Skip to content

قرآن – سورت 37: 102-110 (صفات)

تورات: پیدایښت 22: 1-18

37-102 نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې37-103 نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه37-104 او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه
37-105 یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

37-106 بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و

37-107 او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو

37-108 او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې

37-109 دا چې سلام دې وي په ابراهیم

37-110 نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو

۱څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۲خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“ ۳نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو. ۴په درېمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو. ۵نو هغۀ نوکرانو ته وفرمائيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شُو او مونږ به عبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشُو.“ ۶اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو، ۷نو اِسحاق وفرمائيل، ”پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“ ۸اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو. ۹کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو. ۱۰بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله. ۱۱خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۱۲فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“ ۱۳اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو. ۱۴اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“ ۱۵د مالِک خُدائ فرښتې په دوېم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ۱۶”مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل اېک يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، ۱۷زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى. ۱۸ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“ ۱۹اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو او دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.