داؤد (ع) د پیغمبرانو په مینځ کې ځانګری ځای لري. حضرت ابراهیم (ع) نوی پړاو پېل شو. او خدای له ټاکل شوي لاروڅخه له انسانانو سره اړیکه درلوده اولادونو او لوی ملت ژمنه – خدای له ابراهیم سره ژمنه وکړه چې له هغهٔ څخه به یو لوی قام منځ ته راشي. او وروسته مو ولېدل چې لویه قرباني یې هم خدای ته وکړه . حضرت موسى (ع) د فسحې قرباني – په واسطه وکولای شو د اسراییلو قام له اسارت او غلامۍ څخه وژغوري. بیا وروسته موسی(ع) بنی اسراییلو ته دوی ته یو قانون ورکړ تر څو هغوی وکولای شي د هغهٔ په واسطه یو ملت جوړ کړي. هغوی پاچا ندرلود تر څو پر هغوی حکومت وکړي تر څو له خدای څخه د لعنت پر ځای برکت تر لاسه کړي. وخت تېر شو او داؤد(ع) د اسراییلو پاچا شو او د هغهٔ له ځواک ته رسېدو سره نوی پړاو پېل شو. چې له هغهٔ څخه وروسته ډېرو پاچایانو پر اورشلیم حکوکت وکړ.
داؤد پاچا په اصل کې څوک ؤ؟
تاسو کولی شئ د بنیاسرائیلو د تاریخ له مهالویشو څخه ووینئ چی دأود (ع) شاوخوا ۱۰۰۰کاله له ابراهيم (ع) څخه وروسته او ۵۰۰ کاله له موسی (ع) څخه وروسته ژوند کاوه. داود (ع) د شپون په توګه د خپلې کورنۍ د پسونو پالنه پیل کړه. د اسرائيلو ستر دښمن – جلیات – د اسرائيلو د فتح کولو لپاره د لښکر مشري وکړه، او اسرائيليان مايوس او مات شول ځکه په هغهٔ یې وس نه رسېده. خو داود (ع) جلیات ته ماته ورکړه او هغه یې په جګړه کې وواژه. دا دومره د پام وړ وه چې یو ځوان شپون هلک یو لوی پهلوان چې درې متره قد درلود او د اسراییلو ټول لښکر ور څخه وېرېده وواژه ، چې داود (ع) د خلکو په منځ کې ډېر مشهور شو. بيا بنى اِسرائيليان خپلو دشمنانو ته د ماتې ورکولو دپاره روان شول او بریا یې تر لاسه کړه. قرآن پدې هکله داسې وایي:
(سوره بقره ۲:آیت ۲۵۱)
پاچا کېدل
لدې جګړې وروسته داؤد د جنګیالي په توګه شهرت زیات شو. په هرصورت، هغه یوازې د اوږدو او سختو تجربو وروسته پاچا شو ځکه چې هغه ٔ د اسراییلو په منځ کې ډیر دښمنان درلودل چې د هغهٔ مخالفت یې کاوه. په سپېڅلي کتاب کې د اول او دوهم سموئیل کتابونه د داؤد (ع) د دې مبارزو او بریاوو یادونه کوي. سموئیل (ع) هغه پیغمبر ؤ چې داؤد (ع) یې د پاچا په توګه وټاکه.
داود (ع) د موسیقۍ په هکله پوهه درلوده او ډېر مشهوره هم ؤ او ډېر کمپوزونه او اشعار یې هم د خدای په ثنا کې لیکلي دي.
دا په سورت ص (۳۸ سورت – خط سعد) کې په لاندې آیت کې ذکر شوی دی.
بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله.
او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و.
اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و.
