Skip to content
د ابراهیم علیه السلام نښه (دوهمه برخه) – قرآن د ابراهیم علیه السلام نښه (دوهمه برخه) – تورات

سورت ۳۷: ۸۳-۸۴،۹۹-۱۰۱ (صفات)

37-83 او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى

37-84 (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى

37-99 او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي

37-100 اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي

37-101 نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ

پیدایښت 15: 1-6

۱څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ ۲خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلى‌عزر زما وارث دے. ۳ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“ ۴نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلى‌عزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ ۵مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ ۶ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.