د ابراهیم د ژوند د دویمې بېلګې په پام کې نیولو سره چې دې ستر پیغمبر ابراهیم (ع) سره د زوی ژمنه شوې وه پخوانۍ نښه. خدای پر خپلې ژمنې وفا وکړه. په حقیقت کې تورات د ابراهیم (ع) د ژوند او دهغهٔ د ددوو زامنو په هکله موږ ته تشریح راکوي. په تورات کې د ابراهیم د زامنو ، اسماعیل له هاجر څخه (په پېدایښت ۱۶) او له ۱۴ کالو وروسته دهغهٔ د بل زوی د پېدا کېدو اسحاق له سارا څخه ( په پېدایښت ۲۱) موږ ته مالومات راکوي . متاسفانه چې د ابراهیم په کور کې ددې دوو ښځو هاجر او سارا تر منځ ستر سیالۍ شتون درلود . چې ددې سیالۍ او ستونځې پایله د هاجر او اسماعیل په ویستلو د ابراهیم له کوره پای ته ورسېده . ابراهیم هغوی لري ځای ته ولېږل . چې په پایله کې دا سیالۍ د ابراهیم لخوا د هاجر اود هغهٔ زوی په لیږلو سره پای ته ورسېد. تاسو کولای شئ ددې پېښې په هکله او دا چې څنګه خدای هاجر او اسماعیل ته برکت ورکړ دې ځای کې ولونۍ دلته کلک کړی
د ابراهیم علیه السلام قرباني: د لوی اختربنیاد
نو ابراهیم (ع) اوس په خپل کور کې یوازې له سارا او خپل زوی اسحق سره ژوند کوي. هغه له لوی آزمیښت سره مخامخ دی. خو دا هغه څه دي چې موږ ته د سمې لارې د پوهېدو چې ابراهیم غوره کړې وه مالومات راکوي. د خپل زوی د قربانۍ د ازموينې په اړه له تورات او قرآن څخه يو مطلب د ابراهیم په هکله ولولئ دلته کلک کړی . ددې کیسې په هکله په کتابونو کې هم لیکل شوي دي .چې هر کال د قربانۍ یا لوی اختر په نوم لمانځل کېږي خو دا یوازې یو تاریخې پېښه نده. دا یو لوی شی دی.
موږ د کتابونو په لوستلو سره پوهېږو چې دا د ابراهیم لپاره یوازی یو آزمایښت نه ؤ. بلکی له هغهٔ ځایه چې ابراهیم یو پېغمبر ؤ. د هغهٔ کیسه زموږ لپاره ښه بیلګه او سبق دی. نو موږ کولای شو د خدای په هکله او د هغهٔ د پاملرنې په اړه نور څه زده کړو. هغه سبق چې موږ ددې برخې څخه او هم لدې کیسې څخه زده کړو څه دي؟ ابراهیم هغه ځای چې د خپل زوی د قربانۍ کولو لپاره غوره کړی ؤ دهغهٔ ځای نوم یې کېښود . هغهٔ نوم ته پام وکړۍ او د تورات دا لاندنی آیات ولولئ.
۱۱ خو د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: «ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!» هغه ځواب ورکړ: «زه حاضر یم.» ۱۲ هغه وویل: «هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هېڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازېنی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.» ۱۳ ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو پسه دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. (پیدایښت ۲۲: آیت ۱۱-۱۳)
په وروستي شېبه کې، د هغه زوی له مرګه وژغورل شو او ابراهیم یو نر مېږی ولید، چې پر ځای یې قرباني کړ. الله(ج) یو نر مېږی ( مېږی یا بزه) برابر کړی و، او هغه د زوی ځای ونیو.
اوس راځئ یو سوال وکړو: د کیسې په دې مرحله کې، آیا نر مېږی ژوندی دی او که مړ؟
ولې دا پوښتنه کوم؟ ځکه چې ابراهیم اوس دې ځای ته یو نوم ورکوي، خو ډېر خلک د دې اهمیت له پامه غورځوي. کیسه داسې دوام مومي…
۱۳ ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو پسه دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. ۱۴ ابراهیم دغه ځای د «خدائ به برابر کړي» په نوم یاد کړ او حتی تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: «هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.» (پیدایښت ۲۲: آیت ۱۳-۱۴)
بله پوښتنه: ابراهیم هغه ځای ته کوم نوم ورکړی و (“خدائ به برابر کړي“) — دا نوم په تېر، اوسني که راتلونکي زمان کې دی؟
راتلونکې ته پام کول، نه تېر ته
دا ښکاره ده چې دا (نوم) د راتلونکي په زمان کې دی. ډېر خلک فکر کوي چې کله حضرت ابراهيم (عليه السلام) هغه ځای ته نوم ورکړ، نو هغه د مېږې په اړه سوچ کاوه. الله تعالی هغه مېږه چمتو کړې وه، کله چې هغه د اغزو په بوټو کې ښکېل شوه. بيا ابراهيم (عليه السلام) هغه د خپل زوی پر ځای قرباني کړه. خو کله چې ابراهيم (عليه السلام) نوم ورکړ، نو هغه مېږه خو مخکې له دې قرباني شوې وه، يعنې مړه شوې وه. که چيرې ابراهيم (عليه السلام) د هماغې مېږې په اړه سوچ کاوه، نو هغه به دغه ځای ته دا نوم ورکړی وای: ‘خدای ورکړې ده’ (تېره زمان). هغه به دا نوم د تېرو وختونو په زمان کې ايښی وای. او حضرت موسی (عليه السلام) به تبصره کړې وای: ‘او تر نن ورځې خلک وايي، “په د غره باندې د رب له خوا ورکړه شوې وه”’. خو دا نوم راتلونکي ته ګوري، نه تېر ته. نه ابراهيم (عليه السلام) او نه موسی (عليه السلام) د هغې قرباني شوې مېږې یادونه کوله. هغوی دا نوم د يو بل څه لپاره کېښود – د راتلونکي لپاره.
