Skip to content
Home » راتلونکی پاچاهي

راتلونکی پاچاهي

  • by

د قرآن په  وروستی  سوره (الناس۱۱۴) کې لیکل شوي دي

 ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم چې د خلقو بادشاه دى. (سوره الناس: آیت ۱-۲)

خدای تعالی د انسانانو پاچا دی. که هغه پاچا دی  نود پاچاهي څښتن هم دی . د خدای پاچاهي  څه سره شباهت  لري ؟ سوره (الکوثر۱۰۸) ددې ځواب داسې وایي.

موږ تاته د کوثر چینه درکړه. (سورت الکوثر۱۰۸:آیت ۱)

که پاچا خلکوته برکت ورکوي، نو دهغهٔ په پاچاهي کې نعمتونه ډېر وي. دا ډېر نعمتونه او برکت څنګه دی؟ د مزامیرو کتاب داسې فرمایي..

اشعیای نبی  د باکرې انجلی څخه  دې نړۍ ته د زوی د راتګ او زېږېدو وړاند وینه کړې وه. دا وړاند وینه له سل هاو کالو ورسته  د عیسی مسیح (ع) له راتګ سره دې نړۍ ته عملي شو. په هرصورت، په زبور کې نورو وړاندوینې هم  شتون لري  چې د هغهٔ د راتګ د وخت په هکله ، هغه ځای کې چې زېږېږي او دهغهٔ د برکت په هکله.

اشعیا(ع) د خدای د پاچاهۍ پیشګويي کوي

داؤد لومړی پاچا او پېغمبر ؤ داسراییلو په  تاریخ  کې  چې له اورشلیم څخه یې په مستقیمه توګه پاچاهي کوله.  وروسته له هغهٔ او سلیمان څخه نور پاچاهان چې ځواک ته ورسېدل. ټول ګنهکار وو.  هغوی لکه پخواني ظالمانو غوندې ؤ  په همغه وخت کې دمختلفو ملیتونو تر منځ جګړې پېل شوې . ننۍ زمانه کې هم داسې جګړې شتون لري .  په هغهٔ وخت کې پاچاهان او خلک مختلفې ګناهونه سرته رسول ، د بطلګې په توګه رشوت، د نورو هیوادونه نیول ، زیاتۍ ، بت پرستي او داسې نور.  نن هم داسې ګناهونه زموږ شاوخواته لېدل کېږي  همداسې بدبختۍ او مړینه ، چې لا تر اوسه شتون لري  هغهٔ وخت هم شتون درلود . نو ددې پر سېره پېغمبرانو په سپېڅلي کتاب کې د هغهٔ پاچاهۍ پّه هکله لیکلي چې هغه پاچاهي به له عدالت، رحمت او سولې څخه ډکه وي. اشعیای نبې پدې هکله داسی لیکې. 

 څښتن به وکړي قضاوت د قومونو ترمنځ.   د قاضي په شان به حل کړي د ډېرو خلکو شخړې.   خپلو تورو نه خلک جوړې به کړي یوې.   نېزې بدلې په لورونو به کړي.   بیا به هېڅکله قومونه غوره نه کړي د جنګ لاره. بیا به هېڅکله دوی نه نیسي د جنګ تیاری. (اشعیا ۲:آیت ۴)

نور به جګړه ونشي!   نن وینو چې په نړۍ کې هېڅ سوله او آرامښت نشته.  خو موږ وینو چې  دا وړاند وینې پرته د انسانانو تر منځ د سولې ، په طبیعت کې هم د سولې په هکله وړاند وینه کوي .

