې سزا څخه په امان کې ؤ. خدای هغهٔ کور او دهغهٔ اوسېدونکو ته سزا ور نه کړه. هغه ورځ او هغه نښه د فسحې اختر ونومول شو. دا د وینې نښه چې پر دروازو موښل شوې وه د چا لپاره ؤ؟ تورات موږ ته فرمایي:
هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او د چوکاټونو په دواړو خواوو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم، نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هېڅ زیان نه رسوم. (د هجرت کتاب ۱۲ فصل : آیت ۱۳)
کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې تاسو ته د ورکولو وعده کړې ده ورننوځئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ. ۲۶ کله چې ستاسو ماشومان ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنی څه ده؟ ۲۷ تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د درناوي دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو، هغه مصریان ووژل، خو مونږ یې ژوندي پرېښودلو.» بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. (د هجرت کتاب ۱۲ فصل : آیت ۲۵-۲۷)
الله(ج) د وینې په لټه کې و چې آیا دا په دروازه شته. که به یې وینه لیدله، مرګ به پرې تېرېده. خو دا وینه د الله(ج) لپاره نښه نه وه. تورات وایي چې دا وینه ‘ستاسو لپاره نښه ده’ – یعنې د خلکو لپاره، چې تاسو او زه هم پکې شامل یو. خو دا څنګه زموږ لپاره یوه نښه ده؟
له دې پېښې وروسته، الله تعالی هغوی ته داسې امر وکړ:
کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې تاسو ته د ورکولو وعده کړې ده ورننوځئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ. ۲۶ کله چې ستاسو ماشومان ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنی څه ده؟ ۲۷ تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د درناوي دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو، هغه مصریان ووژل، خو مونږ یې ژوندي پرېښودلو.» بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. (د هجرت کتاب ۱۲ فصل : آیت ۲۵-۲۷)
د یهودو تقویم د فسحې له اختر سره پېل کېږي
په حقیقت کې، د دې کیسې په پیل کې وینو چې دا لسمه وبا د بنياسرائیلو (یهودانو) زوړ تقویم پیل کړ.
څښتن په مصر کې موسی او هارون ته وویل: له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال لومړۍ میاشت وي. (د هجرت کتاب ۱۲ فصل : آیت ۱-۲)
نو اسرائيليانو ته امر وشو چې هر کال په همدې ورځ د فسحې اختر ولمانځي. د اسراییلو تقویم له لویدیځ څخه یو څه توپیر لري،که تاسو یې د لویدیځ له تقویم سره پرتله کړی نو وبه ګورئ چې متفاوته ده، د بېلګې په توګه روژه هرکال په همغه یوه تاریخ او ورځ کې نه راځي هر کال په بیله ورځ کې راځي. خو یهودیان د فسحې اختر هر کال په یوه تاریخ او ورځې کې لمانځي چې د لومړي ځل لپاره ، ۳۵۰۰ کاله وړاندې لمنانځل شوی ؤ. هغوی د هغهٔ کار لمانځنه کوي چې خدای په مصر کې د هغوی د ژغورنې لپاره وکړ. هغوی په لمانځنې سره دا ورځ په یاد راولي.

په ننۍ زمانه کې یهودیان د فسحې په اختر کې داسې قرباني کوي
د فسحې په اختر کې قرباني ډېر شباهت لري په اسلام کې په لوی اختر کې قرباني ته. که تاریخ ته وګورو، نو د حېرانتیا وړ شی به وکورو . تاسو هغه په انجیل کې هم لیدلی شئ. دعیسی مسیح د نیولو او محکمه کولو په هکله داسې لیکل شوي دي.
او د سهار وخته یې یشوع د کیاپاس له کور څخه د والی د کار ځای ته وېوړ او یهودیان د والی د کار ځای ته دننه نشول تر څو پلیت نه شي او وکولای شي چې د فسحې خوراک وخوري …. پېلاطوس یهودیانو ته وویل: ستاسو رواج دادی چې د فسحې په اختر کې ستاسو لپاره یو تن آزاد کړم ، نو آیا غواړئ چې ستاسو لپاره د یهودو پاچا خوشې(آزاد ) کړم؟ بیا ټولونارې کړې : نه ، موږ داسړی نه غواړو ، باراباس آزاد کړه او باراباس یو لاره شکوونکی غل ؤ(یوحنا ۱۸: ۲۸ او ۳۹-۴۰)
په بل عبارت، یشوع مسیح د فسحې په اختر کې ونیول شو او پر صلیب وخېژول شو. هماغه سې چې ستاسو په یاد دي د ابراهیم دریمه نښه کې یحیی د یشوع مسیح په هکله داسې وایي.
بله ورځ ، یحیی (ع) کله چې ولیدل چې یشوع د هغهٔ لور ته راروان دی نو هغهٔ وویل: وګورئ ! دا د خدای هغه ګډوری دی چې د نړۍ ګناه به پورته کوي. او دا هغه څوک دی چې ما د هغهٔ په هکله ویل چې زما څخه وروسته به داسې څوک راځي، چې دهغهٔ رتبه زما څخه لوړه ده ځکه چې زما څخه وړاندې یې شتون درلود (دیوحنا انجیل ۱: ۲۹-۳۰)
یشوع مسیح د فسحې په اختر کې ونیول شو او محکوم شو
او دلته موږ ددې بېلګې او نښې لوی والی کولای شو ووینو، په هماغې ورځې چې عیسی(یشوع) مسیح ، د خدای ګډوری، په صلیب وځېژول شو یا په بل عبارت قرباني شو( د میلادی کال ۳۳) ټول یهودیان د فسحې د اختر په ورځ چې ۱۵۰۰ کاله وړاندې دا پېښه شوې وه ، د خدای په وړاندې خپل قربانۍ راوړي. په همدې دلیل دی چې د یهودیانو د فسحې اختر معمولا د مسیحیانو د پاک اختر له اختر سره په یوې اونۍ کې لمانځل کېږي . د مسیحیانو د فسحې اختر(پاک اختر) د یشوع مسیح د قربانۍ او مړینې په یاد لمانځل کېږي.