خو دا څه شی و؟
قرباني په کوم ځای کې شوې وه؟
۲ خدای(ج) وویل: «خپل زوی اسحاق چې ستا یوازېنی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی، واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.»(
پېدایښت ۲۲:آیت ۲)
دا پېښه د موریا په سیمه کې وشوه. دا سیمه چېرته ده؟ د ابراهیم په زمانه کې (۲۰۰۰ ق م) دا سیمه دښته وه، خو زر کاله وروسته (۱۰۰۰ ق م) مشهور پاچا حضرت داؤد (ع) هلته د اورشلیم ښار جوړ کړ او د هغهٔ زوی سلیمان(ع) هلته معبد جوړ کړ. موږ په زبور کې لولو چې:
بیا سلیمان د څښتن د معبد په جوړولو پېل وکړ . او دهغهٔ ځای په اورشلیم کې د موریا په غرهٔ کې ؤ ، ، چیرته چې څښتن داؤد ته ښکاره شوی ؤ.
( دوهم توارخ فصل۳:آیت ۱)
په بل عبارت، د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې او بیا موسی ، د موریا غر په دښته کې د غره یوه بېله څنډه وه، خو ۱۰۰۰ کاله وروسته د داود او سلیمان په زمانه کې اورشلیم ( بیت المقدس) د بني اسرائیلو مرکزي او پلازمېنه شوه. چېرته چې هغوئ د مالِک خُدائ کور جوړ کړ. او تر نن ورځې پورې دا د یهودیانو لپاره یو سپېڅلی ځای دی.
د موریا غر د څښتن تعالی لخوا غوره شو، نه د ابراهیم علیه السلام . لکه څرنګه چې (سوره الجن۷۲: آیت ۱۸) تشریح کوي
دا چې یقینًا د عبادت ځایونه په ځانګړې توکه د خدای لپاره دي، نو تاسو له خدای سره بل هېڅوك مه بلئ. (سوره الجن۷۲: آیت ۱۸)
د عبادت ځایونه د څښتن لخوا غوره کېږي. موږ پوه شو چې ولی دا ځای غوره شو.
عیسی مسیح(ع) او د موریا په غرهٔ کې قرباني
او دلته موږ یوه اشاره او ددې موضوع په هکله اړیکه او د عیسی مسیح (ع) او انجیل سره مستقیم اړیکه پېدا کوو. موږ کله چې دا اړیکه ګورو نو پام مو شي چې د عیسی مسیح(ع) نومونه او لقبونه باید زده کړو . ډېر نومونه او لقبونه عیسی مسیح(ع) ته ورکړ شوي ؤ. د یو سرلیک په اړه پوهیږو. عیسی ته ډیری لقبونه ورکړل شوي وو. شاید تر ټولو مشهور د “مسیح” لقب دی ( ‘مسیح’). خو موږ دا په سپېڅلي کتاب کې ، د یوحنا په انجیل کې لولو . یحیی تعمید ورکونکی وایي:
۲۹ بله ورځ یحیی ولیدل چې عیسی د هغه خواته راروان دی، نو هغه وویل: «ګورئ، دا د خدای له خوا هغه وری دی چې د نړۍ د خلکو ګناهونه لېرې کوي! ۳۰ دا هماغه دی چې د هغه په هکله ما ویلي وو چې زما څخه وروسته به یو څوک راځي چې زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا نه وم پیدا شوی چې هغه موجود ؤ.(د یوحنا انجیل فصل ۱:آیت ۲۹-۳۰)
د عیسی (ع) یو مهم خو لږ پېژندل شوی لقب چې هغه ته د یحیی لخوا ورکړل شو “د خدای ګډوری “ دی. اوس د عیسی د ژوند پای ته پام وکړئ. هغه چیرته ونیول شو او د اعدام په سزا محکوم شو؟ هغه په اورشلیم کې ونیول شو او د موریا په غرهٔ کې په صلیب وخېژول شو. د هغهٔ د نیولو د څرنګوالي په هکله په انجیل کې تشریح ورکړ شوی دی.