۶ د هغه په پاچاهۍ کې به لېوان.   او وري یوځای اوسي.   د سېرلو سره به یوځای وي پړانګان پراته.   خوسیان به د زمریانو د بچو سره.   یوځای خوراک کړي.  او دوی به پیایي یو وړوکی ماشوم.  ۷ خوراک به یوځای کوي اېږې او غواګانې سره.   او د هغوی بچیان به یوځای وي په امن پراته.   زمریان به خوري بوس د غویانو په شان.    ۸ کړي د شیدو ماشوم به لوبې د چمچه مار سوړه کې.    له شیدو څخه بېل شوی ماشوم.   وهي سوړه کې به.  لاس د زهرجن مار.  ۹ زما په سپېڅلي غره صهیون باندې به.   هېچا او هېڅ شي ته به ونه رسي زیان.   او نه به له منځه لاړ شي.    لکه چې څنګه دي بحرونه د اوبو څخه ډک.    نړۍ به دغه شان وي ډکه د څښتن د پېژندنې څخه. (اشعیا ۱۱: ۶-۹)

لا تر اوسه دا پېښې ندي راغلي. همدارنګه د اوږد عمر او امنیت په هکله هم وړاند وینې شوي دي.

 ۲۰ ماشومان به نور په وړوکتوب کې نه مړه کیږي او ټول خلک به خپل عمر پوره کوي. سل کلن خلک به په ځوانانو کې شمېرل کیږي او څوک چې سل کلنۍ ته نه رسیږي، هغوی به لعنتي شمېرل کیږي. ۲۱ څوک چې کورونه جوړوي، نو په خپله به په کې واوسیږي او څوک چې د انګورو باغونه کري، نو د هغو انګور به وخوري. ۲۲ ځکه نور به زما د قوم کورونه او د انګورو باغونه د بل چا لاس ته ورنه شي. زما غوره شوي خلک به د ونو په شان ډېر اوږده عمرونه ولري. د خپل زیار حاصل به لاسته راوړي او په پوره توګه به ترې خوند واخلي. ۲۳ د هغوی زیار به بېځایه نه وي او د هغوی ماشومان به نور د بدبختۍ سره نه مخامخ کیږي. ځکه زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تل برکت ورکړم. ۲۴ حتی مخکې له دې چې هغوی ماته غږ وکړي، زه به ځواب ورکړم. مخکې له دې چې خپله دعا پای ته ورسوي، زه به هغه قبوله کړم. ۲۵ لېوان او وري به په یوځای کې څریږي، زمریان به د غویانو په شان بوس خوري، خو د مارانو خواړه به خاوره وي. هغه وحشي حیوانات به نور زما په سپېڅلي غره صهیون باندې به هېچا او هېڅ شي ته زیان ونه رسوي او نه به یې له منځه یوسي.» څښتن داسې ویلي دي.  (اشعیاه ۶۵: آیت ۲۰-۲۵)

د اشعیا د کتاب څخه مو چې په ۶۵ فصل : ۲۰ -۲۵ آیتونو کې  ولوستل هېڅ یو هم لا تر اوسه ندې پېښ شوي، هغه یوازې ویل شوي او لیکل شوي دي. ډېر انسانان دا فکر کوي چې ضرور پدې لیکنه کې اشتباه شوې ده  موږ   د باکره انجلی د زوي نښه په لیکنې کې ولیدل  چې څرنګه وړاند وینې  پېښ شول.  نو دې نتیجې ته رسېږو چې باید دا هرڅه جدې ونیسو  او صبر وکړو.

د خدای پاچاهي

که لګ فکر وکړو ، نو پوه به شو چې ولې ځینې وړاندوینې لا تر اوسه  راپېښ شوي ندي. دا ددې لپاره چې هغه د مالک خدای په پاچاهي پورې مربوط دي. د مالک خدای د پاچاهۍ په زمانه کې ، هغه به په مستقیمه توګه د انسانانو پر عملونو او ژوند حکومت وکړي.  راځۍ چې پدې برخې کې د وړاند وینو ځینې برخې ولوو.

۱۰ ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستا.   او ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا.   ۱۱ هغوی به خبرې وکړي.   ستا د پاچاهۍ د جلال په هکله.   او بیانوي به ستا قدرت.   ۱۲ ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارو.   او ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه.   ۱۳ ابدي ده پاچاهي ستا.  او تل ترتله به پاچا یې ته.   خپلو وعدو ته وفادار دی څښتن.   او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه.   ۱۴ کوي مرسته د هغو خلکو سره.   چې په تکلیف کې وي.   لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته (زبورونو ۱۴۵: آیت ۱۰-۱۴)

