Skip to content
Home » د تورات د پیغمبر نښه

د تورات د پیغمبر نښه

  • by

حضرت موسی (ع) او هارون (ع) څلویښت کاله د بنی اسرائیلو مشري وکړه. هغوی حکمونه ولیکل او لازم قربانۍ یې جوړې کړې امرونه او قربانۍ یې جوړې کړې  او هم یې بېلګې او نښې رامنځ ته کړې. داسې وخت راورسېد چې دا دواړه مړه شول. مخکې لدېنه چې د تورات آخري برخه ولولو، ددې کتاب بېلګې به وګورو

په تورات کې د بڼو بیا کتنه

نو د نښو بڼه په تورات کې څه ده؟

په تورات کې قرباني کول

د قربانۍ اهمیت ته پام وکړئ او وګورئ  چې  په لنډ واټن کې څومره ډېره قرباني شوي ده . د هغو موضوعاتو په هکله چې تر اوسه مو زده کړي دي  یو ځل بیا فکر وکړئ 

دا قربانۍ ټول د پاکو څارویو سره ترسره شوي – وزه ، مېښ ، او غوا. دوی ټول نارینه وو پرته له غوا څخه.

دا قربانۍ د هغو خلکو لپاره کفاره وه چې قرباني یې ورکړې. دا پدې مانا ده چې دوی یو پوښ و ترڅو د قرباني ورکونکي ګناه او شرم پټ شي. دا د آدم سره پیل شو، آدم دخدای تعالی رحمت د پوستکي په شکل ترلاسه کړ. ددې پوستکې لپاره باید یو څاروی حلال شوی وای. یوه مهمه پوښتنه داده چې:  ولې نور قربانۍ نه ورکول کیږي او نه ورکول کیږي؟  ځواب به وروسته وګورو.

رېښتینولۍ په تورات کې 

 د رېښتینولی کلمه هرکله د تکرار په حالت کې ده ، موږ د لومړی ځل لپاره له آدم  په کیسه کې   له هغهٔ سره مخامخ شو. خدای هغهٔ ته وویل:  د رېښتینولۍ جامه بهتره ده. موږ ولېدل چې څنګه ابراهیم ته د رېښتینولۍ اعتبار ورکړل شو ځکه هغهٔ پر خدای اړ دهغهٔ پر ژمنه ایمان درلود . کله چې بنی اسراییل  د خدای حکمونه ساتل –  د پرهېزګاری خاوند به شول. خو هغوی هر کله  په بشپړه توګه د خدای حکمونه  نه ساتل – هر وخت.

په تورات کې سزا

موږ ولیدل هغه خلک چې له امرونو څخه اطاعت نه کوي د سزا وړ ګرځي  دا له آدم سره پیل شو،  آدم  ته چې د لومړي ځل لپاره یې  ګناه وکړه سزا ورکړ شوه.  دا سزا هم هر کله مړینه ده. هغه انسان چې ګناه یې کړې وي  یا خو خپله مري او یاهم  هغه څاروی چې دده په بدل کې قرباني کېږي.

 

  • د ادم  په وخت کې د جامو د جوړولو لپاره څاروی حلال شو.
  • د هابيل –  په وخت  کې  هغهٔ د خپلو څارویو څخه یو حلال کړ تر څو وکړای شي قربانی وړاندې کړي. 
  • د نوح د طوفان په وخت کې  خلک  په سیلاب کې ډوب اومړه  شول او وروسته له طوفان څخه نوح علیه السلام  یو څاروی قرباني کړ.
  •  لوط    په وخت کې  دوه قامه سدوم او عموره سزا ولیده او مړه شول. د لوط میرمن هم مړه شوه.   
  • د ابراهيم د زوی قرباني  کله چې ابراهیم غوښته خپل زوی قربانی کړي  خدای یو میښ هغه ته ورکړ  او ابراهیم هغه میښ قربانی کړ
  • فصح  د ورځې په محال  فرعون او د هغهٔ د کورنی ټول غړي سزا ولیده.  د هغوی لومړي زامن ټول مړه شول.  بنی اسراییل هم د حلال شوي څاروي  په وینه خپل د کورونو دروازی ولړل  تر څو دخدای حکم پر ځای کړي او وژغورل شي.  
  • د شریعت د حکمونو له مخې، یا خو مجرم کس وژل کېده، او یا به د کفارې په ورځ یو وزه وژل کېده.

