آدم او د هغهٔ میرمن حوا ځانګړي دي ځکه چې دوی مستقیمآ خدای پېدا کړي وو، مور او پلار یې نه درلودل او دوی د عدن په باغ کې ژوند کاوه. نو دوی زموږ لپاره د زده کړې مهمې نښې لري. په قرآن کې دوه برخې او په تورات کې یوه برخه د آدم علیه السلام په هکله راغلي دي. (کلک وکړئ دلته د دوی لوستلو لپاره).
دا کیسو خورا ورته دي. په دواړو کیسو کې خلک او دهغوی کرکترونه یو شان دي (آدم، حوا، شېطان (ابلیس)، خدای)؛ ځای ( جنت ) چې په دواړو کیسو کې ورته اشاره شوې ده یو شان دي؛ په دواړو کیسو کې شېطان (ابليس) آدم او حوا ته درواغ وایي او هغوی غولوي. په دواړو کیسو کې آدم او حوا د خپل شرم د پټولو لپاره له پاڼو څخه استفاده کوي. خدای (ج) په دواړو کیسو کې د هغوی خواته راضي. هغه دغه دواړه قضاوت کوي او له هغوی سره خبرې کوي. خدای (ج) خپل رحمت هغوی ته ښکاره کوي. هغه د آدم او حوا د بربنډ توب لپاره کالي جوړوي . قرآن زموږ لپاره چې د آدم اولاده یاستو ، دا دثبوت د دلیل په توګه نوموي . نو دا پېښه په تاریخ کې یو سپېڅلی پېښه نده او موږ کولای شو د آدم او حوا له کیسې څخه ډير شیان زده کړو.
د حضرت آدم پند زموږ لپاره
خدای مخکې لدینه چې آدم او حوا قضاوت کړي ، هغوی یوازې یوه ګناه کړې وه . د بېلګې په توګه لس حکمونه وجود نه درلود چې هغوی هغه لوستي وي او بې اطاعتي یې کړې وي چې بیا خدای (ج) هغوی قضاوت کړي. خدای(ج) یوازې دهغهٔ بې اطاعتي چې شوې وه قضاوت وکړ ، ډېری خلک داسې فکر کوي چې کله دوی زیاده ګناه وکړي بیا خدای(ج) هغوی ته سزا ورکوي. هغوی داسې فکر کوي که دنورو په پرتله لګه ګناه وکړي او یا که د هغوی ښه عملونه د نورو له کارونو څخه زیاد وي بیا خدای(ج) هغوی نه قضاوت کوي او نه سزا ورکوي . د آدم او حوا حالت موږ ته راښایي چې داسې نه ده. خدای(ج) هره ګناه او بې اطاعتي ته سزا ورکوي.
ددې موضوع د روښانه کولو لپاره ښه ده چې د خدای(ج) د قوانینو څخه بې اطاعتی او د یوه هیواد د قانون څخه د بی اطاعتی سره پرتله کړو. په کانادا کې چېرې چې زه ژوند کوم، که د قانون مخالف عمل تر سره کړم د بېلګې په توګه غلا وکړم ددې هیواد قانون سره سم زه د سزا وړ یم. زه نشم ویلی چې ما غلا کړې خو دا یو کوچنی جرم دی چې ما کړی دی او ما ته سزا مه راکوی هرو مرو ما محکمې ته بیایي او سزا راکوي. د کاناد محکمه لکه خدای(ج) عمل کوي.
کله چې آدم او حوا له پاڼو څخه ځاننه کالي جوړ کړل ، ګورو چې هغوی لدې کار سره وشرمېدل او کوښښ یې وکړ چې خپل بربنډ توب په هغهٔ پټ کړي. زه هم کله چې له اشتباه او شرم څخه ډک عمل تر سره کړم ، کوښښ کوم چې هغه ګناه پوښ کړم او له نورو څخه یې پټ کړم. خو د آدم او حوا کوښښونه دخپل دګناه د پوښولو لپاره د خدای(ج) په وړاندې بې ځایه وه . خدای(ج) د هغو دواړو اشتباه ولید او سزایې هم ورکړه او هم یي خپل کلام هغوی ته وفرمایل
د الله تعالی کړنې په فیصلې کې
موږ کولای شو چې درې عملونه وګورو:
- خدای(ج) هغوی په مرګ محکوموی، هغوی به مړه شي
- خدای(ج) هغوی له جنت څخه بهر کوي . هغوی به د ځمکې پر مخ له کړاو څخه ډک ژوند ولري
- خدای(ج) هغوی ته د پستوکو څخه کالی ورکوي
دا په زړه پورې ده چې موږ ټول حتی تر نن ورځې پورې هم د ا پېښه موږ اغیزمن کوي . ټول مري؛ هېڅوک حتی پیغمبران هم هېڅکله بیرته جنت ته نه دي راغلي . او د حیات ونې ته ندي تللي . لا تر اوسه هم ټول کالي اغوندي .دغه درې ټکي دومره پر ایمان عادی شوی چې چې موږ دغه حقیقت هېرو: هغه کار چې خدای(ج) آدم او حوا سره وکړل . چې موږ یې وروسته ترزرکونه کاله وروسته هم احساس کوو.
