Skip to content

 يوحنا 13 – 16

د مريدانو پښې وينځل

۱د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه. ۲د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى. ۳او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے. ۴نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه. ۵بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه. ۶کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“ ۷عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“ ۸پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“ ۹شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“ ۱۰عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“ ۱۱ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ. ۱۲د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟ ۱۳تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. ۱۴نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. ۱۵ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى. ۱۶زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى. ۱۷اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ. ۱۸زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“ ۱۹زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم. ۲۰زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“

د حضرت عيسىٰ د خپل مُخبر په حق کښې پېشګوئې

۲۱د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ ۲۲مريدانو يو بل ته وکتل او شکمن شول چې دے دا د چا په حقله خبرې کوى. ۲۳په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو. ۲۴نو شمعون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”تپوس ترې وکړه چې هغه دا څوک يادوى.“ ۲۵نو هغه مريد عيسىٰ ته سر ورنزدې کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”مالِکه، دا څوک دے؟“ ۲۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه. ۲۷د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“ ۲۸څوک چې روټۍ ته ناست وُو د هغوئ نه يو کس هم په دې پوهه نۀ شو چې هغۀ ولې دۀ ته داسې وفرمائيل. ۲۹ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه. ۳۰د نوړۍ اخستو نه پس سمدستى يهوداه بهر ووتو. او دا توره شپه وه.

د حضرت عيسىٰ نوے حُکم

۳۱کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله. ۳۲کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى. ۳۳زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. ۳۴زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ. ۳۵کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“

د حضرت عيسىٰ د شمعون پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې کول

۳۶شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“ ۳۷پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“ ۳۸عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“

حضرت عيسىٰ پلار ته د ورتلو لار ده

۱”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ. ۲زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ ۳او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ۴او تاسو ته د هغې لارې پته ده کوم ځائ ته چې زۀ روان يم.“ ۵توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“ ۶عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے. ۷کۀ تاسو زۀ پېژندلے نو تاسو به زما پلار هم پېژندلو. د هم اوس نه تاسو هغه پېژنئ او ليدلے مو دے.“ ۸فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“ ۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟ ۱۰په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى. ۱۱په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ. ۱۲زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم. ۱۳تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى. ۱۴کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم.

د روحُ القُدس وعده

۱۵کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ. ۱۶او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. ۱۷هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى. ۱۸زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم. ۱۹لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ۲۰په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم. ۲۱څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“ ۲۲بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“ ۲۳عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو. ۲۴څوک چې ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى، او دا کلام چې تاسو يې اورئ دا زما نۀ دے بلکې دا د پلار کلام دے چا چې زۀ رالېږلے يم. ۲۵ترڅو چې لا زۀ تاسو سره يم ما تاسو ته دا هر څۀ وفرمائيل. ۲۶خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى. ۲۷زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. ۲۸تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے. ۲۹ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ. ۳۰زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته. ۳۱زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم. نو راځئ چې د دې ځائ نه ځو.“

حضرت عيسىٰ د انګور اصلى بوټے

۱”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے. ۲هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى. ۳د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ. ۴په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ. ۵زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. ۶هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى. ۷کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى. ۸نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى. ۹څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ. ۱۰کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم. ۱۱ما تاسو ته دا ټولې خبرې د دې دپاره وکړې چې زما خوشحالى په تاسو کښې وى او چې ستاسو خوشحالى پوره شى. ۱۲دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده. ۱۳د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى. ۱۴تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ. ۱۵نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى. ۱۶تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ. ۱۷دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.

تاسو نه د دُنيا نفرت

۱۸کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے. ۱۹کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى. ۲۰دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى. ۲۱خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم. ۲۲کۀ زۀ راغلے نۀ وے او دوئ ته مې وئيلے نۀ وے نو دوئ به مجرم نۀ وُو، خو اوس د هغوئ سره د خپلې ګناه څۀ بهانه نشته. ۲۳څوک چې ما نه نفرت کوى هغه زما د پلار نه هم نفرت کوى. ۲۴کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى. ۲۵هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“ ۲۶خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى. ۲۷تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چې تاسو د اول نه ما سره يئ.“

د مريدانو نه د دُنيا نفرت

۱”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ. ۲نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى. ۳هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.

د روحُ القُدس کار

۴خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم، ۵خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟ ۶خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول. ۷خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم. ۸او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى، ۹د ګناه په باب کښې ځکه چې هغوئ په ما ايمان نۀ راوړى، ۱۰د صداقت په باب کښې ځکه چې زۀ پلار له ځم او تاسو به ما نور ونۀ وينئ، ۱۱او د اِنصاف په باب کښې ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان مجرم کړے شو. ۱۲ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے. ۱۳خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى. ۱۴هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى. ۱۵څۀ چې د پلار دى هغه زما دى، په دې وجه ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه به ما نه هغه څۀ حاصل کړى څۀ چې په ما کښې دى او تاسو ته به يې وښائى.

غم په خوشحالۍ کښې بدلېدل

۱۶په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“ ۱۷بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“ ۱۸هغوئ وئيل چې، ”د هغۀ د دې لږ ساعت نه څۀ مطلب دے؟ مونږ ته پته نشته چې د هغۀ بيان د څۀ په حقله دے.“ ۱۹عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ ۲۰نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى. ۲۱د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو. ۲۲نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى. ۲۳په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. ۲۴تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.

زۀ په دُنيا غالب يم

۲۵ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم. ۲۶په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ. زۀ دا نۀ وايم چې زۀ به د پلار نه ستاسو دپاره خواست کوم. ۲۷ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم. ۲۸زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“ ۲۹د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو. ۳۰مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“ ۳۱عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟ ۳۲ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے. ۳۳ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“