دا په څّه معنا؟  ادامه کې به وګورو. خو اوس  وینو چې ، د تورات کتاب  دموسی او هارون (ع)  لخوا پای ته ورسېد. د تورات په پایله کې هغوی د خدای له لوري دوه مهمې جملې له خلکو سره شریکې کړې.  دا دواړه جملې د راتلونکې په هکله دي  او په اوس وخت کې هم موږ ته مهمه ده.  راتلونکی پیغمبر او راتلونکی لعنتونه او نعمتونه

راتلونکی پیغمبر

هغه پېغمبر چې په راتلونکې کې به راشي کله چې د سینا په غره کې  په تختې کې لس حکمونه موسی ته ورکړ شو، دا یې د زور او وېرې یوه ستره ننداره سره وکړه.  په تورات کې داسې راغلي دي.

د درېمې ورځې په سهار تندر او برېښنا شوه او د غره په سر باندې یوه توره ورېځ راښکاره شوه او د سرني یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو. ټول خلک چې په کمپ کې وو، د وېرې له لاسه ولړزېدل. ۱۷ موسی هغوی د کمپ څخه دباندې راوستل چې د خدای سره ملاقات وکړي او هغوی د غره په لمنه کې ودرېدل. ۱۸ د سینا ټول غر په لوګي کې پټ ؤ، ځکه چې څښتن په هغه باندې په اور کې راښکته شوی ؤ. دا لوګی د داش د لوګي په شان پورته کېده او ټول غر سخت لړزېده. (هجرت کتاب ۱۹:آیت ۱۶-۱۸)

خلک له وېرې ډک شول. تورات يې په دې ډول بيانوي.

۱۸ کله چې ټولو خلکو د تندر او سرني غږ واورېد او برېښنا او هغه غر یې ولیده چې لوګی ورڅخه پورته کېده، نو هغوی د وېرې له لاسه ولړزېدل او لېرې ودرېدل. ۱۹ هغوی موسی ته وویل: «که چېرې ته زمونږ سره خبرې وکړې، غوږ به درته ونیسو. خو مونږ وېرېږو چې که چېرې خدای زمونږ سره خبرې وکړي، نو مړه به شو.» (هجرت کتاب ۲۰:آیت ۱۸-۱۹)

دا د موسی (ع) د څلویښت کلنې ټولنې د رهبرۍ په پیل کې پیښ شوی ؤ.

خلکو ته یادونه ورکول

په پای کې خدای جل جلاله له حضرت موسی (ع) سره د هغهٔ تېر حالت په اړه خبرې وکړې، خلکو ته یې د دوی د تېرې وېرې یادونه وکړه او د راتلونکي لپاره یې ژمنه وکړه.موسی په تورات کې لیکي.

