د متنی انتقاد څېړنه او انجیل(اسپیڅلی کتاب)

نن سبا چې موږ په علمي او تعلیمي زمانه کې ژوند کوو، ډېر خلک د هغو خبرو په اړه شک کوي چې پخوا خلکو بې له ثبوته منلې وې. دا شک اکثر د “اسپیڅلی کتاب” (انجیل) په اړه هم کېږي. ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا کتاب ریښتیا هم هماغه دی چې پخوا لیکل شوی و؟ ځکه چې دا کتاب له دوه زرو کلونو نه هم زیات پخوا لیکل شوی دی. په هغو زمانو کې نه چاپي ماشینونه وو، نه فوټو کاپي، او نه هم د کتابونو چاپوونکې کمپنۍ وې. خلک به دا کتابونه په لاس سره لیکل، یو نسل به له بل نسل نه انتقال کاوه. په همدې موده کې ډېرې ژبې ختمې شوې، نوې ژبې پیدا شوې، سلطنتونه بدل شول او نوې واکمنۍ راغلې.
خو اوس اصلي نسخې نه شته. نو سوال دا دی: موږ څنګه باوري کېدای شو چې نن چې کوم “انجیل” لولو، دا هماغه دی چې اصلي لیکوالانو لیکلی و؟ کېدای شي دا بدل شوی وي، یا تحریف شوی وي. شاید کلیسايي مشران، پادریان یا راهبان دا بدل کړی وي، تر څو یې خپل مطلب ترې واخیستی وي.
په متني انتقاد کې اساسي اصول
دا پوښتنه یوازې د اسپیڅلی کتاب (انجیل) لپاره نه ده، بلکې د هر پخواني کتاب لپاره مطرح کېږي. “متني انتقاد” هغه علمي طریقه ده چې پکې دا معلومېږي چې یو زوړ کتاب له لیکلو راهیسې تر نن ورځې پورې بدل شوی دی که نه. دا طریقه د هر ژبې او هر زوړ کتاب لپاره کارېږي. دا لیکنه د همدې علم ځینې بنسټیز اصول بیانوي او بیا یې د اسپیڅلی کتاب (انجیل) په اړه کاروي، تر څو دا معلومه شي چې دا کتاب څومره معتبر دی.

په دې انځور کې د یوه فرضي سند بېلګه ښودل شوې چې په ۵۰۰ ق.م کې لیکل شوی و. اصلي لیکنه ډېره موده ژوندی نه پاتې کېږي — نو مخکې له دې چې له منځه ولاړه شي، ورک شي یا وسوځول شي، باید د هغې یو نقل (نسخه) جوړ شي (لومړۍ نسخه). دا کار عموماً لیکوالانو یا کاتبانو چې مسلکي خلک وو، کاوه. لکه څنګه چې کلونه تېرېږي، کاتبان د هماغې لومړۍ نسخې دوهمه او درېیمه نسخه جوړوي. بالاخره یوه نسخه دومره ښه ساتل شوې وي چې تر نن ورځې پاتې شوې وي (درېیمه نسخه).
لومړی اصل: د نسخو ترمنځ د وخت واټن
په زموږ د بېلګې انځور کې، لیکوالانو دا موجوده نسخه (چې تر اوسه پاتې ده) په ۵۰۰ میلادي کال کې لیکلې ده. دا معنا لري چې موږ د متن د حالت په اړه تر ټولو زړې خبرې له ۵۰۰ میلادي وروسته کولای شو. نو له ۵۰۰ ق.م نه تر ۵۰۰ م پورې وخت (چې په انځور کې د “x” په نوم ښودل شوی) د متن د ناپېژندل شوي حالت موده ده. که څه هم اصلي نسخه ډېر وخت مخکې لیکل شوې وه، خو تر ۵۰۰ میلادي مخکې ټولې کاپۍ ورک شوې دي. له دې امله، موږ نشو کولای چې د دې وخت د نسخو ارزونه وکړو.
نو، د متني انتقاد (Textual Criticism) لومړی اصل دا دی چې د اصلي لیک او تر ټولو پخوانۍ موجوده کاپي ترمنځ د وخت اندازه معلومه کړو. هر څومره چې دا واټن (x) کم وي، هومره موږ ډاډه کېدای شو چې متن تر موږ صحیح ساتل شوی دی، ځکه چې د ناپېژندل شوي وخت اندازه کمه شوې وي.
دوهم اصل: د موجودو نسخو شمېر
دوهم اصل دا دی چې وګورو نن سبا د دې زوړ کتاب څو نسخې موجودې دي. په پورته مثال کې موږ ولیدل چې یواځې یوه نسخه پاتې ده (دریمه کاپي). خو اکثر وختونه له یوې زیاتې نسخې موجودې وي. نو هر څومره چې د یوه کتاب زیاتې نسخې موجودې وي، همغومره زیات معلومات لرو چې څومره دا نسخې سره ورته دي یا توپیر لري. کله چې زیاتې نسخې موجودې وي، تاریخ پوهان کولای شي چې دا نسخې سره پرتله کړي، او معلومه کړي چې آیا د وخت په تېرېدو سره کوم بدلون پکې راغلی دی که نه. نو د نسخو شمېر دوهم مهم معیار دی چې موږ ته ښيي دا زوړ کتاب څومره باوري دی.

د کلاسیکو یوناني ـ رومي لیکنو د متني انتقاد پرتله د انجیل نوي عهدنامې سره
دا اصول پر ټولو پخوانیو لیکنو تطبیقېږي. نو راځئ چې د انجیل نوي عهدنامې نسخې د هغو نورو زړو نسخو سره پرتله کړو چې پوهان یې د باور وړ ګڼي. دا جدول ځینې مشهورې لیکنې ښيي:
لیکوال | د لیکلو وخت | لومړنی کاپي | د وخت موده | # |
قيصر |
۵۰ ق م |
۹۰۰ م |
۹۵۰ |
۱۰ |
افلاطون |
۳۵۰ ق م |
۹۰۰ م |
۱۲۵۰ |
۷ |
ارسطو(له هر یو اثر سخه) |
۳۰۰ ق م |
۱۱۰۰ م |
۱۴۰۰ |
۵ |
توسېدېدیس |
۴۰۰ ق م |
۹۰۰ م |
۱۳۰۰ |
۸ |
هیروډوتوس |
۴۰۰ ق م |
۹۰۰ م |
۱۳۰۰ |
۸ |
سوفکوز |
۴۰۰ ق م |
۱۰۰۰ م |
۱۴۰۰ |
۱۰۰ |
تاسیتوس |
۱۰۰ م |
۱۱۰۰ م |
۱۰۰۰ |
۲۰ |
پليني |
۱۰۰ م |
۸۵۰ م |
۷۵۰ |
۷ |
د مشهور پخوانیو لیکوالانو د باور وړ لیکلي لاسوندونه میکډاول جې. یو ثبوت چې فیصله غواړي. ۱۹۷۹، مخونه ۴۲–۴۸
دغه لیکوالان د لرغوني زمانې مهم کلاسیک لیکوالان ګڼل کېږي. اساساً، د دوی لیکنو د ننني تمدن په جوړېدو کې مهم رول لوبولی دی. خو په عمومي ډول، دا لیکنې یوازې د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ نسخو (لاسوندونو) له لارې موږ ته را رسېدلي دي. برسېره پر دې، د دوی تر ټولو پخوانۍ موجودې نسخې شاوخوا ۱۰۰۰ کاله وروسته له اصلي لیکلو څخه خوندي شوې دي. موږ دا د یوه کنټرول تجربې په توګه ګورو، ځکه دا لیکنې د تاریخ او فلسفې بنسټ جوړوي. له همدې امله پوهنتونونه او علمي ادارې یې په پراخه کچه مني، کاروي او تدریس کوي.
د انجیل نوي عهد نامې نسخې
لاندې جدول دانجیل نوي عهد نامې نسخې د لیکلي متن د علمي ارزونې له هماغو اصولو سره پرتله کوي. بیا به موږ دا د کنټرول معلوماتو (د نورو لرغونو کتابونو له معلوماتو) سره پرتله کړو، لکه څنګه چې په هرې علمي څېړنه کې کېږي.
لاسليک شوي نسخې |
د لیکلوشروع |
د لیکلوختم |
د وخت موده |
جان ریلان |
۹۰ م |
۱۳۰ م |
۴۰ کاله |
بادمر پاپیروس |
۹۰ م |
۱۵۰-۲۰۰ م |
۱۱۰ کاله |
چیسټر بیټی |
۶۰ م |
۲۰۰ م |
۱۴۰ کاله |
کوډیکس ویټیکانوس |
۶۰-۹۰ م |
۳۲۵ م |
۲۶۵ کاله |
کوډیکس سیناټيټس |
۶۰-۹۰ م |
۳۵۰ م |
۲۹۰کاله |
دانجیل نوی عهد نامې د تر ټولو زړو لاسلیک شوو نسخو د متن معلومات. کمفورټ، پی. ډبلیو. د انجیل اصلی نسخی، ۱۹۹۲، مخ ۱۹۳
خو دا جدول يوازې د انجیل نوی عهد نامې د ځینو شته نسخو یو لنډه او عمومي کتنه وړاندې کوي. د نوی عهد نامې د نسخو شمېر دومره زیات دی چې د ټولو یادونه په یوه جدول کې ناشونې ده.