 داؤد علیه اسلام دا لیکنې نږدې ۱۰۰۰ کاله وړاندې د یشوع(عیسی) مسیح له میلاد څخه لیکلي ؤ. ( دهغو پېغمبرانو دژوند، تاریخ او وخت په هکله چې په سپېڅلي کتاب کې راغلي دي دلته  پدې لینک  کې وګورئ. دا وړاند وینې د خدای د پاچایي د وخت د راتلو په هکله خبرې کوي. جلال او عظمت به پدې پاچایي کې شتون ولري.  دخدای پاچایي به د نورو پاچایانو د پاچایي په څېر نه وي.  یا په بل عبارت لنډ مهال به نوي . د خدای د پاچایي له راتګ سره به سوله او آرامښت راشي. 

د دانيال (ع) د پاچاهۍ تشريح

 یو بل پېِغمبر د دانیال په نامه نږدې ۵۵۰ کاله وړاندې د مسیح له میلاد څخه په بابل کې ژوند کاوه. هغهٔ د اسراییلود جلاوطنی په وخت کې ژوند کاوه هغهٔ دخدای د پاجاهۍ په هکله وړاند وینې کړي دي. 

دانیال نبی هغه خوب چې د بابل پاچا لیدلی ؤ تعبیرکړ.  هغهٔ داسې تعبیر کړ:

دا د پاچا خوب ؤ او اوس به یې تعبیر هم درته ووایم : ای پاچا  ته د ټولو پاچایانو پاچا یې .  د آسمانونو خدای تاته پاچایي ځواک ، قوت  او جلال درکړی دی؛ هغه ستا په لاسونو کې انسانان او د ځمکې حیوانات او د هوا مرغان ځای په ځای کړي دي. ستا نه وروسته به بله پاچاهي را منځته شي، چې ستا څخه کمه ده. بیا، دریم سلطنت، یو د برونزو څخه به په ټوله ځمکه حکومت وکړي. په نهایت کې ، څلورم سلطنت به وي ، د اوسپنې په څیر قوي – د اوسپنې ماتولو او هرڅه ماتولو لپاره – نو دا به نور ټول مات او مات کړي. … د هغو پاچاهانو په وخت کې، د د آسمان خدای به یو داسې پاچاهي جوړه کړي چې هیڅکله به له منځه لاړ نشي، او نه به دا نورو خلکو ته پریښودل شي. دا به ټول هغه سلطنتونه مات کړي او پای ته ورسوي، مګر دا به پخپله د تل لپاره دوام وکړي. دا د غره څخه د راټیټ شوي ډبرې لید معنی ده ، خو د انسان په لاسونو نه… (دانیال ۲: آیت ۳۶-۴۵)

دا پاچایي له کوچني سرېزې سره  پېل کیږي (تا ولیدل چې د غره څخه یوه همواره ګټ پرته لدې چې څوک پرې لاس ووهي بېل شو) خو ور ورو لوی شو او په تلپاتې پاچایي بدلېږي. دا وړاند وینې د داؤد وړاند وینو ته شباهت لري. اوس پوښته داده چې : ولې خدای خپل پاچاهي ورو ورو  جوړوي؟ ولې ډېر وخت ددې کار لپاره ضرورت دی؟  ولې دخدای پاچاهي تر اوسه ځواک ته ندی رسېدلی؟  کله چې ددې پوښتو ځوابونو ته فکر کوي ، په پام کې مو وي چې ټول پاچاهۍ او حکومتونه دا لاندې برخو کې ګډون لري بالاخره به د تل لپاره حکومت وکړي لکه څنګه چې د داود (ع) پورته وړاندوینه شوې. نو ولې الله جل جلاله خپله پاچاهي په دومره سستۍ سره جوړوي؟ ولې دومره وخت نیسي؟ ولې تر اوسه نه دی راغلی؟ کله چې تاسو د دې په هکله فکر کوئ، ټول سلطنتونه لاندې برخې کې ګډون لري.