(سوره ص۳۸ :آیت ۱۷-۲۰)
دغه آيتونه د حضرت داوود (عليهالسلام) د جنګي زړورتيا تصديق کوي، خو همداراز هغه “تسبيحات” هم بيانوي چې د مرغانو د سندرو په څېر ښکلي وو او د خپل خالق لپاره به يې ويل. او کله چې هغه پاچا شو، نو الله (جل جلاله) خپله هغه ته د خبرو حکمت ورکړ. د داوود (عليهالسلام) دا سندرې او شعرونه ثبت شوي، او د زبور لومړۍ برخه جوړوي، هغه څه چې نن سبا د “زبور” په نوم پېژندل کېږي. او ځکه چې د هغه د خبرو حکمت الله (ج) ورکړی و، نو دا ثبت شوي کلامونه هم د تورات په څېر مقدس او الهامي ګڼل کېږي. قرآن دا خبره داسې بيانوي:
او ستاسو رب ښه عالم دى په هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و (سوره اسرا ۱۷: آیت ۵۵)
سليمان – د زبور دوام
خو دا الهامي ليکنې يوازې د داوود (عليهالسلام) په وخت پای ته ونه رسېدې، هغه چې د پاچا په توګه د ډېر عمر په حالت کې وفات شو. د هغه زوی او وارث، سليمان (عليهالسلام) و، چې هغه ته هم الله (جل جلاله) د حکمت الهام ورکړی و. سوره ص دا خبره داسې بيانوي:
. د زبور کتاب چې د خدای لخوا الهام شوی ؤ ، د داؤد له مرګ څخه وروسته د هغهٔ د با حکمته زوی سلیمان له لوري کامل شو.( د زبور په کتاب کې ۱۵۰ زبورونه شتون لري چې ۷۲ یې داؤد لیکلي ، ۱۲ زبوره آساف ، ۹ زبورونه د قورح کورنئ یو زبور موسی او دوه زبورونه سلیمان ) سورت ص په دې ډول تشریح کوي
بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى (سوره ص ۳۸ :آیت ۳۰)
او
او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو. نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو. (سوره انبیا ۲۱ا: آیت ۷۸-۷۹)
او یقینًا یقینًا مونږ داود او سلیمان ته (خاص) علم وركړى و او هغو دواړو وویل: ټوله ستاينه خاص د هغه الله لپاره ده چې مونږ ته يې په خپلو مومنو بنده ګانو كې په ډېرو زياتو باندې فضيلت راكړى دى (سوره نمل ۲۷: آیت ۱۵)
نو پدې توګه سلیمان وروسته د زبور د کتاب له پای ته رسولو څخه ، څو نور کتابونه هم ولیکل لکه د سلیمان متلونه ، د غزلونو غزل او ټولنه کتاب.
د زبور له لیکنې وروسته ،پېغمبرانو د کتاب لیکنې ته دوام ورکړ
خو د سليمان (ع) له مړینې وروسته پاچایا نو د تورات پېروي ونه کړه او له دغو وروسته پاچایانو څخه هيڅ يوه ته هم الهامي پيغامونه ورنکړل شول. د اسرائيلو له ټولو پاچایانو څخه يوازې داؤد او سليمان (ع) د خدای له لوري الهام بخښونکي ليکنې درلودې – دوی هم پېغمبران او پاچاهان وو. خدای هغو پاچاهانو ته چې له دوی وروسته یې بی اطاعتی وکړه پېغمبران ورولېږل. یو له هغهٔ کسانو څخه یونس ؤ چې لوی کب هغه خپل خېټې ته تېر کړی ؤ (سوره صافات ۳۷: آیات ۱۳۹-۱۴۴). دا شاوخوا ۳۰۰ کاله دوام وکړ – د ډېرو پیغمبرانو لیږلو سره. د زبور په الهامي کتابونو کې د دوی اخطارونه، لیکنې او وړاندوینې هم شاملې شوې. لکه څنګه چې تشریح شوي دلته په پای کې اسراییلیان اسیران شول او د بابلیانو لخوا بابل ته وشړل شول او بیا د پارس امپراتورۍ بنسټ ایښودونکي کوروش په مشرۍ اورشلیم ته راستانه شول. د دې وخت په اوږدو کې خدای پېغمبران ولېږل او هغه پېغمبرانو هم د خدای نه په الهام سره کتابونه ولیکل ، او زوړ تړون هم د هغوی په لیکنو سره پای ته ورسېد – او دا پیغامونه د زبور په وروستیو کتابونو کې لیکل شوي.