۱۵ د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان یو نبي درولېږي او تاسو باید د هغه اطاعت وکړئ. ۱۶ په هغه ورځ چې تاسو د سینا د غره سره راټول شوئ، نو ومو ویل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووینو، ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو. ۱۷ نو څښتن ماته وویل: ‹هغوی رښتیا وایي. ۱۸ زه به هغوی ته د هغوی د خپل قوم څخه ستا په شان یو نبي ورولېږم. زه به ورته ووایم چې څه باید ووایي او هغه به قوم ته هغه څه وایي چې زه یې حکم کوم. ۱۹ هغه به زما په نوم خلکو ته خبرې کوي او زه به هر هغه چاته سزا ورکړم چې هغه ته د اطاعت کولو څخه انکار وکړي. ۲۰ خو که چېرې یو نبي جرات وکړي او په داسې وخت کې زما په نوم یو پیغام واوروي چې ما ورته حکم نه وي کړی، نو هغه باید مړ شي او هغه نبي هم باید مړ شي چې د نورو خدایانو په نوم خبرې کوي.› ۲۱ کېدای شي چې ستاسو سره دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه پوهېدلی شو چې د نبي پیغام د څښتن له خوا څخه نه دی؟ ۲۲ که چېرې یو نبي د څښتن په نوم خبرې وکړي او د هغه خبرې رښتیا نه شي، بیا هغه د څښتن پیغام نه دی. هغه نبي د خپله ځانه دا خبرې کړې دي، نو باید د هغه څخه ونه وېرېږئ.(تثنیي کتاب ۱۸:آیت ۱۵-۲۲)

خدای تعالی غوښتل چې خلک هغهٔ ته  احترام ولري. نو ددې په خاطر کله چې موسی ته   په ګټونویا تختی کې حکمونه  ورکړل  نو داسې کار یې وکړ چې د خلکو زړه له وېرې ډک شي. دلته د هغهٔ پېغمبر په هکله چې به  په راتلونکې کې راځي هم لیکل شوی دی. دا پېغمبر به هم  د موسی په شان د یهودو له قام څخه پېدا شي.

لارښوونې

نو وروسته دوه حکمونه ورکړ شو.

  1. که انسانان دې پېغمبر ته پام ونکړي  او اطاعت ونه کړي،  خدای به هغوی ته سزا ورکړي.
  2. ددې تایید لپاره چې خدای ددې پېغمبر له لارې خبرې کوي، د هغهٔ خبرې او وړاند وینې باید د راتلونکي په هکله وي او عملي شي.

لومړۍ لارښونه  موږ ته راښایي چې ،  له موسی (ع) وروسته  له موسی څخه یوازې یو پېغمبر نه راځي.  بلکې هغه څوک چې راځي موږ باید هرو مرو د هغه ٔخبرو او لارښونو ته غوږ شو، ځکه هغه ځانګړی دنده لري،  هغه به د خدای ځانګړې خبرې موږ ته ووایي.  د راتلونکي په هکله یوازې خدای پوهېږي.  هېڅ انسان د راتلونکي په هکله خبر نه دی. ددې لپاره هم دویم حکم ورکړ شو. د موسی له وینا سره سم ، دویم حکم بنی اسرایلو ته دا فرصت ورکوي چې د راتلونکي په هکله با خبره اوسي. دا د بني اسرائيلو برکتونه او لعنتونه  چې یهودو ته به ورکړ شي، لیکل شوی دی او لدې برخې سره تورات پای ته رسېږي  

نو هغه پېغمبر چې په راتلونکې کې به راځي ، هغه څوک دی؟ ځینې اسلامي دینې عالمان  او پوهان  دا پېغمبر  محمد عربی ګڼي،  خو پاملرنه وکړئ  چې موسی ویلي ؤ :خدای ستاسو له منځه پېغمبر رالېږي  یعنی د یهودو له منځ څخه،  نو پدې ترتیب راتلونکی پېغمبر محمد عربی ندی. نور پوهان هم پدې هکله خبرې کوي چې راتلونکی پېغمبر به یشوع(عیسی) مسیح وي ،موږ پوهېږو چې یشوع مسیح یهود ؤ او ډېر ښه یې.  

 په لوی واک سره درس ورکاوه  – لکه دا چې خپله خدای له خلکو سره خبرې کوي  .  د یشوع(عیسی) مسیح راتګ له پخوا څخه  پېښ بیني شوې وه. د ابراهیم قرباني،  سپېڅلی اختر او هم داسې جملې لکه  د خدای کلام د هغهٔ په خبرو کې شتون لري  ددې پېغمبر په هکله وړاند وینه کړې ده.

د کتاب په توګه له مقدس کتابونه څخه د ټولو نښو PDF ډاونلوډ کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *