Skip to content

متی 5-7

په غر دپاسه د حضرت عيسىٰ بيان

۱کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول، ۲نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو، ۳”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۴بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. ۵بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى. ۶بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى. ۷بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. ۸بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. ۹بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى. ۱۰بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۱۱تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. ۱۲دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. ۱۳تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى. ۱۴تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. ۱۵چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. ۱۶او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى. ۱۷دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم. ۱۸زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى. ۱۹نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى. ۲۰زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ. ۲۱تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى. ۲۲خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى. ۲۳کۀ چرې تاسو د قربانۍ ځائ ته کوم څيز راوړئ او په دې وخت کښې درته راياد شى چې ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، ۲۴نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه. ۲۵کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې. ۲۶زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى. ۲۷تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ. ۲۸خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده. ۲۹کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى. ۳۰او کۀ چرې ستا ښے لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نۀ دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.

د طلاق په حقله تعليم

۳۱هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى. ۳۲خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى. ۳۳بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ. ۳۴خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مۀ خورئ، نۀ په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ پاک تخت دے، ۳۵او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے، ۳۶او نۀ په خپل سر ځکه چې تۀ د دې يو وېښتۀ هم په خپله مرضۍ نۀ سپينولے او نۀ تورولے شې. ۳۷تاسو يواځې د ”آو“ په ځائ ”آو،“ او د ”نه“ په ځائ ”نه“ جواب ورکوئ. د دې نه زيات چې دے هغه د اِبليس کار دے.

د بدل په حقله تعليم

۳۸تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ. ۳۹خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه. ۴۰کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه. ۴۱کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. ۴۲چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.

د دشمن سره مينه کول

۴۳تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه. ۴۴خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ، ۴۵چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى. ۴۶کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟ ۴۷کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى. ۴۸تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“

د خېرات په حقله تعليم

۱”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته. ۲هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے. ۳خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى. ۴ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.

د دُعا په حقله تعليم

۵بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو. ۶خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى. ۷او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى. ۸د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے. ۹نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى. ۱۰ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى. ۱۱مونږ له خپل روزمره رزق راکړه، ۱۲او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. ۱۳او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه. ۱۴ځکه کۀ تاسو د نورو نافرمانى معاف کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. ۱۵خو کۀ تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو نافرمانى معاف نۀ کړى.

د روژې په حقله تعليم

۱۶هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے. ۱۷خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ، ۱۸د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.

د آسمان خزانې

۱۹په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. ۲۰خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. ۲۱ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

د وجود رڼا

۲۲سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى. ۲۳خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.

د خُدائ پاک مال

۲۴يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے. ۲۵ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟ ۲۶د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ۲۷په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ ۲۸د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى. ۲۹خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. ۳۰خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. ۳۱نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. ۳۲په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. ۳۳تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى. ۳۴ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“

په نورو خلقو اِلزام لګول

۱”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. ۲ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى. ۳تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ ۴او تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ ۵اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې. ۶پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.

غوښتل، لټول او ټکول

۷وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ۸ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى. ۹په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟ ۱۰او يا دا چې ورنه کب وغواړى نو مار به ورکړى؟ ۱۱نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى. ۱۲د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.

تنګه دروازه

۱۳په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. ۱۴خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.

ونه په مېوه پېژندل

۱۵د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى. ۱۶تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟ ۱۷هم دغه شان ښه ونه ښه مېوه نيسى او د بدې ونې مېوه بده وى. ۱۸ښه ونه بده مېوه نۀ شى نيولے او بده ونه ښه مېوه نۀ شى نيولے. ۱۹او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى. ۲۰ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.

ما تۀ چرې هم نۀ وې پېژندلے

۲۱هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى. ۲۲په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟ ۲۳نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بې‌شرعې خلق زما نه ورک شئ.

دوه قسمه بنيادونه

۲۴هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى. ۲۵او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو. ۲۶خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو. ۲۷باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“ ۲۸څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول، ۲۹ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.