…خو په رحمت کې هم
جامې د خدای(ج) له لوري د رحمت ډالۍ وه ، د دوی شرم نور پټ شوی وو. هو خدای هغوی قضاوت کړ ، خو هغهٔ خپل رحمت او برکت یې هم له دهغوی نه ونه سپماوه . هغهٔ کولای شو چې دا کار ونکړي . آدم او حوا د خپل بې اطاعتی په بدل کې کوم کار ونکړل چې د خدای(ج) د رحمت لایق وي . هغوی هغه جامې چې تر لاسه کړي ، هغه خدای(ج) ورکړي ، دوی نه ، تر لاسه کړی . هغوی دغه ؤالی چې خدای(ج) هغهوی ته ورکړې وه ومنل. هغوی ددې ډالۍ لیاقت نه درلود ،خو د څه شي په بدل کې دا هرڅه وشول. تورات موږ ته وايي چې جامې “پوستکي” وې. په دې توګه کالي د حیوان له پوستکې څخه جوړ شوي ؤ، تر دې وخته پورې هېڅ مرګ نه ؤٔ، د جامو د جوړولو لپاره چې د حیوان له پوستکي څخه ؤ د حیوان د ځان په بیه تمامه شوه. هغه حیوان خپل ژوند له لاسه ورکړ تر څو آدم او حوا وکړی شي د خدای(ج) د رحمت او مهربانئ وړ وګرځي.
قرآن موږ ته وايي چې دغه جامې د دوی شرم پټ کړل، خو په حقیقت کې هغوی د رېښتینولۍ پوښښ ته اړتیا درلوده، دا چې دغه د پوستکي جامې ددوی د پرهېز ګاری نښه وه. دا زموږ لپاره دلیل او نښه ده
اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي[سوره ۷ اعراف: آیت ۲۶]
یوه ښه پوښتنه دا ده چې : موږ دا ‘د رېښتينولۍ جامې’ څنګه ترلاسه کړو؟ وروسته به پیغمبران دې مهمې پوښتنې ته ځواب ووايي.
د هغهٔ خدای(ج) خبرې چې هم مهربانه دی او هم قضاوت کوي
خدای(ج) نه یوازې دا درې شیان د آدم او حوا او موږ (د دوی اولادونه) لپاره نه کوي، بلکې هغه خپل کلام هم بیانوي. په دواړو متنونو کې خدای(ج) د “دښمنۍ” خبره کوي خو په تورات کې زیاتوي چې دا “دښمني” به د ښځې او مار (شیطان) ترمنځ به وي. دا ځانګړی پېغام په لاندې متن کې راغلي دي. ما یوازې دهغو خلکو نومونه چې یاد شوي ؤ داخل کړي دي
خدای (ج) فرمایي
زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د اولاد او د ښځې د اولاد ترمنځ به تل دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې. (پیدایښت ۳: آیت ۱۵)
دا یوه معما ده – خو د پوهېدو وړ ده. که تاسو په دقت سره ولولئ، وبه وینئ چې پینځه بېلابېل کرکټرونه یاد شوي دي، او دا یو نبوي (پېشګویانه) بیان دی، ځکه چې دا راتلونکي وخت ته ګوري (لکه څنګه چې د “به” کلمه بیا بیا کارول شوې ده). کرکټرونه دا دي:
۱ -خدای
۲ -( همغه ابلیس)شېطان
۳ – ښځه
۴ – د ښځې اولاد
۵ – د شېطان اولاد
او معما په ګوته کوي چې دا کرکټرونه به په راتلونکي کې څنګه یو له بل سره تړاو ولري. دا لاندې ښودل شوی.

اولاد څوک دی؟ – یو نارینه (هغه)
موږ ځینې مشاهدې وکړې، اوس د ځینو پایلو وخت دی. ځکه چې د ښځې “اولاد” یو “نارینه” دی، نو ځینې احتمالات له منځه ځي.
لکه څنګه چې دا اولاد یو “نارینه” دی، نو دا “ښځه” نه شي کېدای، نو ځکه یوه ښځه نه ده. خو دا “هغه” له یوې ښځې زېږېدلی دی.
لکه څنګه چې دا اولاد یو “هغه” دی، نو دا “هغوی” نه دی. دا مانا لري چې دا نه یو قوم دی، نه یوه نژاد، نه یوه ډله، او نه یوه ملت. د تاریخ په اوږدو کې خلک په مختلفو وختونو او طریقو سره فکر کاوه چې یو “هغوی” (ډله یا قوم) به د انسان ستونزه حل کړي. خو دا اولاد، چې یو “هغه” دی، یوه ډله نه ده – نه یو ملت او نه د کوم ځانګړي مذهب پیروان لکه هندوان، بودایان، عیسویان، یا مسلمانان.