کله چې هغه خبر شو چې عیسی د هغې سیمې څخه دی چې د هیرودیس تر واکمنۍ لاندې ده، نو هغه یې هیرودیس ته چې په هغه وخت کې په اورشلیم کې ؤ، ولېږه. (د لوقا انجیل فصل۲۳:آیت ۷)
په بل عبارت، د عیسی مسیح نیول ، محکمه او پر صلیب خېژول په اورشلیم او د موریا په غرهٔ کې ترسره شوه.
بېرته د ابراهيم (عليه السلام) کیسې ته راځو: ولې هغه دغه ځای د راتلونکي په زمان کې “رَب به برابر کړي” ونوماوه؟ هغه یو نبي و، او د راتلونکي لیدلو له مخې یې پوهېده چې هلته به څه “برابر شي”. د هغه په ازموینه کې، زوی یې د مرګ څخه په وروستي شېبه کې خلاص شو ځکه چې یو مېږی د هغه پر ځای قرباني شو. دوه زره کاله وروسته، عیسی ته د “د خدای ګډوری” لقب ورکول کېږي، او هغه هم هلته نیول کېږي او د اعدام حکم پرې لګېږي — په هماغه ځای کې!

قرباني کول او فدیه ابراهیم له مرګ څخه وژغوره
ایا دا زموږ لپاره مهم دی؟ د ابراهیم د کیسې پای ته نظر کوم . د قرآن په سوره الصافات ۱۰۷ آیت کې د ابراهیم (ع) په اړه داسې راغلي دي.
او موږ هغه ته د یوې مهمې قربانۍ په بدل کې ژغورنه ورکړه (سوره صافات۳۷: آیت ۱۰)
فدیه یانې څه ؟ فدیه د بندي د خلاصون لپاره ټاکل شوی مال یا د مړ شوي سړي بدل او یا د د ځینې مرتکب شوو محرماتو دي. د ابراهیم په هکله فدیه پدې مانا ده چې هغه د څه شي بندی دی ( هو حتی ستر پېغمبر هم کېدای شي چې د څه شي بندی واوسي) هغه د څه شي بندی ؤ ؟ د هغهٔ د زوی د قربانۍ کیسه موږ ته ځواب راکوي. هغه د مرګ بندي او غلام ؤ. با وجود ددې چې هغه یو پېغمبر ؤ ، مرګ هغه بندی کړی ؤ. موږ د آدم په کیسه کې ولیدل چې خدای آدم او د هغهٔ زامن ( د پېغمبرانو په شمول) یې په مرګ محکوم کړل. خو موږ وینو چې د ابراهیم په کیسه کې، دهغهٔ فدیه د قرباني د ګډوري په زریعه ورکول کېږي. د وروستي بېلګو او نښو په لیدو (ادم, هابیل او قابیل, د نوح, ابراهیم ۱) وینو چې پېغمبرانو هم هرکله د خدای لپاره څاروي قرباني کول. هغوی پوهېدل چې قرباني کول ځانګړتوب د ژغورنې او خلاصون لپاره لري. او هم قربانۍ د خدای ګډوري عیسی مسیح او راتلونکي ته اشاره لرل. نو پدې توګه د عیسی مسیح او قربانې شوو څارویو تر منځ اړیکه شتون لري.
قرباني کول: زموږ لپاره خیر او برکت
او د موریا په غره کې د میښ قرباني زموږ لپاره هم مهمه ده. د تبادلې په پای کې خدای ابراهیم ته دا اعلان کوي
د نړۍ د ټولو قامونو د برکت سبب به وګرځې ، ځکه تا زما څخه اطاعت وکړ. (پېدایښت ۲۲:آیت ۱۸)
که تاسو د ځمکې د کوم ملت سره تړاو لرئ (او بېشکه لرئ!) نو دا موضوع باید تاسو ته مهمه وي، ځکه وعده دا ده چې تاسو ته د الله جل جلاله له خوا “برکت” درکول کېږي! ایا دا ارزښت نه لري؟ د ابراهیم عليه السلام د کیسې دا تړاو له عیسی عليه السلام سره موږ ته څنګه برکت راکوي؟ او ولې؟ زموږ اشاره دا ده چې ابراهیم عليه السلام “فدیه شو”، خو له دې پرته دلته روښانه ځواب نه ښکاري. که غواړئ د انجیل پای ته یو ژور نظر واچوئ، نو دا وګورئ. که نه، موږ به د موسی عليه السلام له نښو سره دوام ورکړو، او دا به دا پوښتنې راته روښانه کړي.
خو دلته یوازې دا خبره یادول غواړم چې د “نسل” کلمه دلته مفرد ده. دا “نسلان” نه دي، لکه ډېر اولادونه یا قومونه. د برکت وعده د ابراهیم عليه السلام له یو “نسل” سره ده، مفرد نسل – یعنې یو “هغه”. برکت له ډېر خلکو یا ډلې نه راځي لکه “هغوی”. دا موږ ته د آدم عليه السلام د نښې “نسل” را په یادوي. د موسی عليه السلام د فسحې نښه به دا نور هم روښانه کړي.