د علمي څېړنو شاهدۍ
لکه څنګه چې یو عالم چې څو کاله یې دا موضوع څېړلې، وايي:
نن ورځ د انجیل نوی عهد نامې د برخو له ۲۴،۰۰۰ څخه زیات خطي نسخې (MSS) شتون لري… د پخوانیو زمانو هیڅ بل سند نه شي کولای چې دومره شمېر او تصدیق ته نږدې شي. د پرتله لپاره، د هومر کتاب ‘ایلیاد’ دویم مقام لري، چې یوازې ۶۴۳ خطي نسخې یې تر نن ورځې پاتې دي. (میک ډویل J. شواهد چې د قضاوت غوښتنه کوي. ۱۹۷۹ مخ ۴۰)
د بریتانیا موزیم یو مخکښ عالم دا خبره تاییدوي:
“پوهان مطمین دي چې دوی د اصلي یوناني او رومي لیکوالانو ریښتیني متن لري … بیا هم د دوی د لیکنو په اړه زموږ پوهه یوازې یو څوخطي نسخې (MSS) پورې اړه لري پداسې حال کې چې د انجیل نوي عهد نامې خطي نسخې (MSS) په زرګونو شمیرل کیږي …” کینیون، FG (د برتانیا د موزیم پخوانی رییس) زموږ انجیل او پخوانی لاسوندونه. ۱۹۴۱ مخ۲۳
د انجیل نوی عهد نامې د متني انتقاد او قسطنطین اړیکی
د یادونې وړ ده چې د دې خطي نسخو ډېره برخه ډېرې پخوانۍ دي. د بېلګې په توګه، د هغه کتاب سریزه وګورئ چې د انجیل نوی عهد نامې تر ټولو زړې یوناني نسخې نقلوي.
دا کتاب دانجیل نوي عهد نامې د لومړنيو ۶۹ نسخو نقلونه وړاندې کوي … د دوهمې پیړۍ له پیل څخه د څلورمې تر پیل پورې (۱۰۰ – ۳۰۰ م)… شاوخوا دوه برخې دريمه دانجیل نوی عهد نامې متن لري. (P. Comfort “د متن د نوي عهد نامې تر ټولو لومړني یوناني نسخې”. مخ ۱۷. ۲۰۰۱)
دا ځکه مهمه ده چې دا نسخې د روم د امپراطور قسطنطین (شاوخوا ۳۲۵ میلادي کال) نه وړاندې دي. دا هم د کاتولیکې کلیسا له واک ته رسېدو نه مخکې دي. ځینې خلک پوښتنه کوي چې ښایي قسطنطین یا کاتولیک کلیسا د اسپیڅلی کتاب متن بدل کړی وي. موږ دا پوښتنه ازموینه کولای شو، د قسطنطین نه مخکې نسخې د هغه نه وروسته نسخو سره پرتله کوو. خو کله چې دا پرتله کوو، وینو چې هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی. د مثال په توګه، د ۲۰۰ میلادي کال نسخې د هغو نسخو سره برابرې دي چې وروسته راغلي دي.
نو دا ثابته شوې چې نه کاتولیک کلیسا او نه قسطنطین د کتاب مقدس متن بدل کړی دی. دا یوه مذهبي دعوه نه ده، بلکې د خطي نسخو د معلوماتو پر بنسټ ولاړه ده. لاندې انځور ښيي چې نننی نوی عهدنامه له کومو نسخو څخه راغلې ده.

په لنډ ډول، نه وخت او نه هم عیسوي مشران د اسپڅلی کتاب (یا انجیل) اصلي پیغامونه او تعلیمات بدل کړي دي. مونږ دا خبره له زرګونو زړو نسخو څخه پوهېدلای شو چې نن ورځ هم شته، او دا ښيي چې اوسنی انجیل هماغه لیکنه وړاندې کوي کومه چې اصلي لیکوالانو کړې وه. د لیکني د څېړنې علم (متنی انتقاد) د انجیل د اعتبار ملاتړ کوي.
