لوط د ابراهیم (ع) وراره ؤ. هغه د بدکارو خلکو څخه ډک ښار کې ژوند غوره کړی ؤ. خدای دغه حالت د ټولو خلکو لپاره د بېلګې په توګه کارولی دی . دا بېلګه څه ده؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره موږ باید په دې کیسه کې شخصیتونو ته پام وکړو. دلته کلیک وکړئ تر څو د تورات او قرآن دواړو کیسه ولولئ.
په تورات او قرآن کې موږ ګورو چې درې ډلې خلک دي، او همداراز د الله (ج) فرشتې (یا پیامبرانو) هم شته. راځئ چې هرې ډلې ته جلا جلا فکر وکړو.
د سدوم د ښار اوسېدونکي
ددې ښار خلک ډېر بد اخلاقه او کنګار وو. هغوی دا هیله لرله چې له نورو سړو سره زنا وکړي (په حقیقت کې دا فرښتې وې، خو د سدوم خلک فکر کاوه چې دا نور سړي دي، نو هغوی پلان درلود چې په زور ورسره زنا وکړي). دا ډول ګناه دومره بده وه چې الله (ج) پرېکړه وکړه چې ټول ښار تباه کړي. دا سزا د هغې فیصلې سره برابره وه چې آدم ته ورکړل شوې وه. د پیل نه الله (ج) آدم ته خبرداری ورکړی و چې د ګناه سزا مرګ دی. بله هېڅ سزا لکه وهل، بندي کول او نور، بسنه نه کوي. الله (ج) آدم ته ویلي وو…
… د باغ د ټولو منو له مېوو څخه خوړلی شي پرته دنیک او بد د پېژندنې دونې څخه (پیدایښت فصل ۲: آیت ۱۷)
همدا رنګه د سدوم د خلکو د ګناهونو سزا دا وه چې دوی هم باید مړه شي. په حقیقت کې ټول ښار او هرڅوک چې په هغې کې اوسیږي د آسمان څخه د اور په واسطه به له منځه یوړل شي. دا د نښې یوه بیلګه ده چې وروسته په انجیل کې تشریح شو.
پدې ترتیب ، د سدوم د ښار اوسېدونکي د هغې ګناه سزا چې دوی کړې وه ولېدله . او ټول مړه شول
ځکه هر څوک چې ګناه وکړي دهغهٔ حاصل مرګ دی.
(رومیان فصل ۶: آیت ۲۳ )
د لوط زومان
د نوح علیه السلام په کیسه کې، الله تعالی ټوله نړۍ محاکمه کړه، او د آدم علیه السلام د نښې سره سم، دا محاکمه د لوی سېلاب په وسیله مرګ وه. مګر په تورات او قرآن کې راغلي دي چې په هغه وخت کې ټوله نړۍ ‘بد’ وه. الله تعالی د سدوم خلک هم محاکمه کړل، ځکه هغوی هم خورا فاسد وو. که زه یواځې دغه کیسې ولولم، کېدای شي دا فکر راته پیدا شي چې زه د الله (ج) د عذاب نه خوندي یم، ځکه زه دومره بد نه یم. آخر زه په الله(ج) باور لرم، ډېر نېک کارونه کوم، او هېڅکله مې داسې بد اعمال نه دي کړي.
نو آیا زه خوندي یم؟
د لوط علیه السلام نښه له خپلو زامنو خسرانو سره ما ته خبرداری راکوي. هغوی د هغو نارینهوو له ډلې نه وو چې د همجنسبازۍ د زور زیاتي هڅه یې کوله. خو هغوی د راتلونکي الهي عذاب خبرداری جدي ونه نیوه. په حقیقت کې، تورات وایي چې هغوی فکر کاوه ‘هغه (لوط) ټوکې کوي’. آیا د هغوی برخلیک د ښار له نورو بدکارو خلکو څخه مختلف و؟ نه! هغوی هماغسې سزا ولیدله. د خسرانو او د سدوم د بدکارو خلکو ترمنځ هېڅ توپیر نه و. دا نښه موږ ته دا درس راکوي چې هر څوک باید دا الهي خبرداری جدي ونیسي. دا یوازې د بدکارو خلکو لپاره نه دي.
د لوط ښځه
د لوط ښځه زموږ لپاره لویه نښه ده. په تورات او قرآن دواړو کې هغه هم د نورو خلکو سره مړه شوه. هغه د پیغمبر ښځه وه. خو د لوط سره د هغې ځانګړې اړیکه هغه ونه ژغورله حتی که هغه هم د سدوم نارینه وو په څیر ګناه نه وه کړې.د خدای فرښتو هغوی ته پېغام ورکړی ؤ چې
هېڅوک دې شاته نه ګوري (سوره ۱۱ هود: آیت ۸۱)
تورات موږ ته وايي
یو له هغو دو نارینو څخه لوط ته وویل : د خپل ځان د ژغورنې لپاره وتښتی او شاته هم مه ګورئ (پیدایښت ۱۹: آیت ۱۷)
خو د لوط ښځه د شاته وکتل او د مالګو په ډبرې بدله شوه (پیدایښت ۱۹: آیت ۲۶)
په حقیقت کې د هغې د ‘شاته کتل’ مانا ندی تشریح شوي. خو ظاهراً هغې فکر کاوه چې هغه کولای شي د خدای يو کوچنی امر نه سرغړونه وکړي. فکر یې چې دا به کومه مهمه نه وي. خو د هغې برخلیک د سدوم د ښار له خلکو غوندې شو. هغه هم د خدای له غضب سره مخامخ او سزایې ولیده. دا یو ډېر مهم پوښتنه زموږ د ژوند لپاره ده. هېڅګله دا فکر ونه کړو چې خدای موږ ته د کوچني ګناه لپاره سزا نه راکوي. د لوط د ښځې برخه لیک زموږ لپاره عبرت دی چې اشتباه فکر ونکړو.
