Skip to content

دوويشتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د سحر هوسۍ په ساز کښې به وغږولے شى

د مدد درخواست او د ثناء صِفت سرودونه

۱اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟

تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟

۲په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې،

هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.

۳خو ستا پاکه هستى پاس په تخت،

اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.

۴زمونږ پلار نيکۀ په تا لرلو ايمان،

او تۀ شوې د هغوئ نګهبان.

۵دوئ تا ته فريادونه وکړل تا خلاصون ورکړو،

هغوئ مايوسه نۀ شول په تا چې چا اطمينان وکړو.

۶خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم،

سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.

۷څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى،

دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.

۸دوئ وائى چې، ”لرلو يې په مالِک خُدائ اطمينان آيا دا هغه څوک دے،

خو مالِک خُدائ دې اوس دے بچ کړى.

ځکه چې مالِک خُدائ بې‌شانه مينه ورسره کوى.“

۹تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم،

ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.

۱۰د پېدايښت نه ستا لاسونو ته وسپارلے شوم،

تۀ زما خُدائ يې د کوم وخت نه چې پېدا شوم.

۱۱زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے،

او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.

۱۲د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم،

لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.

۱۳زما خلاف يې د زمرو په شان خپلې خولې وازې کړې دى

په غړمبار سره ما څيرى.

۱۴توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان،

هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بې‌ځايه.

زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،

۱۵ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان،

ژبه مې تالو پورې شوه چسپان،

په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.

۱۶د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم،

د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم،

دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.

۱۷ټول هډوکى خپل شمېرلے شم،

دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.

۱۸هغوئ په خپلو کښې تقسيموى جامې زما

په خپلو کښې خسڼے پرې وباسى په جامو زما.

۱۹اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه،

تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.

۲۰ما د تُورې د خولې نه بچ کړه،

د دغه سپو نه زما قيمتى ژوند بچ کړه.

۲۱د زمرو د خولې نه ما راوباسه،

او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.

۲۲زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم،

ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.

۲۳تاسو څوک چې د خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ستائينه وکړئ،

اے د يعقوب اولاده، تاسو هغۀ له عزت ورکړئ،

اے بنى اِسرائيلو تاسو ټول د هغۀ عزت وکړئ.

۲۴ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل،

او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى

نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.

۲۵زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم،

د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.

۲۶غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى،

د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى

د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.

۲۷ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى،

د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.

۲۸ځکه چې مالِک خُدائ بادشاه دے

او د هغۀ په قومونو حکومت دے.

۲۹د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى،

څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى

هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.

۳۰راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى،

د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.

۳۱هغه څوک چې لا پېدا نۀ دى د هغۀ د خلاصون نه به خبر شى

دوئ به د هغۀ د ټولو کارنامو نه خبر شى