ما ته دا عزت په برخه شو چې د دې موضوع په اړه د کاناډا په لوېدیځ انتاریو پوهنتون کې یوه عامه وینا وړاندې کړم. لاندې یو ۱۷ دقیقې ویډیو دی چې د وینا همدا برخه پکې ښودل شوې ده.
د انجیل د متنی انتقاد پایلې او اغېزې
نو له دې څخه مونږ څه نتیجه اخیستلای شو؟ لږ تر لږه په هغو شیانو کې چې مونږ یې په عیني ډول اندازه کولی شو — لکه د زړو نسخو شمېر او د اصلي نسخې او تر ټولو پخوانۍ پاتې نسخې ترمنځ واټن — انجیل (نوی عهد) له ټولو کلاسیکو لیکنو څخه ډېر قوي ملاتړ لري. دا پایله چې شواهد یې موږ ته ښيي، په لاندې اقتباس کې ښه خلاصه شوې ده:
د نوي عهد نامې د متن په پایله کې شکمن کیدل دا دي چې ټول کلاسیک لرغونتوب ته اجازه ورکړي چې پټ پاتې شي، ځکه چې د لرغونې دورې نور اسناد د نوي عهد نامې په څیر په کتابتون کې تصدیق شوي ندي” مونټګومري، تاریخ او مسیحیت. ۱۹۷۱، مخ ۲۹
هغه څه چې دی وایي دا دي چې که مونږ د اسپیڅلی کتبا (انجیل) د باور وړتیا تر پوښتنې لاندې راولو، نو باید د تاریخ له ډېرو نورو کلاسیکو لیکنو سره هم همداسې وکړو – او دا کار هېڅ تاریخ پوه ندی کړی. موږ پوهېږو چې د بائبل لیکنې نه دي بدلې شوي، که څه هم ژبې، واکمنۍ او دورې بدلې شوي، ځکه چې زموږ سره داسې لاسوندونه (نسخې) شته چې تر دې ټولو پېښو وړاندې لیکل شوي دي.
د بېلګې په توګه، موږ پوهېږو چې نه کوم پاپ او نه هم د روم پاچا قسطنطین انجیل بدل کړی دی، ځکه چې موږ سره د دوی نه وړاندې نسخې شته چې هماغه یو شان پېښې پکې ذکر دي. نن چې کوم انجیل ژباړل شوی، هغه له هماغه زړو نسخو څخه شوی دی، او دا مهمه ده چې حضرت محمد (ص) هم د خپل وخت انجیل تصدیق کړی، ځکه چې موږ له نسخو نه دا پوهېږو چې انجیل د هغه له وخته راهیسې نه دی بدل شوی.
نو بیا پوښتنه دا ده: آیا د قرآن په لیکني نسخو کې هم بدلونونه شته؟ په دې لیکنه کې به وګورو چې څنګه د قرآن د متن ځینې کوچني اختلافات د انجیل د اختلافاتو سره ورته دي.
پایله
په لنډ ډول، نه وخت او نه هم ژباړو د انجیل د اصل لیکنو فکرونه او پیغامونه خراب کړي دي. دا مفاهیم نن ورځ له موږ پټ نه دي. موږ دا یقین کولی شو چې نننی الکتاب هماغه پیغام رسوي کوم چې د هغه لیکوالانو هغه وخت لیکلی و.
تر دې ځایه موږ یواځې د نوی عهدنامې (انجیل) د لیکني کره والي (متني تنقید) ته کتنه وکړه. خو د تورات او زبور څه؟ یعنې هغه کتابونه چې د زړې عهدنامې برخه جوړوي؟ په لاندې ۷ دقیقو ویډیو کې ما د زړې عهدنامې د متني انتقاد اصول لنډیز کړي دي.
د اسپیڅلی کتاب د لیکني کرهوالي یا اعتبار پوهېدل موږ ته یو ښه پیل راکوي چې له هغې لارې د انجیل نورې برخې هم وڅېړو. موږ کولای شو وګورو چې نورې پوښتنې هم ځواب لري که نه. همدارنګه، موږ د انجیل د پیغام په اړه پوهېدلای شو.
انجیل دا ادعا لري چې دا پیغام د الله (ج) له لوري تاته یوه برکت ده – نو که دا ریښتیا وي، نو آیا دا نه ارزې چې لږ وخت ورکړو او د انجیل ځینې مهمو پیښو ته پام وکړو؟ یو ښه ځای د پیل لپاره د اسپیڅلی کتاب پیل دی.