لوط ،خدای او فرښتې
لکه څنګه چې موږ د آدم نښې کې ولیدل، کله چې الله (ج) فیصله وکړه، نو هغه د رحم دروازه هم خلاصه کړه. په هغه قضاوت کې، الله (ج) د پوستکي جامې برابرې کړې. د نوح (ع) په قضیه کې هم، کله چې الله (ج) قضاوت وکړ، نو د کښتۍ له لارې یې رحمت هم ورکړ. یو ځل بیا، الله (ج) حتی په خپل قضاوت کې، د رحم ورکولو خیال وساته. تورات دا داسې بیانوي:
هغه وخت لوط زړه نازړه کېده، خو بیاهم څښتن په هغه باندې مهربانه شو او هغو کسانو د ده او د ده د ښځې او لورګانو لاسونه ونیول او هغوی یې په امن سره د ښار څخه دباندې وویستل.(پیدایښت فصل ۱۹: آیت ۱۶)
موږ له دې بېلګو څخه څه زده کولای شو؟ هماغه سې چې په پخواني بطلګه کې مو ولیدل ، خدای خپل رحمت د مرستې په شان د ښار نه د وتلو لپاره وښودله. خدای د سدوم په ښار کې د امن ځای جوړ نه کړ چې تر څ، هغوی د ګوګړو د اور لع باران څخه مصونه واوسي . یوازې یو لار د خدای درحمت لپآره شتون درلود تېښته له ښار څخه او د فرښتو شاته تلل . لوط او د هغه کورنئ د لوط لپاره د خدای د رحمت سره مخامخ نشول . په حقیقت کې په تورات او قرآن کې لونو چې لوط حاظر شو تر څو خپل دوه لورګانې د سدوم د ښار هوس بازو خلکوته وړاندې کړي. چې دا کار په هېح صورت مناسبه نه ؤ. او په ځای کې هم ګورو کله چې فرښتې هغه له ښاره باسې دی زنډ کوي. خدای د خپلل رحیم توب په خاطر پر هغهٔ رحم وکړ. دهغه لاس یې ونیو او له ښار څځه یې وویست. دا کیسه هم زموږ لپاره دعبرت سبق دی . یانې دا چې خدای پرموږ رحم وکړي . او دا زموږ له کړنې سره هېڅ تړون نلري. د لوط په شان د خدای رحمت باید ومنو تر څو هغه په خپل رحکت سره له موږ سره مرسته وکړي. د لوط زومان دخدای رحمت ونه منانه او په همدې دلیل لمنځه لاړل ..
موږ باید د پراخ شوي رحمت و منلو
دا زموږ لپاره يو نښانه ده: الله (ج) به موږ ته خپل رحمت وغځوي، او دا زموږ په لايق والي پورې تړلی نه دی. خو موږ، لکه څنګه چې لوط (ع) مخکې له موږه وکړل، بايد دا رحمت ومنو تر څو دا زموږ لپاره ګټه ولري. د لوط زومانو (خسرګن) دا رحمت ونه مانه، نو له همدې امله يې له هغه څخه ګټه وانخيسته.
تورات موږ ته وايي چې الله (ج) لوط ته خپل رحمت ځکه ورکړ، چې د هغه تره، ستر پیغمبر ابراهيم (عليه السلام) د هغه لپاره دعا کړې وه (دلته د پيدايښت په کتاب (فصل۱۸: آیت ۲۲-۳۳) کې دا کيسه وګورئ). تورات دا هم وايي چې الله (ج) له ابراهيم (عليه السلام) سره دا وعده وکړه چې د ځمکې ټول قومونه به د ده له برکته برکت ومومي. دا وعده بايد زموږ پام راواړوي، ځکه مهمه نه ده چې موږ څوک يو، څه ژبه وایو، څه مذهب لرو، او چېرته ژوند کوو – ته او زه د “د ځمکې د ټولو قومونو” برخه يو. د ابراهيم (عليه السلام) شفاعت الله(ج) ته دا سبب شو چې لوط ته رحمت ورکړي، سره له دې چې هغه يې مستحق نه و. نو اوس چې موږ د “ټولو قومونو” برخه يو، د ابراهيم نښې به څومره زيات رحمت زموږ لور ته راجلب کړي؟ د همدې فکر سره، موږ د تورات لوست ته دوام ورکوو او د ابراهيم نښو ته ګورو.