زبور – د مسیح د راتلو وړاندوینه
دا ټول پیغمبران زموږ لپاره ارزښت لري ځکه چې د دوی لیکنې د انجیل بنسټ دی . په حقیقت کې د مسیح لقب د زبور په لومړیو کې د داؤد (ع) لخوا معرفي شوی دی (د زبور برخه چې هغهٔ لیکلې ده) او وروسته پیغمبرانو د راتلونکي مسیح په هکله په تفصیل سره وړاندوینه کړې. دا په ځانګړي ډول مهم ؤ ځکه چې په هغهٔ زمانه کې پاچایانو او خلکو له تورات او شریعیت څخه په پیروي کولو کې پاتې راتلل. د راتلونکي مسیح وعده، هیله او ارمان د هغه ورځې د خلکو د ناکامیو په باره کې وړاندوینه شوې وه. د پیغمبرانو په توګه دوی راتلونکي ته ګوري، لکه څنګه چې موسی (ع) په تورات کې پکار وه. او دا وړاندوینې زموږ سره زموږ په عصري ورځ کې زموږ د هغو کسانو لپاره خبرې کوي چې د سمې لارې ژوند کولو کې پاتې راغلي. زموږ د ځینو ژوند له ګناه او خطاو څخه ډک دی . مسیح باید د ناکامۍ په منځ کې د امید یو څراغ وي.
د یشوع(عیسی) مسیح نظر د زبور د کتاب او د نورو پېغمبرانو د کتابونو په هکله
په حقیقت کې، عیسی مسیح (عليهالسلام) خپله د زبور څخه کار اخیسته تر څو خپلو یارانو او پیروانو ته د انجیل معناوې او د مسیح رول تشریح کړي. زبور د عیسی (عليهالسلام) په اړه داسې وایي:
بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل. (لوقا انجیل ۲۴: آیت ۲۷)
اود ټولو انبیاوو” کلمه، د هغو پېغمبرانو کتابونه ته وروسته د موسی له تورات او زبور څخه اشاره کوي. یشوع پّ دې دلیل چې خلک د هغهٔ په هکله هغه وړاند وینې ښه درک کړي ، لدې کتاب څخه بېلګه راوړي. هغه داسې تعلیم ورکوي
۴۴ بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.» ۴۵ بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي. (لوقا انجیل ۲۴: آیت ۴۴-۴۵)
کله چې دلته د “پیغمبرانو او زبور” یادونه شوې، نو مطلب یې دا دی چې لومړۍ الهامي برخه هغه زبور دی چې داوود (عليهالسلام) لیکلی و، او بیا وروسته هغه نور کتابونه چې ور زیات شوي دي (یعنې “پیغمبران”). عیسی مسیح (عليهالسلام) اړتیا لرله چې د خپلو پیروانو فکرونه خلاص کړي، تر څو هغوی وکولای شي د آسماني صحیفو (یعنې د تورات او زبور الهامي کتابونو) معناوې درک کړي. زموږ هدف د راتلونکو مقالو په لړۍ کې دا دی چې تعقیب کړو څه چې عیسی مسیح (عليهالسلام) له دې کتابونو څخه ښوولي وو، تر څو مونږ هم خپل فکرونه خلاص کړو او بیا انجیل وپېژنو.
داود (ع) او د هغهٔ څخه وروسته پیغمبران په تاریخي مهال ویش کې
هغه انځور کې چې تاسو وینئ ،د ډېرو پېغمبرانو نومونه یاد شوي دي . دلته کولای شئ چې وګورئ د هر پېغمبر په هکله چې په کوم پړاو او وخت کې یې ژوند کړی دی . او هم د اسراییلو د وضعیت په هکله په دې ښودل شوي کې وڅېړئ خپل تاریخ تعقیب کړ د موسی له نعمتونو او لعنتونو څخه.

موږ په زبور کې خپله مطالعه دوام ورکوو، او ګورو هغې نبوت ته چې د یوې پېغلې زوی د راتلو په اړه شوی دی.