Skip to content

سورت 5:28-31 (میده)

پیدایښت 4: 1-12

5-28 كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم5-29 بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده5-30 نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه
5-31 نو الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجز شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو
۱بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو. ۲وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو. ۳څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه. ۴بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه، ۵خو قائِن او د هغۀ قربانى يې نامنظوره کړه. قائِن د غصې نه تک سور شو او تندے يې تريو کړو. ۶بيا مالِک خُدائ قائِن ته وفرمائيل، ”تۀ ولې دومره غصه يې؟ تا ولې تندے دومره تريو کړے دے؟ ۷کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“ ۸بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه او وې وژلو. ۹مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“ ۱۰بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى. ۱۱په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه. ۱۲کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“