لکه څنګه چې دا یو “هغه” دی، نو دا “هغه شی” (دا) نه دی. یعنې دا اولادیو کس دی، نه یو فکر، نه یو تعلیم، نه یو سیاسي نظام او نه یو مذهب – ځکه دا ټول “هغه شیان” (دا) بلل کېږي. که دا اولاد یو “سیستم” وای، نو دا به د انسان د ستونزې حل ګڼل شوی وای، ځکه انسانان تل نوي نوي سیسټمونه او مذهبونه جوړوي. نو دا اولاد نه عیسویت دی، نه اسلام، ځکه که وای نو دا به “هغه شی” ګڼل شوی وای؛ او نه دا د کوم قوم یا مذهبي ډلې استازیتوب کوي، لکه یهودان، عیسویان یا مسلمانان، ځکه که وای نو دا به “هغوی” بلل کېدل. خو خدای یو بل څه په نظر کې لرل – یو “هغه”، یعنې یو یوازینی نارینه انسان. دا “هغه” به د شیطان سر ماتووي.
که څه هم لا هم دا یوه معما پاتې ده چې دا اولاددقیقاً څوک دی، خو موږ ډېر هغه احتمالات له منځه یووړل چې ممکن زموږ ذهن ته راغلي وای.
د تاریخ په اوږدو کې د الله تعالی او شیطان تر منځ شخړه
موږ د دې وعدې د آینده زمان له استعمال څخه دا درک کولی شو چې د الله تعالی په ذهن کې یو پلان دی چې ټاکلی هدف لري. دا “اولاد” به د شیطان سر ماتووي (یعنې هغه به نابود کړي)، او په همدې وخت کې به شیطان د دې اولاد پښه ووهې (یعنې تاوان به ورسوي). دا چې دا خبره دقیقاً څه معنا لري، تر اوسه روښانه نه ده. خو موږ دا پوهېږو چې د الله(ج) یو لوی پلان به عملي کېږي.
اوس پام وکړئ چې الله تعالی آدم ته څه نه وايي. هغه نارینه ته د یو ځانګړي اولاد وعده نه ورکوي، لکه څنګه چې ښځې ته یې دا وعده ورکوي. دا یوه حیرانوونکې خبره ده، په ځانګړي ډول ځکه چې د تورات، زبور او انجیل په روایتونو کې د زامنو نسبت تل د پلرونو له لارې کیږي. د دغو آسماني کتابونو د نسبونو لیستونه تقریباً یواځې هغه زامن یادوي چې له پلرونو زېږېدلي وي.
خو دلته، په جنت کې، دا وعده یو څه بېسارې ده – دلته د داسې اولاد وعده نه ده شوې چې له یو نارینه څخه راځي. تورات یوازې دومره وايي چې اولاد به له یوې ښځې راشي – خو د نارینه یادونه نه کوي.
راتلونکی ‘هغه’ بې له انساني پلار – مسیح
په ټولو هغو نارینهوو کې چې تر اوسه په تاریخ کې تېر شوي دي، یوازې دوه کسان داسې دي چې انساني پلار یې نه درلود. لومړی آدم ؑ و، چې الله تعالی مستقیم پیدا کړی و. دویم عیسی مسیح ؑ دی، چې د یوې پاکې پېغلې (کنوارې) څخه زېږېدلی و – نو انساني پلار نه لري. دا خبره له هغې مشاهدې سره سمون لري چې اولاد یو “هغه” دی، نه “هغې”، نه “هغوی” او نه هم “هغه شی” (دا). عیسی مسیح ؑ د یوې ښځې اولاد دی. د زبور نبي، یعنې اشعیا علیهالسلام، د دې پېغلې څخه د زېږون خبره تر زېږون ۷۵۰ کاله مخکې د تفصیل سره اټکل کړې وه.
خو د هغه د دښمن په اړه، د شیطان د اولاد په اړه، څوک دی؟ که څه هم دلته د دې تفصیل ته ځای نشته، خو آسماني کتابونه د “هلاکت زوی”، “د شیطان زوی” او نورو نومونو یادونه کوي چې د یو راتلونکي انساني واکمن اشاره کوي، هغه چې به د “مسیح” (یعنې عیسی علیهالسلام) مخالفت کوي. دا کس، چې دجال په نوم هم یادېږي، د وروستیو کتابونو له مخې به د مسیح او دجال ترمنځ یوه اخري مقابله وي. خو دا ټکر دلته، د تاریخ په پیل کې، لا له وړاندې په نطفې (اشاروي) بڼه یاد شوی دی.
د تاریخ لوړ ټکی، یعنې د الله تعالی او شیطان ترمنځ د اوږدې شخړې پای، چې دا شخړه له جنت څخه پیل شوې وه، همدلته د لومړي کتاب له لارې اټکل شوې ده. لا ډېرې پوښتنې پاتې دي، او نورې نوې پوښتنې هم پیدا شوې. که له دې ځایه دوام ورکړو، او د الله تعالی له پرلهپسې پیغام راوړونکو (پیغمبرانو) څخه زدهکړه وکړو، نو دا به موږ سره مرسته وکړي چې خپلې پوښتنې ښه درک کړو او دا هم وپېژنو چې موږ اوس په کومو وختونو کې ژوند کوو.
اوس به د آدم او حوا له زامنو، قابیل او هابیل، سره خپله مطالعه روانه کړو.