نښې څه کوي؟
اوس یو لحظه فکر وکړه چې “نښې” څه کوي. ته کولی شې ځینې نښې دلته لاندې ووینې.

کله چې موږ د ‘کوپړۍ او هډوکو’ نښه ګورو، نو سمدستي د خطر او مړینې په یاد لوېږو. او کله چې د ‘طلایی آرچ’ نښه وینو، پرته لدینه چې وغواړو د مکډونالډز یاد راځي. یا هغه نښه چې د تینس د لوبغاړي په تندي کې ده برند نایکي زموږ ذهن ته راځي، رافال نادال غواړي کله چې موږ دا ننښه ووینو هغه مو په یاد شي. په بل عبارت، بېلګې او نښې زموږ فکراو ذهن ته لارښونه کوي. کله چې د موسی ژوند ته ګورو، وینو چې خدای زموږ لپاره هلته نښه اېښودلې ده. خدای ولی دا کار کوي؟ هماغسې چې وړاندې مې وویل، په هغهٔ ورځ چې یشوع مسیح پر صلیب وخېژول شو یا په بل عبارت قربانی شو. یهودیانوخپلې قربانۍ د فسحې د اختر په ویاړ د خدای حضور ته راوړې وې. یشوع مسیح دلته دقربانۍ نښه او بېلګه ده او دا نښه د مسیح قربانۍ ته اشاره کوي
د یشوع لمسیح قربانۍ ته اشاره .
د فسحی اختر زما لپاره یو ‘نښه’ ده، ځکه دا د عیسیٰ مسیح قربانۍ ته اشاره کوي.
د فسحی نښه او ابراهیم (ع)
دا نښه زمونږ په ذهنونو کې داسې کار کوي لکه څنګه چې په دې انځور کې ښودل شوې ده.
نښه مونږ دې ته متوجه کوي چې د عیسیٰ مسیح (ع) قربانۍ په اړه فکر وکړو. په لومړۍ فسحی کې، بني اسراییلو ګډورې قرباني کړې وې او د هغوی وینه یې پر دروازو وهلې وه، څو مرګ له دوی تیر شي. دا نښه چې د مسیح (ع) لور ته اشاره کوي، مونږ ته دا وایي چې د “خدای ګډورې” هم قرباني شو او د هغه وینه توی شوه، څو مرګ له مونږ هم تیر شي.
د ابراهیم علیه السلام د زوی قرباني دا وه چې مونږ د عیسیٰ مسیح په اړه فکر کولو ته متوجه کړي.
د ابراهیم دریمه نښه په بیلګې کې موږ ولیدل چې ابراهیم (ع) د خپل زوی په قربانۍ کولو سره د موریا په غرهٔ کې د خدای له لوري وآزمویل شو. خو د هغهٔ د زوی په بدل کې یو ګډوری قربانی شو او مړ شو تر څو دابراهیم زوی ژوندی پاتې شي. عیسی (یشوع) مسیح هم په همدې غرهٔ کې پر صلیب وخېژول شو. دا یو نښه او بېلګه ده زموږ لپآره. د موسی په وخت کې هم موږ یوه بله بېلګه تر لاسه کوو. د فسحې په اختر کې د عیسی (یشوع) مسیح پر صلیب خېژول او د ګډوري قرباني همدې پېښې ته اشاره کوي. ولې ؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره ، د موسی له ژوند څخه بله پېښه څېړو. دا دهغې قانون نښه ده چې د سینا په غره کې موسی ته ورکړ شو.
پایله: فرعون او مصر
يه پای کې فرعون څه شو؟ موږ په تورات کې لولو له تورات څخه چې فرعون د خدای خبرداری ته غوږ ونه نیوه او لومړی زیږیدلی زوی (وارث) په هغه شپه مړ شو. نو هغه په پای کې اسراییلیانو ته اجازه ورکړه چې له مصر څخه ووځي. خو بیا یې خپل فکر بدل کړاو دوی یې د سره بحیرې پورې تعقیب کړل. هلته مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د بحیرې څخه تېر کړل خو فرعون د خپل لښکر سره غرق شو. د نهو آفتونو، د فسحې مړینې او د لښکر له لاسه ورکولو وروسته، مصر خورا کمزوری شو او هېڅکله یې د نړۍ د مخکښ ځواک په توګه خپل حیثیت بیرته ترلاسه نه کړ. پدې توګه خدای لدې لارې مصر یې قضاوت کړ.
د مصر څخه تر وتلو وروسته، موسی علیه السلام شریعت ترلاسه کړ، چې موږ به یې اوس بیا وګورو. که غواړئ د دې نښې خلاصه د انجیل له نظره ژوره وګورئ، نو دا ځای وګورئ. د عیسی المسیح د قربانی مرګ په اړه د بحث لپاره، دلته ولولئ.