  •  پاچا یا حاکم
  • ملت
  • قانون
  • هیواد او خاوره

نو د بېلګې  په توګه، په کاناډا کې، چیرته چې زه ژوند کوم، دا ځای  د یو پاچاهي او حکومت په څېر تشبیه کوم. کاناډا یو واکمن لري – چې نن ورځ جسټین ټروډو زموږ ټاکل شوی لومړی وزیر دی. کاناډا اتباع لري – چې زه یې  یو یم. کاناډا هم یو اساسي قانون  لري چې د خپلو ټولو اتباعو حقونه او مسؤلیتونه ټاکي. کاناډا هم یو هیواد دی اوخلک لري، په دې حالت کې دا د ځمکې په کره کې  یوه ټاکلې  موقعیت لري چې دا هیواد  فزیکي اندازه، اقلیم، طبیعي سرچینې او نور لري ، ټول هیوادونه او سلطنتونه، تیر او اوسني، دا څلور پورتنی برخې لري.

زه او تاسو د خدای پاچايي ته رابلل شوي یو

دا موضوع د خدای پاچاهي پورې هم تړلې  ده.  هماغسې چې مو په پورتنیو لیکنو کې ولوستل، چې خدای به له عظمت څخه ډک ، تل پاتې ، او له سولې او عدالت څخه هم  ډک وي . څلور قضیه چې په پورته کې مو د هغهٔ یادونه وکړه ،  د خدای د پاچاهي شتون تاییدوي ، دهغهٔ حکومت او ملت . د هغهٔ د حکومت په هکله به  راتلونکې مقاله. کې خبرې وکړو . خو اوس له ځانه وپوښتئ : آیا غواړۍ چې ددې پاچاهۍ د اوسېدونکو له ډلې څخه واوسئ؟  یا په بل عبارت د هغهٔ له مخلوق څخه ؟  اشعیای نبی ټول انسانان د هغهٔ پاچاهي ته رابولي  تر څو ټول انسانان د خدای د مخلوق ډله وي.  

“راځه، ټول تاسو چې تږي یاست، اوبو ته راشئ. او تاسو چې پیسې نه لرئ، راشئ، واخلئ او وخورئ! … پرته له پیسو او لګښت پرته. ولې په هغه څه باندې پیسې لګوئ چې ډوډۍ نه لري، او ستاسو کار په هغه څه لګوي چې نه پوره کوي؟ واورئ، ما ته غوږ ونیسئ، او هغه څه وخورئ چې ښه وي، او ستاسو روح به د خورا بډایه کرایې څخه خوشحاله شي. غوږ شه او ماته راشه؛ ما واورئ، چې ستاسو روح ژوندی شي. زه به له تا سره یو ابدي تړون وکړم، زما وفادار مینه چې داود سره ژمنه شوې ده … د څښتن په لټه کې شئ تر هغه چې هغه وموندل شي. هغه ته زنګ ووهئ کله چې هغه نږدې وي. (اشعیا ۵۵:آیت ۱-۶)

خدای (ج) دعوت کوي ټول هغه څوک چې د دې پاچاهۍ د راتلو لپاره تږي دي او د پخواني پاچا داود (ع) ته هغه مینه چې ورکړ شوې ده ، د خدای دې مخلوق ته به هم ورکړ شي که تاسو بلل شوي یاستۍ ، دا به دې مانا ده چې لا تر اوسه د خدای د هغهٔ ځانګړي مخلوق په منځ کې نه یاستۍ. په اصل کې خدای موږ رابولي  او هغه غواړي چې د هغهٔ د ځانګړي مخلوق أله ډلې څخه واوسو.  او په سولې کې ژوند وکړو.  حتما به اوس به ، ددې بلنې او راتلونکي پاچاهي په هکله پوښتنې ولرئ ، د بېلګې په توګه : ځرنګه ، څه وخت او داسې نور. موږ دغه ټول پوښتنې  د سپېڅلي کتاب  په هکله په  مقالو کې ارزیابی کړو . خو تاسو باید یوې پوښتنې ته همدا اوس ځواب ورکړئ. . مګر دلته یوه پوښتنه شتون لري چې یوازې تاسو یې ځواب کولی شئ: ‘ایا زه غواړم چې په دې پاچاهي کې د خدای ځانګړی مخلوق له ډلې څخه واوسم ؟’

د کتاب په توګه له مقدس کتابونه څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *